زېلېنکسي د خپل پوځ د ګړندي اصلاحاتو لپاره انډري هناتوف د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د پوځ د ګړندي اصلاحاتو په موخه د یکشنبې په ورځ تورن جنرال انډري هناتوف د اوکراین د دفاع وزارت د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنکسي د پوځ د ګړندي اصلاحاتو په موخه د یکشنبې په ورځ تورن جنرال انډري هناتوف د اوکراین د دفاع وزارت د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه.
د اوکراین حکومت اعلان کړی، چې جنرال هناتوف د جنرال اناتولي بار هیلیویچ پر ځای د اوکراین د پوځ نوی لوی درستیز ټاکل شوی دی.
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف په یوه بیان کې ویلي:«موږ په دوامداره توګه وسله وال ځواکونه بدلوو ترڅو دوی نور هم د جنګ لپاره چمتو اوسي. د دغه چمتوالي لپاره موږ د مدیریت سیسټم بدلوو او روښانه معیارونه معرفي کوو.»
جنرال هناتوف ۲۷ کلنه پوځي تجربه لري او د سمندري ځواکونو د لوا د قوماندان او د ختیځ دونیستک سیمه کې د ځواکونو د مشری په څېر لوړو موقفونو کې دنده ترسره کړې.
د اوکراین د دفاع وزیر وايي:« د اوکراین د پوځ مخکېنی لوی درستیز برهیلیویچ به اوس د پوځي معیارونو څارنه وکړي او په پوځ کې به نظم پیاوړی کړي.»
د روسیې پر وړاندې د جګړې د څلورم کال په درشل کې اوکراین هڅه کوي، چې خپل پوځ بیا تنظیم او پیاوړی کړي.
اوکراین د جګړې په ډګر کې کمزوری ښکاري او د کییف ځواکونه د روسیې د کرسک سیمې څخه په شاتګ سره او په ختیځ دونیتسک سیمه کې د مخ په زیاتېدونکي فشار لاندې جګړه کوي، خو د روسي ځواکونه بیا له میاشتو راهیسې په دغو سیمو د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې پرمختګ کوي.
د پوځي شنونکو د اټکل له مخې، اوس مهال شاوخوا ۸۸۰ زره کسان د اوکراین په وسله والو ځواکونو کې خدمت کوي.
اوکراین له روسيي سره د جګړې ترڅنګ همزمانه د خپلو ځواکونو د اصلاحاتو او په نویو وسایلو سمبالولو باندې هم تمرکز کړی دی.
د دغه هېواد د غوره جنګې واحدونو درېیمې لوا د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دا لوا بیا له سره تنظیم شوی او قول اردو ته یې ارتقا کړې ده.