فلسطيني چارواکي وايي، د جنورۍ د ۱۹مې له اوربند سره - سره چې په غزه کې يې د پراخې جګړې مخه نيولې وه، د اسرایيل په ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي دي، چې د اوربند له نافذېدو راهیسې د دوی ځواکونو د "ترهګرو" له خوا خپلو سرتېرو ته نږدې د کېدو یا د بمونو اېښودلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره عکس العمل ښودلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي، چې وروستۍ ډېرې وژنې د شنبې په ورځ هغه مهال وشوې چې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په ښارګوټي کې د اسراییل په هوايي برید کې د څلورو خبریالانو په ګډون نهه فلسطینیان ووژل شول.
د اسراییل پوځ ادعا کوي، چې شپږ وژل شوي کسان د حماس او د اسلامي جهاد د وسله والو ډلو غړي دي.
ویل شوي، چې ځینو اورپکو د "خبریالانو تر پوښښ لاندې" فعالیت کاوه.
د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر مشرې سلامه معروف ویلي، چې د پېښې په اړه د پوځ په بیان کې د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې حاضر نه وو.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه څلور نور فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې دوامداره وژنې د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د درې اړخیزه اوربند تړون کمزوري په ګوته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس مخکې ویلي و چې دوی به یوازې د دویم پړاو له مخې چې ټاکل شوې وه د مارچ په دویمه پیل شي، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول بیا پیل کړي.