د مقاومت جبهې ادعا: په کابل او کندوز کې مو پنځه طالبان وژلي دي

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په کابل او کندوز ولایتونو کې یې په بېلابېلو بریدونو کې پنځه طالب وسله وال وژلي دي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په کابل او کندوز ولایتونو کې یې په بېلابېلو بریدونو کې پنځه طالب وسله وال وژلي دي او یو بل یې ټپي کړی دی.
یادې جبهې ددغه بریدونو په تړاو په خپل اېکس کې لیکلي، چې وسله والو یې لومړی برید د کابل ولایت په خواجه سرای سیمه کې پر طالبانو کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې دویم برید یې د کابل ولایت په میربچه کوټ ښار کې ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو په پوستې کړی، چې یو طالب وسله وال یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
د مقاومت جبهې د معلوماتو له مخې، دریم برید یې په کندوز ولایت کې د خان اباد ولسوالۍ اړوند پر طالبانو کړی، چې دوه طالب وسله وال یې پکې وژلي دي.
د اېکس په دغه پوسټ کې راغلي، چې په یادو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې د دوی وسله والو ته په لاس ورغلي دي.
مقاومت جبهه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د دوی وسله والو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهې تورنې شوې وې، چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي وګړو ته زیان رسولی، خو ملي مقاومت جبهې دغه ادعاوې رد کړې وې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایک سیمپل ویلي، چې حقاني شبکه په ټول افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره سلا مشورې او خبرې کوي. په ورته وخت کې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو د شدت په اړه راپورونه خپاره شوي.
د افغانستان د مسایلو دغه کارپوه د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل، چې د حقاني ډلې استازي د دې شبکې له قوماندانانو غوښتي چې د هبت الله اخوندزاده پر وړاندې ودرېږي.
نوموړی همداراز وايي چې په افغانستان کې د حالاتو د پېچلتيا له امله د حقاني او هبت الله تر منځ د مخامخ جګړې اټکل کول ګران ښکاري.
د اروپايي ټولنې دغه پخواني جګپوړي ډیپلوماټ ویلي، چې له ۳۰ کلونو راهیسې له طالبانو سره تړلي مسایل تعقیبوي.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو ډېری غړي په ټيټه کچه او مشرتابه کې ناخوښه دي او احساس کوي، چې د پرېکړې کولو څخه پاتې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې ۵۰ ورځو راهیسې په خپل دفتر کې نه دی لیدل شوی.
اخوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج ویلي و، چې سراج الدین حقاني د وزیرستان او خوست ترمنځ په سرحدي سیمو کې اوسېږي.
په دې وروستیو کې په خوست کې د دغه لوړ پوړي طالب چارواکي یوه ویډیو هم خپره شوه.
د حقاني پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر یوه ویډیو خپره کړې، چې په هغه کې یې د طالبانو د رژیم پر اطاعت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په ټینګار سره وویل، چې د طالبانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نه شته او دوی د یوه امیر د اطاعت او امر لاندې دي.
داسې ښکاري، چې دوی هڅه کوي څو د حقاني او هبت الله ترمنځ د اختلافاتو راپورونه بې اساسه وښيي.
شواهد ښیي، چې د حقاني او هبت الله اخوندزاده تر منځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي.
د طالبانو مشر د خپل کورنیو چارو وزیر واکونه محدود کړي او حقاني شبکه یو ګواښ بولي.
دا شبکه په طالبانو کې یوازینۍ ډله ده، چې د هبت الله ننګولو یا لرې کولو توان لري.
په کندهار کې د حقاني او طالبانو مشران د مهمو مسلو په سر اختلاف لري، په دغه اختلافي مسایلو کې د نجونو زده کړې او سیاسي مخالفینو سره د روغې جوړې خبرې شاملې دي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوه خبري ناسته کې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د مرکزي حکومت د پالیسۍ مخالفت وکړ او ویې ویل چې افغان کډوال باید په زور ونه ایستل شي.
پاکستان پرېکړه کړې، چې «د مارچ تر ۳۱مې» نېټې پورې په دغه هېواد کې میشت ټول افغان کډوال ووځي.
د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغان کډوالو په اړه د مرکز پالیسي نیمګړې ده.
ګنډاپور نیوکه وکړه، چې په تیرو وختونو کې هم د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.
هغه وویل، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو له پالیسۍ سره موافق نه دی.
له خبریالانو سره په خبرو کې علي امین ګنډاپور وویل هغه افغان کډوال چې غواړي د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: « باید هیڅ مساله نه وي، هغه افغانان چې جرمي سابقه ونه لري او په پاکستان کې پاتې کیدو ته لیواله وي، تابعیت ورکړل شي.»
خیبريښتونخوا د افغان کډوالو د تر ټولو سترې برخې کوربه توب کوي.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هیڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.
چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې له لاري هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د پاکستانو د ګمرکونو چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنخ په تېرو ۲۲ ورځو کې د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.
پرهمدغه مهال د پاکستان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې هره ورځ شاوخوا لس زره کسانو دواړو لوریو ته تګ راتګ کاوه خو له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې دغه دروازه د سوداګرۍ ترڅنګ د پلي مساپرو پرمخ هم تړل شوې ده.
د تورخم دروازه ۲۳ ورځې وړاندې له هغه وروسته وتړل شوه، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو د پوستې له جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
د تورخم ستونزې د حل په موخه د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه هم جوړه شوې، خو له څو ځله مذاکراتو وروسته بې پایلي پای ته ورسیده او دروازه لا هم د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددغه وزارت معین احمد الله زاهد په خپل کاري دفتر کې له ازبک پانګوالو سره لیدنه کړې ده. دوی زیاتوي په دې لیدنه کې ازبک پانګوالو د افغانستان په ساختماني او کان کیندنې برخو کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه « د کب ۲۶مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت معین مولوي احمد الله زاهد د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره لیدلي دي.
احمد الله زاهد د ازبک پانګوالو هرکلی کړی او د ساختماني او کان کیندنې په برخو کې د شته فرصتونو په اړه یې معلومات ور کړي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې د احمد الله زاهد په حواله لیکلي:«افغانستان اوس په بشپړ ډول خوندي دی او د دغو برخو لپاره د ودې او پرمختګ لپاره پراخه امکانات شته دي.»
زاهد ازبک پانګوالو ته ډاډ ور کړی، چې د پانګونې د بهیر د لا اسانتیا لپاره دغه ډله د داخلي او بهرني پانګه والو هر راز ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر ډول ملاتړ لپاره چمتو دی او د پانګوالو ستونزې او اړتیاوې به په لومړیتوب کې حل کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا پانګونې به د افغانستان اقتصادي وده ښه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لامل به شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي. دغه مرکز وايي، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.
دا راپور، چې نن یکشنبه د کب پر ۲۶مه د خبریال ملي ورځې «د کب ۲۷مې» په مناسبت خپور شوی وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ناروښانه رسنیز سیاست تر سیوري لاندې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو پالیسي په لا ډېر شدت او پراخوالي دوام وموند او د محدودیتونو کچه لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیو له حقونو په سرغړونو کې ۱۲۲ ګواښونه، د رسنیو د بندولو لږترلږه ۲۲ قضیې او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو تر اوسه پورې ۱۵ رسنیو ته د فعالیت د بیا پیل اجازه نه ده ورکړې او د ۵۰ نیول شویو خبریالانو له ډلې ۱۰ یې لا هم په زندان کې دي.
په راپور کې راغلي چې د رسنیو سره د چلند په برخه کې د طالبانو توپیري چلند د پخوا په پرتله ډیر څرګند شوی دی.
د دې راپور له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ځینې طالب چارواکي د جمهوري حکومت پر مهال تصویب شوی د ډله ییزو رسنیو قانون پلی کوي، په داسې حال کې چې د دې ډلې محافظه کاره او مذهبي چارواکي هڅه کوي رسنۍ محدودې کړي.
د افغان خبریالانو مرکز دا هم وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په پلي کیدو سره، د دې ډلې محتسبینو ته د رسنیو د فعالیت د څارنې لپاره پراخ واک ورکړل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو محتسبین "هرکله چې وغواړي، په مستقیم ډول یا د استخباراتي ادارې په ملاتړ سره د رسنیو او خبریالانو په وړاندې اقدام کوي."
د رسنیو د ملاتړ د دغه سازمان راپور ټینګار کوي، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د حل کمېسیون په څنډه کې ساتل شوی دی.
د دې راپور له مخې، په دې موده کې د رسنیو په وړاندې لږ تر لږه پنځه نوي محدودیتي لارښوونې صادرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د ساکښو د انځورونو نه خپرول، په ژوندۍ بڼه د سیاسي پروګرامونو نه نشرول، د انتقادي پروګرامونو نه جوړول، د طالبانو له هوکړې پرته د مېلمنو رابلل او د «شهید» او «شهادت» کلمو کارول په دې موده کې د طالبانو له لوري صادر شوي فرمانونه دي.
راپور وايي، هغه خبریالان چې دا حکمونه له پامه غورځوي ګواښل کیږي او بندیان کیږي.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې په دې موده کې پر رسنیو د کوم هدفمند برید یا د رسنیو کارکوونکو ته د زیان رسولو راپور نه دی ورکړل شوی.
په ۱۴۰۲ ل کال کې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د حقونو لږ تر لږه ۱۳۹ سرغړونې مستندې کړې وې، چې ۸۰ پکې ګواښونه او ۵۹ د نیول کېدو پېښې شاملې وې.
