د سوشیل میډیا دغو کاروونکو د سراج الدین حقاني د وینا یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې د "نظام د ښه نوم او نیکمرغۍ په خدمت" ټینګار شوی دی.
سراج الدین حقاني له نږدې ۵۰ ورځو راهیسې د کورنیو چارو په وزارت کې نه دی لیدلی شوی.
حقاني متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته له سفر وروسته کابل ته راستون نه شو او خپل پلرني ټاټوبي خوست ته ولاړ.
سرچینې وايي، چې نوموړی د خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ ژوند کوي.
دا عکس په داسې حال کې خپرېږي، چې په دې وروستیو کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دندې استعفا کړې ده.
طالب چارواکي په دې اړه چوپه خوله دي، خو له دې ډلې سره تړلې غیر رسمي شبکې بیا د حقاني د استعفا په اړه راپورونه رد کړي دي.
خو د حقاني خپلوانو د کورنیو چارو وزارت ته د حقاني د نه حاضرېدو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
بلال سروري چې د افغانستان یو له مشهورو ژورنالیستانو څخه دی پرون یې په اېکس کې لیکلي، چې هبت الله د خپل حکومت په کابینه کې د بدلون هڅه کوي او سراج الدین حقاني ته یې د دفاع وزارت په ګډون د نورو پوستونو وړاندیز کړی دی.
محمد جلال حقاني ته نږدې یو کس نن د سراج الدین حقاني او یعقوب مجاهد یو دوستانه عکس خپور کړ.
دا عکس حقاني ته د نورو نږدې اکاونټونو له خوا بیا بیا خپور شوی.
یوزر اکاونټونه او حتی طالب چارواکي اکثرا د طالبانو د شخړو په اړه د رسنیو راپورونو په ځواب کې د حقاني ویډیو او عکسونه خپروي، چې د طالبانو د رژیم په اطاعت په ځانګړې توګه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده پر اطاعت ټینګار کوي.
حقاني د هبت الله په کابینه کې یوازینی لوړپوړی چارواکی دی، چې په غیر مستقیم ډول یې د هېواد پر وضعیت او د طالبانو د مشر پر واکمنۍ نیوکې کړي دي.
وروستی ځل یې د سپټمبر په میاشت کې په یوه عامه غونډه کې پر هبت الله اخوندزاده نیوکه وکړه او ویې ویل: "تاسې فکر مه کوئ چې زه حاکم یم او هر څوک باید زما خبره ومني او که څوک زما خبرې ونه مني، اسمان به راښکته شي."
ویل کېږي، چې هبت الله د کورنیو چارو وزارت مسوولیتونه سید ابراهیم ته او د دفاع په وزارت کې د ملا یعقوب واکونه قیوم ذاکر ته سپارلي دي.
اوس حقاني او یعقوب دواړه د امارت ضد عناصرو په توګه معرفي شوي دي.
حقاني او یعقوب د عباس ستانکزي او یو شمېر نورو طالب چارواکو په ګډون له نړۍوالې ټولنې سره د دغې ډلې د مشر له سیاستونو ناراضه دي.
دوی په وار - وار خبرداری ورکړی، چې د دې سیاستونو دوام به د طالبانو د رژیم بقا له ګواښ سره مخ کړي.