• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له بېړنۍ او جبري اېستنې دې ډډه وکړي. د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د دواړو خواوو په همغږۍ د یوې ګډې تګلارې له مخې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دغه څرګندونې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ په یوې ناسته کې کړې دي.

د دغه کمېسیون له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو او ادارو غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو د ګاونډيو هېوادونو د چارواکو د بېړنۍ او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان کډوالو حقونه ترپښو لاندې نشي.

خبرپاڼه زیاتوي:« ‏یاد نړۍوال بنسټونه بايد له کوربه هېوادونو سره د لېږد په سالمې لړۍ کار وکړي؛ ترڅو هېواد ته د کډوالو راستنېدنه د ځانګړې تګلارې له مخې ترسره شي.»

خو تازه پاکستاني رسني ویلي، چې اسلام‌اباد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه.

اسلام‌ اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب‌ الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: اسلام‌اباد د کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۰

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه. اسلام‌ اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب‌ الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي: «د بې‌اسناده بهرنیانو د اېستلو پروګرام د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوی. اوس ملي رهبرۍ پرېکړه کړې، چې د ACC کارت لرونکي افغانان هم له هېواده وباسي.»

په دې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ټولو بې‌اسناده بهرنیانو، په ځانګړې توګه ACC کارت لرونکو ته سپارښتنه شوې چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي؛ ګني د اپرېل له لومړۍ نېټې وروسته به د اېستلو بهیر پرې په جبري توګه پلی شي. 

پاکستان وايي، چې افغان کډوالو ته د بېرته تګ لپاره کافي وخت ورکړل شوی؛ خو طالبانو له اسلام‌ اباده غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو ځورونه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

خو د پاکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ له اسلام اباده خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پرېکړه وروستۍ ده او اسلام‌اباد به په خپل دریځ ولاړ پاتې شي.

دغه ورځپانې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، اړوند ادارو ته امر شوی چې د افغان کډوالو د اېستلو چمتووالی ونیسي.

د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۸ لکه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا د ثبت شویو کډوالو او د ACC کارت لرونکو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه؛ خو اوس دغه پرېکړه هم لغوه شوې ده.

اوس‌مهال شاوخوا ۳ مېلیونه افغانان لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

طالبانو پر پاکستان تور پورې کړی، چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي؛ خو اسلام‌ اباد دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې طالبان باید خپل هېواد کې داسې شرایط برابر کړي چې کډوال په عزت بېرته ستانه شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې؛ پاکستان ته کډوال شول. دغه کډوال چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی هم اوس د پاکستان د دغه نوې پرېکړې له مخې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې د هغو کډوالو د اېستل کېدو په تړاو هم غور کوي چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیې رد شوې دي.

د بشري حقونو او کډوالو یو شمېر ملاتړو سازمانونو هم د پاکستان دغه پرېکړې غندلې او پر دغه هېواد یې غږ کړی، چې د افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي.

په ورته وخت کې پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د دوی پر ضد د ترهګرو د بریدونو اصلي لامل دی.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان وګړي د وروستیو بریدونو په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو پر پوځي چوڼۍ د ترهګریز برید کې ښکېل وو.

طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې د پاکستان دننه امنیتي مسایل د دوی کورنۍ ستونزه ده او باید افغانستان ته د ګوتې نیولو پر ځای خپلو ناکامیو ته پام وکړي.

همدا راز د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتو له امله (د فبرورۍ له ۲۱مې نېټې) څخه د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.

پاکستان ادعا کوي، چې طالبانو پر ډیورنډ فرضي کرښه صفري نقطه کې د امنیتي پوستو جوړولو هڅه کوله چې له همدې امله دغه کړکېچ رامنځته شو.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به د تورخم له لارې هم دوام ولري.

امریکا غږ خپلې ټولې پښتو او دري ټلویزیوني خپرونې ودرولې

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

له پرون سهار راهیسې د امریکا غږ پښتو او دري برخو خپلې ټلویزیوني خپرونې درولې دي او د ورځنیو خپرونو پر ځای د ځینو انځورونو سره، «امریکا غږ څنګه کار کوي، په ګډون امریکا غږ د متحده ایالاتو د سیاست څرګندونه کوي» کلیمې د ټلویزیون پر څپو راڅرګندېږي.

دغې رسنۍ خپلې خپرونې وروسته له هغه ودرولې، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل یوه اجرایوي فرمان کې د امریکا د حکومت تر چتر لاندې د امریکا غږ او ازادي راډیو / ازادي اروپا راډیو بودجه لغوه اعلان کړه، چې د دغو رسنیو کارکوونکي یې جبري رخصتۍ ته اړ کړل.

د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز د یوه برېښنالیک په ترڅ کې خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې د ولسمشر ټرمپ فرمان د پلي کېدو په حال کې دی او دوی نور نشي کولی چې د کار ځای ته ننوځي او یا هم له برېښنایي کاري سیسټم څخه ګټه واخلي.

په دغه برېښنالیک کې د امریکا غږ ټول کارکوونکي جبري رخصتۍ ته او اېستل شوي او خبرداری یې ورکړی، چې هیڅوک حق نه‌لري تر راتلونکي اعلانه پورې په دغه اداره کې له خپل مقام او یا هم واکونو ګټه پورته کړي.

د دغې رسنۍ برخلیک لا روښانه نه دی؛ خو د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د دغه اجرایوي فرمان په پلي کولو سره به د یادې ادارې ۱۳۰۰ تنه خبریالان، پروډیوسران او نور کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

امریکایي وسلو ته تازه دمي کاروونکي؛ طالبانو ۱۸ سوه کسان له پوځي روزنې او زده‌کړو فارغ کړل

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د البدر او الفتح قول اردوګانو څخه یې تازه اتلس سوه ځواکونه د پوځي روزنې او زده‌کړو له دوه میاشتنۍ دورې فارغ کړي‌ دي.

د طالبانو په دوه جلا، جلا خبر پاڼو کې ویل شوي، له الفتح قول اردو څخه «۹۵۰تنه او له البدر اقول اردو څخه بیا ۸۵۰کسان» فارغ شوي چې ورته د فزیکي روزنې تر څنګ عقیدوي‌ زده‌کړې هم ورکړل شوې دي.

د طالبانو البدر قول اردو درستیزوال ملا احمد شاه دین دوست خپل دغه تازه دمي ځواک ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي شریعت له مخې دې په خپلو دندو کې ناغېړي نه کوي.

طالبان په چټکۍ سره هڅه کوي؛ څو خپلو پخوانیو جنګیالیو ته د عصري پوځي وسایلو او وسایطو د کارونې روزنه ورکړي.

همدا راز ویل کېږي، چې د جګړه‌ییزو تکتیکونو او لارو چارو په برخه کې هم طالبان د پخواني جمهوري نظام له افسرانو څخه ګټه اخلي.

د معلوماتو له مخې، طالبانو په یو شمېر برخو کې د جمهوري نظام له افسرانو څخه د تجربو ترلاسه کولو وروسته د هغوی پر ځای خپل کسان ګومارلي او هغوی یې بیا له دندو اېستلي دي.

د راپورونو له مخې، د پخواني جمهوري نظام ځیني افسران چې د امریکایي وسلو، تجهیزاتو، وسایطو او چورلکو په کارولو کې لازمې تجربې لري په خپل لاس کې نیولي دي.

طالبان دغه پخواني افسران خپلو جنګیالیو ته د روزونکو په توګه ګومارلي، څو ترې د دغو عصري وسلو او وسایلو د کارولو زده کړې وکړي.

طالبانو څو، څو ځله خبر ورکړی چې ځینې امریکایي چورلکې او پوځي وسایط یې رغولي دي. باورونه همدا دي‌، چې دغه وسایط او چورلکو د جوړلو تخنیکي چارې د پرځېدلي جمهوري نظام پخوانیو پوځیانو ترسره کړي‌ دي.

طالبانو ته پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات په متحده ایالاتو کې یو له جنجالي موضوعاتو ډکه هغه ده.

ولسمشر ټرمپ په وار، وار نیوکه کړې، چې جوبایډن په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه خپل ځواکونه و اېستل او د امریکایي وسلو تر څنګ یې پرېمانه تجهیزات طالبانو ته په ښکاره میدان پرېښودل.

ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې له طالبانو څخه به خپل پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي؛ خو طالبانو بیا غبرګون ښوولی، چې دغه ورپاتې امریکایي وسلې ورته «غنیمت»‌ دی او هېڅوک یې ترې بېرته نشي اخیستی.

د افغانستان متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د ټرمپ دغو څرګندونو څخه هرکلی کړی و او ورته یادونه کړې وه، چې چمتو دی څو له طالبانو څخه د امریکايي وسله د بېرته اخیستلو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان دننه د پاتې امریکایي وسلو د قاچاق او پلور په تړاو هم جدي اندېښنې شته.

خپله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څو، څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنېوي خبر ورکړی او دا په ډاګه کوي چې دغه وسلې اوس په تور بازار کې پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د جمهوي نظام له پوځیانو وسلې واخیستې او بیا یې بېرته خپلو اړونده پوځي مرکزونو ته ونه سپارلې.

اندېښنه دا ده، چې همدغه وسلې بېرته طالبانو په تور بازار کې پلورلې دي او ډېره برخه یې پاکستان ته قاچاق شوې ده.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې څو ځله اندېښنه ښوولې، چې طالبانو ته پاتې شوې امریکایي وسلې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د بلوڅ بېلتون پالو لاسونو ته ورغلې دي او د دوی خلاف یې جګړو کې کارولې دي.

پاکستان هم د ټرمپ له هغه څرګندونو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې پاتې شوې تجهیزات او وسلې باید له طالبانو بېرته واخیستل شي.

همدا راز هندي چارواکو هم ادعا کړې، چې په کشمیر کې ځینو جنګي ډلو د دوی خلاف امریکایي وسلې کارولې دي چې ښایي له افغانستانه ور وړل شوې وې.

رانا ثناالله: دا د اندېښنې وړ خبره ده، چې د افغانستان خاوره د «ترهګرۍ» لپاره کارول کېږي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د افغانستان خاوره د «ترهګرۍ» لپاره کارول کېږي. نوموړي په فیصل اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان باید د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي او د امنیت پر وړاندې ټولې دسیسې شنډې کړي.

نوموړي د نوم اخیستلو پرته ویلي، هغه تبلیغات چې هند یې په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه کوي؛ هغه هم د یوې سیاسي ډلې له‌خوا کېږي.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز د نوموړي په حوال لیکلي، د هند استخباراتي اداره «را» د ټولو ترهګرو د مور رول لوبوي.
نوموړي ادعا کړې ده:« دا "را" ده، چې ترهګر راټولوي، تمویلوي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول جنرال احمد شریف چوهدري او د بلوچستان سر وزیر سرفرازبګتي په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې ویلي و، چې پر جعفر اکسپرېس برید «د هند او افغانستان په ملاتړ شوی».

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و، په دغه پېښه کې ښکېل بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړېکه کې وو:«له افغانستان څخه عصري بهرنۍ وسلې راوړل کېږي او په پاکستان کې په ترهګريزو عملياتو کې کارول کېږي او د جعفر اېکسپرېس پېښه د هند د ترهګريز ذهنیت دوام دی.»

د هغه په وینا، هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره په بلوچستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

چوهدري وویل:«په بلوچستان کې د دې اورګاډي پېښې او له هغې مخکې رامنځته شویو پېښو اصلي ملاتړی ختیځ ګاوندی هېواد دی.»

خو هند او پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.

سور صلیب: په ۲۰۲۴‌کال کې ۴۵۵ ملکیانو ته د ناچاوده توکو د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

په افغانستان کې د سره صلیب کمېټه وایي، چې افغانستان لا هم د جګړې د پاتې شونو له امله د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی. د دغې کمېټې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ۳۵۹ ماشومانو په ګډون ۴۵۵ ملکیانو ته د ناچاوده توکو د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې.

په راپور کې راغلي، چې په تېر زېږدیز کال کې د پخوانیو پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودېدو پېښو شمېر ټول ۲۳۴ ته رسېږي.

یادې نړۍوالې کمېټې ویلي، چې د ناچاوده توکو د ګواښونو کمولو لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي‌ دي.

خونړي سېلابونه او ورښتونه

په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله لسګونه زره کسان زیانمن شوي، نږدې ۷زره کورونه ویجاړ شوي او د ۲۵۰ کسانود مړینې تر څنګ یې زرګونه نور ټپیان کړي‌ دي.

د یادې کمېټې د راپور له مخې، د هېواد‌ په ټولو ولایتونو کې سېلابونو «۱۱۹زره کسان زیانمن» کړي چې شاوخوا «۶۴زره جریبه کرنیزې ځمکې» یې هم لمنځه وړې دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له پراخو ناورینونو سره مخ و چې پکې اقتصادي ستونزې، طبیعي پېښې او د تېرو څو لسیزو جګړه‌ییزې اغېزې شاملې دي. د نړۍوالو بندیزونو دوام او د بهرنیو مرستو کمښت، د افغانانو پر ژوند لا سخت اغېز کړی، چې مېلیونونه خلک یې د فقر، لوږې او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسي خلک له ناورین سره مخ کړي دي.

افغانستان کې د سره صلیب کمېې مشرې کاټرینا رېټز ویلي:« د زیانمنو شویو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او معلولینو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. دغه بېړنۍ حالت دوامداره نړۍوالې پاملرنې او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو خلکو ته لازمې مرستې ورسېږي».

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ یې د سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ د نغندي مرستې تر څنګ د خوراکي توکو مرستې هم کړې دي.

ککړې اوبه یو بل ناورین

سره صلیب په هېواد کې د پاکو اوبو کمښت یوه بله جدي ستونزه ګڼلې ده.

په راپور کې د محمد نعمان په نوم د کابل یو تن اوسېدونکي له خولې لیکل شوي، چې په پلازمېنه کې د اوبو رسولو سېسټم هېڅ ډول د باور وړ نه دی او ځمکنۍ اوبه هم خورا کمې شوې دي.

دغه کمېټې زیاته کړې، چې په هېواد کې یې څه باندې دولس سوه لاسي بمبې جوړ کړي، چې نږدې ۱۷۹زره کسانو ته یې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې ترې برخمن شوي دي.

اقتصادي ننګوونې او د کاري فرصتونو نشتوالی

په راپور کې همدا راز اندېښنه ښوول شوې، چې په افغانستان کې د جګړې، طبیعي پېښو او د طالبانو د بندیزونو له امله اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.

سره صلیب په ډاګه کړې، چې ډېر کسان د کار موندلو لپاره له سختو ستونزو او ننګوونو سره مخ کېږي.

دغه کمېټې د عقا محمد په نوم د یوه ۷۶کلن سپین ږېري د کورنۍ حالت هم شریک کړی دی. هغه ویلي:« هر سهار بازار ته په دې هیله ځم، چې څوک به مې د مزدورۍ لپاره کار ته یوسي. کله کله راته کار پیدا شي؛ خو اکثره وخت تش لاس بېرته کور ته ځم».

د سره صلیب کمېټه وايي،‌ په افغانستان کې د جګړې، فقر، طبیعي افتونو، د پاکو اوبو کمښت، د چاودېدونکو توکو ګواښونه او د اقتصادي ستونزو له امله د مېلیونونو خلکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د نړۍ والو مرستو د کمښت له امله، د بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت ډېره محسوسېږي.

سره صلیب ویلي، د نورو مرستنیدونه ادارو په ملتیا د محدودو امکاناتو سره، سره د زیانمنو خلکو لاسنیوی کوي؛ خو د دې ستونزو د تلپاتې حل لپاره د نړۍوالې ټولنې پاملرنه او اوږدمهاله هڅې اړینې دي.