• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف سبا په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۰

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې لومړی وزير شهباز شریف به د یوه پلاوي په مشرۍ سبا په درې ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي. ویل کيږي نوموړی به له ولیعهد محمد بن سلمان سره د سوداګرۍ د زياتوالي، اقتصادي همکاريو او د دوه اړخيزو اړیکو د پراختیا په اړه بیلابيلې ناستې وکړي.

د ایکسپرېس ټرېبیون د خبر له مخې، د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار تر څنګ یو شمېر وزيران او لوړپوړي چارواکي هم ملتیا کوي.

په خبر کې د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتيا، اقتصادي همکاریو ته وده ورکول او د پانګوني فرصتونو پیدا کول ښودل شوي دي.

دغه پاکستانی پلاوی به د مارچ مياشتې پر ۱۹ مه ځي او تر ۲۲مې پورې به یې سفر دوام کوي.

ايکسپرېس د پاکستان بهرنيو چارو وزارت له قوله لیکلي: « دغه سفر به د غزې وضعیت، په منځني ختیځ کې د تحرکاتو پراختیا او د اسلامي امت د اندیښنو په ګډون نړیوال او سیمه ییز مسایل تر پوښښ لاندې راولي.»

وزارت تمه ښودلې چې ددغه سفر له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې، په دوه اړخيزو، سیمه ييزو او نړیوالو مسایلو کې ډيپلوماتیکه همغږي زیاته شي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په وروستي ځل د تېر کال په دسمبر مياشت کې په بريتانیا کې د اوبو اړوند يوې غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د تورخم جرګې افغان لوری وايي تر اوسه طالبانو پر تاسیساتو کار بندول نه دي منلي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د جرګې د افغان لوري ځینې غړي وايي، طالبانو تر دې دمه د پاکستان شرط نه دی منلی، چې دوی به د اختر تر ۱۵مې د تاسیساتو له جوړولو ډډه کوي. د تورخم دروازې جرګې د پښتونخوا غړو له طالبانو غوښتي و، چې د لارې پرانیستو لپاره پر نویو تاسیساتو کار بند کړي.

د تورخم دروازې د خلاصون جرګې افغان لوري یو شمېر غړو نن سې شنبه «د کب ۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ته یې د پاکستان د جرګې شرطونه وړاندې کړي خو تر اوسه پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د نه جوړولو شرط طالبانو نه دی منلی.

د جرګې یو غړی وايي، « د طالبانو والي یوازې دومره وویل چې دوی له خپلو مشرانو سره خبرې کوي او دوی ته به احوال ورکړي خو پر پوستو د کار بندولو پرېکړې په اړه د طالبانو ځايي مشران توافق سره نه لري.»

بل خوا طالبانو ته نژدې رسنۍ حریت راډیو د طالبانو د چارواکو په حواله لیکلي، چې د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستان یو اساسي شرط دادی چې باید په ډیورنډ کرښه دې غاړې ته د نظامي تاسیساتو جوړول ودرېږي خو طالبان دا شرط د ملي او نړېوالو اصولو خلاف او د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بولي.

په همدې حال کې د تورخم دروازې د خلاصون جرګې پاکستاني لوري مشر سید جواد کاظمي نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د جرګې افغان لوري سره خبرې شوې او هغوی ورته ویلي چې باید په تمه اوسي.

سید جواد کاظمي وايي چې له دویمې جرګې ۲۸ ساعته تېریږي خو تر اوسه نه طالبانو او نه هم د جرګې غړو په دې اړه دوی ته څه ویلي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پاکستان د شرطونو په اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.

د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې شوې دي، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې مېشتې ښځینه فعالانې له دغه هېواده د «شړل کېدو» وېره لري

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شوې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغانانو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې دغه فعالانې له وېرې سره مخ دي.

زهرا موسوي، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، د ښځو د حقونو لپاره د طالبانو پر وړاندې له ډېرو اعتراضونو او لاریونونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستانه ګاونډي هېواد پاکستان ته وتښتېده.

د ډویچه ویلې رسنۍ د خبر له مخې، زهرا موسوي اوس‌مهال په پټه او وېره کې ژوند کوي چې ګواکې د پاکستان پولیسو له‌خوا یو وار بیا ونه نیول شي او بېرته خپل هېواد ته ستنه نه کړل شي.

موسوي زیاتوي:« د فبرورۍ په ۲۲مه پاکستاني پولیس په غیر رسمي جامو کې زما کور ته راغلل، له پلټنو وروسته یې زه او زما لور له ځان سره د بېرته ستنونکو کسانو لپاره جوړ شوي کمپ ته بوتلو. موږ هلته دوه ورځې او یوه شپه په خورا سختو شرایطو کې ساتل شوي وو، چې د بشري حقونو د فعالانو د فشار او ضمانت وروسته خوشې کړل شول.»

یوه بله افغان ښځينه فعاله جمیله احمدي وایي، ګڼې فعالانې لا له وړاندې افغانستان ته په زور شړل شوې دي چې اوس یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جمیله زیاتوي:« که چېرې زه اړه شم، چې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه شم؛ نو دا به زما لپاره په ښکاره ډول مرګ وي.»

د دغو ښځو لپاره د خپل ژوند ساتنه او د خپلو فعالیتونو دوام په یوه لویه ننګونه بدله شوې ده.

دوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې دوی ته په پاکستان کې د پناه غوښتنې حق ورکړل شي او پر وړاندې یې د شړلو ګواښونه راکم شي.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د بې‌اسناده افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

ځايي سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شوې جګړه درېدلې ده

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

له خوست څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړې نږدې درې ساعته دوام وکړ او په خبره یې، چې اوس جګړه درېدلې ده.

د سرچینو په وینا، دغه جګړه د شپې په ۱۲ بجو د ځاځي میدان ولسوالۍ په پالڅو کلي کې پیل شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه شته.
د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او نه هم په دې تړاو لا تراوسه پاکستاني لوري او طالبانو په رسمي توګه څه ویلي دي.
خو سرچینې وایي، چې د جګړې له وېرې د شپې ناوخته ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

تر دې وړاندې هم د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې د طالبانو له‌خوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې وخت نا وخت د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې هم لامل نه وي معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۶ ورځې وړاندې تورخم ته څېرمه په ډیورنډ کرښه د طالبانو له‌خوا د یوې پوستې د جوړولو له امله د داوړو خواوو اړیکې ترېنګلې شوې دي او د تورخم دروازه لاهم د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

منیر اکرم: طالبان د داعش ډلې په له منځه وړلو کې اغېزمن نه دي ثابت شوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو ډله د داعش په له منځه وړلو کې اغېزمنه نه ده ثابته شوې. هغه ویلي، چې طالبان د ډيورنډ کرښې هاخوا د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې په بریدونو کې ښکېل دي.

نوموړي په بلوچستان کې په یوه مساپر وړونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتون پالو برید ته په اشارې سره وویل، د برید پر مهال بریدګر په افغانستان کې «له هغه ځایه چې د برید پلان او لارښوونه کېده» له خپلو 'مسوولینو' سره په دوامداره توګه په اړیکه وو.
هغه زیاته کړه: «اسناد لرو، چې دغه برید زموږ د اصلي دښمن له‌خوا د خپلو افغان نیابتي ډلو له لارې پیل او تمویل شوی و.»
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په پراخه حضور هم اندېښنه ښودلې.

هغه خبرداری ورکړی، ترهګرې ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه یو وار بیا ویلي: «د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد د ګواښلو یا برید کولو، د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو او تمویلولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه کارول شي.»
نوموړي دارنګه په افغانستان د کې د یوناما ماموریت غځېدو ته مثبته رایه ورکړه.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ مسله یاده کړې.

داعش ډلې د افغانستان په پلازمېنه کابل او کندوز ولایت د دوو وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی وو.

د شهبازشریف سلاکار: طالبان باید د هند پر نیابتي ځواک بدل نه‌شي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناءالله وايي، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله ځانګړې غونډه به پر دې تمرکز وکړي، چې څنکه وکولای شي د افغانستان خاوره د هند له‌خوا ونه‌کارول شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) له جیونیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان خلاف وسله‌والو ته پټن‌ځایونه ورکړي او هند د هغوی تمویل کوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، دا غونډه یوازې پر دې تمرکز نه کوي چې طالبان بې‌‌طرفۍ ته قانع کړي، بلکې که دا ډله د پاکستان غوښتنه ونه‌مني او په افغانستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسله‌والو فعالیتونه ونه‌دروي، د وروستیو اقداماتو په اړه به هم خبرې وشي.

دا غونډه نن (سې شنبه) په خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ناامنیو او په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له بریدونو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د بندو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار په وینا، پوځ پر څو اړخیزې تګلارې کار کوي او له مسوولو چارواکو به غوښتنه وشي، چې د هند پر نیابتي ځواک د طالبانو د نه‌بدلېدو په هکله خپل وړاندیزونه شریک کړي.

ثناءالله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټن‌ځایونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ترهګر له هند څخه مالي مرستې ترلاسه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پټن‌ځایونه به په راتلونکو څو میاشتو کې له‌منځه یوړل شي.

د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرله‌پسې توګه طالبان د هند په مرسته پاکستان کې د ناامنیو پر لاس‌لرلو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي و، چې اسلام‌اباد به د طالبانو او هند پر خلاف د «ترهګرۍ ملاتړ» په تور یاد سازمان ته یو پرېکړه‌لیک وسپاري.