امریکایي سناتوره: موږ باید د افغان متحدینو ترڅنګ ودرېږو او هغوی ته ژمن پاتې شو

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې غړې جېن شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو لیک استولی، چې په کې یې د افغان متحدینو په برخه کې د ټرمپ د وروستي اجرایوي فرمان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.