د بشري حقونو څار سازمان: له پاکستانه جبري اېستل به افغانان له ځورونې او بې وزلۍ سره مخ کړي

د بشري حقونو څار سازمان وایي، له پاکستانه جبري اېستل به افغانان له ځورونې او بې وزلۍ سره مخ کړي. دغه سازمان ویلي: «پاکستاني چارواکو په افغان کډوالو ناوړه فشارونه زیات کړي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ چېرې چې دوی د طالبانو له‌خوا د ځورونې له ګواښ سره مخ دي.»