• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رواداري: د ۲۰۲۳‌ کال پرتله په ۲۰۲۴‌ کې له بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۰

د بشري حقونو یو سازمان رواداري وایي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی. یاد سازمان وايي، په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له لوري له بشري حقونو سرغړونې ډیريږي او د مخنیوي هڅه یې نه کیږي.

دغه سازمان وايي، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدفي وژنې ۲ برابره، جبري لادرکه کېدل ۷۰ سلنه، مرګونې ربړونې ۲۵سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونې بیا ۴۲سلنه زیاتې شوې دي.

یاد سازمان په یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د پخواني حکومت کارکوونکي، پوځیان او د هغوی کورنۍ لاهم د وژنې، نیونې او ربړونې سره مخ دي.
راپور کاږي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې د پخواني حکومت د کارکوونکو هدفي وژنه ۹ سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونه بیا ۲۰سلنه زیاته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د امر بالمعروف د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
په راپور کې ادعا شوې ده، چې مذهبي او قومي لږکۍ هم په دغه موده کې دولتي خدمتونو، بشري مرستو، سرچینو او اسناتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له هر ډول برابرۍ بې برخې شوې دي.
پر دې سربېره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې مذهبي ازادۍ هم ځپل شوې دي.

د معلوماتو د راټولولو تګلارې
راواداري وایي، چې دغه معلومات د ۲۰۲۴کال له جنورۍ د ډسمبر میاشتې پورې په میاشتني توګه راټول شوي دي.
دغه بنسټ دغه معلومات په ۳۰ ولایتونو کې په ټلیفوني او حضوري بڼه د قربانیانو، عیني شاهدانو او د هغوی د کورنیو غړو سره د مرکو له لارې راټول کړي دي.
راپور زیاتوي، چې طالبان دغو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم ګڼ شرطونه وضع کړي دي.
د راپور له مخې، طالبان د دغه ډول راپورونو په پټولو سره له قربانیانو لیکلي ضمانتونه اخلي او هغوی او د هغوی کورنۍ په بېلابېلو بڼو ګواښي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ان د سختو بندیزونو له امله خبریالان نه شي کولای، چې زندانونو ته لاړ شي او د زندانونو وضعیت مستند کړي‌.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف: طالبان دې له اور سره لوبې نه کوي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان د هغې ادعا «د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ مشران په افغانستان کې دي» په تایید سره ویلي، چې «طالبان دې له اور سره لوبې نه کوي، که نه نو دا به د دوی لاسونه هم وسوځوي.»

هغه زیاته کړي، مونږ دا منو چې د بلوڅو وسله واله ډله یوازې د بلوچستان لپاره رامنځته شوې، خو په افغانستان او ایران کې هم د بلوڅانو سیمې شته که بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ کنټرول نه کړلی شي نو لېرې نه ده، چې دا اور به د هغوی تر لمنو هم ورسېږي،

خواجه اصف، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له دوی سره ډیر داسې شواهد شته چې دا ثابتوي د «بي ایل اې» مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه رهبري کوي.

خواجه اصف په ځانګړې توګه د طالبانو نوم واخېست، چې د بلوڅانو موضوع ته دې ډیره هوا نه ورکوي، که نن پاکستان ته ستونزه ده، نو کېدای شي چې سبا دوی ته هم په بلوڅ مېشته سیمو کې ستونزې پېدا شي.

بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ د بلوچستان په سیمه کې د پاکستان د حکومتي واک خلاف مقاومت کوي.

دغې ډلې په ۲۰۰۰مو کلونو کې خپل فعالیت پیل کړ، او په ځانګړې توګه ځان د بلوڅو وګړو د حقوقو پیاوړتیا او ازادۍ مبارزین ګڼي، چې کړنې یې د پاکستان حکومت سره د جګړې او تاوترخوالي لامل شوې دي.

بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بېلتون پالو د فعالیتونو شاهد دی.

دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یاغي ډله له بهرني ملاتړه برخمنه ده، خو بلوڅ بېلتون پالو دا تورونه رد کړي دي.

طالبان: د تورخم دروازه به نن ماسپښین د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي مصطفی عزیزي د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د تورخم دروازه به له ۲۵ ورځو وروسته نن ماسپښین یوه بجه (د کب ۲۹مه) د هر ډول تګ- راتګ لپاره پرانیستل شي.

باختر اژانس د نوموړي په حوالې لیکلي، چې پاکستاني او د طالبانو مسوولینو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې دغه لار خلاصه شي.
نوموړي دغه راز د دغې لارې د بندېدو له امله د اقتصادي زیانونو یادونه هم کړې ده.
دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو له‌خوا د یوې پوستې د جوړولو له امله د پاکستاني لوري له‌خوا تړل شوې وه.
د دغو ۲۵ ورځو په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني اړخ له‌خوا خبرې هم بې پایلې پاتې شوې، چې ورسره په تورخم کې د دواړو غاړو نښتې هم ملې وې.
خو وروسته بیا د تورخم د شخړې حل لپاره د افغانستان او پاکستان سوداګرو او قومي مشرانو سره جرګه وکړه او د جرګې په لومړي پړاو کې دواړه خواوو پر اوربند هوکړه وکړه.
د تورخم دروازې جرګې د پښتونخوا غړو له طالبانو په دویم پړاو خبرو کې غوښتي و، چې د لارې پرانیستو لپاره پر نویو تاسیساتو کار ودروي، چې نن په دې اړه د طالبانو او پاکستان پلاوي په تورخم کې سره خبرې وکړې او هوکړې ته سره ورسېدل.

د پاکستاني جرګې مشر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبان له پاکستاني پوله ساتو سره د تورخم دروازې د پرانیستلو پر سر نن بیا مذاکرات کوي.

سید جواد حسین کاظمي ویلي، چې ښایي دغه لار تر نننیو مذاکراتو وروسته پرانیستل شي.

سید جواد حسین کاظمي ویلي و، چې ښایي دغه لار تر نننیو مذاکراتو وروسته پرانیستل شي.

د دغې لارې تړل پاتې کېدو له امله مېلیونونه ډالر سوداګرو ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان د ګمرک چارواکو درې ورځې وړاندې ویلي و، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټولیز ډول د درې مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل؛ خو د دغې دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د ۶۶ مېلیون ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.

عمران خان: «افغانستان زموږ دښمن نه دی، ولې ورسره د دښمنۍ جوړولو هڅه کېږي»

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان خور عليمه خان د نوموړي په حوالې خبریالانو ته ویلي: «افغانستان زموږ دښمن نه دی، ولې پاکستاني چارواکي هڅه کوي، چې افغانستان زموږ دښمن کړي.»

د هغې په وینا؛ عمران خان د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترینګلي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې «ولې تاسو د مسلمانو وروڼو سره د جګړې پیلولو هڅه کوئ.»
علیمه خان دغه څرګندونې د عمران سره تر لیدنې وروسته د اډیاله زندان بهر له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړې دارنګه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «عمران وویل، که د امنیتي پېښو کچه وګورئ؛ ترهګري تر ۲۰۲۱ کاله پورې کمه شوې وه او په ۲۰۲۲کال کې یې بیا وده وکړه.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې په تېرو وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او پاکستان په دغه هېواد کې د وروستي کړکېچن حالت د پړې ګوته طالبانو ته نیسي.

پاکستاني چارواکي طالبان تورنوي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او ترهګر له هغه ځایه د دوی پر وړاندې لوی بریدونه پلانوي او له فرضي کرښې دې خوا اوړي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.

تازه د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د بلوچستان په جعفر اېکسپرېس اورګاډي د برید پرمهال بریدګر په پرلپسې توګه په افغانستان کې له خپلو مسوولینو سره په اړیکه وو.
له بل پلوه د تورخم دروازه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا د پوستې د جوړولو له امله له تېرو ۲۶ورځو راهیسې تړلې ده.
د دغو ۲۶ ورځو په لړ کې د دواړو خواوو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي؛ خو د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو تر جرګې وروسته یې اوربند وکړ.

یونیسف: جاپان له افغان زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۲.۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې له طبیعي او بیړنیو پېښو څخه اغېزمنو افغانانو ته د لومړنیو مرستو لپاره ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

یونیسف په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد یوازې ۲۴ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او مناسبو روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري، چې په میلیونونو وګړي یې د ناپاکو اوبو له امله د شدید اسهال، ګوزڼ او نورو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف زیاتوي، چې دا مرسته به ټولنو او روغتونونو ته د پاکو اوبو د برابرولو سربیره، د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د مدیریت لپاره د درملو او تجهیزاتو په چمتو کولو کې هم مرسته وکړي.

همداشان د دغې بودجې په کارولو سره به یاده اداره په اغیزمنو شویو سیمو کې د ناروغیو مخنیوي او روغتیا ته د پاملرنې عامه پوهاوي غونډې ترسره کړي چې د ۴۱۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو په ګډون به شاوخوا ۷۸۰۰۰ خلک ګټه ترې واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا وویل: «لکه څنګه چې په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري، اړتیاوې ډیرې دي او ډیری وختونه یو له بل سره تړلي دي. زموږ موخه دا ده چې د ماشومانو او د هغوی د ټولنو لنډمهاله او اوږدمهاله اړتیاوو ته د رسیدو لپاره د مرستو پراخه کڅوړه وړاندې کړو.»

د یونیسف په وینا، دا پروژه به د کلونو اوږدې جګړې، بې ځایه کیدل او اقتصادي ځوړ د ماشومان او میرمنو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، استثمار، رواني روغتیا او د چاودیدونکو توکو سره د مبارزې په برخه کې خدمتونه پیاوړي کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویویل وویل: «په تېرو څو کلونو کې د جاپان له خلکو او حکومت سره زموږ همکارۍ د دې امکان برابر کړی، چې د پاکو اوبو، واکسینونو، د سړو خونو د تجهیزاتو، درملو او طبي وسایلو د برابرولو په ګډون حیاتي مرستې برابرې کړي.»

امریکایي سناتوره: موږ باید د افغان متحدینو ترڅنګ ودرېږو او هغوی ته ژمن پاتې شو

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې غړې جېن شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو لیک استولی، چې په کې یې د افغان متحدینو په برخه کې د ټرمپ د وروستي اجرایوي فرمان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په دغه لیک کې کاږلي، په زرګونو د «اېس ای وي» کېسونو غوښتونکي او ویزه لرونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې پاتې دي.
سناتورې شاهین دارنګه لیکلي: «په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زموږ د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره د چټکې مرستې اړتیا ډېره شوې.»
د هغې په وینا، که چېرې دوی افغانستان ته بېرته ستانه شي؛ نو دغه کسان به له امریکا سره د کار له امله د طالبانو له‌خوا د غچ اخیستنې مستقیم ګواښ سره مخ شي.
هغې زیاته کړې: «دغه تریخ حقیقت د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځینو کسانو د وژنې سره ثابت شوی. هغوی خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ او زموږ لپاره ووژل شول او په بدل کې موږ هم ژمنه کړې وه، چې له هغوی او کورنیو یې ساتنه کوو. موږ باید په خپلې ژمنې ودرېږو.»
نوموړې په دغه لیک کې له ښاغلي روبیو غوښتنه کړې، چې د افغان متحدینو لپاره خپل اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی د سفر پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.
هغه وړاندې کاږي: «متحده ایالاتو ته د دوی راتګ نه یوازې د اخلاقي مسوولیت مسله ده؛ بلکې د ملي امنیت لومړیتوب هم دی.»
د هغې په وینا، دمګړۍ شاوخوا ۵،۷۵۲ د اېس ای وي کېس لرونکي او ویزه لرونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې بند پاتې دي.
دغه ډول څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) د لوړې مراسمو وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پروګرام تر ۹۰ ورځو وځنډېده.

که څه هم د ټرمپ دغه فرمان له ننګونو سره مخ شوی؛ خو لاهم دغه فرمان لغوه شوی نه دی او د ۹۰ ورځو مودې ختمېدو ته یې یوازې یوه میاشت پاتې ده.

تمه کېږي، چې په راتلونکې میاشت کې به د دغه ځنډېډلي پروګرام برخلیک روښانه شي.