• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: جاپان له افغان زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۲.۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې له طبیعي او بیړنیو پېښو څخه اغېزمنو افغانانو ته د لومړنیو مرستو لپاره ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

یونیسف په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد یوازې ۲۴ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او مناسبو روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري، چې په میلیونونو وګړي یې د ناپاکو اوبو له امله د شدید اسهال، ګوزڼ او نورو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف زیاتوي، چې دا مرسته به ټولنو او روغتونونو ته د پاکو اوبو د برابرولو سربیره، د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د مدیریت لپاره د درملو او تجهیزاتو په چمتو کولو کې هم مرسته وکړي.

همداشان د دغې بودجې په کارولو سره به یاده اداره په اغیزمنو شویو سیمو کې د ناروغیو مخنیوي او روغتیا ته د پاملرنې عامه پوهاوي غونډې ترسره کړي چې د ۴۱۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو په ګډون به شاوخوا ۷۸۰۰۰ خلک ګټه ترې واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا وویل: «لکه څنګه چې په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري، اړتیاوې ډیرې دي او ډیری وختونه یو له بل سره تړلي دي. زموږ موخه دا ده چې د ماشومانو او د هغوی د ټولنو لنډمهاله او اوږدمهاله اړتیاوو ته د رسیدو لپاره د مرستو پراخه کڅوړه وړاندې کړو.»

د یونیسف په وینا، دا پروژه به د کلونو اوږدې جګړې، بې ځایه کیدل او اقتصادي ځوړ د ماشومان او میرمنو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، استثمار، رواني روغتیا او د چاودیدونکو توکو سره د مبارزې په برخه کې خدمتونه پیاوړي کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویویل وویل: «په تېرو څو کلونو کې د جاپان له خلکو او حکومت سره زموږ همکارۍ د دې امکان برابر کړی، چې د پاکو اوبو، واکسینونو، د سړو خونو د تجهیزاتو، درملو او طبي وسایلو د برابرولو په ګډون حیاتي مرستې برابرې کړي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکایي سناتوره: موږ باید د افغان متحدینو ترڅنګ ودرېږو او هغوی ته ژمن پاتې شو

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې غړې جېن شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو لیک استولی، چې په کې یې د افغان متحدینو په برخه کې د ټرمپ د وروستي اجرایوي فرمان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په دغه لیک کې کاږلي، په زرګونو د «اېس ای وي» کېسونو غوښتونکي او ویزه لرونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې پاتې دي.
سناتورې شاهین دارنګه لیکلي: «په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زموږ د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره د چټکې مرستې اړتیا ډېره شوې.»
د هغې په وینا، که چېرې دوی افغانستان ته بېرته ستانه شي؛ نو دغه کسان به له امریکا سره د کار له امله د طالبانو له‌خوا د غچ اخیستنې مستقیم ګواښ سره مخ شي.
هغې زیاته کړې: «دغه تریخ حقیقت د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځینو کسانو د وژنې سره ثابت شوی. هغوی خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ او زموږ لپاره ووژل شول او په بدل کې موږ هم ژمنه کړې وه، چې له هغوی او کورنیو یې ساتنه کوو. موږ باید په خپلې ژمنې ودرېږو.»
نوموړې په دغه لیک کې له ښاغلي روبیو غوښتنه کړې، چې د افغان متحدینو لپاره خپل اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی د سفر پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.
هغه وړاندې کاږي: «متحده ایالاتو ته د دوی راتګ نه یوازې د اخلاقي مسوولیت مسله ده؛ بلکې د ملي امنیت لومړیتوب هم دی.»
د هغې په وینا، دمګړۍ شاوخوا ۵،۷۵۲ د اېس ای وي کېس لرونکي او ویزه لرونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې بند پاتې دي.
دغه ډول څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) د لوړې مراسمو وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پروګرام تر ۹۰ ورځو وځنډېده.

که څه هم د ټرمپ دغه فرمان له ننګونو سره مخ شوی؛ خو لاهم دغه فرمان لغوه شوی نه دی او د ۹۰ ورځو مودې ختمېدو ته یې یوازې یوه میاشت پاتې ده.

تمه کېږي، چې په راتلونکې میاشت کې به د دغه ځنډېډلي پروګرام برخلیک روښانه شي.

بلاول بوټو: نړۍ باید له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پر رول خبره وي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد د پارلمان امنیتي کمیټې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان د ترهګرو لپاره په یوې خوندي ځاله بدل شوی او نړۍ باید له دغو ترهکرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو له رول څخه باخبره وي.

هغه په نړېوالو سازمانونو او حکومتونو غږ کړی، چې له ترهګرۍ څخه راپورته شوی کواښ جدي وګڼي او که نه نو دغه ګواښ به ګاونډیو هېوادونو ته هم خپور شي.

په دغې غونډه کې، چې د پاکستان د پارلمان د مشر ایاز صادق په مشرۍ جوړه شوې وه، بلاول بوټو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ هغه اور چې پاکستان په کې سوځي، ډېر ژر به ګاونډیو هېوادونو ته هم خپور شي.

هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د دغه کړکېچ پر وړاندې غښتلي ډیپلوماټیک اقدامات ترسره کړي.

په هغو استخباراتي راپورونو کې، چې په یاده غونډه کې وړاندې شوي، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ کې د هند استخباراتي ادارو او له افغانستان څخه د ځینو طالب عناصرو د رول یادونه هم شوې ده.

د دغه راپور له مخې د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې وروستي ترهګریز بریدونه له افغانستان څخه همغږي شوي وو.

بلاول بوټو زرداري له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د بهرنۍ تګلارې پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي دي: «پاکستان باید له لازیاتو نړیوالو همکاریو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو وکولای شي له ترهګرۍ له ګواښونو سره په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي.»

بلاول بوټو او نورو پاکستاني چارواکو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د هغو ترهګریزو ګواښونو مسوولیت په غاړه واخلي، چې د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول تر اوسه پورې د بلاول بوټو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبان تل د پاکستاني سیاسیونو او چارواکو دا ډول څرګندونې بیځایه تورونه ګڼي او په پاکستان کې نا امني د دغه هیواد کورنۍ موضوع یادوي.

خواجه اصف افغانستان ته په اشارې: زموږ دوښمن چې چېرته ناست وي موږ به پسې ورځو

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره ویلي: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له پاکستاني رسنۍ جیو‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

خواجه اصف د پي ټي ای پر بنستګر عمران خان تور پورې کړ، چې د هغه په وخت کې ټي ټي پي بیا راوړل شوې او پیاوړې شوې.

اصف دا هم وویل، چې له طالبانو یې په ځلونو غوښتي چې ترهګرو ته دې په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، خو یاده ډله په خپلو کې خپلمنځيو اختلافاتو کې ګیر ده.

همداراز له جیونیوز سره خبرو کې وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي، چې د ترهګرۍ د رېښو اېستلو لپاره حکومت د عملیاتو پرېکړه کړې ده.

له دې سره، د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ملي امنیت پارلماني کمېټې ته د وینا پر مهال وویل: «د هېواد امنیت تر ټولو مهم دی، نه کومه اجنډا تر دې لوړه ده، نه کوم تحریک او نه هم کوم شخصیت.»

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د پارلماني کمېټې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او نړۍ باید د افغان حکومت له کړنو خبره شي.

هغه وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو مسله باید په ډېپلوماټیکه کچه یاده شي او نړۍواله ټولنه هم باید دې مسلو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې نړۍ نه شي کولی له دې سیمې ځان جلا وساتي او د هغو کسانو موندل هم اړین دي چې ترهګرو ته مالي ملاتړ برابروي.

پاکستاني چارواکي په داسې پر طالبانو دغه تورونه پورې کوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو بیا په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

افغان پانګه‌وال د متحده‌ اماراتو د «بشردوستۍ» مډال ترلاسه کړ

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

افغان پانګه‌وال او د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي وايي، چې د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شېخ محمد بن راشد ال مکتوم د عزیزي بنسټ د خیریه فعالیتونو د ستاینې په پار هغه ته د «بشردوستۍ» مډال ورکړی دی.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه مډال هغه ته په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ورکړل شوی دی.

د افغانستان د یوه لوی خصوصي بانک څښتن، میرویس عزیزي یو مشهور افغان سوداګر او پانګه‌وال دی چې د هغه په ​​وینا، په متحده عربي اماراتو کې یې مېلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.

هغه لیکلي دي: «دغه ارزښتناک مډال، چې نن د دوبۍ په ښار كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كي راته راکړل شو، د عزيزي شرکت د بشري او خیریه فعالیتونو د ستاینې لپاره او په ځانګړي ډول زموږ د هغو خيريه مرستو د درناوي لپاره اهدا شوی، چې په دې وروستيو كي مو د شېخ محمد بن راشد د نړۍوال ابتکار په چوكات كې د پلار د اعانې صندوق په ملاتړ اعلان كړې وې.»

عزیزي د دوبۍ له واکمن څخه د مننې ترڅنګ د دغه مډال ترلاسه‌کول د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره یوه هڅونه بللې ده.

افغان پانګه‌وال او سوداګر میرویس عزیزي څه موده مخکې ویلي و، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.

طالبانو د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له دندو ګوښه کړل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د طالبانو له‌خوا د افغانستان له علمي بنسټونو څخه د متخصصو او تجربه‌لرونکو کسانو د ګوښه‌کېدو په دوام، دغې ډلې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له وضاحت او دلیل پرته ګوښه کړي دي.

په یوه خپور شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې دا استادان د پوهندوی، پوهنمل او پوهنیار اکاډمیکې رتبې لري او ویل کېږي چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په بهرنیو پوهنتونونو کې سرته رسولې دي.

پوهندوی صنعت‌الله جویا، پوهنمل محمدانور ظفري، پوهنمل عبدالبصیر عزیزي، پوهنمل محمدراشید رحیمي، پوهنمل محمدقاسم رشیدي او پوهنیار امین‌الله رحیمي هغه استادان دي، چې طالبانو تازه د بدخشان له پوهنتون څخه ګوښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

د طالبانو له‌خوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلیو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.

څه موده مخکې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د انسجام کمېټې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ويلي و، چې دغه وزارت د البيروني او پروان پوهنتونونو ۱۴ استادان د استادۍ له دندو ګوښه او اداري بستونو ته یې تبديل کړي دي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.