• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له زده کړو محرومه نجلۍ: ښوونځي ته مې د تګ په هیله تورې جامې اغوستي او سپین ټيکری په سر کړی

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د ښوونځیو له بندېدو کابو ۱۲۸۱ ورځې تېریږي او زه لا هم ښوونځي ته د بیا تګ لپاره شېبې شمارم. د نوي کال په درشل کې مې هیلې نورې هم ورپسې زیاتې شي، چې ګواکي د ښوونځيو د دروازو د خلاصېدو زیری راباندې وشي، خو وېره هم لرم چې له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو هیله مې یوازې هیله پاتې نه شي.

د ښوونځي په تورو جامو او سپین ټيکري پسې مې هیلې تړلي دي او هر کله چې ښوونځی او ټولګیوال مې ډېر را په یاد شي نو د خپلو کتابونو بکس را واخلم او د ښوونځي جامې مې واغوندم، ان کله کله په هغو کوڅو او لارو تېرېږم چې یو وخت به ښوونځي ته تلم.
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې په مستعار نوم حیا له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن مې بیا ښوونځي ته د تګ په هیله تورې جامې اغوستي او سپین ټيکری په سر کړی. دا جامې ما ته ښه احساس راکوي، پخوانیو خاطرو ته مې بیایي، هغو ورځو ته چې په تمه وم یوه ورځ له دولسم ټولګي فارغه شم او ښوونځي ته لاړه شم.»
حیا وایي، کله چې طالبانو کابل ونیوو د دوی د کال نیمایي ازموینې وې او نوموړې د راتلونکې ورځې ازموینې ته چمتوالی نیوو.
د هغې په خبره: «دا چې پر افغانستان مې د طالبانو د بشپړ حاکمیت خبر واورېد په لومړي سر کې راته د باور وړ نه وه، خو وروسته چې مطمینه شوم کابل هم د طالبانو له خوا نیول شوی، نو بیا حیرانه وم چې ازموینې ته نور چمتوالی هم ونیسم او کنه ځکه نه پوهېدم چې سبا ته یې څه پېښېږي.»
حیا په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې که طالبانو د نجونو د ښوونځيو دروازې بندې کړې نه وای، اوس به یې د پوهنتون لومړی کال و.
نوموړې وایي، چې له کوچنيوالي څخه یې له لیک لوست سره خورا مینه درلوده او له پنځم-شپږم ټولګي څخه یې د مقالو او لنډو مطالبو په لیکلو پیل وکړ او پر همدې اساس یې هڅې زیاتې کړې وې، څو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړي.
هغه وایي، سره له دې چې د پوهنتون تګ هیله یې پوره نشوه، ان له دولسم ټولګي څخه هم فارغه نشوه.
له حیا څخه مو پوښتنه وکړه، چې په دې څلورو کلونو کې په څه کارونو بوخته وه او خپل دغه وزګاره او خالي وخت یې څنګه تېرولو؟
هغې په ځواب کې وویل: «د انګلیسي ژبې کورس کې مې ځان شامل کړ او شپږ میاشتې مې په دې برخه کې درسونه ولوستل، خو تر هغه وروسته په کورسونو کې هم د نجونو پر انګلیسي زده کړو بندیزونه ولګېده. تر دې بندیزونو وروسته مې خپلې لیکوالۍ ته دوام ورکړ او اوس د لیکوالۍ ترڅنګ ډېر کله دکلمې هم کوم.»
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي یاده زده کوونکې همداراز زیاتوي، چې له کورنۍ سره ځينو ولایتونو ته د چکر لپاره ځي، د وزګارۍ له امله یې ټیکټاک هم جوړ کړی، څو خپلې لیکنې له دکلمې وروسته خپرې کړې او دې ورته په لسګونو مواردو کې ځان بوختوي، خو هېڅکله یې ذهني ارامتیا بیا را و نه ګرځېده.
حیا وایي، چې اوسمهال تر سخت رواني فشار لاندې ده او هڅه کوي چې دا وضعیت پرې ډېره غلبه ونکړي.
د خبرو په ترڅ کې مې ترې پوښتنه وکړه، چې له نورو ټولګیوالو یې هم خبره ده او کنه؟ هغې وویل: «هو له ځینو ټولګیوالو سره مې په اړیکه کې یم، ځينو یې ودونه کړي او ماشومان هم لري. ټولګیوالې مې زما همزولې دي نو دا راته حیرانوونکې ده چې ماشومان څنګه ودونه کوي او بیا ماشوم هم زېږوي.»
یوازې حیا له زده کړو بې برخې شوې نه ده، بلکې د حیا ترڅنګ زرګونه افغان نجونې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي، روحي او رواني وضعیت یې خورا خراب بلل شوی او ډېر شمېر نجونې په کم عمر کې جبري ودونو ته هم اړ کړای شوې دي.
۱۲۸۱ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او بیا ۸۲۱ ورځې کېږي، چې له پوهنتونونو راګرځول شوې دي.

100%


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې همداراز راغلي و، چې سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

سویس «مجرد او اقتصادي» افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د سوېس حکومت اعلان کړی چې روغ، کاري وړتیا لرونکي مجرد افغان نارینه باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. دا پرېکړه په افغانستان کې د «امنیتي وضعیت د ښه والي» له امله شوې، خو د بشري حقونو مدافعان پرې اندېښمن دي.

د سوېس د کډوالو چارو ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغو افغان پناه غوښتونکو شړل به بیا ممکن وي، چې یوازې، صحتمند، بالغ او له کورنۍ پرته په سوېس کې اوسېږي.

ددې ادارې د نوې پالیسۍ له مخې، که یو پناه غوښتونکی د افغانستان په داخل کې «یو ثابت او قوي ټولنیز یا اقتصادي ملاتړ» ولري، نو د هغه د بېرته ستنولو پرېکړه کېدای شي.

په دې پرېکړه کې ښځې، ماشومان، کورنۍ او ناروغان نه شاملېږي. هغوی چې نه شي شړل کېدای د سوېس له خوا د موقتي استوګنې اجازه ترلاسه کوي.

د امنیتي وضعیت ښه والی؟

د سوېس حکومت وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان امنیتي وضعیت نسبي ښه شوی.

د سویس دکډوالو اداره وايي، « اوس مهال د افغانستان په امنیتي وضعیت کې پام وړ بدلون راغلی او ځینې کسان بېرته ستنېدلی شي».

خو د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو ملاتړي دا پرېکړه له شکه ډکه بولي.

د سوېس د کډوالو مرستندویه ادارې (SFH) ویلي، چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو شړل لا هم خطرناک دي، ځکه د طالبانو حکومت د بشري حقونو پر وړاندې ډېر محدودیتونه لري او ستانه شوي کسان له تعقیب او زور زیاتي له ګواښ سره مخ دي.

د سویسي رسنیو د رپوټونو له مخې، اوس‌مهال، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېر کډوال یې سوېس ته ځي.

یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ۸۶۰۰ ډېرو افغانانو په سوېس کې د پناه غوښتنه کړې. د دې غوښتنلیکونو شاوخوا نیمایي منل شوي او پاتې کسانو ته د موقتي استوګنې حق ورکړل شوی.

د نړیوالو غبرګونونه

د بشري حقونو سازمانونه او نړیوال څارونکي د سوېس له دې پرېکړې اندېښمن دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو ستنول د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

د اروپايي اتحادیې ځینې غړي هېوادونه، لکه جرمني او فرانسه، لا هم افغانستان ته د پناه غوښتونکو شړل ناممکن بولي.

د سوېس د عدلیې وزیر جانس ویلي، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت ښه کېدو له امله د ځینو افغان پناه غوښتونکو لپاره بېرته ستنیدل د زغم وړ دي.

د سوېس حکومت ویلي، دا بدلون یوازې د هغو افغان نارینه‌وو لپاره دی چې مجرد دي او کورنۍ یې سوېس کې نه اوسیږي.

طالبان وايي، ګلیزمن یې له امریکا سره د ښو اړېکو په نیت خوشی کړی

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جورج ګلیزمن په نوم یو امریکايي وګړی یې له زندان نه خوشی کړی. د یاد بندې د خوشي کېدو په قضیه کې قطر او عربي متحده اماراتو د طالبانو او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له زندان نه د جورج ګلیزمن ازادولو ګام یې د ښه نیت له مخې پورته کړ.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت لیکلي:« دا ښيي چې له ټولو لوریو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو یو.»

امریکايي پلاوي ته د جورج ګلیزمن له سپارلو وروسته طالبانو ویلي، چې د سیمې او نړۍ په ثبات کې مثبت رول لوبولای شي او له نړیوالو سره خپل مسایل په ښه ډول حل کولای شي.

یاد چارو وزارت د طالبانو او امریکا ترمنځ د ګلیزمن د خوشي کېدو په مساله کې د قطر او عربي متحده اماراتو د منځګړیتوب یادونه هم کړې او وايي، په یاده قضیه کې یې مهم او اغیزناک رول ولوباوه.

د ګلیزمن د ازادولو په تړاو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې څخه وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي خبر ورکړی و.

طالبانو په داسې مهال امریکايي پلاوي ته جورج ګلیزمن سپارلی چې د افغانستان د ملکي خوايي چلند ادارې پخواني رییس محمود شاه حبیبي ورور وايي واشنګټن د هغه د خوشي کولو ژمنه هم کړې ده.

محمود فضلي: افغانې نجونې هم له طبیعت او هم د تعلیم له انساني حق محرومې کړای شوې

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د طالبانو له لورې د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشاره د نوي کال په مناسبت پیغام کې ویلي، چې افغانې نجونې هم د خدای ورکړي طبیعت له احساسولو او هم د زده کړو د له انساني حق نه محرومې کړای شوې دي.

فضلي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې پسرلی د ښه طبیعت او تعلیم زېری ورکوي، خو افغانې نجونې هم د خدای ورکړي طبیعت له احساسولو او هم د تعلیم له انساني حق نه محرومې کړای شوې دي.

نوموړی وايي، افغانې نجونې د ناانساني سیاستونو له امله له زده کړو محرومې دي.

فضلي د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازو بندولو، د کار اجازې نه ورکولو او په ټولنه کې له هر ډول مشارکت څخه بې برخې کېدو ته په اشاره وايي:«دا کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تاریخ تکرار او یو تاریخي ظلم دی. دا د یوه ملت د راپورته کېدو او سیال کېدو پر وړاندې د خنډ جوړولو یوه زړه او تکراري استعماري پروژه ده چې په پوره بې رحمۍ او قساوت د حاکمې نیابتي ډلې په وسیله پلې کېږي.»

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی ریس وايي، په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پرمختللې افغاني مفکوري او زده کړو خلاف پروژه د پیړیو وړاندې پروژو دوام دی او نسلونه تباه کوي.

فضلي زیاتوي، «دا خبره د لمر په څېر نوره روښانه ده چې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز نه زموږ د ټولنې له عقایدو سرچینه اخلي او نه هم زموږ له دودونو، بلکې دا یوازې د واکمنې نیابتي ډلې بهانې دي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره یې زموږ د نسلونو تباهۍ ته کار ویلی دی».

دغه پخوانی چارواکی وايي، چې د افغانانو د پرمختګ لپاره باید مبارزه وشي، خو بهرنۍ "فیشني" پروژې نه یوازې له دې مبارزې سره مرسته نه شي کولای بلکې د مبارزې په لاره کې خنډونه جوړوي.

کرزي د نوي کال پيغام کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانېستلو هيله ښودلې

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د نوي کال په مناسبت په خپل پيغام کې یو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. نوموړي نوروز د افغانستان د تاريخ او فرهنګ یوه برخه ګڼلې.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ويلې.

نوموړي سږ کال د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو هيله ښودلې.

هغه ليکلي: «هیله لرم چې دا کال به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.»

کرزي د نجونو او هلکانو زده کړې د هېواد په پرمختګ کې اړينې بللې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې نوی کال د افغانستان د زرغونتیا، پرمختګ او بډاينې څخه ډک کال واوسي.

کرزي له افغانانو غوښتي، چې د کرنې په ترويج او اقتصادي وده کې برخه واخلي، «له ګرانو هېوادوالو هيله لرم چې د پسرلي په رارسېدو سره د نيالګيو په کرلو او د کرنې په ترويج کې د هېواد په زرغونتيا او اقتصادي وده کې برخه واخلي او د ځمکې لاندې اوبو له ضايع کېدو ډډه وکړي.»

حامد کرزي له دې وړاندې هم په خپلو ډېری لیدنو او ناستو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

طالبانو امریکایی زنداني ګلزمن خوشی کړ خو افغاني الاصله حبیبي لا په زندان کې دی

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې امریکایی وګړی جورج ګلزمن، چې دوه کاله یې په کابل کې بند تېر کړی و، طالبانو خوشې کړی، خو د افغان زنداني محمودشاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو او امریکايي پلاوي څه نه دي ویلي.

خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې د طالبانو حکومت د ښه نیت نښې په توګه د ګلزمن د خوشې کېدو پرېکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر او امریکایي ولس ته یو پیغام ولري.

نوموړې زیاته کړې ، « نن ورځ یوه ښه ورځ ده. موږ بریالي شوو چې یو امریکایی وګړی، جورج ګلزمن، له دوه کلن بند وروسته خوشی کړو. جورج اوس د خپلې کورنۍ پر لور روان دی».

هغه همداراز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم کریډیټ ورکړی، چې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو هڅو ته یې لومړیتوب ورکړی.

د ګلزمن د نیول کېدو او خوشې کېدو شرایط لا هم روښانه نه دي، خو دا پرېکړه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یوه نادره دیپلوماتیکه همکاري ګڼل کېږي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې واکمن دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی غړی ذاکر جلالي وايي، دا سفر ښيي چې د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي او دواړه لوري چمتو دي چې د مشترکو مسایلو په تړاو خبرې وکړي.

نوموړی وايي، «په افغانستان کې د امریکا د تاریخ ترټولو اوږدې جګړې د پای په موخه د ولسمشر ټرمپ پرمهال ددوحې خبرې پیل شوې او دا ځل د دواړو لوریو تمنځ د درېیم هېواد پر ځای په کابل کې خبرې کېږي او د پرمختګونو په هیله د خبرو پر دوام ټینګار کېږي».

دغه امریکایی زنداني داسې مهال خوشی کیږي، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په یوه زندان کې ساتل کیږي.

سرچینو تېره میاشت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان الاصله امریکايی محمود شاه حبیبي په کندهار کې د مولوي هبت الله په یوه شخصي زندان کې ساتل کیږي.

د محمود شاه حبیبي په اړه افغانستان انټرنشنل ته دوو بېلا بېلو طالب سرچینو ویلي و، چې پر طالبانو د امریکا د فشار له ډېرېدو وروسته نوموړی یو کال وړاندې کندهار ته ولېږدېد، خو اوس روښانه نه ده، چې نوموړی بېرته کابل ته لیږدول شوی او که نه.