• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې ډرون الوتکو اوکراین ته د چک د ولسمشر له سفر سره هممهاله پر اودیسا ښار برید کړی

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې پرن ناوخته اودیسا ښار کې د ډرون الوتکو لوی برید کړی چې پکې ۳ اوکراینیان ټپي شوي. دغه برید اوکراین ته د چک جمهوریت د ولسمشر له سفر سره په یو وخت شوی. رویټرز وايي، د برید پرمهال پیټر فاول له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره په همدغه بندري ښار کې و.

د ادیسا والي اولیه کیپر وايي:«زموږ د غونډې په جریان کې دښمن یو ځل بیا د اودیسا په سیمه باندې لوی برید وکړ.»

همدارنګه د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي:«د اوږد واټن ډرونونه په څو څپو کې ښار ته ننوتل زیربناوې، کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې زیانمنې کړې او اورل ولګېد.»

د پوځي چارو شنونکي اولیکساندر کووالینکو رویټرز ته ویلي، چې روسیې د برید لپاره نوي تاکتیکونه په کار اچولي« د دوی بې پیلوټه الوتکې د معمول په پرتله له لوړې ارتفاع او په لوړ سرعت سره ښکته کیږي ترڅو د اوکراین د هوايي دفاع لپاره کار ستونزمن کړي.»

په ورته مهال نن په جلا توګه روسیې او اوکراین یو په بل باندې د روسیې د ګازو د پمپ کولو او اندازه کولو په یوه لوی سټیشن باندې د برید تور ولګاوه.

د ګاز دغه سټیشن د اوکراین په کرسک کې دی او روسي ځواکونو درې میاشتې وړاندې دا سیمه له اوکراین نیولې.

دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې تړون لپاره فشار اچوي او هیله لري، چې دواړه هېوادونه د ارنرژۍ پر زیرناوو بریدونه ودروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د لندن هیټرو هوايي ډګر د اور له امله په نړیوالو الوتنو کې ګډوډي رامنځته شوې

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د اروپا په کچه تر ټولو بوخت د لندن هیټرو هوايي ډګر کې نن د لوی اور له امله الوتنې وځنډول او یا هم لغوه شوې، چې ور سره نړیوالې الوتنې هم له ګډوډۍ سره مخ شي. د اور له امله د برېښنا سبسټیشن ته زیان ورسید او د هوايي ډګر برېښنا پرې کېدو سره الوتنې لغوه یا وځنډول شوې.

د رویټرز د راپور له مخې شاوخوا ۷۰ اوروژونکو د لندن په لویدیخ کې د دې اور د مړولو هڅې کولې، خو اور د هوايي ډګر د برېښنا پرې کېدو سبب شوی.

د اور وژنې اداره وايي: «موږ به د اور د لامل د پلټنې لپاره کار پیل کړو او له خپلو همکارو ادارو سره به ګډ کار ته دوام ورکړو څو ګډوډي کمه کړو او خلکو ته مرسته برابره کړو.»

خو د برېښنا د پرې کېدو له امله په هیټرو هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوې او یا هم لغوه شوې دي.

د الوتنو ځنډ او لغوه کېدل د نړیوالو مسافرو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې دي.

چارواکو له مسافرو غوښتي چې د خپلو الوتنو د وضعیت په اړه له هوایي شرکتونو سره اړیکه ونیسي او د بدیلو ترتیباتو لپاره چمتووالی ولري.

بل خوا کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ستونزه یوازې تر هیټرو هوايي ډګره پورې محدوده نه ده بلکې، نړیوالې الوتنې به هم له ګډودۍ سره مخ کړي.

د هیټرو هوايي ډکر د لندن لویدیځ ته په ۲۳ کیلومترۍ کې موقیعت لري او د نړۍ له بوختو هوايي ډګرونو ګڼل کیږي.

په ۲۰۲۳ کال کې هیټرو هیوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر و، چې د کورنیو مساپرو د ګڼې ګوڼې له مخې د نړۍ څلورم او د نړیوالو مساپرو د ګڼې ګوڼې له مخې په نړۍ کې دوهم بوخت هوايي ډګر ګڼل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: نوروز په دې وېشل شوې له ستونزو ډکه نړۍ کې یوه ارزښتناکه ډالۍ ده

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰

انټونیو ګوټرېش د نوي کال په لومړۍ ورځ د «نوروز» د مبارکۍ په پېغام کې ویلي، چې په دې جنجالي، وېشل شوې او له شخړو ډکې نړۍ کې د دغه ورځې نمانځل یو لوی نعمت دی. هغه «نوروز» د طبعیت ژوندي کېدو، د هیلو راټوکیدو او پسرلي د راتګ پېلامه یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله څرګنده کړې چې د نوي کال دغه لومړۍ ورځ له ځانه سره سوله، روغتیا او خوشالي راولي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشرانو هم د «نوروز» د مبارکۍ پېغامونه خپاره کړي دي.

د روسیې ولسمشر پوټین، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د تاجکستان ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو مشرانو هم په نړۍ کې د «نوروز» نمانځونکو ته مبارکي ویلې ده ؛خو طالبان پرې لا هم غلي دي.

که څه هم د نوي کال لومړۍ ورځ د افغانستان په لرغوني تاریخ کې څرګند او لوی ځای لري ؛خو طالبان د خپلې سختدریځې مذهبي مفکورې له کبله د دغه ورځې د نمانځلو مخالف دي. دغه ډلې په افغانستان کې د «نوروز» پر نمانځلو بندیز لګولی او نن د جمعې په ورخ یې په کابل کې د سخي زیارت د جنډې پورته کولو مراسم هم بند کړ‌ي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسیدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبانو په کابل کې د یاد زیارت پر لورې ټولې غځیدلې لارې تړلي دي او خلک د «نوروز» جشن نمانځلو ته نه ورپرېږدي.

ټرمپ په یوه اجراییوي فرمان سره د امریکا پوهنې وزارت لغوه کړ

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي اجراییوي فرمان له مخې، د پوهنې وزارت لغوه شوی او د واکونو تر څنګ د ښوونیزو تګلارو صلاحیتونه به ایالتي ادارو ته انتقال شي. هغه ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت موجودیت هېڅ ګټه نه لري او دغه وزارت به په بشپړه توګه وتړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د دغه فرمان د لاسلیک کیدو پر مهال ویلي، ښوونیز بهیر بېرته ایالتي ادارو ته سپاري.

دغه پرېکړه د محافظه ‌کارانو له تود هرکلي سره مخ شوې، خو د عامه ښوونې د ملاتړو اندېښنې یې پارولي دي.

د رويټرز د راپور له مخې، که څه هم ټرمپ غواړي دغه وزارت په بشپړ ډول له منځه یوسي، خو دا اقدام د کانګرس تصویب ته اړتیا لري، او اوس مهال ټرمپ د دې کار لپاره لازمې رایې هم نه لري.

ټرمپ، چې له دوو میاشتو راهیسې بېرته سپینې ماڼۍ ته ننوتی، د خپلې لومړۍ دورې پر تګلارو بیا قدمونه ږدي چې موخه یې د فدرالي ادارو کمښت او بیوروکراسۍ راکمول دي.

د دغه فرمان تر لاسلیک وړاندې، د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت اعلان کړی و، چې د خپلو کارکوونکو نږدې نیمايي برخه به رخصت کړي.

د اجراییوي فرمان له مخې، د امریکا د ښوونې وزارت یوازې ځینې اساسي چارې پر مخ وړي، لکه د محصلینو پورونه، د «پېل سکالرشیپونه» او له اړمنو ماشومانو څخه ځانګړی ملاتړ په کې شامل دي.

که څه هم جمهوری‌خواهان د کانګرس دواړه مجلسونه کنټرولوي، خو د دې وزارت د لغوه کولو لپاره د سنا ۶۰ رایو ته اړتیا ده، چې د ډېموکراټانو ملاتړ ته اړتیا لري.

ټرمپ ویلي، چې ښايي دا موضوع د کانګرس رایو ته وړاندې شي.

په دې مراسمو کې، ټرمپ د ټېکزاس والي ګرېګ ابوټ، د فلورېډا والي ران ډي‌سانټيس او د «ماډرن د ازادۍ لپاره» نومې محافظه‌ کارې ډلې ملاتړ ترلاسه کړ.

بلخوا د امریکا د ښوونکو ټولنې (AFT) سملاسي د ټرمپ دغه پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د دغې ټولنې مشرې رینډي واین ‌ګارټن، ټرمپ ته په خطاب کې وویل: «په محکمه کې به سره وګورو.»

عامه غبرګون او راتلونکې ننګوونې

د عامه افکارو نظرپوښتنې ښيي، چې د امریکا اکثریت خلک د ښوونې وزارت د بندېدو مخالف دي.

د رويټرز/ایپسوس یوې نظرپوښتنې چې تېره میاشت ترسره شوې ښيي، چې ۶۵ سلنه امریکایان د دې وزارت د لغوه کولو مخالف دي او یوازې ۳۰ سلنه یې ملاتړ کوي.

که څه هم لا معلومه نه ده، چې ټرمپ به د خپلې پالیسي په بشپړ عملي کولو کې بریالی شي که نه، خو کارپوهان وايي، چې دا پرېکړه به له جدي حقوقي او سیاسي مبارزې سره کیدونکې ده.

پاکستاني طالبانو د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې خپل بېرغ هسک کړ

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۰

په پاکستان کې د خراسان ډایري په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړۍ ورځ سهار مهال د «ټي ټي پي» وسله والو د پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته نیولې او خپله بېرغ یې پرې هسک کړی دی.

په راپور کې د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکل شوي، چې پاکستاني پولیسو په سیمه کې څو ورځې دمخه دغه پوسته له دې کبله پرېښې وه، چې د وسله والو شمېر پرې ډېر شوی او دوی یې نور د ساتلو توان نه درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې د پولیسو شمېر د کموالي له کبله دغه پوسته مخکې له مخکې خالي شوې وه.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په نورنګ بازار کې ناڅرګنده وسله والو د هاشم خان په نوم د پولیسو یو سرتېری په ډزو وژلی دی.

په پښتونخوا کې نا امنۍ مخ په پراخیدو ده، ځايي سیاستوال او اوسېدونکي د‌ پاکستان مرکزي حکومت تر څنګ پوځ ته د پړې ګوته نېسي.

د دغه ایالت سیاستوال وايي، روانه نا امني د حکومت د بې غورۍ له کبله ده او په لوی لاس یې د پښتنو په سیمه کې اور بل ساتلی دی.

په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو وروسته له هغې سترګې وکړې، چې په افغانستان کې پخوانی جمهوري حکومت ونړید او د دغه ډلې متحدین افغان طالبان په پر کابل واکمن شول.

پاکستان ګیلې او شکایتونه کوي چې پر دوی روانه نا امني له افغانستان څخه جوړه شوې او هلته طالبانو «ټي ټي پي» ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، خو افغان طالبان یې ورسره نه مني.

د لندن هیترو هوايي ډګر د اورلګېدنې له امله وتړل شو

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۰

د لندن هیترو نړیوال هوايي ډګر اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ د برېښنا په یوه نږدې ودانۍ کې د لویې اورلګېدنې وروسته وتړل شو. دغې پیښې د نړیوالو الوتنو مهالویش ګډوډ کړی دی.

د لندن د اور وژنې ادارې هم د لویدیځ لندن په هیترو هوايي ډګر کې د لویې اورلګېدنې راپور ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي چې شاوخوا ۷۰ اور وژونکي اوس مهال د اور د وژلو لپاره کار کوي.

د دې اور لګېدو لامل لا نه دی روښانه شوی.

د ګوګل نقشې د معلوماتو له مخې، اور د شمالي هاید د بریښنا سټیشن په ودانۍ کې ولګېد، چې د هیترو هوایي ډګر څخه شاوخوا پنځه میله لرې دی.

د هیترو هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر او په نړۍ کې پنځم بوخت هوايي ډګر دی، چې هره ورځ سلګونه الوتکې ترې الوتنې کوي.

د انلاین الوتنو تعقیب سایټ «فلایت رادار ۲۴» دا هم ښیي چې د هیترو هوایی ډګر ته تلونکې یو شمیر نړیوالې الوتنې د لندن ګیټوک په ګډون، پاریس، فرانسې او په ایرلینډ کې شینن نورو هوایی ډګرونو ته اړول شوي دي.

یو شمیر نورې الوتنې بیرته خپلو اصلي ځایونو ته راستنې شوې.