• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال وايي چې د پوهنې نصاب باید عصري غوښتنو ته ځواب ویونکی وي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د طالبانو له پوهنې وزارت څخه غوښتي، چې باید داسې تعلیمي نصاب جوړ کړي، څو د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره عصري غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.

هغه دا څرګندونې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې داسې مهال کړي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت وزیر په یاده ناسته کې ویلي، له «دین او افغاني دودونو سره» په ټکر ځینې برخې له نصابه وباسي.

عبدالسلام حنفي بیا په دې باور دی، چې عصري علوم باید په نوي نصاب کې ځای پر ځای شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر خالد حنفي چې د عصري زده کړو خلاف د ملا هبت‌الله د دریځ سر سختی پلوی دی، ویلي و چې «عصري زده کړې مباح عمل دی» او باید چندان پاملرنه ورته نه شي.

د هغه دغه څرګندونو که څه هم د طالبانو په منځ کې ځینو کړیو وننګولې ؛خو بیا یې هم هغه له خپل دریځه پر شاه نه کړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ ملا هبت‌الله غواړي چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پوهنې بهیر وغځېږي او په ټول هېواد کې د زده کړو اسانتیاوې یو شان برابرې شي.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي، چې د دوی د افکارو پر بنسټ د پوهنې نوی نصاب جوړ کړي او وېره شته چې ښايي د سختدریځۍ اړوند مضامین په کې اضافه کړي.

طالبانو تر خپل نصاب جوړیدو لا دمخه په ښوونځیو کې د «امارت پېژندنې» په نوم کتابونه وېشلي او په ښوونځیو کې زده کوونکو ته تدریسېږي.

په دغه مضمون کې د طالبانو د جوړښتونو،‌ اسلامي نظام او د پایښت په تړاو یې زده کوونکو ته تدریسي لوستونه چمتو شوي دي.

داسې خبرې هم شته، چې طالبانو په ښوونځیو کې هم د خپلې سختدریځې مفکورې سیوری خپور کړی او ان د پخواني جمهوري نظام پر مهال ګومارل شوي زرګونه بېلابېل ښوونکي یې په بېلابېلو بهانو له دندو ګوښه کړي.

طالبانو د دغو ښوونکو پر ځای د خپلې مفکورې پلوي ملایان په دندو ګومارلي، څو پرې خپله سختدریځه مفکوره ترویج کړي‌.

د پوهنې برخې کارپوهانو وېره څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښوونځیو چاپیریال د طالباني مدرسو په بڼه بدل شوی او وېره شته، چې دغه ډله زده کونکو ته خپل سختدریځي افکار ور پېچکاري کړي.

د معلوماتو پر بنسټ په ځینو ولایتونو کې د ملا هبت‌الله په امر د ښوونځیو ودانۍ په مدرسو بدلې شوي او ښايي دا لړۍ نوره هم دوام وکړي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې په ځینو ولایتونو کې طالبانو‌ په ښوونځیو کې پر هلکانو جبري کړې چې باید د درسي ساعتونو پر مهال «لونګۍ» وتړي.

د طالبانو د نوي تعلیمي نصاب له تابیاوو سره سره لا هم د ملا هبت‌الله د بندیزونو له امله میلیونونه افغان نجونې د ښوونځیو او‌ پوهنځیو له زده کړو بې برخې دي.

د طالبانو مشر د خپلې سختدریځې مذهبي مفکورې له مخې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو سخت بندیزونه لګولي خو ویاند یې له درې نیم کاله تېریدو وروسته اوس همدا وایي، چې تر «امر ثاني» پورې بندې شوې دي.

د ملا هبت‌الله په امر هغه کسان چې د نجونو د زده کړو او ښځو حقونو په تړاو غږ پورته کوي سخت ځپل کېږي، ان که د طالبانو له منځه هم وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی چې پر ملا هبت‌الله یې د نجونو د زده کړو د بندیز په تړاو پرلپسې نیوکې وکړې،‌ اوس د خپل مشر د نیول کیدو له ویرې متحده عربي امارتو ته کډه شوی او بې برخلیکه حالت سره مخ دی.

ملا هبت‌الله امر کړی چې عباس ستانکزی باید د نجونو زده کړو د ملاتړ او د هغه له دریځ څخه د سرغړونې له کبله ونیول شي، خو هغه وار دمخه کړ او متحده عربي امارتو ته یې پښې سپکې کړې.

په خوست کې نږدې دوه میاشتې دمخه په یوې دیني مدرسه کې هغه د نجونو زده کړو بندیز د طالبانو د مشر «شخصي طبعیت وباله» او له اسلامي شریعت څخه یې دا پرېکړه په واټن کې وګڼله. همدې څرګندونو د ملا هبت‌الله غوسه راوپاروله.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې څلور سوه زره ښوونکې او د‌ پوهنې کارکوونکو نږدې «لس میلونه» زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

له دې ډلې «۲۵۰ زره د مدرسو ملایان ښوونکي» دي چې په ۴۴ زره مدرسو کې د طالبي افکارو له مخې شاګردانو ته اسلامي زده کړې ورکوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهې ادعا: په ۱۴۰۳ کال کې مو «یو زرو ۲۳۰» طالبان وژلي او ټپیان کړي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۰

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې لږ تر لږه «۶۵۱ طالبان وژلي او ۵۷۹» نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د جمعې په ورځ (د وري لومړۍ) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په خپاره شوي راپور کې زیاته کړې چې طالبانو ته یې دا مرګ‌ژوبله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې اړولې ده.

کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، هرات، فراه، غور، بادغیس، نورستان، بلخ، سرپُل، فاریاب، نیمروز، میدان‌وردګ او لغمان هغه ولایتونه دي چې د مقاومت جبهې‌ په‌ کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د دغې جبهې د ادعا پر بنسټ، وسله‌وال یې توانېدلي چې د ۴۰۱ بریدونو پر مټ طالبانو ته درانه تلفات واړوي او زیاتوي چې په دې بریدونو کې ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت جبهې د دغه راپور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په وار-وار ویلي چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې څه موده مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهې د ملکیانو پر وژنې تورنې شوې وې، خو دواړو جبهو د دغه سازمان ادعاوې رد کړې وې.

سرچینې: تورخم دروازه د جمعې په ورځ هم د عامو خلکو پر مخ بنده ده

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

په تورخم کې د پاکستان د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د مهمو تجهیزاتو د بیارغونې په موخه نه‌شي کولای دا دروازه نن د جمعې په ورځ د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړي.

تر دې مخکې و د ثبت سیستم مسولینو ویلي وو چې د جمعې په ورځ به د تورخم دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خلاصه وي.

دغه مسولینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ځینې ​​مهم تجهیزات لا هم د پاکستان له خوا ترمیم ته اړتیا لري، نو نشي کولی چې دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

د دوی په وینا تر هغې چې حالت عادي کیږي او وسایل ترمیم کیږي عام خلک دې هڅه نه کوي چې تورخم ته راشي.

تورخم له ۲۵ ورځو د ټرانزیټ، ناروغانو او عامو خلکو پر مخ بند وو خو تېره ورځ د بار وړونکو موټرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شو او تمه وه چې نن جمعه به د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي خو د وسایلو د ترمیم په موخه لا هم عام خلک نشي کولی په تورخم تګ راتګ وکړي.
دا چې دا دروازه به کله د عامه تګ‌راتګ پر مخ خلاصه شي، د تورخم د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو یې په تړاو څه نه دي ویلي.

صالح: نوی‌ کال به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانانو د ژوند مهمه برخه وي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د ۱۴۰۴ کال له رارسېدو سره جوخت، د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د مبارکۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې نوی‌کال به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانانو د ژوند ترټولو مهمه او مانالرونکې برخه وي.

صالح د جمعې په ورځ (د وري لومړۍ نېټه) افغانستان ته د عزت او وقار بېرته راګرځولو ته په اشارې ویلي چې دا مبارزه باید نه یوازې د هېواد د ازادۍ او امنیت، بلکې د خلکو د خوښۍ او موسکا او د هغوی پر دسترخوانونو د ډوډۍ تامین لپاره وشي.

د ملي امنیت پخواني رییس او د محمداشرف غني په مشرۍ د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې افغان ولس اوس په دې مبارزه کې د زړه له تله شریک دي او په وینا یې، خپلې هیلې دې نه‌بایلي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان به هېڅکله له عزت، وقار، ملي یووالي او تلپاتې اقتصاد څخه برخمن نه‌شي او زیاتوي چې له همدې امله ولس باید د هېواد ازاد راتلونکي د جوړېدو لپاره، پر هیله‌مندۍ اتکا ونه کړي، بلکې د راتلونکې مبارزې لپاره دې ځانونه لا ډېر چمتو او پیاوړي کړي.

امرالله صالح چې د طالبانو د یوه سرسخت مخالف په توګه پېژندل کېږي، څه موده مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات دومره زیات شوي، چې د هغوی په امنیتي جوړښت کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

صالح ادعا کړې وه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د کابل د ډېپلوماټیکو ودانیو د خوندي‌توب مسوولیت له حقاني شبکې اخیستی او د دغې ډلې د استخباراتو عمومي ریاست یا جي‌ډي‌ای ته یې سپارلی دی.

عمر داوودزی: طالبانو وښوده چې د واشنګټن د رضایت لپاره هر کار کوي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو له زندانه د جورج ګلزمن له خوشې‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، دغې ډلې د امریکايي وګړي په «بېړني او سملاسي خوشې‌کېدو» سره وښوده چې د امریکا د رضایت لپاره هر کار کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰) په خپلې مرکه کې زیاته کړې چې طالبانو کابل ته د امریکا پلاوي له رسېدو مخکې امریکايی وګړی خوشې کړی و.

داوودزي څرګنده کړې :«د طالب بندیانو سملاسي او بېړني خوشې‌کېدل د دې نښه ده چې طالبانو پرېکړه کړې څو د امریکا د راضي کولو لپاره هر هغه څه چې د دوی له وسې پوره دي، کوي یې.»

د نوموړي پخواني لوړپوړي دولتي چارواکي په وینا، طالبان د دغو موضوعاتو په اړه خبر دي او هڅه کوي چې امریکا راضي وساتي.

عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه «خپه او اندېښمن دی چې څه به کوي.»

هغه زیاته کړې، ښايي کابل ته امریکايي پلاوي سفر موخه دا وي چې طالبان وهڅوي څو د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د بیارغونې لپاره ځینې ژمنې وکړي.

د یاد پخواني چارواکي په وینا، دغه سفر د طالبانو په بند کې د امریکايي بندي د خوشې‌کولو او د دغې ډلې له‌خوا د امریکايي ښاریانو د نه‌بندي کولو هوکړې لپاره ترسره شوی دی.

داوودزي په سیمه کې وروستو کړکېچونو او د ایران اسلامي جمهوریت پر اټمي تاسیساتو د اسراییل احتمالي برید ته په اشارې ویلي: «اورېدل کېږي چې یو لوی ناورین را روان دی او ستونزې لا پسې ډېرېږي.»

د داوودزي په خبره، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر ښايي د دې لپاره وي چې طالبانو ته په سیمه کې د ممکنه تحولاتو په تړاو خبر ورکړي او په ورته وخت کې د دغې ډلې نظر هم واوري.

هغه ویلي : «د پلاوي ترکیب داسې دی چې دا سفر تر ډېره د افغانستان له شاوخوا هېوادونو سره تړاو لري،نه له دغه هېواد سره.»

د افغانستان د جمهوري نظام مخکېنی چارواکی او د ژغورنې ملي اېتلاف د مشرتابه اوسنی غړی محمدعمر داوودزی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تازه طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یو امریکایی وګړی کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا پلاوي له ورتګ سره سم خوشې کړی دی.

ټامي بروس: د طالبانو له زندانه د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د امریکا ولس لپاره یوه مهمه ورځ ده

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د متحده‌ایالاتو ولس او د نوموړي کورنۍ لپاره یوه مهمه ورځ بللې ده.

هغې د پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰مه) وویل، چې هېواد یې د طالبانو له زندانه د ټولو امریکایي برمته‌شویو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.

مېرمن بروس د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د غونډې اړوند جزییات به له مذاکراتي ټیم څخه د نورو اطلاعاتو تر اخیستو وروسته وړاندې کړي.

کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې جورج ګلزمن د طالبانو له دوه کلن بند وروسته خوشې شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې طالبانو د ډونالډ ټرمپ او د امریکا ولس ته د ښه نیت او ارادې د ښودنې لپاره د ګلزمن له خوشې‌کېدو سره هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل تاییدوي، زیاتوي چې لا هم یو شمېر امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

نوموړي وزارت د افغان‌الاصله امریکايي محمودشاه حبیبي د وضعیت او برخلیک په تړاو څه نه دي ويلي، خو د هغه ورور احمدشاه حبیبي څو شېبې مخکې افغانستان انټرنشنل‌-پښتو ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حبیبي د خوشې‌کېدو ژمنه کړې ده.

د احمدشاه په وینا، امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې ورور به یې ډېر ژر د طالبانو له زندانه خوشې شي.

د یادونې ده چې طالبانو محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر۱۰مه نېټه نیولی دی. د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی له تېر یو کال راهیسې په کندهار کې د ملا هبت‌الله په شخصي زندان کې ساتل کیږي.