• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په هوایي برید کې د حماس ډلې یو سیاسي مشر «صلاح البردویل» وژلی دی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سویلي ښار خان یونس کې د اسراییل د هوایي برید له امله د حماس د سیاسي ډلې یو مشر «صلاح البردویل» وژل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه برید د هغو پراخو پوځي عملیاتو برخه ده چې د تېرې سې شنبې راهیسې پیل شوي دي.

حماس ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د صلاح البردویل تر څنګ د هغه مېرمن هم وژل شوې ده.

تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.

د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو پر فېسبوک پاڼه د صلاح البردویل وژنه تایید کړې او خپلو پلویانو ته یې تسلیت هم ویلی.

له نږدې دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته، اسراییلي ځواکونو د سې شنبې له ورځې خپل بریدونه یو ځل بیا چټک کړي دي.

د اسراییل هوايي او ځمکني بریدونه د غزې تړانګې په شمال، مرکز او سوېل کې زیات شوي، چې د دې جګړې له امله خلک بیا د سیمو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

حماس په یوه خبرپاڼه کې اسراییل د صلاح البردویل د ترور مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د خپلې مېرمنې ترڅنګ د دعا پر مهال د اسراییلي توغندي د لګېدو له امله وژل شوی.

حماس ډلې لیکلي: «د ده او د نورو شهیدانو وینه به د ازادۍ او استقلال د جګړې اور لا بل کړي. ظالم دښمن زموږ هوډ او استقامت نشي ماتولی».

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د جګړې اساسي موخه د حماس پوځي او حکومتي ځواک له منځه وړل دي.

د هغه په وینا، دغه عملیات د دې لپاره هم دي چې حماس د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته اړ کړي.

د سې شنبې د ورځې د بریدونو په لړ کې د حماس د حکومت مشر عصام عدلیس د دې ډلې د داخلي امنیت مشر محمود ابو وفا او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د سې شنبې له بریدونو راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین روغتیایي سرچینو هم ویلي، چې د اسراییل یوه جنګي الوتکه د غزې په سویلي ښار رفح کې یوه کور بمبار کړی چې له امله یې څو تنه ژوبل شوي دي.

حماس اسراییل تورن کړی، چې د جنورۍ د اوربند شرایط یې مات کړي او د جګړې د ختمولو او له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د خبرو له پیلېدو انکار کوي.

سره له دې حماس ویلي، چې د مذاکراتو لپاره لا هم چمتو دی او د نوي منځګړیتوب پر وړاندیزونو غور کوي.

د اسراییلي بریدونو له بیا پیلېدو سره چې غزه یې د پراخې ورانۍ سره مخ کړې؛ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

عربي او اروپایي هېوادونو د اوربند غوښتنه کړې. برېټانیا، فرانسې او جرمني په یوې ګډې اعلامیه کې له اسراییل غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.

اسراییل لا هم غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخه نیولې او دا ادعا کوي، چې حماس دغه مرستې د خپلو موخو لپاره کاروي؛ خو حماس بیا دغه تورونه رد کړي دي.

اسراییل خپل پوځي عملیات وروسته له هغې پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس جنګیالیو پر اسراییلي ښارګوټو پراخ بریدونه وکړل.

د اسراییلي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۱ تنه یرغمل شوي وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییلي بریدونو له امله تر دې دمه د ۴۹زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې تړانګه یې سخته ویجاړه کړې ده.

د دغې جګړې له امله سلګونه زره کسان په لنډمهاله خېمو او پناه ځایونو کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا دفاع وزیر: ایران به د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، اټومي وسله ترلاسه نه کړي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پېټ هیګسټ د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړې، چې ټرمپ د ایران سره د اټومي پروګرام د درولو په تړاو د خبرو اترو پر ځای یوه بله حل لار غوره بولي.

هغه د دې په ویلو سره چې ټرمپ ایران ته یو روښانه پیغام استولی وویل، ټرمپ به د دفاع وزارت، نورو پوځي ادارو او خپلو متحدینو سره په همغږۍ هره هغه چاره ترسره کړي؛ ترڅو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.

پېټ هیګسټ وویل، ایران هېڅکله هم د متحده ایالاتو په کچه له داسې یو جدي ولسمشر سره نه دی مخ شوی او ټرمپ به ایران ته دا اجازه ونکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د امریکا دریځ روښانه دی او ایران هم په خپلو انتخابونو ښه پوهېږي.

هغه زیاته کړې:« زموږ هیله دا ده، چې یاده ستونزه د خبرو اترو پر مېز حل کړو. دا به د ایران د خلکو په ګټه وي؛ ترڅو په سوله کې ژوند وکړي، خو موږ د روان وضعیت په پېچلتیا هم ښه پوهېږو.»

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، چې د ایران د حکومت مذهبي مشر ته یې لیک استولی دی.

ډونلډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې زیاته کړه، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي.

نوموړی وویل:« بل غوراوی دا دی، چې باید په دې برخه کې یو ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري».

بل خوا بیا د ایران جمهوري اسلامي ستر مشر علي خامنه‌يي وایي، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.

هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر زده‌کړیالانو ته په خبرو کې وویل، چې د پوځي انتخاب کارولو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ ګواښ «غیر عاقلانه» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې هر غلط اقدام چې امریکا وکړي د ایران له غوڅ غبرګون سره به مخ شي.

بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې د څلورو پولیسو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې په یوې پېښه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر د نامعلومو وسله‌والو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.

پولیسو جیو نیوز ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د یادې ولسوالۍ په غریب اباد سیمه کې په ګزمه بوخت وو او وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، په وژل شویو کې د نذیر احمد، منصور احمد، عبدالکریم او عبدالقاهر په نومونو پولیس چې د نوشکي د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسله‌والو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د نوشکي او منګچر په پېښو کې د وژل شویو کسانو وینه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې ناامنیو او وژنو ډېر زور اخیستی دی.

څه موده وړاندې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له‌خوا پر یوه اورګاډي برید او د مساپرو یرغمل نیولو پېښه کې د ۲۳ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي وو.

سارا اډامس: افغان طالبانو د الجولاني ۱۰ زره وسله والو ته پوځي روزنه ورکړې

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۰

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمس ادعا کوي، چې د سوریې د ابو محمد الجولاني لس زره وسله والو د القاعده ډلې په ملاتړ او د افغان طالبانو د حکومت په همکارۍ په افغانستان کې پوځي روزنې ترلاسه کړي دي.

سارا اډمس د امریکا په یوې ټلویزوني پروګرام کې ویلي، چې الجولاني د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب سره یې لیدنه وکړه.

د هغې په وینا، جولاني د دغو لیدنو پر مهال د طالبانو له مشرانو د خپلو وسله والو لپاره د روزنیزو مرکزونو ژمنه ترلاسه کړه.

دغه پخوانۍ استخباراتي ماموره همداراز ادعا کوي، چې الجولاني تر ۲۰۲۱مخکې د سوریې د حکومت د راپرځولو لپاره کافي نظامي ځواک نه درلود، خو د افغانستان له سفر وروسته د دوو کلونو په موده کې د ننګرهار ولایت په روزنیزو کمپونو کې ۱۰,۰۰۰وسله وال وروزل شول.

دا روزنه د القاعده ډلې د مشر حمزه بن لادن په مشرۍ او د طالبانو په همغږۍ ترسره شوه.

دغو وسله والو وروسته د بشار الاسد د رژیم پر ضد جګړه کې مهم رول لوبولی دی.

سارا اډمس دا هم ویلي، چې الجولاني د افغان طالبانو په څېر لوېدیځو هېوادونو ته دروغ ویلي او د واک تر ترلاسه کولو مخکې یې د یو ټولشموله حکومت ژمنې کولې، خو اوس د یو سخت دریځې اسلامي خلافت د جوړولو لپاره هڅه کوي، اقلیتونه او غیر اسلامي ډلې ځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان طالبانو هم د واک له ترلاسه کولو مخکې له نړۍوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او نه به د بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو د سارا اډمس څرګندونې ښيي چې د طالبانو عملي اقدامات د دوی له ژمنو سره په ټکر کې دي، چې دا موضوع د دوی د ریښتنو نیتونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

تر دې مخکې سارا اډمس ویلي و، چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده.

په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر مرکزونو د امریکا د بریدونو نوی پړاو

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د امريکا جنګي الوتکو د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پر مرکزونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی او د یمن الحدیده هوايي ډګر کې يې د وسلو زېرمې بمبار کړي دي.

العربیه د شنبې ماښام (د وري ۲مه) راپور ورکړ، چې د امريکا دوه "سخت" هوايي بريدونه د الحدیده لوېديځ ته د الکثیب سيمه کې ترسره شوي، چې پکې د حوثيانو د توغندیو توغولو سټېشنونه او بې‌پیلوټه الوتکو وسلې بمبار شوې دي.

العربیه دا هم ویلي، چې د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان هدف ګرځول شوی او ټپي شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان، منصور السعدي چې په "ابوسجاد" شهرت لري، د امريکا په هوايي بريد کې ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې، د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پورې تړلې المسیره ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې امريکا د یمن لوېديځ کې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې بریدونه کړي دي.

تر اوسه امریکا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

المسیره د شنبې ماښام خبر ورکړ، چې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې درې بریدونه شوي او دا یې د امريکا له څو هوايي بریدونو څخه یوه برخه بللې ده.

تېره اونۍ، امریکا په یوه مرګوني برید کې اعلان وکړ چې د حوثيانو یو شمېر لوړپوړي مشران یې وژلي دي.

حوثيانو ادعا کړې، چې په دې برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې، د یمن حوثيانو د امریکا پر هوايي-سمندري ځواک څو بریدونه کړي او د اسراییل پر لور یې د توغندیو توغولو مسوولیت هم منلی.

د امریکا بریدونه د حوثيانو له خوا د سره سمندر په ستراتیژیکه سیمه کې د خطرونو له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

دا هغه سیمه ده، چې د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او حوثيانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته څو بریدونه کړي او ادعا کوي، چې دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او د اسراییل اړوند کښتۍ په نښه کوي.

په استانبول کې د لاریونونو دوام؛ امام اوغلو محکمې ته حاضر شو

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو چې د "فساد" او "ترهګرۍ" په تور نیول شوی، په لسګونو زره پلویان یې د څلورمې شپې لپاره د ښار د تالار مخې ته راټول شوي وو. په ورته وخت کې امام اوغلو محکمې ته حاضر شو، چې څارنوال ته توضیحات ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ د امام اوغلو د پلویانو د ډېرو لاریونونو له امله چې بیرغونه او شعارونو ور سره وو، د ښاروالۍ ودانۍ مخې راټول شوي وو.

په ځینو شعارونو کې لیکل شوي: "دیکتاتوران بزدلان دي" او "د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نه شي کولی موږ غلی کړي."

امام اوغلو چې د وري په دویمه ماښام د عدالت په ماڼۍ کې څارنوال ته د توضیحاتو ورکولو لپاره حاضر شو، ژمنه یې وکړه چې د دې قضیې د عاملینو په وړاندې به شکایت ثبت کړي.

امام اوغلو چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال دی، په ۱۴ موټرو کې له ۹۰ نورو تورنو کسانو سره د محکمې ودانۍ ته وړل شوی وو.

د "ترهګرۍ د ملاتړ" تور د امام اوغلو د پلویانو اندېښنې راپارولې دي، ځکه دوی وېره لري چې د اردوغان حکومت به د استانبول په ښاروالۍ کې د هغه پر ځای یو څوک وټاکي.

د لاسرسي د محدودیتونو سره - سره، لږ تر لږه زر کسان په کاګالیان ولسوالۍ کې د استانبول محکمې مخې ته حاضر شوي.

دغه ځای تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې و.

۵۳ کلن امام اوغلو د ۱۴۰۳ کال د کب د میاشتې په ۲۹ نېټه سهار په خپل کور کې ونیول شو.

هغه د وري په دویمه د پنځو ساعتونو لپاره د پولیسو له خوا پوښتل شوی و.

نوموړی د "ترهګریز سازمان" په ملاتړ تورن شوی، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې د "فساد" په تور محاکمه شو.

د واکمن ګوند غړو ته په خپله وینا کې اردوغان خپل مخالفین تورن کړل، چې "په تېرو څلورو ورځو کې د ملت د سولې د ګډوډولو او د خلکو د وېشلو لپاره هرڅه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه: "کوڅو ته د کیڼ اړخو ډلو، غیر معمولي جریانونو او تخریب کونکو په راوستلو سره د ملي ارادې خلاف د قدرت ښودلو دور پای ته رسېدلی دی."

په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې لاریونونه پراخ شوي دي.

د وري د دویمې نېټې لپاره د دې هېواد له لوېدیځ څخه تر ختیځ پورې په ډېرو ښارونو کې لاریونونه پلان شوې وې.

د فرانسې خبري اژانس د شمېرو له مخې، د ترکیې له ۸۱ ولایتونو څخه په ۵۵ ولایتونو کې لاریونونه شوي دي.