• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر مرکزونو د امریکا د بریدونو نوی پړاو

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د امريکا جنګي الوتکو د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پر مرکزونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی او د یمن الحدیده هوايي ډګر کې يې د وسلو زېرمې بمبار کړي دي.

العربیه د شنبې ماښام (د وري ۲مه) راپور ورکړ، چې د امريکا دوه "سخت" هوايي بريدونه د الحدیده لوېديځ ته د الکثیب سيمه کې ترسره شوي، چې پکې د حوثيانو د توغندیو توغولو سټېشنونه او بې‌پیلوټه الوتکو وسلې بمبار شوې دي.

العربیه دا هم ویلي، چې د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان هدف ګرځول شوی او ټپي شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان، منصور السعدي چې په "ابوسجاد" شهرت لري، د امريکا په هوايي بريد کې ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې، د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پورې تړلې المسیره ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې امريکا د یمن لوېديځ کې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې بریدونه کړي دي.

تر اوسه امریکا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

المسیره د شنبې ماښام خبر ورکړ، چې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې درې بریدونه شوي او دا یې د امريکا له څو هوايي بریدونو څخه یوه برخه بللې ده.

تېره اونۍ، امریکا په یوه مرګوني برید کې اعلان وکړ چې د حوثيانو یو شمېر لوړپوړي مشران یې وژلي دي.

حوثيانو ادعا کړې، چې په دې برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې، د یمن حوثيانو د امریکا پر هوايي-سمندري ځواک څو بریدونه کړي او د اسراییل پر لور یې د توغندیو توغولو مسوولیت هم منلی.

د امریکا بریدونه د حوثيانو له خوا د سره سمندر په ستراتیژیکه سیمه کې د خطرونو له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

دا هغه سیمه ده، چې د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او حوثيانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته څو بریدونه کړي او ادعا کوي، چې دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او د اسراییل اړوند کښتۍ په نښه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په استانبول کې د لاریونونو دوام؛ امام اوغلو محکمې ته حاضر شو

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو چې د "فساد" او "ترهګرۍ" په تور نیول شوی، په لسګونو زره پلویان یې د څلورمې شپې لپاره د ښار د تالار مخې ته راټول شوي وو. په ورته وخت کې امام اوغلو محکمې ته حاضر شو، چې څارنوال ته توضیحات ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ د امام اوغلو د پلویانو د ډېرو لاریونونو له امله چې بیرغونه او شعارونو ور سره وو، د ښاروالۍ ودانۍ مخې راټول شوي وو.

په ځینو شعارونو کې لیکل شوي: "دیکتاتوران بزدلان دي" او "د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نه شي کولی موږ غلی کړي."

امام اوغلو چې د وري په دویمه ماښام د عدالت په ماڼۍ کې څارنوال ته د توضیحاتو ورکولو لپاره حاضر شو، ژمنه یې وکړه چې د دې قضیې د عاملینو په وړاندې به شکایت ثبت کړي.

امام اوغلو چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال دی، په ۱۴ موټرو کې له ۹۰ نورو تورنو کسانو سره د محکمې ودانۍ ته وړل شوی وو.

د "ترهګرۍ د ملاتړ" تور د امام اوغلو د پلویانو اندېښنې راپارولې دي، ځکه دوی وېره لري چې د اردوغان حکومت به د استانبول په ښاروالۍ کې د هغه پر ځای یو څوک وټاکي.

د لاسرسي د محدودیتونو سره - سره، لږ تر لږه زر کسان په کاګالیان ولسوالۍ کې د استانبول محکمې مخې ته حاضر شوي.

دغه ځای تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې و.

۵۳ کلن امام اوغلو د ۱۴۰۳ کال د کب د میاشتې په ۲۹ نېټه سهار په خپل کور کې ونیول شو.

هغه د وري په دویمه د پنځو ساعتونو لپاره د پولیسو له خوا پوښتل شوی و.

نوموړی د "ترهګریز سازمان" په ملاتړ تورن شوی، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې د "فساد" په تور محاکمه شو.

د واکمن ګوند غړو ته په خپله وینا کې اردوغان خپل مخالفین تورن کړل، چې "په تېرو څلورو ورځو کې د ملت د سولې د ګډوډولو او د خلکو د وېشلو لپاره هرڅه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه: "کوڅو ته د کیڼ اړخو ډلو، غیر معمولي جریانونو او تخریب کونکو په راوستلو سره د ملي ارادې خلاف د قدرت ښودلو دور پای ته رسېدلی دی."

په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې لاریونونه پراخ شوي دي.

د وري د دویمې نېټې لپاره د دې هېواد له لوېدیځ څخه تر ختیځ پورې په ډېرو ښارونو کې لاریونونه پلان شوې وې.

د فرانسې خبري اژانس د شمېرو له مخې، د ترکیې له ۸۱ ولایتونو څخه په ۵۵ ولایتونو کې لاریونونه شوي دي.

ټرمپ په امریکا کې د ۵۳۰ زره کډوالو د لنډمهاله استوګنې اسناد لغوه کوي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په متحده ایالاتو کې د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او د وینزویلا د وګړو په ګډون د ۵۳۰ زره کسانو د لنډمهالې استوګنې قانوني اسناد لغوه کوي.

د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ سخت دریځه دا اقدام د اپرېل په ۲۴مه عملي کېږي.

دا پرېکړه هغه دوه کلن “مشروط اقامت” (پرول) لنډوي، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې له لوري دغو کډوالو ته ورکړل شوی و، چې د امریکا د ملاتړ کوونکو له لارې یې د الوتکې په واسطه امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکوله.
د امریکایي وګړو او کډوالو یوې ډلې د ټرمپ ادارې پر وړاندې د لنډمهاله استوګنې (پرول) د پای ته رسولو لپاره دعوی کړې او د څلورو ملیتونو لپاره د پروګرامونو د بیا پیلولو په لټه کې دي.
بایډن په ۲۰۲۲ کال کې د وینزویلایانو لپاره د پرول پروګرام پیل کړ او په ۲۰۲۳ کال کې یې کیوبایانو، هایټیانو او نیکاراګوایانو ته وغځاوه ځکه چې د هغه اداره کې د دغو ملیتونو څخه ناقانونه کډوالي ډېره شوې وه.
دا نوې قانوني لارې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې بایډن هڅه وکړه د امریکا-مکسیکو پر پوله د غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیسي.
ټرمپ چې خپله ټاکنیزه مبارزه د کډوالۍ ضد سخت دریځ پر بنسټ مخته وړله، واک ته له رسېدو وروسته، سمدستي د کډوالو د قانون پلي کولو لپاره سخت ګامونه واخیستل.

دې اقداماتو کې د هغو کسانو د شړلو هڅه هم شامله وه، چې په امریکا کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
هغه استدلال کړی، چې د قانوني ننوتلو لنډمهاله پروګرامونه چې د بایډن له لوري پیل شوي وو، د فدرالي قانون له حدودو وتلي وو.

د همدې لپاره نوموړي د جنورۍ ۲۰مه په یوه اجرايي فرمان کې د دې پروګرامونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې دا پرېکړه چې له نیم میلیون مهاجرینو څخه قانوني حیثیت اخلي، کولی شي هغوی د شړلو له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د فدرالي ثبت په خبرتیا کې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ رسماً خپره شي، ویلي چې د لنډمهاله استوګنې حیثیت لغوه کول به د کډوالو د چټک اېستلو پروسه اسانه کړي.
دا بهیر چې “چټک اېستل نومېږي، د هغو کسانو شړل ګړندي کوي چې قانوني اسناد نه لري او د کډوالۍ د قوانینو له مخې، ژر تر ژره له هېواده اېستل کېږي.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلې “جسټس اکشن سنټر” مشره کارن ټملین وویل. چې د ټرمپ اداره هغه ژمنه ماتوي، چې فدرالي حکومت له سلګونو زرو کډوالو او د هغوی له ملاتړ کوونکو سره کړې وه.
هغې د اې اف پي خبري اژانس ته وویل: “د کیوبا، هایټي، نکاراګوا او وینزویلا لنډمهاله استوګنې اسناد لرونکو کسانو قانوني حیثیت په ناڅاپي ډول لغوه کول به د ټول هېواد په کچه کورنیو او ټولنو ته بې‌ځایه ګډوډي رامنځته کړي.”
د مارچ په ۶مه ټرمپ وویل، چې ډېر ژر به پرېکړه وکړي چې ایا شاوخوا ۲۴۰ زره اوکراینیانو ته ورکړل شوی لنډمهاله اقامت هم لغوه کړي، کوم چې د روسیې جګړې له امله امریکا ته تښتېدلي دي.
د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال چې په جنورۍ کې دا تګلاره بېرته عملي شوه، «چټک اېستل» کولای شي پر هغو کډوالو تطبیق شي، چې له دوو کلونو لږ موده یې په امریکا کې تېر ه کړې وي.

د امریکا په سوېل لوېدیځ نیو میکسیکو کې د ډزو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د امریکا د نیو میکسیکو په سوېل لوېدیځ کې په یوه پارک کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیس وایي چې څېړنې روانې دي.

د لاس کروس پولیسو د فېسبوک په یوه بیان کې وویل: «دا پېښه نن سهار لس بجې د لاس کروز ښار په ینګ پارک کې شوې ده.»

چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویتونه نه دي په ډاګه کړي چې څوک دي او د کوم ځای اسېدونکي دي.

پولیسو ویلي، چې د دغه پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، مګر څېړونکي په فعاله توګه پېښه څاري او څېړنې روانې دي.

د قانون د نورو پلي کونکو په ګډون د متحده ایالاتو فدرالي استخبارات اېف بي ای او د نیو میکسیکو پولیس په څېړنو کې د لاس کروس له پولیسو سره مرسته کوي.

اسراییل د لبنان د راکټي برید په ځواب کې پر دغه هېواد بریدونه کړي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۰

اسراییل د لبنان د راکټي بریدونو له شنډولو وروسته د شنبې په ورځ د دغه هېواد سوېلي سیمې په نښه کړي دي. دا بریدونه هغه اوربند له ګواښ سره مخ کوي، چې د اسراییل او د حزب‌الله ترمنځ د یو کلنې جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی و.

دا شخړه د غزې د جګړې تر ټولو وژونکې پایله وه او د پولې دواړو خواوو ته د میاشتو ډزو وروسته د اسراییل سخت برید د حزب الله لوړپوړي قوماندانان، د دې ډلې ډېری وسله‌وال او د دوی د وسلو ډېره برخه له منځه یوړه.

حزب الله د شنبې د ورځې د بریدونو مسوولیت رد کړ او ویې ویل، چې د توغندیو له بریدونو سره "هېڅ اړیکه نه لري" او اوربند ته ژمن پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

یوه اسراییلي چارواکي وویل، چې د هغه ډلې هویت چې راکټونه یې توغولي دي تایید شوی نه دی.

دغه چارواکي همداراز زیاته کړې، چې شپږ راکټونه توغول شوي وو، چې درې یې اسراییل ته ننوتل او شنډ شول.

د ورځې په وروستیو کې اسراییلي پوځ د حزب الله په اهدافو د بریدونو دویم پړاو اعلان وکړ.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار اوفیر فالک رویټرز ته ویلي: «موږ له لبنان څخه دا تمه لرو چې تړون ته دې پام وکړي.»

فالک وویل: «اسراییلي دفاعي ځواکونه به د اوربند د پلي کولو لپاره هر هغه څه وکړي، چې اړتیا ورته وي او ډاډ ترلاسه کړي چې زموږ ملکي وګړي په خوندي ډول بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.»

د اسراییل پوځ د شنبې په سهار وویل، چې دوی د لبنان له یوې ولسوالۍ څخه د پولې څخه شاوخوا شپږ کیلومتره شمال ته د اسراییل سرحدي ښار میتولا ته توغول شوي درې توغندي شنډ کړي دي.

دا د نومبر په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له پای ته رسېدو راهیسې د پولې دواړو خواوو ته دویم توغندی دی.

نتنیاهو پوځ ته امر کړی، چې د لبنان دننه د لسګونو ترهګريزو اهدافو پر ضد له ځواک څخه کار واخلي.

بوینګ د امریکا هوایي ځواک لپاره د نوي نسل جګړه ییزې الوتکې جوړوي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د چین احتمالي کواښ ته په کتو سره د دغه هېواد د هوايي ځواک د لا پیاوړتیا لپاره به د بوینګ هوايي شرکت د نوي نسل جنګي جېټ الوتکو د جوړولو چارې پر غاړه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ ټرمپ په واشنګټن کې وویل، چې دغه جنګي جېټ الوتکه چې (F-47) نومېږي تر ټولو نورو الوتکو خورا پرمختللې او ډیره ویجاړونکې ده.

یاده الوتکه په سټلایټ ټیکنالوژۍ سمبال او تېرو پنځو کلونو کې یې ازماېښتي الوتنې هم ترسره کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ چې د ولسمشر ټرمپ څخه یې د ښو کړنو له امله جایزه ترلاسه کوله وویل، موږ خپلو متحدینو ته خورا روښانه او مستقیم ډول پیغام لېږو چې مونږ همدلته یو او هېڅ ځای ته نه ځو.

ورته مهال د متحده ایالاتو د هوایي ځواک مشر جنرال ډیویډ الوین وویل: «موږ به له دې جنګي الوتکې سره د عصري هوايي جګړې راتلونکي نسل تاریخ ولیکو.»

د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې، دغه جګړه ییزې الوتکې به د بې پیلوټه الوتکو د یوې ډلې د قوماندان په توګه کار کوي چې اصلي دنده یې د چین او د امریکا د نورو سیالانو هوايي دفاعي سیسټمونو ته ننوتل دي.

په ورته وخت کې، د بوینګ شرکت د ځینو الوتکو د غورځېدلو او پر کارکونکو یې د برید له امله په دې وروستیو کلونو کې له ډیرو ننګونو سره مخ شوی.

د رویټرز په وینا، د دې قرارداد ارزښت سلګونه میلیارد ډالره اټکل شوی او د څو لسیزو لپاره به دوام وکړي.