• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه کې د اکرم امام اوغلو د پلویانو لاریونونه په پنځمه شپه په تاوتریخوالي واوښتل

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د استانبول د زنداني شوي ښاروال اکرم امام اوغلو د پلویانو لاریونونه په پنځمه شپه په تاوتریخوالي واوښتل. د استانبول ښاروالۍ هم اعلان وکړ، چې امام اوغلو د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند سمبولیک لومړني انتخابات وګټل.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د اردوغان د حکومت د مخالفینو او د امام اوغلو د پلویانو له خوا د اعتراضونو له څپې وروسته د استانبول ښاریان هم د یکشنبې په ورځ سړکونو ته راووتل.

دغه لاریونونه د پولیسو له مداخلې او د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکو بهوونکو ګاز څخه د کار اخیستو سره مل وو.

د خلکو د غونډو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې دا هم په ډاګه کوي، چې د انقرې، ازمیر او انتالیا په ښارونو کې په زرګونو لاریون کوونکو لاریون کړی دی.

د ترکیې د حکومت امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په انقره او نورو ښارونو کې سلګونه لاریون کوونکي نیولي دي.

امام اوغلو د اردوغان تر ټولو مهم سیاسي مخالف دی، چې د مالي فساد په تور نیول شوی.

نوموړي زندان ته له سپارلو مخکې اعلان وکړ، چې هغه به " تسلیم نه شي" او په خلکو یې غږ وکړ، چې د دې عمل په وړاندې په ټول هېواد کې لاریونونه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د اردوغان د حکومت د مخالفینو او د استانبول د نیول شوي ښاروال د پلویانو د پراخو غونډو په دوام سره د یکشنبې په ورځ هم په دغه ښار کې خلکو مظاهرو ته دوام ورکړ.

په ورته وخت کې چې لاریونونه په شدت سره پیل شوي، ترکي چارواکو داېکس ټولنیزې شبکې څخه وغوښتل، چې د ۷۰۰ څخه د ډېرو کاروونکو حسابونه بند کړي چې اپوزیسیون ته منسوب شوي.

د دې غوښتنې په ځواب کې د اېکس د ارتباطاتو ټیم اعلان وکړ: "موږ د ترکیې د معلوماتي او مخابراتو ټېکنالوژۍ ادارې د مکرر پرېکړې سره مخالفت کوو چې په ترکیه کې د رسنیو، ژورنالستانو، سیاسي شخصیتونو، محصلینو او نورو اتباعو د ۷۰۰ څخه زیاتو اکاونټونو د بندولو غوښتنه کوي."

اېکس زیاته کړه: "موږ باور لرو چې د ترکیې د حکومت دا پرېکړه نه یوازې غیرقانوني ده، بلکې په ملیونونو ترکي کاروونکي په خپل هېواد کې معلوماتو او سیاسي بحثونو ته له لاسرسي څخه محروموي."

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ تر ګواښ لاندې کاناډا د سمدستي ټاکنو اعلان وکړ

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني د اپرېل د ۲۸مې لپاره د سمدستي ټاکنو د ترسره کېدو اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه، چې کاناډا به له متحده ایالاتو سره د ضمیمه کولو کمپاین ته ماتې ورکړي.

کارني چې یو پخوانی مرکزي بانکدار وو، د کاناډا د مرکزي لېبرال ګوند له خوا د جسټن ټروډو پر ځای غوره شوی، خو هغه هېڅکله د هېواد له پراخو رایه ورکوونکو سره مخامخ شوی نه دی.

کارني له اکټوبر څخه څو میاشتې مخکې پارلماني ټاکنې اعلان کړې او هغه دا روښانه کړه، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د ګواښونو خنډ او هغه سوداګریزه جګړه چې هغه پیل کړې د هغه د کمپاین پایښت وي.

کارني ملت ته په یوه وینا کې وویل: "ما یوازې غوښتنه کړې، چې والي جنرال پارلمان منحل کړي او د اپرېل په ۲۸مه ټاکنې ترسره کړي، هغه هم موافقه کړې."

کارني وویل، ټرمپ غواړي چې موږ مات کړي، خو موږ به پرې نه ږدو چې دا کار وشي.

کارني وویل: "موږ د ولسمشر ټرمپ د غیر عادلانه سوداګریزو کړنو او زموږ حاکمیت ته د هغه ګواښونو له امله د خپل ژوند ترټولو مهم بحران سره مخ یو."

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ خپل شمالي ګاونډي ته په مکرر ډول د خپل حاکمیت او د سرحدونو په لغوه کولو او له متحده ایالاتو سره د ۵۱ ایالت په توګه د یوځای کېدو غوښتنه کړې.

د ټرمپ سلاکار: امریکا د ایران د اټومي پروګرام د "بشپړ ختمولو" په لټه کې ده

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د یکشنبې په ورځ وویل، چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د "بشپړ له منځه وړلو" په لټه کې ده. والټز ویلي: "ایران باید خپل پروګرام په داسې طریقه پرېږدي چې ټوله نړۍ یې وګوري."

والټز سي بي اېس ته ویلي: " لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا سر ته رسېږي، ټول انتخابونه په مېز پراته دي او د دې وخت رارسېدلی چې ایران په بشپړه توګه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له غوښتنې څخه ووځي."

همداشان د یکشنبې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف وویل، چې د احتمالي نوي اټومي موافقې په اړه علي خامنه يي ته د ټرمپ لاسرسی د پوځي اقدام د مخنیوي یوه هڅه ده.

ویټکوف فاکس نیوز ته وویل: "موږ اړتیا نه لرو چې هرڅه په نظامي ډول حل کړو .ایران ته زموږ اشاره دا ده چې موږ سره کښېنو او وګورو چې ایا موږ کولای شو د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې، سم ځای ته ورسېږو او که موږ ونه شو کولی، بدیل غوره بدیل نه دی."

ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې وویل، چې خامنه يي ته یې یو لیک استولی او خبرداری یې ورکړی، چې له ایران سره د مبارزې دوه لارې شته: "نظامي او یا تاسو تړون وکړئ."

خامنه يي د خبرو اترو لپاره د امریکا وړاندیز "خیانت" وباله او ویې ویل، چې د ټرمپ له ادارې سره خبرې اترې به "د بندیزونو زنګونه ټینګ کړي او پر ایران به فشار زیات کړي."

همدا ډول د ایران لوړپوړي ډیپلومات عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې تهران به ډېر ژر د لیک دواړو "ګواښونو او فرصتونو" ته ځواب ووایي.

هغه د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، تر هغه چې واشنګټن خپله د فشار پالیسي بدله نه کړي له امریکا سره خبرې ناشونې دي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې ویلي، چې دا پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې مشر رافیل گروسي تېره میاشت وویل، چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره د یوې موافقې لپاره وخت په تېرېدو دی، ځکه چې تهران د وسلو درجې ته نږدې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې له تهران سره د اټومي تړون لپاره دروازې خلاصې پاتې دي، ټرمپ د "اعظمي فشار" کمپاین بیا پیل کړ، چې هغه د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ دوره کې پلي کړی و.

په دغه کمپاین کې د هېواد د تېلو صادرات صفر ته اړولو هڅې هم شاملې وې.

امریکا د جنورۍ په ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو راهیسې د ایران د تېلو پر خرڅلاو څلور پړاوه بندیزونه لګولي دي.

پاکستاني ځواکونو د بلوڅو یووالي غورځنګ د غړي عمران بلوڅ په ګډون نور لاریونوال هم نیولي دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د ماهرنګ بلوڅ له نیول کېدو وروسته، نن سهار د پاکستان امنیتي ځواکونو په کویټه کې د بلوڅو د یووالي غورځنګ مخکښ غړي عمران بلوڅ په ګډون ځیني نور لاریونوال هم له ځانه سره یو نامعلوم ځای ته وړي دي.

د بلوچستان ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو د برېښنایي ډنډو ګوزارونه کړي او د خلکو د خورېدو لپاره یې له اوښلن ګاز شېندلی، چې په پایله کې د ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

په همدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو د یووالي غورځنګ د غړو په نیولو او د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو د ډزو له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، پاکستان ته د دغو مظلومو ولسونو لاریونونه هم د زغملو نه‌دي او د پښتنو او بلوڅو د ملي خوځښتونو د ځپلو هڅه کوي.

د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.

ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید‌ پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.

د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله‌ییز لاریونونه کوي چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.

د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.

تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د‌ پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.

زلمی خلیلزاد: د پاکستان پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس پاڼه پاکستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې سره لیکلي، چې پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی دی.

دغه جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ اندېښنه ښوولې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

هغه پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ د مخنېوي لپاره ورسره وخت بېخي کم پاتې دی او باید سملاسي لاس په کار شي.

زلمي خلیلزاد تر دې دمخه هم په وار، وار د پاکستان په تړاو ورته څرګندونې او اندېښنې شریکې کړې دي؛ خو یو شمېر پاکستاني سیاست‌والو د هغه دغه ډول دریځونو ته توند غبرګونونه هم ښودلي دي.

پاکستاني سیاست‌والو زلمی خلیلزاد یو ناکام ډېپلوماټ بللی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ د پراخېدو لامل یې هم ګڼلی دی.

زلمی خلیلزاد داسې مهال بیا ځلې د‌ پاکستان د امنیتي وضعیت خرابېدو او د پوځ د ناکامیو په تړاو څرګندونې کوي،، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه تر بل هره وخته ډېر پراخ شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه کوي‌ او ورسره په جګړو اخته وي.

پاکستاني طالبانو له هغې وروسته خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړل، چې متحدین یې پر کابل واکمن شول او پخوانی جمهوري نظام یې وپرځاوه.

له دې سره، سره په پلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله‌وال فعالیتونه هم ډېر شوي او د پاکستان پر پوځ یې مرګوني بریدونه پیل کړي دي.

پاکستان ادعا لري، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسله‌وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې په دغه هېواد کې بریدونه د افغان طالبانو تر سیوري لاندې پلانېږي.

پاکستان په نړۍوالو ناستو کې هم تورونه پوري کړي، چې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې نه دي منلي.

پر کابل واکمنو ویلي، چې په پاکستان کې روانه نا امني د دوی کورنۍ ستونزه ده او د خپل بام واورې دې پر دوی نه ور اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وار، وار داغه خبره کړې، چې پاکستان باید دوی ته د اشارې پر ځای خپلو امنیتي ناکامیو ته پام وکړي او خپلې امنیتي ستونزې دې حل کړي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د‌ پاکستان استازی محمد صادق کابل ته تللی او لا هم هلته له لوړپوړو طالب چارواکو سره ناستې ولاړې کوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې هغه په دغه سفر کې له طالبانو سره داسې شواهد شریک کړي‌ چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې او د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون په افغانستان کې د ځینو وسله‌والو ډلو د پناه ځایونو په تړاو یې ورسره معلومات هم شریک کړي دي.

طالبانو بیا لا تر اوسه پورې په خپلو خبرپاڼو کې د پاکستاني استازي سره د امنیتي مسلو په تړاو د بحثونو کومه خبره نه ده کړې.

اسراییل په هوایي برید کې د حماس ډلې یو سیاسي مشر «صلاح البردویل» وژلی دی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سویلي ښار خان یونس کې د اسراییل د هوایي برید له امله د حماس د سیاسي ډلې یو مشر «صلاح البردویل» وژل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه برید د هغو پراخو پوځي عملیاتو برخه ده چې د تېرې سې شنبې راهیسې پیل شوي دي.

حماس ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د صلاح البردویل تر څنګ د هغه مېرمن هم وژل شوې ده.

تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.

د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو پر فېسبوک پاڼه د صلاح البردویل وژنه تایید کړې او خپلو پلویانو ته یې تسلیت هم ویلی.

له نږدې دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته، اسراییلي ځواکونو د سې شنبې له ورځې خپل بریدونه یو ځل بیا چټک کړي دي.

د اسراییل هوايي او ځمکني بریدونه د غزې تړانګې په شمال، مرکز او سوېل کې زیات شوي، چې د دې جګړې له امله خلک بیا د سیمو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

حماس په یوه خبرپاڼه کې اسراییل د صلاح البردویل د ترور مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د خپلې مېرمنې ترڅنګ د دعا پر مهال د اسراییلي توغندي د لګېدو له امله وژل شوی.

حماس ډلې لیکلي: «د ده او د نورو شهیدانو وینه به د ازادۍ او استقلال د جګړې اور لا بل کړي. ظالم دښمن زموږ هوډ او استقامت نشي ماتولی».

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د جګړې اساسي موخه د حماس پوځي او حکومتي ځواک له منځه وړل دي.

د هغه په وینا، دغه عملیات د دې لپاره هم دي چې حماس د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته اړ کړي.

د سې شنبې د ورځې د بریدونو په لړ کې د حماس د حکومت مشر عصام عدلیس د دې ډلې د داخلي امنیت مشر محمود ابو وفا او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د سې شنبې له بریدونو راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین روغتیایي سرچینو هم ویلي، چې د اسراییل یوه جنګي الوتکه د غزې په سویلي ښار رفح کې یوه کور بمبار کړی چې له امله یې څو تنه ژوبل شوي دي.

حماس اسراییل تورن کړی، چې د جنورۍ د اوربند شرایط یې مات کړي او د جګړې د ختمولو او له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د خبرو له پیلېدو انکار کوي.

سره له دې حماس ویلي، چې د مذاکراتو لپاره لا هم چمتو دی او د نوي منځګړیتوب پر وړاندیزونو غور کوي.

د اسراییلي بریدونو له بیا پیلېدو سره چې غزه یې د پراخې ورانۍ سره مخ کړې؛ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

عربي او اروپایي هېوادونو د اوربند غوښتنه کړې. برېټانیا، فرانسې او جرمني په یوې ګډې اعلامیه کې له اسراییل غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.

اسراییل لا هم غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخه نیولې او دا ادعا کوي، چې حماس دغه مرستې د خپلو موخو لپاره کاروي؛ خو حماس بیا دغه تورونه رد کړي دي.

اسراییل خپل پوځي عملیات وروسته له هغې پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس جنګیالیو پر اسراییلي ښارګوټو پراخ بریدونه وکړل.

د اسراییلي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۱ تنه یرغمل شوي وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییلي بریدونو له امله تر دې دمه د ۴۹زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې تړانګه یې سخته ویجاړه کړې ده.

د دغې جګړې له امله سلګونه زره کسان په لنډمهاله خېمو او پناه ځایونو کې ژوند کوي.