نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې چې امریکا ممکن له اروپا لاس واخلي او له روسیې سره د سولې معامله وکړي، خو امریکايي چارواکي وايي چې دا خبرې به د اوکراین سرحدي کرښې، نظارت میکانېزمونو او د تلپاتې سولې پر جوړښت متمرکزې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پوهنې وزارت په څلورم ځل د زدهکړو کال د نجونو له ګډون پرته پیل کړ. طالبانوله شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زدهکړو له هر ډول فرصت څخه منع کړې دي.
د طالبانو دا بندیزونه د نړیوالو سازمانونو او ډېری هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي خو طالبان پر نجونو د زدهکړو بندیز «داخلي موضوع» ګڼي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای د بندیزونو نوم نوملړ کې شته دی.
تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د حقاني نوم له نوملړه لرې شوی، خو واشنګټن په دې اړه په رسمي ډول لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د عدالت لپاره انعام ادارې، چې د مطلوبو کسانو اړوند معلومات خپروي، تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عزیزالدین حقاني او ددې ډلې د یوه بل غړي یحیی حقاني نومونه له خپلې وېبپاڼې لرې کړل.
تېره ورځ سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو وویل، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغو شوې، خو د طالبانو له اعلان نه ۲۴ ساعته اوړي، مګر لا هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت او اف بي اي په ویبپاڼو کې د نوموړو نومونه ترسترګو کیږي.
د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.
عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی څه موده وړاندې کندهار ته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده احضار کړی و او له هغه وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې له مشرۍ لرې شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د پردې ترشا رول لوبوي.
د طالبانو د بهرنیو چاور وزیر امیرخان متقي په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره په کتنه کې پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې کړې دي.
امیرخان متقي له متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم بللی او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې مننه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه «د وري ۳مه» پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې.
امیر خان متقي له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي په حواله لیکل شوي، چې هغه ددې ډلې بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وارزول او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنتیا تکرار کړه.
دا کتنه په داسې حال کې کېږي، چې درې ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له امریکايي پلاوي سره له لیدنې وروسته وویل چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.