• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملالې بنسټ افغان نجونو ته: د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه‌ یواځې بې‌عدالتي بلکې جنایت دی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغانستان د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت افغان نجونو ته په یوه لیک کې ویلي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې بې‌عدالتي، بلکې یو جنایت دی.

ملالې ویلي، « فغان نجونې باید نن د ښوونځي په ټولګي کې ناستې وای، کتابونه یې پرانیستي وای او د خپل راتلونکي د جوړولو فرصت یې درلودای».

د ملالې بنسټ د یکشنبې په ورځ د وري پر۳مه د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته په غبرګون کې ویلي، « تاسې باید نن د ښوونځي میزونو ته ناستې وای، کتابونه مو پرانېستي وای او د هغه راتلونکي په اړه مو فکر کولای چې زده‌کړې یې درته راوړي».

په لیک کې راغلي چې افغان نجونې هر سهار له داسې نړۍ سره مخ کېږي چې د دوی راتلونکی یې ترې تروړلی.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې طالبانو د څلورم کال لپاره د افغان نجونو د زده‌کړو حق غصب کړی دی.

هغې ټینګار کړی، « دا یوازې ژوره بې‌عدالتي نه ده، بلکې یو جنایت دی، داسې جنایت چې زه یې هېڅکله نه‌منم».

د ملالې بنسټ وايي چې د نړۍ له بېلابېلو برخو نجونو افغان نجونو ته د ملاتړ پیغامونه استولي او هغوی ته یې ویلي، « تاسې د جګړې یا طبیعي ناورین له امله له زده‌کړو نه‌ یئ محرومې شوې، بلکې یوازې د دې لپاره چې نجونې یئ، ښوونځي ته د تګ حق درڅخه اخیستل شوی».

په پیغام کې ویل شوي چې طالبان نه یوازې له زده‌کړو د نجونو بې برخې کول غواړي، بلکې د ټولنې له ټولو برخو یې ایستلې دي.

د ملالې بنسټ په خپل پیغام کې لیکلي، « هغه نړۍ چې د جنسیتي اپارتاید اجازه ورکوي، له ځان سره خیانت کوي».

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پوهنې وزارت په څلورم ځل د زده‌کړو کال د نجونو له ګډون پرته پیل کړ. طالبانوله شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زده‌کړو له هر ډول فرصت څخه منع کړې دي.

د طالبانو دا بندیزونه د نړیوالو سازمانونو او ډېری هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي خو طالبان پر نجونو د زده‌کړو بندیز «داخلي موضوع» ګڼي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای له تور نوملړه نه دی لرې شوی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای د بندیزونو نوم نوملړ کې شته دی. تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د حقاني نوم له نوملړه لرې شوی، خو واشنګټن په دې اړه په رسمي ډول لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت لپاره انعام ادارې، چې د مطلوبو کسانو اړوند معلومات خپروي، تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عزیزالدین حقاني او ددې ډلې د یوه بل غړي یحیی حقاني نومونه له خپلې وېبپاڼې لرې کړل.

تېره ورځ سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو وویل، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغو شوې، خو د طالبانو له اعلان نه ۲۴ ساعته اوړي، مګر لا هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت او اف بي اي په ویبپاڼو کې د نوموړو نومونه ترسترګو کیږي.

100%

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی څه موده وړاندې کندهار ته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده احضار کړی و او له هغه وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې له مشرۍ لرې شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د پردې ترشا رول لوبوي.

د امریکا له تور نوملړه د حقاني شبکې ددریو جګپوړو غړو د نومونو لرې کېدو په تړاو رپوټونه کابل ته د واشنکټن د جګپوړي پلاوي او یوه امریکايي زنداني ګلزمن له خلاصون سره هممهاله دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې مهم پرمختګ بولي.

نوي ښوونیز کال پیل؛ اروپایي اتحادیه د نجونو زده کړې د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینې بولي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

په داسې حال کې چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره لاهم د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه دي، په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ ټینګار کړی چې د زده کړو برابري د هېواد د دوامداره پرمختګ لپاره حیاتي ده.

اروپایي اتحادیې د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د افغان نجونو د زده کړې له حقه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولي باور لري چې لوستې ښځې د خپلې پوهې او مهارتونو په کارولو سره د یو پیاوړي، باثباته او خپلواک افغانستان په جوړولو کې مهم رول لري.

د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا د نوي تعلیمي کال د پیل له اعلان سره دا بندیز چې نجونې له زده کړو محروموي، خپل څلورم کال ته داخل شو. طالبانو د کابل په یوه ښوونځي کې د زنګ وهلو مراسم ترسره کړل، خو د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه یې هیڅ یادونه ونه کړه.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو فرهنګي ادارې یونسکو ویلي و چې د طالبانو محدودوونکې پالیسۍ تر اوسه ۱.۵میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې‌برخې کړې دي.

دې ادارې اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې که دا بندیزونه دوام وکړي تر ۲۰۳۰کال پورې به له زده کړو د محرومو نجونو شمېر له ۴میلیونو واوړي.

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر نړیوالو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او له هغوی یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او نجونو پر ضد له تبعیض ډکو پالیسیو ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ټینګار کړی چې طالبان باید د نجونو د زده کړو د بندیز له امله ځوابو ویونکيوګرځي.

خو طالبان د نړیوالو غبرګونونو پروا نه لري او د نجونو زده کړې د افغانستان داخلي موضوع بولي.

طالب چارواکي: تېرکال نورستان د ۳۰۰ زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو کوربه و

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د نورستان له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو ۳۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده. مولوي سميع‌الحق حق‌بیان وویل چې د سیلانیانو د جذب او اسانتیاوو لپاره پارون کې یو عصري هوټل جوړ شوی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې، تېره ورځ د وري دویمه د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۴۰۳ کال د لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.

طالبان وایي، چې د کال په تېرېدو سره نورستان ته د سېلانیانو راتګ مخ په زیاتېدو دی.

یو شمیر سېلانیانو له دې وړاندې ویلي و چې د نورستان هره دره له طبیعي ښکلاوو ډکه ده، خو دوی غوښتنه کوله چې د عمومي سړک په جوړېدو سره به سیلانیانو ته لا زیات سهولتونه رامنځته شي او شمېر به یې ډېر شي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېر کال کې د نورستان مرکز پارون تر څنګ، په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم او بیا رغول شوي او د عامه کتابتون لپاره ۸۰۰ ټوکه نوي کتابونه راوړل شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي چې د نورستان په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰۰ ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شوې او سلګونه نور د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

هغه همداراز وویل چې د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې، د ولایت په کچه باوري راپورونه راټول شوي او خلکو ته پر وخت رسېدلي دي.

طالب چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې د دوی د راټولو کړو بېلابېلو اثارو لپاره په ختیځ، لوېدیځ، او مرکزي نورستان کې ځانګړي موزیمونه جوړ شي.

باوري سرچینې: طالبانو محمود شاه حبیبي له پخواني زندان څخه عینو مېنې ته لېږدولی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

له کندهار څخه دوو بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس محمود شاه حبیبي لس ورځې وړاندې له پخواني زندان څخه عینو مینې ته انتقال شوی.

دغو سرچینو د یکشنبې په ورځ، د وري پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې محمود شاه حبیبي د کندهار ښار په عینو مېنه کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق په میلمستون کې چې ملا هبت الله اخوندزاده غصب کړی، ساتل کیږي.

دغه میلمستون د عینو مېني په «ډبیلیو» سړک پروت دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله اخوندزاده پخوا دغه میلمستون د خپلو ځینو لیدنو په موخه کاراوه، خو له ډیرې مودې راهیسې بیا دلته نه دی راغلی.

طالبانو د کندهار په دغه مجلل ښار ګوټي کې د میلمستون شاوخوا له څلور تر پنځه سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ له ډیر پخوا راهیسې بند کړي.

دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ورځې وړاندې یاد میلمستون ته د ملا هبت الله اخوندزاده د ساتونکو له لوري دوه ډاکټران راوستل شول، خو دا نه شي تایید ولای چې یاد ډاکټران یې د چا د تداوي لپاره میلمستون ته بیولي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي روغتیایي حالت په اړه اندېښمن دی.

د ټامي بروس په وینا، حکومت هڅه کوي چې د دغه افغان امریکایي وګړي په ګډون نور امریکایان خپلو کورونو ته ستانه کړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د عینو مېني د دروازې مخامخ د تېر جمهوري نظام پر مهال د کندهار ولایت د ملي امنیت د تحقیقاتو مرکز کې، چې اوس ملا هبت الله ورڅخه د شخصي زندان په توګه استفاده کوي، ساتل کیږي.

د محمود شاه حبیبي کورنۍ کندهار ته د هغه انتقال تایید کړی.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوایلر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ته د جورج ګلزمن په نوم امریکايي بندي وسپاره.

پر همدغه مهال محمود شاه حبیبي ته په اشاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د بندې امریکایانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د محمود شاه حبیبي په اړه هم خبرې شوې دي او د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې د خوشې کېدو ژمنه کړې ده.

امیر خان متقي له امریکا سره وروستی پرمختګ مهم وباله

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چاور وزیر امیرخان متقي په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره په کتنه کې پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې کړې دي. امیرخان متقي له متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم بللی او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې مننه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه «د وري ۳مه» پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې.

امیر خان متقي له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي په حواله لیکل شوي، چې هغه ددې ډلې بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وارزول او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنتیا تکرار کړه.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي، چې درې ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له امریکايي پلاوي سره له لیدنې وروسته وویل چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.