پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې کابو ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ کسان ټپيان شوي دي.

پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې کابو ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ کسان ټپيان شوي دي.
د غزې روغتیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ (د وري ۳مه) په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې د اسراییلي پوځ یوازې په وروستي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په ټولو شمالي، مرکزي او سوېلي سیمو کې د یکشنبې په ورځ چاودنو دوام درلود.
عیني شاهدانو ویلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړي دي.
د دوی په خبره، بریدونه د اوونۍ له پیل سره پیل شول او د یکشنبې په ورځ یې زور واخیست.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل له دوو میاشتو اوربند وروسته یو ځل بیا د حماس پروړاندې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي او دغه بریدونه د دې لامل شوي چې د غزې خلک بیا له خپلو سیمو وتښتي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ځلونو ویلي، چې د جګړې اصلي موخه د نظامي او حکومتي ادارې په توګه د حماس له منځه وړل دي.
د نوموړي په وینا، د عملیاتو د بیا پیل موخه د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل دي.
حماس اسراییل تورن کړی، چې له غزې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو له پیل څخه په ډډه کولو سره د اوربند تړون نقض کړی دی.
حماس همداراز ویلي، چې د خبرو اترو دوام ته لېوالتیا لري.

د ماهرنګ بلوڅ له نیول کېدو وروسته، نن سهار د پاکستان امنیتي ځواکونو په کویټه کې د بلوڅو د یووالي غورځنګ مخکښ غړي عمران بلوڅ په ګډون ځیني نور لاریونوال هم له ځانه سره یو نامعلوم ځای ته وړي دي.
د بلوچستان ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو د برېښنایي ډنډو ګوزارونه کړي او د خلکو د خورېدو لپاره یې له اوښلن ګاز شېندلی، چې په پایله کې د ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.
په همدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو د یووالي غورځنګ د غړو په نیولو او د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا پر لاریونوالو د ډزو له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، پاکستان ته د دغو مظلومو ولسونو لاریونونه هم د زغملو نهدي او د پښتنو او بلوڅو د ملي خوځښتونو د ځپلو هڅه کوي.
د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.
د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سولهییز لاریونونه کوي چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.
د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.
تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.
د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس پاڼه پاکستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې سره لیکلي، چې پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی دی.
دغه جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ اندېښنه ښوولې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي.
هغه پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ د مخنېوي لپاره ورسره وخت بېخي کم پاتې دی او باید سملاسي لاس په کار شي.
زلمي خلیلزاد تر دې دمخه هم په وار، وار د پاکستان په تړاو ورته څرګندونې او اندېښنې شریکې کړې دي؛ خو یو شمېر پاکستاني سیاستوالو د هغه دغه ډول دریځونو ته توند غبرګونونه هم ښودلي دي.
پاکستاني سیاستوالو زلمی خلیلزاد یو ناکام ډېپلوماټ بللی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ د پراخېدو لامل یې هم ګڼلی دی.
زلمی خلیلزاد داسې مهال بیا ځلې د پاکستان د امنیتي وضعیت خرابېدو او د پوځ د ناکامیو په تړاو څرګندونې کوي،، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه تر بل هره وخته ډېر پراخ شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د «ټيټيپي» وسلهوال هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه کوي او ورسره په جګړو اخته وي.
پاکستاني طالبانو له هغې وروسته خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړل، چې متحدین یې پر کابل واکمن شول او پخوانی جمهوري نظام یې وپرځاوه.
له دې سره، سره په پلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسلهوال فعالیتونه هم ډېر شوي او د پاکستان پر پوځ یې مرګوني بریدونه پیل کړي دي.
پاکستان ادعا لري، چې د «ټيټيپي» په ګډون د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسلهوال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې په دغه هېواد کې بریدونه د افغان طالبانو تر سیوري لاندې پلانېږي.
پاکستان په نړۍوالو ناستو کې هم تورونه پوري کړي، چې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې نه دي منلي.
پر کابل واکمنو ویلي، چې په پاکستان کې روانه نا امني د دوی کورنۍ ستونزه ده او د خپل بام واورې دې پر دوی نه ور اچوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وار، وار داغه خبره کړې، چې پاکستان باید دوی ته د اشارې پر ځای خپلو امنیتي ناکامیو ته پام وکړي او خپلې امنیتي ستونزې دې حل کړي.
دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان استازی محمد صادق کابل ته تللی او لا هم هلته له لوړپوړو طالب چارواکو سره ناستې ولاړې کوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې هغه په دغه سفر کې له طالبانو سره داسې شواهد شریک کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې او د «ټيټيپي» په ګډون په افغانستان کې د ځینو وسلهوالو ډلو د پناه ځایونو په تړاو یې ورسره معلومات هم شریک کړي دي.
طالبانو بیا لا تر اوسه پورې په خپلو خبرپاڼو کې د پاکستاني استازي سره د امنیتي مسلو په تړاو د بحثونو کومه خبره نه ده کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سویلي ښار خان یونس کې د اسراییل د هوایي برید له امله د حماس د سیاسي ډلې یو مشر «صلاح البردویل» وژل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه برید د هغو پراخو پوځي عملیاتو برخه ده چې د تېرې سې شنبې راهیسې پیل شوي دي.
حماس ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د صلاح البردویل تر څنګ د هغه مېرمن هم وژل شوې ده.
تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.
د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو پر فېسبوک پاڼه د صلاح البردویل وژنه تایید کړې او خپلو پلویانو ته یې تسلیت هم ویلی.
له نږدې دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته، اسراییلي ځواکونو د سې شنبې له ورځې خپل بریدونه یو ځل بیا چټک کړي دي.
د اسراییل هوايي او ځمکني بریدونه د غزې تړانګې په شمال، مرکز او سوېل کې زیات شوي، چې د دې جګړې له امله خلک بیا د سیمو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.
حماس په یوه خبرپاڼه کې اسراییل د صلاح البردویل د ترور مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د خپلې مېرمنې ترڅنګ د دعا پر مهال د اسراییلي توغندي د لګېدو له امله وژل شوی.
حماس ډلې لیکلي: «د ده او د نورو شهیدانو وینه به د ازادۍ او استقلال د جګړې اور لا بل کړي. ظالم دښمن زموږ هوډ او استقامت نشي ماتولی».
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د جګړې اساسي موخه د حماس پوځي او حکومتي ځواک له منځه وړل دي.
د هغه په وینا، دغه عملیات د دې لپاره هم دي چې حماس د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته اړ کړي.
د سې شنبې د ورځې د بریدونو په لړ کې د حماس د حکومت مشر عصام عدلیس د دې ډلې د داخلي امنیت مشر محمود ابو وفا او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د سې شنبې له بریدونو راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د فلسطین روغتیایي سرچینو هم ویلي، چې د اسراییل یوه جنګي الوتکه د غزې په سویلي ښار رفح کې یوه کور بمبار کړی چې له امله یې څو تنه ژوبل شوي دي.
حماس اسراییل تورن کړی، چې د جنورۍ د اوربند شرایط یې مات کړي او د جګړې د ختمولو او له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د خبرو له پیلېدو انکار کوي.
سره له دې حماس ویلي، چې د مذاکراتو لپاره لا هم چمتو دی او د نوي منځګړیتوب پر وړاندیزونو غور کوي.
د اسراییلي بریدونو له بیا پیلېدو سره چې غزه یې د پراخې ورانۍ سره مخ کړې؛ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي دي.
عربي او اروپایي هېوادونو د اوربند غوښتنه کړې. برېټانیا، فرانسې او جرمني په یوې ګډې اعلامیه کې له اسراییل غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.
اسراییل لا هم غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخه نیولې او دا ادعا کوي، چې حماس دغه مرستې د خپلو موخو لپاره کاروي؛ خو حماس بیا دغه تورونه رد کړي دي.
اسراییل خپل پوځي عملیات وروسته له هغې پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس جنګیالیو پر اسراییلي ښارګوټو پراخ بریدونه وکړل.
د اسراییلي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۱ تنه یرغمل شوي وو.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییلي بریدونو له امله تر دې دمه د ۴۹زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې تړانګه یې سخته ویجاړه کړې ده.
د دغې جګړې له امله سلګونه زره کسان په لنډمهاله خېمو او پناه ځایونو کې ژوند کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پېټ هیګسټ د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړې، چې ټرمپ د ایران سره د اټومي پروګرام د درولو په تړاو د خبرو اترو پر ځای یوه بله حل لار غوره بولي.
هغه د دې په ویلو سره چې ټرمپ ایران ته یو روښانه پیغام استولی وویل، ټرمپ به د دفاع وزارت، نورو پوځي ادارو او خپلو متحدینو سره په همغږۍ هره هغه چاره ترسره کړي؛ ترڅو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.
پېټ هیګسټ وویل، ایران هېڅکله هم د متحده ایالاتو په کچه له داسې یو جدي ولسمشر سره نه دی مخ شوی او ټرمپ به ایران ته دا اجازه ونکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د امریکا دریځ روښانه دی او ایران هم په خپلو انتخابونو ښه پوهېږي.
هغه زیاته کړې:« زموږ هیله دا ده، چې یاده ستونزه د خبرو اترو پر مېز حل کړو. دا به د ایران د خلکو په ګټه وي؛ ترڅو په سوله کې ژوند وکړي، خو موږ د روان وضعیت په پېچلتیا هم ښه پوهېږو.»
څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، چې د ایران د حکومت مذهبي مشر ته یې لیک استولی دی.
ډونلډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې زیاته کړه، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي.
نوموړی وویل:« بل غوراوی دا دی، چې باید په دې برخه کې یو ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري».
بل خوا بیا د ایران جمهوري اسلامي ستر مشر علي خامنهيي وایي، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.
هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر زدهکړیالانو ته په خبرو کې وویل، چې د پوځي انتخاب کارولو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ ګواښ «غیر عاقلانه» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې هر غلط اقدام چې امریکا وکړي د ایران له غوڅ غبرګون سره به مخ شي.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې په یوې پېښه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر د نامعلومو وسلهوالو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.
پولیسو جیو نیوز ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د یادې ولسوالۍ په غریب اباد سیمه کې په ګزمه بوخت وو او وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
د پولیسو په وینا، په وژل شویو کې د نذیر احمد، منصور احمد، عبدالکریم او عبدالقاهر په نومونو پولیس چې د نوشکي د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسلهوالو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د نوشکي او منګچر په پېښو کې د وژل شویو کسانو وینه به بېځوابه پاتې نهشي.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې ناامنیو او وژنو ډېر زور اخیستی دی.
څه موده وړاندې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لهخوا پر یوه اورګاډي برید او د مساپرو یرغمل نیولو پېښه کې د ۲۳ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي وو.
