ملګري ملتونه: د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته به د اېډز د مړینې شمېر لس چنده زیات شي

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، چې که متحده ایالاتو بندې شوې مرستې بیا پیل نه کړي، نو د دې ډار شته چې هره ورځ په ټوله نړۍ کې د اېډز ۲۰۰۰ نوې پېښې رامنځته شي. دغه سازمان وايي، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د اېډز له امله ۶.۳ میلیونه کسان مړه شي.