• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د کار نړیوال سازمان ورسره د کارګرو د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د مشر توماس استنستروم له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د کارګرو د ظرفیت لوړونې او مسلکي زده‌کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د ملي تلویزیون د خبر له مخې، ښاغلي توماس استنستروم دا څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د کارګرانو ټولنې (امکا) د پرانیست‌غونډې پر مهال کړې.

هغه د دغې ټولنې فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، «په یوې ریښتنې ټولنه کې د کارګرانو استازی کولی شي چې د نورو کارګرو د حقونو لپاره خبرې وکړي، دا د افغانستان لپاره یوه ارماني مفکره نه ده بلکې یوه اقتصادي او علمي حل لاره ده.»

د کارګرو د ټولنې په پرانیست‌غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي وویل، دغه وزارت د افغانستان د کار قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړې: «کارګران د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري او باید د هغوی د خدمتونو درناوی وشي او د قانون له مخې باید د هغوی ملاتړ وکړو. دغه ټولنه به د کارګرانو ستونزو ته رسېدنه کوي.»

په ورته مهال د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، د طالبانو لومړیتوب دا دی چې داسې لوې پروژې او برنامې پلي کړي ترڅو د هېواد ځوان نسل د دندو خاوندان شي. نوموړی دا مني چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده.

طالب چارواکي په داسې مهال د کارګرو د حقونو او دندو خبرې کوي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې له بیا واکمنېدو سره د بېکارۍ کچه خپل وروستي حد ته رسېدلې، ډیرې خلک شکایت کوي چې طالبان یوازې د خپلې ډلې غړي پر دندو ګماري چې له امله یې ډیرو عامه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

بلخوا بیا د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز اعلان کړی، چې له اقتصادي سیسټم څخه د ښځو وتلو په میلیونونو کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.

د دې مرکز په وینا، مهم شاخصونه لکه کاري چاپیریال او اقتصادي وده د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله سخته اغېزمنه شوې ده.

دغه مرکز دا حالت د اقتصادي تولیدي ځواک د کمښت او د سوداګرۍ، خدماتو او تولید په حیاتي پړاوونو کې د طالبانو له امله د ګډوډۍ مستقیمه پایله بللې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په سمنګان کې طالبانو د تنخوا د وېش‌ پر سر «فزیکي شخړه» وکړه

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۰

له سمنګان ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې طالبانو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې د تنخوا د وېش پر سر «خپل‌منځي فزیکي شخړه» کړې ده.

سرچینو د دوشنبې په ورځ (د وري ۴مه) زیاته کړې، چې د طالبانو د شخړې په ترڅ کې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته د زیان اوښتو ترڅنک، یو شمېر کسان هم ټپیان شوي دي.

د دې شخړې اړوند یوه ويډیو هم خپره شوې، چې افغانستان انټرنشنل یې نه‌شي کولای په خپلواکه توګه حقیقت تایید کړي.

ځینې ​​ناتایید شوي اطلاعات ښیي، چې د طالبانو امنیه قوماندان د یوې ډلې طالبانو له‌خوا وهل شوی دی.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې پرمهال د طالبانو په امنیه قومندانۍ کې د بانک څانګې ښېښې او دروازې ماتې شوې دي.

د سرچینو په وینا، «نن د دوشنبې په ورځ، د تنخوا د ورکولو په وخت کې د طالبانو د لوا او امنیه قومندانۍ د غړو ترمنځ د نوبت پر سر لومړۍ لفظي او وروسته فزیکي شخړه رامنځته شوه.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، له دې پېښې وروسته په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندان ۱۰ کسان په دې فزیکي شخړه کې د لاس لرلو په تور وهلي او بیا یې نظارت‌خونې ته لېږدولي دي.

په سمنګان کې ځايي طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي فزیکې شخړې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د دغې ډلې د وسله‌والو ترمنځ ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده، چې په کندوز او کندهار ولایتونو کې د کابل بانک په څانګو کې پر طالبانو د داعش وسله‌والو له بریدونو وروسته، دغې ډلې خپلو کارکوونکو ته د تنخوا ورکولو بهیر بدل کړی چې اوس یې د سمنګان په امنیه قوماندانۍ کې هم د بانک یوه څانګه جوړه کړې ده.

امریکا ومنله چې د حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې لا هم شته

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۰
•
خبرخونه

امریکا ومنله چې د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې یې نوم لا هم شته. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې سرا‌ج‌الدین حقاني او شبکه یې د امریکا د ترهګرو افرادو او سازمانونو له نوملړ څخه نه دي اېستل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ( د کب ۴مه) زیاته کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو مشرانو نومونه یې د متحده‌ایالاتو تر څار لاندې کسانو له نوملړ څخه لرې کړې دي.

د سراج‌الدین حقاني سربېره، د حقاني شبکې دوه نور غړي عزیز حقاني او یحیی حقاني هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د عدالت لپاره د جایزو له پروګرام څخه اېستل شوي دي.

د دغه وزارت د عدالت لپاره د جایزو پروګرام له دې مخکې لیکلي وو، چې عزیز حقاني او یحیی حقاني سراج‌الدین حقاني ته نږدې کسان دي.

امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر له خپرېدو درې ورځې وروسته د دغه تحول په تړاو کوم عمومي غبرګون نه دی ښودلی، خو نوموړي وزارت افغانستان انټرنشنل ته په ځواب کې لیکلي: «دا د متحده ایالاتو سیاست دی چې په دوامداره توګه د عدالت لپاره د جایزو پروګرام وارزوي او اصلاح یې کړي.»

دغه وزارت زیاته کړې: «که څه هم دمګړی د دغو کسانو پر سر کومه جایزه نه ده ټاکل شوې، خو د یادو درېیو کسانو نومونه لا هم د نړۍوالو ترهګرو (اېس‌ډي‌جي‌ټي) په نوملړ کې دي او حقاني شبکه د نوملړ په سر کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.»

د عدالت لپاره د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پروګرام د هغو کسانو د اطلاعاتو لپاره چې د یوه لوی ترهګر د نیول‌کېدو لامل ګرځي، مېلیونونه ډالر جایزه ورکوي.

د عدالت لپاره د جایزو له پروګرام څخه د حقانیانو لرې کول د طالبانو له خوا مثبت غبرګونونه راپارولي، چې تېره اونۍ یې د «ښه نیت» په توګه یو امریکایی وګړی خوشې کړ.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې سراج‌الدین حقاني ته نږدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشرانو پر سر ټاکلې جایزې لغوه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدین حقاني نوم لا هم د امریکا د فدرالي پولیسو ادارې یا اېف‌بي‌ای په وېب‌پاڼو او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په مخکېنۍ وې‌پاڼه کې تر څار لاندې د «نړۍوال ترهګر» په توګه لیدل کېږي.

ایرانی ډېپلوماټ: طالبان په مذاکراتو کې هېوادونو ته د امتیازونو له ورکولو ډډه کوي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو مخکېني رییس رسول موسوي په کابل کې د محمد صادق او طالب چارواکو ترمنځ وروستیو خبرواترو ته په اشارې په یوې مقاله کې ویلي، چې دغه ډله په مذاکراتو کې هېوادونو ته د امتیازاتو له ورکولو ډډه کوي.

دا مقاله د دوشنیې په ورځ (د وري ۴مه) «ایراف» خبري اژانس له‌خوا خپره شوې او په کې راغلي، طالبان یوازې د هغو موضوعاتو په هکله چې په ګټه یې دي، خبرې کوي او د هغو موضوعاتو په تړاو چې د دغې ډلې په ګټه نه‌دي، خبرې نه‌کوي.

موسوي د پاکستاني اړخ د ادعاوو پر خلاف چې دغه سفر یې بریالی بللی، باوري دی چې د طالبانو او پاکستاني استازي ترمنځ وروستي مذاکرات او خبرې‌اترې د دغې ډلې په ګټه وې.

د هغه په ​​وینا، دغه سفر په ټوله کې د طالبانو لپاره ډېرې لاسته‌راوړنې لرلې؛ ځکه د تورخم دروازه چې له دې مخکې د سوداګریزو توکو د راکړې‌ورکړې لپاره پر افغانستان د فشار راړلو یوه وسیله ګرځېدلې وه، د صادق له سفره مخکې پرانيستل شوه او د دغه سفر په پای کې دواړو اړخونو هوکړه کړې، چې سیاسي او نور موضوعات باید له سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ څخه جلا شي.

دغه مخکېني ایراني ډېپلوماټ زیاته کړې: «طالبان په خپلو سیاسي مذاکراتو کې له مختلفو هیوادونو سره، په ځانګړې توګه د خپلو اړیکو موضوعات پر بېلابېلو برخو وېشي؛ هغه څه چې د هغوی په ګټه وي، پرې هوکړه کوي، هغه څه چې د هغوی لپاره ګټه نه‌لري، مذاکرات نیمګړي پرېږدي او په عین حال کې، له مقابل لوري څخه د موضوعاتو د جلا کولو لپاره ټولییزه هوکړه ترلاسه کوي.»

موسوي ویلي، چې له ایران سره د اوبو حقابې د موضوع په تړاو د طالبانو د خبرواترو دا تاکتیک او همداراز له ترهګرۍ او پاکستان سره د پولې پورې اړوند موضوعاتو په هکله افغان لوری بریالی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو مخکېني رییس رسول موسوي ټینګار کړی، چې طالبانو کابل ته د محمدصادق د سفر پر مهال هم ورته تاکتیک کارولی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق په درې ورځېني سفر افغانستان ته تللی و او له طالب چارواکو سره یې د امنیت، سوداګرۍ، او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د کموالي په موخه خبرې کړې وې.

مقاومت جبهه: په کابل کې مو ۴ طالبان وژلي او دوه نور ټپيان کړي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په کابل کې یې نن ماښام د طالبانو په یوې پوستې د برید په ترڅ د یادې ډلې څلور غړي وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي: «دا برید نن ماښام ۶:۴۵ بجې د عبدالحق څلور لارې ته نږدې د "شش درک" په سیمه کې شوی، چې د طالبانو د استخباراتو څانګې وسله وال پکې په نښه شوي دي.»

مقاومت جبهې دغه راز ویلي، چې په دې برید کې یې د طالبانو دوه موټر چې وسله وال یې لېږدول هم سوځولي دي.

یادې جبهې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو یا ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې څه وخت وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې په یوه راپور کې وویل، چې د مقاومت او ازادۍ جبهې په خپلو بریدونو کې عامو خلکو ته زیان رسولی، خو مقاومت جبهې دغه تورونه بې اساسه بللي وو.

اسحاق ډار د پاکستان او افغانستان د کړکېچ کموالي لپاره د خبرو غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پاکستان د اندېښنو د حل او د دوه اړخیزه بې باورۍ د هواري لپاره د طالبانو حکومت سره د سفارتي اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د اړیکو په اړه غونډه کې اسحاق ډار د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق څخه افغانستان ته د خپل وروستي سفر او مهمو غونډو په اړه معالومات ترلاسه کړل.

محمد صادق د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته راوګرځېد.

د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره خبرو اترو په اهمیت ټینګار وکړ او په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

یاده دې وي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په درې ورځيني سفر افغانستان ته تللی وو او طالب چارواکو سره یې د امنیت، سوداګرۍ، او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د کمولو په موخه خبرې کړي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد صادق ډاډ ورکړی څو د ټرانزیټ، امنیت او افغان کډوالو ستونزې به هواروي.