• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې؛ په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۶ میلیونه افغان ماشومان واکسین شوي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ۱۱.۶ میلیونه ماشومانو ته، چې عمرونه یې تر پنځوکلونو لاندې دي، د ګوزڼ واکسین ورکړل شوی.

دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د پای ته رسونې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي تاج‌الدین ایوالي د سې شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، پر اېکس په یوه یادښت کې وویل چې په تیر کال کې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان واکسین شوي دي.

هغه ولیکل: «له خپلو شریکانو سره په همکارۍ ډاډ ترلاسه کوو چې هر ماشوم په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین ترلاسه کوي څو له دې ناروغۍ خوندي شي».

د افغانستان په کچه د ګوزڼ ناروغي یو جدي روغتیایي ناورین دی چې د محدودو روغتیایي خدمتونو له کبله ګڼ شمېر ماشومان ددې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۵ پېښې تثبیت شوې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قرتو کلي کې د ګوزڼ ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د روسیې سفیر له ترهګرۍ سره مبارزه کې د طالبانو هڅې کافي نه ګڼي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوروف وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو هڅې کافي نه وې. نوموړي د دغه کار لامل اقتصادي ننګونې او د افغانستان امنیتي وضعیت وباله.

په اسلام کې د روسې سفیر البرت خوروف له پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرېس ټریبیون سره په مرکه کې ویلي، چې داعش د روسیې ملي او سیمه ییز امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

البرت خروف وویل:«مسکو وضعیت له نږدې څاري او له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په څلور اړخیز چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.»

هغه له ترهګرۍ سره د افغانستان او پاکستان له مبارزې د مسګو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د ډله ییز امنیت تړون هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

ارمنستان، سپینه روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړي دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی چې د "مسکو فارمټ" له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.

هغه ویلي و، چې دا په اصل کې په اسلام اباد او طالبانو پورې اړه لري چې خپل اختلافات پخپله حل کړي.
تر دې مخکې د یاد تړون سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز افغانستان د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره یو ګواښ بللی و او ویلي یې و چې د بې ثباتۍ، د افراطي ایډیالوژۍ خپرېدو، ترهګرۍ او د نشه يي توکو قاچاق سرچینه ده.

طالبانو له دې وړاندې د روسیې او نورو ګاونډیو هېوادونو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی او دا یې ویلي چې د دوی تر حاکمیت لاندې افغانستان څخه هېڅ کوم هېواد ته ګواښ موجود نه دی.

په همدې مرکه کې د روسیې سفیر اوکراین ته د پاکستان له خوا د وسلو د لېږلو راپورونه رد کړي دي.

د ویښتانو په خرڅلاو کې ښکیل کسان د طالبانو له سخت چلند سره مخ دي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۰

په کابل کې یوه ښځه چې د امنیتي دلایلو له امله خپل اصلي نوم نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالرو پلوري، چې دا د هغې پر میاشتني سل ډالره معاش یوڅه نوې پیسې اضافه کوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د فاطمې په څېر ګڼو ښځو د خپلو کورونو اضافي د سر ویښتان پلورل او ښه عاید یې درلود، خو تیر کال یوه بندیز ۲۸ کلنه فاطمه او نورې ښځې اړې کړې، چې له شاور وروسته او د ویښتانو د اصلاح په سالونونو کې اضافي ویښتان په پټه وپلوري.

فاطمه وایي: « زه دې پیسو ته اړتیا لرم. زه کولای شم خپل ځان ته څه شی واخلم یا د کور لپاره توکي واخلم».

دا ښځه چې خپل اصلي نوم د امنیتي ستونزو له امله نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالروپلوري.

د ویښتو پیرودونکي چې غواړي دا ویښته د ویښتینو خولیو لپاره بهر ته صادر کړي ددغو ښځو د کورونو تر دروازو ورځي.

په دې پیرونکو کې یو تن نارینه، چې له نومښودنې ډډه کوي، فرانس پرېس ته ویلي، چې ویښتان پاکستان او چین ته لیږدوي.

طالبانو پر ښځو شدید بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو په وینا د جنسیتي تبعیض پالیسۍ یې خپلې کړې دي. دوی ښځې او نجونې له پوهنتونونو او ښوونځیو منع کړې دي، چې کاري فرصتونه یې هم له لاسه ور کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الله اسلام خیبر فرانس پرېس ته ویلي، « موږ باید د هغې بڼې، چې الله انسانانو ته ورکړې ده، درناوی وکړو او وقار یې وساتو». هغه وویل چې د ویښتو سوداګري په هېواد کې معمول شوې او اوس « د بدن د غړو خرڅول منع دي».

د ویښتو پلورل تر دې حده حساس شوي چې د امربالمعروف وزارت په کابل او کندهار کې په ټنونو سوځولي دي.

خو فاطمه له دغو بندیزونو، نه ویریږي او وایي چې کله طالبان جوماتونو ته لمانځه ته ځي، نو هغه پټه د ویښتانو غونډولو ځای ته ځي او ویښتان سپاري.

په کابل کې یو پټ سالون چې دوه زړې چرمي څوکۍ پکې اېښې، په اونۍ کې یوازې څلور پیرودونکي لري.۴۳ کلنې کونډې نرګس له ۲۰۲۱ کال مخکې هره ورځ دلته پنځه او شپږ ښخینه پیرونکي لرل. اوس هغې ته یوازې بډایه میرمنې د سینګار او ډول لپاره ورځي.

۳۳ کلنه کونډه وحیده، چې خاوند یې په ۲۰۲۱ کال کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی، تل په دې فکر کې ده، چې څنګه به خپلو دریو اولادونو ته خواړه برابروي. هغه لاهم د خپلې اته کلنې لور او خپل سرتوی شوي ویښتان راټولوي، چې په بیاتي له پرې شویو ویښتانو ارزښتناک دي.

دغه وزګاره افغانه مېرمن چې اوس یوازې په مرستو ژوند کوي، دا ویښته په پلاستیکي کڅوړه کې ساتي، چې وروسته یې وپلوري.

طالبانو د ویښتانو د پېرلو په تور په یو شمېر ولایتونو کې د ویښتانو پېرونکي نیولي او راټول شوي ویښتان یې سوځولي دي.

طالبانو او د قطر استازي په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون پر جوړېدو خبرې وکړې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره په کتنه کې د روغتیايي برخې پرسونل د ظرفیت لوړلو په تړاو غږېدلی. په دې کتنه کې په کندهار کې د قطر په مرسته د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه «د وري ۵مه» په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې قطر غواړي د کندهار په عینو مینې ښارګوټي کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

دوی زیاتوي چې تېرکال دوه ځله د قطر هېواد انجنیران راغلي ول او له دې سیمې یې لیدنه کړې وه او تر دې دمه د سروې او بودېجې اړوند کارونه پای ته رسېدلي خو تر اوسه کوم عملی کار نه دی پیل شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د وږي په ۲۶مه د خبرپاڼې خپرولو سره په اېکسپاڼه کې لیکلي و، چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزیر او د قطر له استازو سره په لیدنه کې قطر هېواد ژمنه کړې، چې په عینو مېنه کې یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.

طالبانو د قطر استازو په حواله ویلي و، چې دا هېواد په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې میرویس نیکه حوزوي روغتون هم پراخوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له قطري چارواکو سره په کتنه کې د قطر له همکاریو مننه کړې او په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدګۍ او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په اړینو تجهیزاتو د افغانستان د روغتونونو سمبالول یې مهم یاد ګڼلي او په دې برخه کې یې د یاد هېواد همکاري اړینه بللې ده.

د امنیتي تدابیرو سختېدل؛ کندهار ښار ته له وسلو سره د امنيتي کسانو پر ننوتلو بندیز ولګېد

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ په شفاهي ډول د ولسواليو او لرې پرتو سيمو امنيتي کسانو ته امر کړی، چې ښار ته دې له وسلو او مهماتو سره نه داخليږي. سرچینه د طالب مشرانو له قوله وايي، چې دا اقدام يې د امنیتي او جنايي پيښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ د ولسواليو له امنیتي مسوولینو سره په خبرو کې ویلي، چې یوازې قوماندان، د ډلې مشر او مسوولین کولی شي، چې له وسلو سره ښار ته داخل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له دغو مسوولانو غوښتل شوي، چې خپلو سرتېرو ته دې له وسلو او مهماتو سره ښار ته د داخليدو اجازه نه ورکوي.

کندهار ښار ته داخلېدونکې لارې تر کلک څار لاندې دي او ښار ته د داخليدو پر مهال د خپلو اطرافي سیمو له سرتيرو وسلې اخیستل کیږي. د سرچينې په وینا، طالبانو تر امنیتي مجلس وروسته دا پرېکړه کړې.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ولسواليو د ځينو طالب سرتيرو غږونه تر لاسه کړي، چې د دې پرېکړې له کبله پر خپلو امنیتي مسوولينو سختې نیوکې کوي.

په یوه غږ کې یو طالب وایي، چې ټول «جهاد» ځوانانو وکړ، چې اوس مشران په غټو ګاډو کې ګرځي او پر کشرانو بنديز لګول کيږي.

هغه پر خپلو نورو ملګرو غږ کړی چې «که یې سلاح درڅخه واخیستله ستاسو دې په خدای قسم وي که به یو ټک هم ورسره کوئ.»

همدغه کس وایي، چې ۱۴ کاله یې «جهاد» کړی خو یو مشر یې هم د جګړې په لیکه کې ونه لید.

په کندهار کې په دې وروستيو کې جنايي پيښې په خاص ډول وسله والې غلاوې زياتې شوې، چې لامل یې په شخصي جامو کې د طالبانو ګزمې او ګرځېدل ښودل شوي.

یو شمېر کسان وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې د طالب مسوولينو او د هغوی د سرتيرو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کیږي، بلکې ډېرو طالبانو دوی ته د حق نه ورکولو له کبله دندې هم پرېښې دي.

طالبان وايي د بې کیفیته تېلو د واردولو پر ضد ګامونه اخلي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د دې ډلې د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره اقدامات وشي. د طالبانو کابینې د بې کیفیته تېلو واردولو د مخنیوي لپاره یو پلاوی ټاکلی چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره کار وکړي.

د طالبانو چارو اداره وايي، چې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ، د کابینې نوبتي غونډه نن سې شنبه «د وري ۵مه» ترسره شوې او پر یو لړ موضوعاتو پکې بحث او پرېکړې شوې دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د کابینې په ۱۸مه ناسته کې د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو بحثونه او پرېکړې وشوې.

په ناسته کې ځینې مسایل ځانګړيو پلاويو ته سپارل شوي،چې چارې یې نهایي او راپور يې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د طالبانو کابینې په دې غونډه کې هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو د مخنيوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست شمس الدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایيد شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د تطبیق په موخه یې اقدامات ترسره کړي.

په همدې حال کې په پلازمینه کابل کې د تېل پمپونو ځینو مالکانو د مرغومي په لومړی نېټه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې شرکتونه او سوداګر له ایران نه بې کیفیته نفتي توکي د زیاتې ګټې په موخه افغانستان ته واردوي.

ځینې تېل پلورونکي نیوکه کوي، چې طالبان د ډیرو کمو بی کیفیته نفتي توکو مخه نیسي، ځکه د تېلو سوداګر د نېمروز او هرات ولایتونو په ګمرکونو کې طالب مسوولانو ته بډې ورکوي.

طالبانو بیا بیا په خپلو اعلاميو کې د نيمروز او فراه ولایتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تيلو د ورګرځولو خبر ورکړی.

ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي.

ایراني چارواکو ویلي، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.