انډیپنډنټ ورځپاڼه: خلیلزاد ممکن یوځل بیا د طالبانو او ټرمپ د منځګړي په توګه را وړاندې شي

ډونالډ ټرمپ کیدای شي یو ځل د افغانستان د منځګړي په توګه خپل ملګري زلمي خلیلزاد ته مخه کړي، چې د دوحې تړون اصلي معمار دی.

ډونالډ ټرمپ کیدای شي یو ځل د افغانستان د منځګړي په توګه خپل ملګري زلمي خلیلزاد ته مخه کړي، چې د دوحې تړون اصلي معمار دی.
انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، تیره اونۍ خلیلزاد د امریکايي زنداني د خوشي کېدو په پلاوي کې کابل کې و او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې ولیدل او بیا یې تر واشنګټن پورې د امریکايي زنداني ملګرتیا وکړه.
خلیلزاد وروسته په ټویټر کې د ګلیزمن خوشي کیدل تایید کړل او دا یې «ښه ورځ» وبلله.
کارپوهان چې د افغانستان حالت څاري وایي، د ټرمپ حکومت کیدای شي یو ځل بیا زلمی خلیلزاد ته مخه کړي څو له طالبانو سره اړیکې ونیسي، په ځانګړې توګه په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانېستل کېدو د احتمال په برخه کې چې دا به د طالبانو لپاره لوی بری وي.
د «اوږده جګړه» لیکوال ډیویډ لوین انډیپنډنټ ته وویل، داسې اوازې شته چې ټرمپ ښايي هغه کابل ته د بشپړ استازي په توګه واستوي. نوموړی وايي، « په ۲۰۱۹ کال کې هغه خورا سخت وضعیت درلود ځکه ټرمپ غوښتل جګړه پای ته ورسوي. دا لکه اوس یې چې امریکایان له پوتین سره کوي، دوی په دې برخه کې اصلي لوبغاړي، افغانان، څنګ ته کوي».
لوین وايي: « ډونالډ ټرمپ په اصل کې له دې خوښ او ځیر دی چې څنګه خلیلزاد د دوی مرکچي و او دا احساس یې رامینځته کړ چې هغه کولای شي د امریکایانو په استازیتوب د واشنګټن د اوپراتور په توګه له طالبانو سره وغږیږي». خو لوین وايي، چې که د ټرمپ اداره اوس هم د خلیلزاد مشورې ته غوږ نیسي، دده په باور، «تېروتنه کوي».
د بایډن حکومت یو شمیر چارواکي د خلیلزاد په منځګړتوب ددوحې پر رامنځته شوي تړون تور پورې کوي چې د دوی لاسونه یې تړلي وو او کله چې د وتلو د چټکتیا خبره راغله، طالبانو په چټکۍ سره د هېواد کنټرول ترلاسه کړ.
خو خلیلزاد څو ځله د دوحې په خبرو کې له خپل رول نه دفاع کړې ده.


د لغمان د طالبانو امنیه قوامنداني وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د لغمان مشاله تنګي سيمه کې د یو کرولا او ټيلر موټر د ټکر له کبله درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. په غزني کې هم د دوو موټرو د ټکر له کبله د یوه تن د مړه کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
د لغمان د طالبانو امنیه قوماندانۍ زياتوي، چې دغه پېښه نن چارشنبه ماسپښين مهال شوې او ترافیک پر وخت سيمې ته رسېدلي دي.
د دوی په خبره، ټپيان یې د تداوۍ لپاره د ننګرهار روغتون ته انتقال کړي او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
د غزني د طالبانو امنیه قوماندانۍ بیا په یوه جلا خبر کې ویلي، چې تېره ورځ ناوخته د کابل – کندهار پر لويه لار په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله یو تن مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.
طالبانو ويلي، چې ټپيان يې د تداوۍ لپاره د غزني روغتون ته لېږدولي.
طالبانو د دواړو پېښو لامل بې احتیاطي بللې.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له پاتې شویو وسلو سل زره میله وسلې ورکې دي. صالح له هندي رسنۍ دکن هیرالډ سره په مرکه کې له طالبانو د امریکايي وسلو اخیستلو په تړاو د ټرمپ هوډ ته د شک په سترګه ګوري.
د افغانستان د حکومت دغه پخواني چارواکي د امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو په اړه وویل:« زه نه پوهیږم چې دا هسې خبرې او شعارونه دي او که د پردې تر شا به ریښتنی اقدام وي.»
امرالله صالح زیاته کړه چې د ډونالډ ټرمپ لپاره له افغانستان نه د وسلو اېستلو شمېر مهم نه دی، خو دا غوښتنه کېدای شي یو سمبولیک اقدام وي څو پر طالبانو فشار راوړي چې د واشنګټن تابع اوسي.
هغه وويل:«هغه (ټرمپ) غواړي په طالبانو باندې یو ځل په علني ډول فشار راوړي، څو وښيي چې دا ډله تر کنټرول لاندې ده او بیا به امریکا له طالبانو سره همکاري، ملاتړ او نورې مرستې پیل کړي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره وروسته په وار وار له طالبانو څخه د اوو میلیارد ډالرو په ارزښت له امریکا د پاتې شویو وسلو پر بېرته اخیستلو ټینګار کړی دی.
همدارنګه په یاده مرکه کې امرالله صالح ادعا کړې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له امریکا او ناټو د پاتې شویو وسلو سل زره میله ورکې شوې دي.
نوموړي په ټینګار سره وویل:«موږ د وسلو سیریل نمبرونه او د هغو ځایونو په اړه پوهیږو چې له هغه ځایه ورکې شوې دي. د (ورک شوي) کلمه عجیبه ده. دا په دې معنا کیدای شي چې غلا شوې، پلورل شوې، یا په ساده ډول د پټو موخو لپاره پټو ځایونو ته استول شوې.»
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په پاکستان او حتا په هندي کشمیر کې د جنګیالیو له خوا د امریکایي وسلو د کارولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د مرکې په یوه برخه کې امرالله صالح د طالبانو او هند ترمنځ زیاتیدونکو اړیکو ته اشاره کړې او د طالبانو له مخالفینو سره یې د هند د اړیکو پر کمیدو نیوکه کړې ده. هغه وايي، «هند له هغو افغانانو سره خپلې اړيکې ډیرې کمې کړې دي چې په خپل هېواد کې د جمهوري نظام ملاتړ کوي.»
امرالله صالح وايي، هند په فعاله توګه هڅه کوي چې له طالبانو سره د اړیکو په جوړولو او یا هم د دې ډلې په جوړښتونو کې د پټ نفوذ له لارې د ترهګرۍ خطرونه کم کړي.
صالح په ټینګار سره وویل:«طالبان د خپل جوړښت له مخې نشي کولی په سیمه کې بشپړ امنیت خوندي کړي. برعکس دوی د بې ثباته کولو لپاره ډیزاین شوي دي.»
امرالله صالح په دې مرکه کې ویلي چې پاکستان د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې خپل ارزښت او رول ډیر کړی دی.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وایي، چې د سوداګرۍ په برخه کې د تورخم پر دروازه د ستونزو له پيدا کېدو سره یې منځنۍ اسيا ته بديلې لارې موندلې. نوموړي وايي، چې تېر کال يې هندوستان ته ۵۰۰ میليونه ډالره صادرات کړي.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزي د چهار شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې تېر ۱۴۰۳ کال کې واردات له ۱۰ مليارده څخه څه باندې ۱۱ میليارډه ډالرو ته لوړ شوي.
الکوزی زياتوي، چې تېر کال یې د یو میليارد ۱و ۷۸۰ میليونه ډالرو صادرات درلودل، چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله يې خاص توپير نه درلود.
نوموړی وايي، تېر کال يې هند ته صادرات تر سره کړي او اوس روسيې ته هم د وچې مېوې د لېږلو پلان لري.
هغه وايي: « د پاکستان یوه دروازه، چې د سوداګرۍ پرمخ بنده شي او مشکل پيدا کړي، بدیله لار مو اسیاي میانه ته پيدا کړې.»
خان جان الکوزي سوداګرو ته د ځمکو د ورکولو د فرمان پر عملي کولو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې د سوداګرو د برېښنا او ځمکو د ورکړې ستونزې حل کړي.
پاکستان ډېر مهال د افغانستان د تازه مېوو او سبزيجاتو د حاصلاتو پر مهال دروازه بندوي او له دې امله د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د سوداګرو تازه مېوې او سبزیجات خرابيږي، چې له زيات مالي زيان سره مخ کيږي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان دې د "غیرقانوني بهرنیو کډوالو د ستنېدو" مبهم پلان چې په ځانګړې ډول افغان کډوال پکې په نښه کوي ودروي. یاد سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلام اباد جبري اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د چار شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د بهرنیو کډوالو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو د پاکستان پلان یوازې د افغان کډوالو ستونزې ډیروي.
دغه سازمان دا خبره په داسې حال کې کړې ده، چې د پاکستان حکومت د «غیر قانوني بهرنیانو د ستنولو پلان» له مخې افغان وګړو ته له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېیټې پورې د وتلو ضرب الاجل ورکړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو پالیسۍ کره جزئیات نه دي شریک کړي، خو د دغه پلان له مخې افغان وګړي په ناحقه د مجرمینو او ترهګرو په نوم بدنامیږي.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا د څانګې مرستیاله ایزابېل لاسي وايي:«دا د دې ښکارندویي کوي، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو حقونو ته هېڅ درناوی نه لري. دا جبري اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو، په ځانګړي ډول د نه ستنولو له اصل سره په ټکر کې دي. دا پټه اجرائیه پرېکړه د پاکستان د خپلو ژمنو او د بشري حقونو د سازمانونو پرله پسې غوښتنو سره مخالف عمل دی.»
نوموړی همدارزا زیاتوي:« دا ناسمه ده چې افغان کډوال د اسلام اباد او راولپندۍ د ښارونو لپاره یو ګواښ وګڼل شي. د پاکستان حکومت یوازې د یوې مظلومې ټولنې قرباني کول غواړي، کومه چې له اوږدې مودې راهیسې له زور زیاتي په تېښته کې ده».
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د حکومت د یادې پرېکړې له مخې، ښايي یوشمېر افغانان له پاکستان څخه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي او ځینې نور به د پاکستان په نورو ښارونو کې ځای پر ځای شي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدو په تمه افغان کډوال هم له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کیږي. دغه سازمان اندېښنه ښيي چې د پاکستان حکومت په دې اقدام سره به د افغانانو د د ویزي او سفر اسناد ترلاسه کول له ستونزو سره مخ شي او د بې نظمه همغږۍ له امله به د دوی د شړلو خطر نور هم زیات شي.
د بشري حقونو وکیل عمر ګیلاني چې د کډوالو د جبري اېستلو پرېکړه یې د اسلام اباد په ستره محکمه کې چلینج کړې، وايي:« د مارچ ۳۱مې رسمي اعلان د کوم ځانګړي قانون له مخې نه دی شوی بلکې یوازې یو اجراييوي حکم دی. دا نه یوازې د اساسي حقونو خلاف دی، بلکې له قانون نه هم ښکاره سرغړونه ده.»
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان کډوالو پر وړاندې د سختې پالیسۍ لپاره واضح دلیل نه دی وړاندې کړی، خو د دوی د ایستلو غوښتنې تل له منفي تبلیغاتو سره مل وي.
یاد سازمان وايي، پاکستاني رسنیو افغان کډوال د «خاینانو» ترهګرو، نشه يي توکو خرڅوونکو او مجرمینو په توګه انځور کړي دي.

نن د چارشنبې په ورځ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه له افغانانو ډکه یوه بله الوتکه الوځي، چې ټاکل شوې سبا پنجشنبه د جرمني په هانوور هوايي ډګر کې کوزه شي. دا به د روانې میاشتې دویمه چارټر الوتنه وي چې افغانان جرمني ته راولي.
جرمني ته د افغانانو لېږدوونکې وروستۍ چارټر الوتنه د مارچ پر ۵مه د برلین براندنبورګ هوايي ډګر ته وه.
زرګونه افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي. ځینې یې له څو میاشتو راهیسې د سفر اجازې ته انتظار باسي.
د دې الوتکې مساپر به هغه افغانان وي چې د جرمني حکومت د منلو ژمنه ورکړې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دې الوتکې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې. د حکومت د معلوماتو له مخې، اوس هم شاوخوا ۲۸۰۰ افغانان چې د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې، په پاکستان کې دي. هغوی باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره د امنیتي ارزونو پړاوونه طی کړي.
د ار اېن ډي د رپوټ له مخې، په دې موده کې دغه کسان د جرمني د نړیوالې همکارۍ سازمان (جي ای زیډ) تر ملاتړ لاندې دي. ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له پیله تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې، خوراک، طبي خدماتو او رواني ملاتړ لګښتونه ۸۲.۷ میلیونه یورو ته رسېدلي دي.
د جرمني حکومت ددې پروسې د څرنګتیا او راوستونکو کسانو د انتخاب او هویت په تړاو تر نیوکو لاندې دی.
دجرمني د ټاکنو بریالیوګوندونو د مارچ په پیل کې له بهرنیو چارو وزارت وغوښتل چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې نور افغانان جرمني ته ونه لېږدوي. د سي ډي یو سیاستوالې اندریا لینهولتڅ وویل، « پریکړې باید د نوي حکومت صلاحیت وي».
هغې زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د جرمني د منلو پروګرام «ډېر مشکوک» دی، په یوه غیرشفافه پروسه کې داسې کسان انتخاب شوي چې د هویت ستونزې یې ثابتې شوې دي».
د جرمني د کورنیو چارو وزارت دښي اړخي اې ایف ډي ګوند پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې بله الوتنه هم پلان شوې ده.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی چې یا دې درېیم هېواد ته ولاړ شي یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د بشري حقونو نقض او پر ښځو بندیزونه زیات شوي دي.
تېره اونۍ په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک واستاوه چې د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.
په دغه لیک کې له لومړي وزیر نه غوښتل شوي و، چې د کډوالو لپاره د ویزې نویتابه لړۍ اسانه کړي.
په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتېدنې په تمه اسلام اباد میشتو افغان کډوالو په لیک کې غوښتي چې د امریکا ته د تګ په انتظار افغانان ونه شړي.
پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د وتلو لپاره (د مارچ ۳۱مه نېټه ) ټاکلې چې یوازې څو ورځې ورته پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کارتونو څښتانو ته د جون تر ۳۰مې نېټې وخت ورکړل شوی.
د جرمني د ۵۰ ټولنو ایتلاف غوښتنه
تازه یوه ایتلاف چې نږدې ۵۰ ټولنې او سازمانونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت او بونډستاګ (پارلمان) نه غوښتي چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام وغځوي.
دوی دا یو « بېساری بشري پروګرام» بللی، چې له لارې یې په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ کسان په خوندي ډول جرمني ته لېږدول کېږي.
دغو سازمانونو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانانو د انتقال پروګرام احتمالي پای «بوږنوونکی» دی.
د یادې غوښتنې په لاسلیک کوونکو کې د بښنې نړیوال سازمان، پرو ازول، پاریتیتشر ګزامت فربند او ګڼ نور د کډوالو ملاتړي سازمانونه شامل دي.
دوی د خپل لیک په متن کې د مسیحي-ډیموکرات اتحاد او سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) پر هغو پلانونو نیوکه کړې چې د فدرالي منلو رضاکارانه پروګرامونه به تر ممکنه حده پای ته رسوي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.په دې کې د افغانستان د پروګرام ختمول هم شاملیږي.
یادو سازمانونو ټینګار کړی چې دا پروګرامونه باید وغځول او پراخ شي. دوی غوښتنه کړې چې باید تر ګواښ لاندې خلکو لکه همجنسپالو، دوه جنسیته، ښځو، ماشومانو، خبریالانو او فعالانو لپاره د وتلو خوندي لارې برابرې شي.
د پرو ازول یوې غړې ویبکه یودیت غوښتنه کړې چې د نوي ایتلافي حکومت په تړون کې باید د دغه پروګرام دوام تضمین شي.