پر موټرو د ټرمپ د ۲۵ سلنه تعرفو اعلان نړیوال غبرګونونه راوپارول

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر واردېدونکو موټرود ۲۵ سلنه تعرفو اعلان کړی، چې د اپرېل میاشتې له درېیمې به نافذې شي. دا پرېکړه د متحده ایالاتو د سوداګرۍ تشې کمولو لپاره شوې.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر واردېدونکو موټرود ۲۵ سلنه تعرفو اعلان کړی، چې د اپرېل میاشتې له درېیمې به نافذې شي. دا پرېکړه د متحده ایالاتو د سوداګرۍ تشې کمولو لپاره شوې.
ددغو تعرفو مستقیم اغیز به پر میکسیکو، جاپان، سویلي کوریا، کاناډا او جرمني وي، ځکه دغه هېوادونه امریکا ته د موټرو لوی صادروونکي دي.
اروپايي اتحادیې دا اقدام د کاروبارونو لپاره بد او د مصرفوونکو لپاره لا بدتر وباله.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني دا یو مستقیم برید بولي او د ځوابي اقداماتو ګواښ یې کړی.
د جرمني د اقتصاد وزیر وویل چې اروپا باید سخت ځواب ورکړي او زیاته یې کړه « موږ به پر دغه اقدام غلي پاتې نه شو».
رویټرز وايي، چې د جرمني د موټرو شرکتونو ونډې (سهام) د پنجشنبې په ورځ لوېدلې دي. د جاپان او سویلي کوریا موټر جوړوونکي هم له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا اقدام د نړیوالې سوداګرۍ اصول ماتوي او د ستونزو د حل لپاره مناسب نه دی.
ټرمپ ویلي، چې که اروپايي اتحادیه او کاناډا ګډ ځواب ورکړي، نو دوی به له لا سترو تعرفو سره مخ کړي. هغه تعرفې د امریکا د صنعتي برخې د بیا ژوندۍ کولو لپاره اړینې وبللې.
د برازیل ولسمشر وویل چې دا به د امریکا اقتصاد ته زیان ورسوي او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان ته به شکایت وکړي.
د متحده ایالاتو د کارګرانو اتحادیې د ټرمپ دا پرېکړه وستایله، ځکه دوی تل د ازادې سوداګرۍ ضد وو.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ټرمپ دا اقدام نه یوازې د نړیوالې سوداګرۍ شخړه پراخوي، بلکې د نړۍ ستر اقتصادي ځواکونه یې د ځوابي اقداماتو لپاره چمتو کړي دي.


متحده ایالاتو خپلې بي دوه ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې دیهګو ګارسیا هوایي اډې ته استولې دي. دا اقدام د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د ستراتیژیکو بریدونو د تشخیص او مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.
د امریکا د ستراتیژیکې قوماندانۍ یوه ویاند له ایران انټرنشنل سره په مرکه کې تایید کړه چې« د امریکا ستراتیژیکه قومانداني له خپلو اړوندو برخو سره په منظمه توګه د نړیوالو عملیاتو مشري کوي.
هغه زیاته کړه، « زموږ هدف دا دی چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد ستراتیژیک بریدونه تشخیص کړو، مخه یې ونیسو او که اړتیا وه، له منځه یې یوسو».
د نوموړي په وینا، بي دوه بم غورځوونکې دیهګو ګارسیا ته رسېدلې دي، خو د عملیاتي امنیت د ساتنې له امله د عملیاتو یا تمریناتو په اړه نور جزییات نه شي ورکولای.
د وري میاشتې پر پنځمه ګڼو رسنیو رپوټونه ورکړل چې متحده ایالاتو پنځه بي دوه بم غورځوونکې، د سون توکو الوتکې او سي ۱۷بار وړونکې الوتکې یادې هوایي اډې ته لېږدولي دي.
څارونکي باور لري چې دا اقدام د دونالد ټرمپ د ادارې د پالیسیو یوه برخه ده، چې غواړي د ایران حکومت پوځي وړتیاوې وننګوي او د ایران د ملاتړو ډلو (لکه حوثیانو) فعالیتونه محدود کړي.
نیوزویک دا اقدامات د ایران لپاره یو جدي خبرداری بللی او ویلي یې دي چې امریکا د پراخو هوایي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
سکای نیوز رپوټ ورکړی چې امریکا خپل نظامي حضور په بېساري ډول زیات کړی او دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ (کارل وینسن) ختیز ته استول شوې.
ایران هم خپلې نظامي وړتیاوې چټکې کړې او تازه سپاه پاسداران قوماندان امیرعلي حاجيزاده له یوې نوې توغندیزې زیرمې څخه د لیدنې پرمهال وویل، « زموږ د ودې سرعت په دښمن جبهه کې د کمزوریو له ترمیم نه ډېر لوړ دی او دښمن به د ځواک په دغه انډول کې یقینا شاته وي».

له تېرې شپې راهیسې پر فلسطین د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي، چې په کې د حماس وسله والې ډلې ویاند عبدالللطیف القانوع هم شامل دی.
د حماس اړوند رسنیو راپور له مخې، د پنجشنبې ورځې په سهار د شمالي غزې جبالیا سیمه کې د دې ډلې ویاند عبدالللطیف القانوع د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د الاقصی ټلویزیون چې حماس پورې تړاو لري، ویلي چې د القانوع د استوګنې خېمه د اسراییل تر هوایي برید لاندې راغلې وه.
په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي، خو هویت یې نه دی معلوم.
سربېره پر دې په غزې او خان یونس ښارونو کې د جلا جلا بریدونو پر مهال لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې اسراییلي ځواکونو د حماس د سیاسي دفتر غړي اسماعیل برهوم او یو بل مشر صلاح البردویل هم د هوایي بریدونو پر مهال وژلي دي.
برهوم او بردویل د حماس د شل کسیز سیاسي دفتر غړي وو، چې تر دې دمه د ۲۰۲۳ کال د جګړې له پیل راهیسې یې ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.
تېره اوونۍ اسراییل د دوو میاشتو اوربند پای ته ورساوه او یو ځل بیا یې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، څو د پاتې یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره پر حماس فشار زیات کړي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مارچ د ۱۸مې راهیسې چې اسراییل خپل پراخ پوځي عملیات بیا پیل کړي، لږ تر لږه ۸۳۰ کسان وژل شوي چې تر نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل او حماس یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. دا اوربند چې د جنورۍ له میاشتې راپدیخوا نافذ و، د غزې ۲.۳ میلیونه اوسېدونکو ته یې د جګړې له وحشته د لنډ ارام فرصت برابر کړی و، خو لویه برخه سیمې یې ویجاړې پرتې دي.
حماس چې لا هم ورسره د ۷ اکټوبر برید کې د ۵۹ یرغمل شوي اسرایلیان ورسره زنداني دي، اسراییل تورن کړی، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځکړو هڅې زیانمنوي.
بلخوا د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د دې بریدونو امر یې وروسته له هغې ورکړ چې حماس د اوربند د تمدید لپاره د دوی وړاندیزونه رد کړل.
نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که چېرې حماس پاتې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، دوی به د غزې ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د روسیې د یوې دولتي ټلويزیوني شبکې چېنل ون یوه پوځي خبریاله «انا پروکوفیوا» د اوکراین پولې ته نږدې د ماین په چاودنه کې وژل شوې ده. دغې شبکې د چهارشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې دا پېښه ومنله.
د چېنل ون د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د روسیې په بیلګورود سیمه کې چې د اوکراین د پولې تر څنګ پرته ده رامنځته شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «انا پروکوفیوا چې د چنل ون جګړه ییزه خبریاله وه، د خپلې مسلکي دندې پر مهال وژل شوې ده. د چېنل ون د فلمبردارۍ ټیم د دوښمن پر ماین ور برابر شوی و.»
د دې چاودنې له امله د یادې شبکې یو ته انځور اخیستونکی دیمیتري ولکوف هم ټپي شوی دی.
پنځه دېرش کلنې انا پروکوفیوا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اوکراین روانې جګړې راپورونه چمتو کول.
هغې د تېرې سې شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې خپل وروستی پوسټ کړی و چې په کې یې ورسره خپل انځور هم ضمیمه کړی و.
په دغه انځور کې هغې پوځي جامې اغوستي، پر سر یې کامره تړلې او د یوه ځنګل دننه ولاړه ده.
د اوکراین په جګړه کې د روسیې تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو خبریالان هم وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ هم د «ایزوستیا ورځپاڼې» یو خبریال د اوکراین د خارکیف په سیمه کې ووژل شو.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د راپور پر بنسټ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان وژل شوي دي.

د هندي سینما مشهور لوبغاړي جان ابراهام د هندوستان د یوه نامتو ډېپلوماټ جیتندر پال سېنګ پر ژوند د ډېپلوماټ په نوم ځانګړی فلم جوړ کړی. دغه ډېپلوماټ چې اوس په اسراییل کې د هند استازی دی د پاکستان له ای اېس ای نیولې د طالبانو په ګډون له ګڼو ډلو سره د تعامل مهم غړی پاتې شوی.
د (اې ډي پي) په نوم هندي رسنۍ لیکلي دغه فلم د یوې مېرمې اوزما احمد له اصلي کیسې پیل کېږي چې په پاکستان کې یرغمل شوې وه.
د فلم لومړنۍ شېبې خپل نندارچیان د پښتونخوا بونیر سیمې ته بیایي چې د داستان مهمې پېښې په کې واقع شوي.
جان ابراهام د جی پي سینګ رول په مهارت سره لوبولی. نوموړی مخکې هم په «کافه مدرس» فلم کې د هند د استخباراتو د یو افسر رول لوبولی و.
په «ډېپلوماټ» فلم کې سېنګ داسې یو شخصیت ښودل شوی، چې ظاهراً ارام دی، خو د نرمې خندا تر شاه یې نا ویل شوي کیسې پټې دي.
جیپي سینګ؛ له افغانستانه تر پاکستانه
جيپي سینګ هغه هندي ډېپلوماټ دی چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د هند د بهرنیو خدماتو (IFS) برخه ده.
نوموړي د خپلې دندې پر مهال د افغانستان، پاکستان او ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې کار کړی.
هغه له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د هند په کابل سفارت کې کار کاوه او دا هغه وخت و، چې په افغانستان کې جګړې خورا زور اخیستی و.
په همدې کلونو کې د کابل دننه د هند سفارت دوه ځله د ترهګرو له بریدونو سره مخ شو.
له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې نوموړي د پاکستان په اسلاماباد کې د هند د عالي کمېشنر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.
د ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۵ پورې، هغه د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان-افغانستان-ایران (PAI) څانګې مشرې وکړه، چې دا یې په دغه برخه کې د دندې تر ټولو اوږده موده وه.
په پاکستان کې ډېپلوماټیکه ننګونه
د فلم یوه مهمه برخه د ۲۰۱۷ کال هغه واقعي پېښه ده، چې په کې د اوزما احمد په نوم د هند یوې مېرمنې د یوه پاکستاني وګړي طاهر علي لهخوا غولول شوې ده.
اوزما له طاهر سره مالیزیا کې اشنا شوې وه، خو چې پاکستان ته پسې لاړه، نو پوه شوه چې هغه مېرمن او ماشومان هم لري.
اوزما په زوره واده ته مجبوره کړای شوه او تر دې وروسته په یوه کور کې قید وساتل شوه، هلته له وهلو ټکولو او ځورونو سره مخ وه.
د اوزما په نوم د فلم دغه لوبغاړې بیا په اسلام اباد کې د هندوستان عالي کمېشنرۍ ته ځان ورساوه. خو د هغې د خلاصون له جدي اسانه نه وو او د جدي ننګونو تر څنګ یې پېچلي ډېپلوماټیک ناورین رامنځته کړ.
جیپي سېنګ د پاکستاني چارواکو له فشارونو سره سره اوزما ته پناه ورکړه او قانوني مبارزه یې پیل کړه.
د فلم په کیسه کې تر اوږدې حقوقي دعوو وروسته اوزما وتوانېده چې بېرته هندوستان ته ستنه شي.
هغې چې بېرته هند ته له ستنېدو وروسته په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل: «که زه نن دلته یم، دا یوازې د جی پي سېنګ برکت دی.هغه راته وویل، په دوو یا دریو ورځو کې به ټول رسمي کارونه درته خلاصوم او همداسې وشول. هغه زما ژوند وژغوره»
د طالبانو سره د سېنګ تعامل
د پخواني جمهوري نظام په ړنګیدو سره طالبان په ۲۰۲۱ کې بیا ځل پر کابل واکمن شول. هند اړ شو چې خپل سفارت وتړي او د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو کونسلګریو ډېپلوماټان وباسي.
دې کار د هند او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې یو خلا رامنځته کړه. خو د هند حکومت پرېکړه وکړه چې جي پي سېنګ د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره استازی کړي.
سینګ، د محرمانه سفرونو پر مهال د طالبانو د موقتي حکومت له چارواکو سره وکتل، تر څو د ډېپلوماتیکو اړیکو د بیا رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.
په ۲۰۲۲ کال کې هند خپل سفارت د یو تخنیکي ټیم په شتون سره بېرته پرانیست، خو لا تر اوسه هم په کې لوړ پوړي ډېپلوماټان حضور نه لري.
د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې جي پي سېنګ د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.
دغه لیدنه ځکه مهمه بلل کېږي، چې یعقوب، د طالبانو د بنسټاېښودونکي ملا عمر زوی، د لومړي ځل لپاره له یو هندي چارواکي سره لیدل.
د فلم ځینې مکالمې
ډېپلوماټ فلم ځینې ژورې صحنې لري، چې د جي پي سېنګ پر شخصیت رڼا اچوي. په یوه صحنه کې د اوزما احمد رول لوبوونکې اداکاره سېنګ ته وايي: «ځینې وختونه داسې ښکاري، چې ته اصلي حقیقت نهوایې بلکې پټوې یې.»
سېنګ (جان ابراهام) ورته په ځواب کې وايي: «دا زما ګناه نه ده، زه په شخصیتي توګه دیپلمات نه یم، بلکې دا زما مسلک دی.»
د فلم وروستۍ برخه
“دیپلمات” فلم د جیپي سینګ ژوند بیانوي، هغه سړی چې د هند د پټو دیپلوماتیکو ماموریتونو تر شا و.
د ډېپلوماټ فلم ټوله کیسه د یاد هندي ډېپلوماټ پر ژوند او ماموریتونو څرخي او د هغه د ژوند لوړې ژور په کې ښودل شوي دي.
فلم نه یوازې د اوزما احمد قضیه، بلکې د سېنګ او طالبانو ترمنځ تعاملات هم رانغاړي، او دا ښيي چې څنګه ډیپلماسۍ د حساسو حالاتو په مهارولو کې مهم رول لوبولی شي.
د (ADP India) د راپور له مخې، دا فلم یوازې یوه سیاسي ډرامه نه ده، بلکې د هند د پیچلي ډېپلوماټیکو اړیکو یو انعکاس دی، چې د سویلي اسیا او منځني ختیځ په ناارامو شرایطو کې خپلې هلې ځلې فعالې ساتي.

الجزیره خبري شبکه په یوه نوي څېړنیز راپور کې وايي، په غزه کې د هرو ۴۵دقیقو پرمهال یو ماشوم د اسراییلي پوځیانو لهخوا وژل کېږي چې دا د تېرو ۵۳۵ ورځو په جریان کې هره ورځ په اوسط ډول د ۳۰ ماشومان وژنه ده.
د نوموړې شبکې په راپور کې راغلي، اسراییل پر غزې د ۲۰۲۳د اکټوبر له ۷مې راهیسې لږترلږه ۱۷ زره او ۴۰۰ ماشومان وژلي چې له دې جملې ۱۵ زره او ۶۰۰یې پېژندل شوي او د نورو یې تر اوسه لا هېڅ درک نه شته.
د دغې شبکې د راپور پر بنسټ، دا وحشتناک وضعیت څرګندوي چې په دې موده کې د غزې د ماشومانو ژوند په بشپړه توګه لهمنځه وړل شوی او په وینا یې، د ژوند له هر راز خوښیو څخه محروم شوي دي.
الجزیره په خپل راپور کې وايي، ډېر شمېر دغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د کورونو او ښوونځیو تر کنډوالو لاندې بېنومه خښ شوي او ان د هغوی لپاره هېڅ نوم یا د ژوند نښه نه ده پاتې شوې.
همداراز، یو شمېرماشومان د ماشومتوب له ساده خوښیو څخه بېبرخې شوي، ځکه چې په ډېر کم عمر کې د جګړې له کړاوونو او وېرې سره مخ شوي وو.
په راپور کې ویل شوي، دا داستان په غزه کې د رامنځته شوې غمیزې یوه کوچنۍ برخه ده، هغه سیمه چې ماشومان یې د لوبو او خوښیو پرځای یوازې د بېرحمه تاوتریخوالي شاهدان او قربانیان دي.
د یادونې ده، چې پرون د ماشومانو د خونديتوب نړۍوال بنسټ په یوه راپور کې ویلي و چې پر غزې د اسراييل د بیاځلې بریدونو په ترڅ کې یوازې تېره اوونۍ له ۲۷۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي دي.
په غزه کې د دغه بنسټ یوې مسوولې ریچل کومېنګز وویل: «ماشومان وژل کېږي، نړۍ خاموشه ده.نه مرسته شته، نه امنیت او نه راتلونکی.»