اسراییل په یوه هوایي برید کې د حماس ویاند «عبداللطیف القانوع» وژلی

له تېرې شپې راهیسې پر فلسطین د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي، چې په کې د حماس وسله والې ډلې ویاند عبدالللطیف القانوع هم شامل دی.

له تېرې شپې راهیسې پر فلسطین د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي، چې په کې د حماس وسله والې ډلې ویاند عبدالللطیف القانوع هم شامل دی.
د حماس اړوند رسنیو راپور له مخې، د پنجشنبې ورځې په سهار د شمالي غزې جبالیا سیمه کې د دې ډلې ویاند عبدالللطیف القانوع د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د الاقصی ټلویزیون چې حماس پورې تړاو لري، ویلي چې د القانوع د استوګنې خېمه د اسراییل تر هوایي برید لاندې راغلې وه.
په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي، خو هویت یې نه دی معلوم.
سربېره پر دې په غزې او خان یونس ښارونو کې د جلا جلا بریدونو پر مهال لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې اسراییلي ځواکونو د حماس د سیاسي دفتر غړي اسماعیل برهوم او یو بل مشر صلاح البردویل هم د هوایي بریدونو پر مهال وژلي دي.
برهوم او بردویل د حماس د شل کسیز سیاسي دفتر غړي وو، چې تر دې دمه د ۲۰۲۳ کال د جګړې له پیل راهیسې یې ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.
تېره اوونۍ اسراییل د دوو میاشتو اوربند پای ته ورساوه او یو ځل بیا یې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، څو د پاتې یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره پر حماس فشار زیات کړي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مارچ د ۱۸مې راهیسې چې اسراییل خپل پراخ پوځي عملیات بیا پیل کړي، لږ تر لږه ۸۳۰ کسان وژل شوي چې تر نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل او حماس یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. دا اوربند چې د جنورۍ له میاشتې راپدیخوا نافذ و، د غزې ۲.۳ میلیونه اوسېدونکو ته یې د جګړې له وحشته د لنډ ارام فرصت برابر کړی و، خو لویه برخه سیمې یې ویجاړې پرتې دي.
حماس چې لا هم ورسره د ۷ اکټوبر برید کې د ۵۹ یرغمل شوي اسرایلیان ورسره زنداني دي، اسراییل تورن کړی، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځکړو هڅې زیانمنوي.
بلخوا د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د دې بریدونو امر یې وروسته له هغې ورکړ چې حماس د اوربند د تمدید لپاره د دوی وړاندیزونه رد کړل.
نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که چېرې حماس پاتې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، دوی به د غزې ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د امریکا تر ۱۸ پورې استخباراتي ادارو د تحریک طالبان پاکستان ډله د واشنګټن لپاره «احتمالي راتلونکی ګواښ» بللی دی.
د دغو ادارو لهخوا چمتو او د سې شنبې په ورځ خپاره شوي ۳۰ مخیز راپور کې ویل شوي، که څه هم د تحریک طالبان پاکستان عملیات د پاکستان حکومت پر وړاندې بریدونو پورې محدود دي؛ خو د دغې ډلې وړتیاوې، له القاعدې ډلې سره یې تاریخي اړیکې او د متحده ایالاتو پر وړاندې د هدفي عملیاتو لپاره یې پخوانی ملاتړ د اندېښنې وړ دی.
اېکسپرېس ټربیون لیکلي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د متحده ایالاتو په ګډون نړۍوالې ټولنې ته د ټيټيپي لهخوا د نړۍوال ګواښ په اړه خبرداری ورکړی؛ خو سیمهییزو او نړۍوالو لوبغاړو په لویه کچه دغه ډله پاکستان پورې محدود ګواښ ګڼلې ده.
له بل پلوه اېکسپرېس ټربیون د خپلو رسمي سرچینو په حواله لیکلي، چې دا یو ښه پرمختګ دی چې بالاخره متحده ایالاتو د ټيټيپي لهخوا رامنځته شوی ګواښ درک کړی.
سرچینو دا هم ویلي، چې د امریکا لهخوا د ګواښ په توګه د ټيټيپي پېژندل کولی شي د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان مبارزه پیاوړې کړي.
د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ښایي دا د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاري بیا را ژوندۍ کړي په داسې حال کې چې په افغانستان فشار هم زیاتوي.
پاکستان په دوامداره توګه ویلي، چې ټيټيپي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
دغه ارزونه د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې لهخوا هم منل شوې، چې ټيټيپي یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې ترټولو لویه ترهګره ډله وبلله.
ورته مهال د امریکا د استخباراتي ادارو راپور داعش هم یو لوی نړۍوال ګواښ وباله.
په راپور کې راغلي، چې د داعش د عملیاتو پلانوونکي د بهرنیو بریدونو د ترسره کولو، ورته د اسانتیا برابرولو او هڅولو لپاره په انلاین بڼه د فعالیتونو په ترسره کولو سره د تبلیغاتو خپرولو په حال کې دي.
راپور زیاتوي: «په سوېلي اسیا کې د داعش خراسان څانګه د دغې ډلې تر ټولو لویه څانګه ده، چې بهرني ترهګریز بریدونه ترسره کوي او په سوېلي او مرکزي اسیا او په نړۍواله کچه د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
په راپور کې راغلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په روسیه او ایران کې د داعش خراسان ډلهییزه مرګ ژوبله او همدارنګه په اروپا او متحده ایالاتو کې د داعش خراسان ملاتړو نیول، د سوېلي اسیا هاخوا د دغې ډلې پراخېدونکې وړتیا او د خلکو هڅولو وړتیا په ګوته کوي چې بهرني بریدونه ترسره کړي.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، پاکستان په دې وروستیو کې محمد شریف الله چې د اګست ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د برید یو له اصلي طراحانو څخه و، ونیو.
له هغه وروسته دغه کس امریکا ته وسپارل شو، چې په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د پاکستان ستاینه هم وشوه.

د روسیې د یوې دولتي ټلويزیوني شبکې چېنل ون یوه پوځي خبریاله «انا پروکوفیوا» د اوکراین پولې ته نږدې د ماین په چاودنه کې وژل شوې ده. دغې شبکې د چهارشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې دا پېښه ومنله.
د چېنل ون د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د روسیې په بیلګورود سیمه کې چې د اوکراین د پولې تر څنګ پرته ده رامنځته شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «انا پروکوفیوا چې د چنل ون جګړه ییزه خبریاله وه، د خپلې مسلکي دندې پر مهال وژل شوې ده. د چېنل ون د فلمبردارۍ ټیم د دوښمن پر ماین ور برابر شوی و.»
د دې چاودنې له امله د یادې شبکې یو ته انځور اخیستونکی دیمیتري ولکوف هم ټپي شوی دی.
پنځه دېرش کلنې انا پروکوفیوا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اوکراین روانې جګړې راپورونه چمتو کول.
هغې د تېرې سې شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې خپل وروستی پوسټ کړی و چې په کې یې ورسره خپل انځور هم ضمیمه کړی و.
په دغه انځور کې هغې پوځي جامې اغوستي، پر سر یې کامره تړلې او د یوه ځنګل دننه ولاړه ده.
د اوکراین په جګړه کې د روسیې تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو خبریالان هم وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ هم د «ایزوستیا ورځپاڼې» یو خبریال د اوکراین د خارکیف په سیمه کې ووژل شو.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د راپور پر بنسټ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې ویلي، چې پاکستان باید سمدلاسه د بلوڅانو د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي او د سولهییزو لاریونوالو پر وړاندې دې ځپنه ودروي.
کارپوهانو ویلي:« موږ په تېرو څو میاشتو کې د بلوڅ فعالینو د ادعا شویو نیولو او جبري ورکېدو په اړه د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو راپورونو څارو او په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي پېښو زموږ اندېښنې د پام وړ زیاتې کړې دي.»
کارپوهانو د بلوڅو یووالي غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د پولیسو لهخوا د زیاتېدونکو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د ملګرو ملتونو لهخوا په دې اړه په خپور شوي راپور کې راغلي:« دغه اقدامات د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۱۱مه) د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لهخوا په یوه مسافر وړونکي اورګاډي له ترهګریز برید وروسته زیات شول.»
د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۲۱مه) د کوټې پولیسو د بلوچستان پوهنتون مخې ته د بلوڅو یووالي غورځنګ په یوه سولهییز لاریون برید وکړ، چې د نیول شویو او جبري ورک شویو فعالینو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
د راپورونو له مخې، په دغو تاوتریخوالو کې درې کسان په ډزو ووژل شول، ځیني کسان ټپیان شول او لسګونه نور د پولیسو لهخوا ونیول شول.
کارپوهانو وویل:« یو ځل بیا موږ د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې د لومړي غبرګون په توګه د پوځي ځواک کارول ګورو. موږ (د مارچ ۱۱مې) ترهګریز برید غندو او د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو؛ خو خپلسرې نیونې، جبري ورکېدل او د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدام دغه زیان نشي کمولی.»
په راپور کې راغلي، چې (د مارچ په ۲۲مه) سهار مهال پولیسو د بلوڅو یووالي غورځنک لاریون په نښه کړ او د دغه غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون یې یوشمېر غړي له ځانه سره نامعلوم ځای ته یوړل.
د راپور له مخې، (د مارچ په ۲۴مه) پولیسو د دغه غورځنګ یوه بله غړې سامي دین بلوڅ د کراچۍ پریس کلب مخې ته ونیوله.
د ملکرو ملتونو کارپوهانو ویلي:« موږ د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ، سامي دین بلوڅ او د بشري حقونو د نورو مدافعینو د هوساینې په اړه خورا اندېښمن یو، چې د سولهییز اعتراض له امله نیول شوې دي.»
دغه کارپوهانو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې سمدلاسه دې دوی خوشې کړي او د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې د ترهګرۍ ضد یا عامه خوندیتوب اقداماتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې څخه ډډه وکړي.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي. دغه پېښه د ګوادر په کلمت سیمه کې هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسلهوالو له ګوادر څخه کراچۍ ته پر تلونکو مسافرو ډزې وکړې.
پولیس وايي، چې په ډزو کې پنځه کسان ځای پر ځای ووژل شول او یو کس ټپي شو؛ خو ټپي شوی کس هم د درملنې پر مهال مړ شو، چې له امله یې د وژل شویو کسانو شمېر ۶ ته ورسېد.
د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان له ګوادر څخه کراچۍ ته روان وو، چې یو یې د ملتان اوسېدونکی دی او د نورو د هویت په تړاو څېړنې روانې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزیر محسن نقوي په کلمت کې پر مسافرو د ډزو پېښه وغندله او ویې ویل:« وسلهوالو په یو بزدلانه اقدام کې بې ګناه خلک په نښه کړل.»
ښاغلي نقوي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د بې ګناه خلکو ناحقه وژنه د انسانیت پر وړاندې جرم دی او د مسافرو په نښه کول «وحشت او ظلم» دی.
محسن نقوي وویل، چې دغه ډول کړنې د وسلهوالو پر وړاندې د ولس هوډ نشي کمزوری کولی.
څو ورځو وړاندې د بلوچستان په منګچر سیمه کې هم د ډزو یوه ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې پکې د پنجاب ۴ کارګر وژل شوي وو.

د هندي سینما مشهور لوبغاړي جان ابراهام د هندوستان د یوه نامتو ډېپلوماټ جیتندر پال سېنګ پر ژوند د ډېپلوماټ په نوم ځانګړی فلم جوړ کړی. دغه ډېپلوماټ چې اوس په اسراییل کې د هند استازی دی د پاکستان له ای اېس ای نیولې د طالبانو په ګډون له ګڼو ډلو سره د تعامل مهم غړی پاتې شوی.
د (اې ډي پي) په نوم هندي رسنۍ لیکلي دغه فلم د یوې مېرمې اوزما احمد له اصلي کیسې پیل کېږي چې په پاکستان کې یرغمل شوې وه.
د فلم لومړنۍ شېبې خپل نندارچیان د پښتونخوا بونیر سیمې ته بیایي چې د داستان مهمې پېښې په کې واقع شوي.
جان ابراهام د جی پي سینګ رول په مهارت سره لوبولی. نوموړی مخکې هم په «کافه مدرس» فلم کې د هند د استخباراتو د یو افسر رول لوبولی و.
په «ډېپلوماټ» فلم کې سېنګ داسې یو شخصیت ښودل شوی، چې ظاهراً ارام دی، خو د نرمې خندا تر شاه یې نا ویل شوي کیسې پټې دي.
جیپي سینګ؛ له افغانستانه تر پاکستانه
جيپي سینګ هغه هندي ډېپلوماټ دی چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د هند د بهرنیو خدماتو (IFS) برخه ده.
نوموړي د خپلې دندې پر مهال د افغانستان، پاکستان او ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې کار کړی.
هغه له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د هند په کابل سفارت کې کار کاوه او دا هغه وخت و، چې په افغانستان کې جګړې خورا زور اخیستی و.
په همدې کلونو کې د کابل دننه د هند سفارت دوه ځله د ترهګرو له بریدونو سره مخ شو.
له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې نوموړي د پاکستان په اسلاماباد کې د هند د عالي کمېشنر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.
د ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۵ پورې، هغه د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان-افغانستان-ایران (PAI) څانګې مشرې وکړه، چې دا یې په دغه برخه کې د دندې تر ټولو اوږده موده وه.
په پاکستان کې ډېپلوماټیکه ننګونه
د فلم یوه مهمه برخه د ۲۰۱۷ کال هغه واقعي پېښه ده، چې په کې د اوزما احمد په نوم د هند یوې مېرمنې د یوه پاکستاني وګړي طاهر علي لهخوا غولول شوې ده.
اوزما له طاهر سره مالیزیا کې اشنا شوې وه، خو چې پاکستان ته پسې لاړه، نو پوه شوه چې هغه مېرمن او ماشومان هم لري.
اوزما په زوره واده ته مجبوره کړای شوه او تر دې وروسته په یوه کور کې قید وساتل شوه، هلته له وهلو ټکولو او ځورونو سره مخ وه.
د اوزما په نوم د فلم دغه لوبغاړې بیا په اسلام اباد کې د هندوستان عالي کمېشنرۍ ته ځان ورساوه. خو د هغې د خلاصون له جدي اسانه نه وو او د جدي ننګونو تر څنګ یې پېچلي ډېپلوماټیک ناورین رامنځته کړ.
جیپي سېنګ د پاکستاني چارواکو له فشارونو سره سره اوزما ته پناه ورکړه او قانوني مبارزه یې پیل کړه.
د فلم په کیسه کې تر اوږدې حقوقي دعوو وروسته اوزما وتوانېده چې بېرته هندوستان ته ستنه شي.
هغې چې بېرته هند ته له ستنېدو وروسته په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل: «که زه نن دلته یم، دا یوازې د جی پي سېنګ برکت دی.هغه راته وویل، په دوو یا دریو ورځو کې به ټول رسمي کارونه درته خلاصوم او همداسې وشول. هغه زما ژوند وژغوره»
د طالبانو سره د سېنګ تعامل
د پخواني جمهوري نظام په ړنګیدو سره طالبان په ۲۰۲۱ کې بیا ځل پر کابل واکمن شول. هند اړ شو چې خپل سفارت وتړي او د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو کونسلګریو ډېپلوماټان وباسي.
دې کار د هند او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې یو خلا رامنځته کړه. خو د هند حکومت پرېکړه وکړه چې جي پي سېنګ د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره استازی کړي.
سینګ، د محرمانه سفرونو پر مهال د طالبانو د موقتي حکومت له چارواکو سره وکتل، تر څو د ډېپلوماتیکو اړیکو د بیا رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.
په ۲۰۲۲ کال کې هند خپل سفارت د یو تخنیکي ټیم په شتون سره بېرته پرانیست، خو لا تر اوسه هم په کې لوړ پوړي ډېپلوماټان حضور نه لري.
د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې جي پي سېنګ د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.
دغه لیدنه ځکه مهمه بلل کېږي، چې یعقوب، د طالبانو د بنسټاېښودونکي ملا عمر زوی، د لومړي ځل لپاره له یو هندي چارواکي سره لیدل.
د فلم ځینې مکالمې
ډېپلوماټ فلم ځینې ژورې صحنې لري، چې د جي پي سېنګ پر شخصیت رڼا اچوي. په یوه صحنه کې د اوزما احمد رول لوبوونکې اداکاره سېنګ ته وايي: «ځینې وختونه داسې ښکاري، چې ته اصلي حقیقت نهوایې بلکې پټوې یې.»
سېنګ (جان ابراهام) ورته په ځواب کې وايي: «دا زما ګناه نه ده، زه په شخصیتي توګه دیپلمات نه یم، بلکې دا زما مسلک دی.»
د فلم وروستۍ برخه
“دیپلمات” فلم د جیپي سینګ ژوند بیانوي، هغه سړی چې د هند د پټو دیپلوماتیکو ماموریتونو تر شا و.
د ډېپلوماټ فلم ټوله کیسه د یاد هندي ډېپلوماټ پر ژوند او ماموریتونو څرخي او د هغه د ژوند لوړې ژور په کې ښودل شوي دي.
فلم نه یوازې د اوزما احمد قضیه، بلکې د سېنګ او طالبانو ترمنځ تعاملات هم رانغاړي، او دا ښيي چې څنګه ډیپلماسۍ د حساسو حالاتو په مهارولو کې مهم رول لوبولی شي.
د (ADP India) د راپور له مخې، دا فلم یوازې یوه سیاسي ډرامه نه ده، بلکې د هند د پیچلي ډېپلوماټیکو اړیکو یو انعکاس دی، چې د سویلي اسیا او منځني ختیځ په ناارامو شرایطو کې خپلې هلې ځلې فعالې ساتي.
