• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیا کې پر موټرسایکلو ګرځنده ګزمې فعالې کړې

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په پکتیا ولایت کې یې د جرمونو کمولو او امنیت ښه کولو په هدف پر موټرسایکلو د ګرځنده ګزمو قطعه جوړه کړې ده. په وروستیو میاشتو کې، طالبانو په بدخشان، بغلان، جوزجان او ننګرهار کې هم ګرځنده ګزمې فعالې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د وري اوومه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په ورځو کې د امنیت د ښه ډاډمنولو لپاره پر موټرسایکلو دغې ګرځنده قطعې په پکتیا کې فعالیت پیل کړی دی.

وزارت لیکلي چې دا ۴۰ کسیزه پوځي قطعه به د ښار په څنډو کې ګرځنده ګزمې ترسره کړي.

طالبانو مخکې د بدخشان، بغلان، جوزجان او ننګرهار ولایتونو د پولیسو په قومانده کې د ګرځنده موټرسایکلود ګزمو جوړولو اعلان کړی و.

طالب جنګیالي له تیرو دوو لسیزو راهیسې د پخواني حکومت پر وړاندې په خپله جګړه کې له موټرسایکلونو څخه کار اخیست.

پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، دغې ډلې په بیلابیلو برخو کې پر موټرسایکلو او ژیړوبوشکو سره چې دوی یې په چاودنو کې کاروي پوځي پریډونه ترسره کړل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په نورو ولایتونو کې به هم پر موټرسایکلو د پولیسوګرځنده ګزمې فعالې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه بدلیدلی شي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناالله وايي، چې له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ ۳۱/ وري ۱۱مه نیټه «اسماني صحیفه» نه ده او بدلیدلی شي. هغه وويل چې پاکستان به کابل ته د خپل ځانګړي استازي د سفر د پایلو له کتنې وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لوړپوړي سلاکار د چهارشنبې په شپه، د وري میاشتې شپږمه، له پاکستاني ټلویزیون اې ار وای نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «د مارچ ۳۱مه کومه اسماني صحیفه نه ده چې مخکې یا شاته به نه شي.»

هغه کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان سفر ته په اشارې سره وویل، «د پاکستان حکومت کولای شي له افغان (طالبانو) سره د صادق خان د خبرو اترو د معلوماتو پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه بدله کړي.»

هغه د کوم چارواکي نوم وانخیست او ویې ویل، چې په دې اړه بیانونه خپاره شوي دي، خو په هغه څه به تصمیم نیول کیږي چې د پاکستان په ګټه وي.

وروسته له هغه چې له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې، پاکستان پریکړه وکړه چې د مارچ له ۳۱مې وروسته سلګونه زره افغان کډوال، چې په کې بې اسناده کډوال او د اې سي سي کارت لرونکي شامل دي، له خپل هیواده وباسي.

پاکستان وویل چې دا پریکړه یې وروسته له هغه وکړه، چې افغان وګړو په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې برخه واخیسته.

ذبیح الله مجاهد: که د واخان لاره جوړه شي، هر کال به شپږ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړو

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اړوند له چین سره د نښلېدونکي سړک لومړۍ برخه بشپړه شوې او په دویمې یې کار روان دی. هغه باور لري، چې که د واخان سړک له چین سره ونښلول شي، له دې لارې به هر کال شپږ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د ذبیح الله مجاهد یو غږیز پېغام خپور کړی، چې په کې یې پر یو شمېر اقتصادي پروژو خبرې اترې کړي دي.

هغه ادعا کړې، چې د واخان دهلېز د لومړي فاز چارې بشپړې شوي‌ او دویم فاز یې هم پیل شوی دی.

هغه ویلي، چې واخان دهلیز کې چین سره نښلیدونکی سړک په اساسي بڼه جوړېږي؛ خو د طالبانو د کلیو او بیا رغونې وزارت بیا د پوره څوارلس ورځې وړاندې د (کب۲۴مه) خبر ورکړی و، چې په واخان دهلېز کې یې د یوه خامه سړک چارې بشپړې کړي او د دویم فاز خامه سړک قرارداد یې هم کړی دی.

ذبیح الله مجاهد په غږیزه وینا کې وړاندې وايي، چې د واخان دویم سړک په اساسي توګه رغول کېږي ؛خو د طالبانو کلیو او پراختیا وزارت یې څه موده مخکې خبر ورکړ چې یوازې په واخان کې د چین تر کرښې «۷۱ کیلومېټره» سړک د جغل اندازۍ قراداد یې لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت سرپرست محمد یونس اخوندازده دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د ټولګټو له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د واخان کوریډور سړک د ټرانزیټي کیدو لپاره دې لاس په کار شي‌ او په اساسي توګه د رغولو لپاره دې یې هڅې وکړي.

طالبانو تر دې مخکې هم څو څو ځله چین سره د دغه نښلیدونکې لارې په تړاو له یو بل سره په ټکر کې څرګندونې کړي دي.

له یاد دهلېز څخه طالبانو د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخیستی او باورونه دا دي، چې په لنډ مهال کې له دې لارې سوداګریزې راکړې ورکړې شونې نه دي.

طالبانو په وار وار ادعاوې کړي، چې د واخان کوریډور له لارې به د دوی سوداګري له چین او اروپايي هېوادونو سره ونښلول شي.

دغه ډله د دې ټرانزیټي لارې د پرانیستل کیدو لپاره د هڅو خبر ورکوي، خو په عملي توګه لا هم کوم داسې کوم څرک نه شته.

نیوکې دا دي‌ چې طالبان د رغنیزو پروژو په برخه کې یوازې تر تبلیغاتو محدود پاتې دي.

ملګري ملتونه طالبانو ته: له زده‌کړو د افغان نجونو منع کول لویه بې عدالتي ده

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۲ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تازه اندېښنه ښوولې، چې د پرلپسې درېیم کال لپاره هم د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. یاد سازمان دا چاره لویه بې عدالتي ګڼلې ده.

دغه سازمان د «وري ۷مه» د یوې خبرپانې په خپرولو سره یادې اندېښنې شریکې کړې دي او له طالبانو یې غوښتي، چې ژر تر ژره افغان نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی، که پر نجونو د طالبانو دغه بندیزونه همداسې دوام وکړي؛ نو دا چاره راتلونکي نسلونه زیانمنولای شي.

دغه سازمان ویلي، د طالبانو تر واک لاندې دا درېیم ښوونیز کال دی چې د نجونو له زده‌کړو پرته پیلېږي او باید دوی ته خپل اساسي حقونه بېرته ورکړل شي.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي، چې تر دې وړاندې د زده‌کړو ملاتړو او بشري حقونو یو شمېر سازمانونو هم د ښوونیز کال په پیل سره ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د «امر ثاني» په نوم د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ولګول؛ خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد څو، څو ځله خبر ورکړی، چې ګنې دغه بندیز لنډمهالي دي. اوس د افغانانو او نړۍوالو لپاره د طالبانو د ویاند او نورو چارواکو دغه څرګندونې بې ارزښته دي.

باورونه دا دي، چې ملا هبت الله او د هغه نږدې ملګري نه غواړي د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو زده‌کړې بیا پیل شي؛ خو یو شمېر طالبان په ښکاره د خپل مشر له دغه دریځ سره مخالفت لري.

ملاهبت الله چې د نجونو عصري زده‌کړې د خپلې افراطي دیني باور له مخې «ناروا» ګڼي، ټول هغه کسان ځپي چې د ده د دغه پرېکړې مخالف کوي.

حتی د زده‌کړو او بشري حقونو فعالانو د ځپل کېدو تر څنګ هغه طالبان هم تر سختو فشارونو لاندې راغلي، چې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې یې غږ پورته کړی دی.

طالبانو ځیني فعالان چې د نجونو زده‌کړې یې غوښتې زنداني کړل، ځیني یې شکنجه کړل او په یوشمېر نورو یې بندیزونه ولګول، چې نور په رسنیو کې پر دغه مسلو خبرې نه کوي.

د طالبانو له ډلې د دوی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزي په ښکاره څو، څو ځله د ملا هبت الله د دریځ پر وړاندې څرګند بغاوت وکړ؛ خو بیا یې هم زور ونه رسېد او بالاخره د خپل مشر پر ضد څرګندونو یې په افغانستان کې د ژوند کړۍ پرې هم را تنګه کړه.

هغه د خوست په یوې مدرسه کې پر ملا هبت الله نیوکه وکړه، چې د خپل شخصي طبعیت له مخې یې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي او دا چاره یې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې وبلله. د طالبانو مشر تر دې څرګندونو وروسته سملاسي د عباس ستانکزي د نیول کېدو امر وکړ؛ خو هغه پرې وار لومړی کړ او هېواد یې ورته پرېښود.

د ملا هبت الله د بهرنیو چارو دغه مرستیال وزیر اوس په متحده عربي اماراتو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

د اسلامي هېوادونو استازو هم څه باندې دوه میاشتې وړاندې په اسلام اباد کې په «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده‌کړې» تر عنوان لاندې نړۍواله ناسته وکړه او پکې پر طالبانو نیوکې وشوې، چې د شریعت خلاف یې پر نجونو او ښځو بندیزونه لګولي دي.

طالبان هم یادې ناستې ته وربلل شوي وو؛ خو پکې یې ګډون ونکړ.

نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو څو، څو ځله له ملا هبت الله او دغې ډلې غوښتي، چې پر نجونو روان بندیزونه لرې کړي؛ خو هغه دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی، بلکې خپل بندیزونه یې لا پسې سخت او پراخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، که پر نجونو د زده‌کړو روان بندیزونه همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي تر ۲۰۳۰ کاله پورې په افغانستان کې څلور مېلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې شي.

د راپورونو له مخې، په سږني ښوونیز کال کې یوازې ۴۰۰زره افغانې نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

بي‌بي‌سي: د ښوونځیو تر بندېدو وروسته مدرسې ډېرې شوې او افغان نجونو ورته مخه کړې ده

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

په افغانستان کې د نجونو لپاره د رسمي ښوونځیو بندېدو وروسته د ديني مدرسو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د بي‌بي‌سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، دغه مدرسې تر ډېره دیني زده‌کړو ته ځانګړې شوې او اوس د ډېرو افغان نجونو لپاره د زده‌کړو یوازینۍ لاره ګڼل کېږي.

د زده‌کړو نړۍوالو سازمانونو، د ماشومانو د ملاتړ ادارو او د بشري حقونو مدافعینو له اندېښنو سره، سره طالبان لا هم د نجونو پر مخ د رسمي زده‌کړو دروازې تړلې ساتلي‌ دي او پر ځای یې د ديني زده‌کړو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شوی؛ خو دا څلورم کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د رسمي ښوونځیو له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د بي‌بي‌سي د معلوماتو له مخې، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې په بې سارې توګه سلګونه زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

۱۵ کلنه امنه چې مخکې یې د ډاکټر کېدو هیله لرله، وايي: «زما ټولې هیلې بربادې شوې. پلار مې راته وویل، چې ښوونځي بند شوي، ډېره خوابدی شوم. ما غوښتل زده‌کړې وکړم؛ خو اوس د دې فرصت نه‌ لرم.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د راپور له مخې، د طالبانو د دغه بندیز له امله له یو مېلیون څخه زیاتې افغان نجونې له زده‌کړو بې ‌برخې شوې دي او هیڅ داسې نښې نشته چې طالبان دې خپله تګلاره بدله کړي.

د بي‌بي‌سي راپور کاږي، چې ډېرې کورنۍ خپلې لوڼې ديني مدرسو ته لېږي؛ ځکه چې د زده‌کړو نورې دروازې بندې دي.

ځنې مدرسې یوازې دیني زده‌کړې وړاندې کوي؛ خو ځینې نورې مدرسې بیا د ریاضیاتو، ساینس او ژبو درسونه هم لري.

د کابل په یوه کوچنۍ ديني مدرسه «الحدیث» کې چې په یوه تیاره او سړې ځمکتلې کې جوړه شوې، ۲۸۰ نجونې پکې پر زده‌کړو بوختې دي. دغه مدرسه د امنې ورور حمید پرانیستې.

هغه وویل« کله چې ښوونځي بند شول، زما خور ډېره خپه شوه. د زړه جراحي یې ارمان و؛ خو دا هیله یې له منځه ولاړه. خو کله چې د قابله‌ ګۍ او لومړنیو طبي مرستو زده‌‌کړو ته چانس پیدا شو، بېرته یې هیله ترلاسه کړه».

د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې ديني مدرسې د طالبانو د اېډیالوژۍ د خپرولو وسیله ګرځېدلې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو له‌خوا چمتو شوي ځیني درسي کتابونه پوځي او سیاسي منځپانګه لري چې د افراطي فکرونو د پراخېدو لامل کېدای شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ خبرداری ورکړی، چې د محدودو زده‌کړو سېسټم، بې کاري او فقر د افراطي افکارو پراخوالو ته لارې چارې برابرولی شي.

هغه ویلي، چې دغه حالت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښونه پېښولای شي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو تر بندېدو وروسته طالبانو تېر کال د نجونو لپاره پر طبي زده‌کړو بندیز ولګاوه.

ځینو ديني مدرسو هڅه وکړه، چې د قابله ‌ګۍ او طبي زده‌کړو کورسونه چمتو کړي؛ خو طالبانو پرېنښودل.

د کابل په یوه بله ديني مدرسه «شیخ عبدالقدر جېلاني» کې له ۱۸۰۰ څخه زیاتې نجونې او ښځې چې له ۵ کلنۍ تر ۴۵ کلنۍ پورې عمرونه لري زده‌کړې کوي.

دغه مدرسه علمي کچې ته د کتو پر ځای د عمر پر بنسټ زده‌کړې تنظیموي؛ خو د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دا مدرسه د تدریسي وسایلو او اساسي امکاناتو له کمښت سره مخ ده.

د دې مدرسې مدیر محمد ابراهیم بارکزی وایي:« موږ د دیني زده‌کړو تر څنګ علمي مضامین هم تدریسوو.».

طالبانو ادعا کړې، چې په دیني مدرسو کې درې مېلیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او څو، څو ځله یې ژمنه کړې چې ګوندې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانېزي؛ خو لا یې هم پر دغو ژمنو عمل نه دی کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د نجونو د ښوونځیو او پوهنځيو زده‌کړو مسله لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.

لا هم داسې هیلې نشته، چې ګني نجونې به د طالبانو تر واک لاندې بېرته خپلو زده‌کړو ته ستنې شي.

امریکایی څېړونکی: د ټرمپ اداره پر طالبانو د چین او ایران د نفوذ کمزوري کولو په هڅه کې ده

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۰

د امریکا د وېلسن څېړنیز مرکز یو لوړپوړی غړی مایکل کوګلمن باور لري، چې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر او د حقاني شبکې د مشرانو د نیولو لپاره د ټاکل شوو جایزو د لغوه کېدو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې اساسي بدلون نه دی راغلی.

نوموړی باور لري، چې د داعش خراسان ډلې د شته‌والي او په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د موجودیت له امله د ټرمپ اداره غواړي له طالبانو سره محدود تعامل ولري.

کوګلمن زیاتوي، چې واشنګټن د افغانستان په قضیه کې د چین او ایران د نفوذ د زیاتېدو له امله اندېښمن دی او هڅه کوي د خپلو سیالانو د ځواک پراخېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د امریکايي پلاوي تر سفر وروسته، راپورونه خپاره شول چې متحده ایالات ښايي په کابل کې خپله سفارت بېرته پرانیزي.

په دې لړ کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له امریکا وغوښتل، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دوی ته وسپاري او زیاته یې کړه چې متحده ایالات کولای شي خپل سفارت په کابل کې فعال کړي.

مایکل کوګلمن د چهارشنبې په ورځ د «فارن پالیسۍ» مجلې لپاره لیکلي، چې د ټرمپ سیاست له طالبانو سره له «معاملې ډک» دی.

هغه وايي، چې د حقاني شبکې د مشرانو نومونه له تور نوملړه اېستل، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر او د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي جورج ګلزمن خوشې کېدل دا څرګندوي چې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو په اړه د د واشنګټن دریځ د پام وړ بدلون کړی دی.

کوګلمن وضاحت ورکړی، چې د بایډن ادارې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د سختو سیاستونو له امله دغې ډلې ته له هر ډول امتیاز ورکولو ډډه کوله؛ خو بیا برعکس ټرمپ عملي لیدلوری لري.

نوموړی زیاتوي، واشنګټن داسې انګېري چې کولای شي په کابل کې له «منځلارو طالب مشرانو» سره تعامل وکړي؛ ځکه د ملاهبت الله تر مشرۍ لاندې د کندهار ډله له لوېدیځ سره خبرو ته چندان لېواله نه ده او نه هم مذاکرات کوي.

کوګلمن دا هم ویلي، چې طالبان هڅه کوي د امریکايي یرغمل شویو د خوشې کولو مسله د امریکا پر ضد د امتیاز اخیستنې وسیله وګرځوي؛ ترڅو خپلې غوښتنې لکه د ګوانټنامو د بندیانو خوشې کېدل، د جایزو لغوه کېدل، مالي مرستې او د بندیزونو په برخه کې نرمښت ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ معاملې ته باید د جیوپولیټیک (جغرافیوي سیاست) له زاویې هم وکتل شي.

هغه وايي: «چین چې په لومړي سر کې د طالبانو په اړه محتاط و، اوس د پانګه‌والو تړونونو او پراخې ډېپلوماټيکې اړیکې ورسره لري. ایران هم په وروستیو کې د طالبانو سره د همکارۍ ته لېوالتیا ډېره کړې ده.»

کوګلمن په پای کې وړاندیزونه کړي، چې ښايي د ټرمپ اداره د طالبانو‌ پر وړاندې یوه اوږدمهاله سټراټېژي مخې ته یوسي چې د رسمیت پېژندلو مسله به پکې نه وي شامله؛ خو غواړي له یادې ډلې سره د محدودې کچې تعامل وساتي او په دې توګه هڅه کوي، چې د خپلو نړۍوالو سیالانو نفوذ هم پرې کم کړي.