• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان نه ۱۷۴ افغانان د جرمني هانوفر ښار ته ورسېدل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ یوه چارټر الوتکه چې له اسلام اباده یې ۱۷۴ افغانان لېږدول، د جرمني د هانوفر ښار په لانګن هاکن هوایي ډګر کې کوزه شوه. په دې الوتکه کې ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شامل وو چې د جرمني حکومت د کډوالۍ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ویزې ورکړې وې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ډلې له منځه ۷۴ کسان له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري، چې ۹ ماشومان پکې تر دوو کلونو کم دي. الوتکه د هانوفر هوایي ډګر په ډي ترمینل کې ودرېده، چې له عادي الوتنو جلا دی.

دوېلیټ ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، درې تنه چې ټاکل شوې وه، جرمني ته لاړ شي، د امنیتي اندېښنو له امله سفره ګرځول شوي ډي.

د جرمني فدرالي پولیسو ددغو کسانو ویزې لغوه کړې دي، خو د دې اقدام لاملونه لا تر اوسه جوت نه دي.

د جرمني حکومت ټینګار کړی یوازې هغه افغانان ور تلای شي، چې مخکې یې سخته امنیتي ارزونه تېره کړې وي او واردمخه یې د قبلېدو رسمي ژمنې ترلاسه کړې وي.

د جرمني حکومت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸۰۰ نور افغانان جرمني ته د تګ انتظار باسي.

تر هغه چې دوی ته د تګ اجازه ور کول کیږي، په اسلام اباد کې ددوی د استوګنې لګښتونه د جرمني د نړیوالې همکارۍ سازمان ور کوي.

له۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د افغان کډوالو د استوګنې، خوړو، طبي خدماتو او رواني ملاتړ لپاره دغه سازمان۸۲،۷ میلیونه یورو لګولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کندهار او هلمند کې خلک د بانکونو له کمزورو خدماتو شکایت کوي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د کندهار او لښکرګاه اوسیدونکي وايي، چې بانکونو کې د ګڼه ګوڼې او کمزورو خدماتو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، خو د بانکونو اړوند مسوولان وايي، د طالبانو په ځنډ معاشونه د دې لامل شوي چې په بانکونو کې بیروبار او ګډوډي ډیره شي.

د کندهار او د هلمند د لښکرګاه اوسیدونکي وايي، چې په بانکونو کې د کمزورو خدماتو له امله بیروبار او ګډوډي د دې لامل شوې چې خلک په وخت خپلې پیسې له بانکونو ونه اېستلای شي.

ځايي سرچیني وايي، سلګونه کسان د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره نیمه شپه بانک ته ځي او د پیسو ایستلو نوبت نیسي خو ډیری کسان له ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته هم د پیسو په ترلاسه کولو نه بریالي کیږي.

د رحمت الله په نوم یو کس وایي:« کله چې مې سهار پیشلمی وکړ، له کوره راووتلم او عزیزي بانک ته مې ځان ورساوه ترڅو نوبت ونیسم، خو ډیر کسان له ما څخه هم مخکې راغلي وو، بانک کې دننه خو د پښې اېښودو ځای نه و، خلک بیرون په قطارونو کې نوبت ولاړ وي.»

د کندهار ښار یو اوسیدونکی چې د ځینو ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، چې ځینې طالبان په بانک کې د پیسو ایستلو نوبت پر مهال له زوره کار اخلي او د بانک پر کار کوونکو فشار راوړي چې لومړی باید د طالبانو پیسي ورکړل شي.

نوموړی وايي، «زه درې ورځې سر پر سر بانک ته ولاړم، پنځه ساعته، شپږ ساعته به مې انتظار وکړ خو دې منځ کې به ځینې طالبان راغلل او په زور به یې خپل خلک داخل ته بیول او د نورو کسانو نوبت به یې نیوه، بیا دې منځ کې د ځینو کسانو ترمنځ جنجالونه هم پیښ شول او ما بالاخره نن خپلې پیسې له بانک نه وایستلې».

100%

پر همدغه مهال یو شمېر کسان په بانکونو کې د کارکوونکو د کم شمېر او د ای ټي ایم ماشینونو د نه فعالیت په اړه هم شکایتونه کوي او وايي، که دغه ماشینونه فعاله وای، ښايي تر ډیره په بانکونو کې د بیروبار او ګډوډیو کچه راکمه شوې وای.

خو له کندهار او هلمند څخه د عزیزي بانک او کابل بانک دوه بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو له لوري په ځنډ سره د دولتي معاشونو حواله کول د دې لامل شوی چې په بانکونو کې ګڼه ګوڼه او ګډوډي رامنځته شي.

دغه سرچیني وايي، چې د بانک نوټونو د زړښت له امله یې ای ټي ایم ماشینونه بند کړي دي، « د افغانیو بانک نوټونه دومره زاړه دي چې ای ټي ایم ماشین کې هغه هیڅ نه استفاده کیږي، موږ پوهیږو که بانک نوټونه نوي وای زموږ په ټولو څانګو کې به ماشینونه فعال وای او اوس به په بانکونو کې دومره بیروبار او ګډوډي نه وای.»

خلک په داسې حال کې د بانکونو د کمزورو خدماتو په اړه شکایت کوي، چې طالبانو د دولتي کارکوونکو او خپلو نظامیانو میاشتنۍ تنخواوې څو ورځې وړاندې حواله کړې او له تېرو څو ورځو راهیسې په بانکونو کې د پییسو د راایستلو پر مهال د نوبت پر سر فزیکي شخړې هم شوې دي.

د امریکا په ټکساس کې یوه افغان کډوال بل افغان وژلی

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د امریکا په ټکساس ایالت کې د افغانانو ټولنې یوه غړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د چار شنبې په ماښام په هیوسټن ښار کې یوه افغان یو بل افغان کډوال په خپل دفتر کې وژلی.

ځايي سرچیني وايي، چې د عبدالرحمن نیازي په نوم یو افغان د چار شنبې په ماښام په خپل کاري دفتر کې د مسیح الله ساحل په نامه بل افغان کډوال له خوا وژل شوی.

د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې مېشت یو افغان وايي، چې د قاتل نوم مسیح الله ساحل دی او عبدالرحمن نیازی یې په خپل کاري دفتر کې وژلی دی.

د سیمي اوسیدونکي وايي، پولیسو د عبدالرحمن د وژنې په تور مسیح الله ساحل د پیښې په ځای کې نیولی.

پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه لا د پیښې انګیزه نه ده روښانه شوې.

د معلوماتو له مخې، عبدالرحمن نیازی د لغمان اوسیدونکی و او له تېرو لسو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په امریکا کې اوسېده. هغه د پنځو اولادونو پلار و او د ټکساس په هیوسټن ښار کې یې له افغانانو سره په ټولنیزو برخو کې همکاري کوله.

ځايي سرچیني وايي، د مسیح الله ساحل په نوم کس چې د نیازي د وژنې تور پرې لګول شوی د ننګرهار د شینوارو اوسیدونکی دی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته تللی.

ټرمپ وايي په افغانستان کې پاتې امریکایۍ وسلې ورو ورو زړیږي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا د جوبایډن پر ادارې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې د امریکا وسلې پرېیښې دي. ټرمپ وویل، «هغه په ​​میلیاردونو ډالره [د متحده ایالاتو تجهیزات] افغانستان ته ور کړل».

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له ښځو سره په یوه غونډه کې وویل، « موږ خپل پوځ بیا ورغاوه، ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړې. دغه سړي [بایډن] په میلیاردونو او میلیاردونو ډالر ترې افغانستان ته وبښل. ښايي اړ وځو چې بېرته یې واخلو، سره له دې چې اوس یوڅه زړې شوې دي. هغه ورو ورو زړیږي، موږ نوي تجهیزات جوړوو».

ټرمپ له دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پرېښودو له امله د جوبایډن پر ادارې نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې « دوی زموږ پوځي تجهیزات دښمن ته وسپارل».

هغه د تېر کال په کب میاشت کې د ډاګ په نوم یوه امریکايي چارواکي ته دنده وسپارله چې له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزات بېرته واخلي.

ټرمپ له طالبانو سره د امریکا مرستې د امریکايي وسلو له سپارنې سره مشروطې کړې دي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته امریکايۍ مرستې اوس هم ځي او که بندې شوې دي.

ټرمپ له دې وړاندې په تکرار ویلي، چې که په واک کې وای د بګرام پوځي اډه یې نه پرېښوده، چې چینایان یې په واک کې واخلي.

د طالبانو مشر نوروز «د جاهلیت د دور اختر» وباله

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغې ډلې په رسنیو کې خپور شوی، نوروز د «جاهلیت وخت د رخصتیو» په توګه یاد کړی.

په دغه پيغام کې ملا هيبت الله د اسلام د پيغمبر يو حديث را نقل کړى، چې په هغه کې له اسلام څخه مخکې د رخصتيو پر ځاى خلکو ته د کوچني او د قربانۍ اخترونه ورپيژندل شوي دي.

د دغه حدیث په عربي متن کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ص مدینې ته راغی، نو هلته د هغه ښار خلکو لره دوې ورځې وې چې لوبې به يې پکې کولې، وفرمایل: د دې دواړو ورځو پر ځای الله تاسو ته غوره ورځي در کړې دي، د قربانۍ ورځ (لوی اختر) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).

د طالبانو مشر د دې حدیث په پښتو، فارسي او انګلیسي ژباړو کې د اریانا د لرغونو اخترونو، نوروز او مهرجان نومونه په قوسونو کې اضافه کړي دي، چې له «اسلام څخه مخکې د جاهلیت زمانې دوه اخترونه» یاد شوي دي.

د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه
100%
د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه

دا ناسمه ادعا په داسې حال کې ده، چې نوروز د اریانا (اوسني افغانستان او ایران) له لرغونو جشنونو شمېرل کیږي او د شته اسنادو له مخې له بلخ څخه پیل شوی دی.

د نوروز مخالفانو دا نمانځنه د زردشت په پیروانو پورې محدوده کړې ده او د دوی په وینا، نوروز له اسلام څخه مخکې د «جاهلیت د وخت له رخصتيو» دی، چې دا هيڅ تاریخ نه لري.

طالب ډلې واک ته له ستنېدو وروسته د نوروز د نمانځنې په ګډون د افغانانو له لرغونو دودونو او جشنونو سره مخالفت کړی او هڅه یې کړې، چې د هېواد د خلکو هویت په سختو دیني عقایدو سره زیانمن کړي.

دا ډله د نوروز او یلدا په څېر جشنونه د اسلام خلاف بولي او د نوروز تفریح ​​ځایونو ته د خلکو د ننوتو مخه نیسي.

له دې مخالفتونو سره سره د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي لیکلي، غږیز او ویډیويي پیغامونه ښيي، چې د افغانستان د بېلابېلو ښارونو او ټبرونو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ونمانځه.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ پنځلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو د ډالرو په داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د پنځلس میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام په اړه د افغانستان بانک په خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې هم پنځلس میلیونه ډالر د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په موخه په ازاد بازار کې لیلام کړل.

دا ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت پر افغانستان د امریکا د ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړو له بندیدو وروسته راټیټ شو او د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۸ څخه تر ۷۵ افغانیو ورسېده.

اوس طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې په موخه نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک وايي، چې نن یو امریکايي ډالر په ۷۱،۱۵ افغانۍ پلورل کیږي.