• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي په افغانستان کې پاتې امریکایۍ وسلې ورو ورو زړیږي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا د جوبایډن پر ادارې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې د امریکا وسلې پرېیښې دي. ټرمپ وویل، «هغه په ​​میلیاردونو ډالره [د متحده ایالاتو تجهیزات] افغانستان ته ور کړل».

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له ښځو سره په یوه غونډه کې وویل، « موږ خپل پوځ بیا ورغاوه، ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړې. دغه سړي [بایډن] په میلیاردونو او میلیاردونو ډالر ترې افغانستان ته وبښل. ښايي اړ وځو چې بېرته یې واخلو، سره له دې چې اوس یوڅه زړې شوې دي. هغه ورو ورو زړیږي، موږ نوي تجهیزات جوړوو».

ټرمپ له دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پرېښودو له امله د جوبایډن پر ادارې نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې « دوی زموږ پوځي تجهیزات دښمن ته وسپارل».

هغه د تېر کال په کب میاشت کې د ډاګ په نوم یوه امریکايي چارواکي ته دنده وسپارله چې له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزات بېرته واخلي.

ټرمپ له طالبانو سره د امریکا مرستې د امریکايي وسلو له سپارنې سره مشروطې کړې دي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته امریکايۍ مرستې اوس هم ځي او که بندې شوې دي.

ټرمپ له دې وړاندې په تکرار ویلي، چې که په واک کې وای د بګرام پوځي اډه یې نه پرېښوده، چې چینایان یې په واک کې واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مشر نوروز «د جاهلیت د دور اختر» وباله

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغې ډلې په رسنیو کې خپور شوی، نوروز د «جاهلیت وخت د رخصتیو» په توګه یاد کړی.

په دغه پيغام کې ملا هيبت الله د اسلام د پيغمبر يو حديث را نقل کړى، چې په هغه کې له اسلام څخه مخکې د رخصتيو پر ځاى خلکو ته د کوچني او د قربانۍ اخترونه ورپيژندل شوي دي.

د دغه حدیث په عربي متن کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ص مدینې ته راغی، نو هلته د هغه ښار خلکو لره دوې ورځې وې چې لوبې به يې پکې کولې، وفرمایل: د دې دواړو ورځو پر ځای الله تاسو ته غوره ورځي در کړې دي، د قربانۍ ورځ (لوی اختر) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).

د طالبانو مشر د دې حدیث په پښتو، فارسي او انګلیسي ژباړو کې د اریانا د لرغونو اخترونو، نوروز او مهرجان نومونه په قوسونو کې اضافه کړي دي، چې له «اسلام څخه مخکې د جاهلیت زمانې دوه اخترونه» یاد شوي دي.

د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه
100%
د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه

دا ناسمه ادعا په داسې حال کې ده، چې نوروز د اریانا (اوسني افغانستان او ایران) له لرغونو جشنونو شمېرل کیږي او د شته اسنادو له مخې له بلخ څخه پیل شوی دی.

د نوروز مخالفانو دا نمانځنه د زردشت په پیروانو پورې محدوده کړې ده او د دوی په وینا، نوروز له اسلام څخه مخکې د «جاهلیت د وخت له رخصتيو» دی، چې دا هيڅ تاریخ نه لري.

طالب ډلې واک ته له ستنېدو وروسته د نوروز د نمانځنې په ګډون د افغانانو له لرغونو دودونو او جشنونو سره مخالفت کړی او هڅه یې کړې، چې د هېواد د خلکو هویت په سختو دیني عقایدو سره زیانمن کړي.

دا ډله د نوروز او یلدا په څېر جشنونه د اسلام خلاف بولي او د نوروز تفریح ​​ځایونو ته د خلکو د ننوتو مخه نیسي.

له دې مخالفتونو سره سره د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي لیکلي، غږیز او ویډیويي پیغامونه ښيي، چې د افغانستان د بېلابېلو ښارونو او ټبرونو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ونمانځه.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ پنځلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو د ډالرو په داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د پنځلس میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام په اړه د افغانستان بانک په خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې هم پنځلس میلیونه ډالر د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په موخه په ازاد بازار کې لیلام کړل.

دا ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت پر افغانستان د امریکا د ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړو له بندیدو وروسته راټیټ شو او د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۸ څخه تر ۷۵ افغانیو ورسېده.

اوس طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې په موخه نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک وايي، چې نن یو امریکايي ډالر په ۷۱،۱۵ افغانۍ پلورل کیږي.

پاکستان ۲۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته وشړل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې میشت ۲۰۰ افغان وګړي نن د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته واستول شول. افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د تورخم د کډوالو سرچینو ويلي چه له دغو کسانو څخه ۱۰۰ تنه په راولپنډۍ کې نیول شوي وو او سل نور د دغه هېواد له مختلفو ښارونو نیول شوي دي.

یادو سرچینو وویل چې دغه کسان د تورخم د کډوالو په مرکز کې له ټولو قانوني پړاوونو تېرولو وروسته پر تورخم اوښتي دي.

دغه کسان د پاکستان حکومت له خوا د «غیر قانوني بهرنیانو» پر ضد روانو عملیاتو کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا حکومت د اېستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره دوه لنډمهالي کمپونه جوړوي.

دغه کمپونه د پېښور په جمعه خان کالونۍ او د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل ګلاب لوبغالي کې جوړېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې دا ګام د «غیر قانوني مېشتو بهرنیانو» د ایستلو لپاره اخېستل شوی دی.

د خیبر مرستیال کمېشنر ارشاد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته تایید کړې چې په لنډي کوتل کې د جوړېدونکي کمپ کار پیل شوی چې په یو وخت کې به ۱۵۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځای ولري.

نوموړي زیاته کړې چې دا کمپ به د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه په رسمي توګه فعال شي.

افغانستان د خواف-هرات دهلېز له لارې ترکیې او اروپا ته لومړني بارتوکي ولېږل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۰

افغانستان لومړنی صادراتي بار د تازه پرانستل شوې خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې لېږدولی. په دغه بار کې، چې ۱.۲ میلیونه ډالره ارزښت لري، ۲۰۰ ټنه وچې مېوې لکه پسته، ممیز، بادام او ځڼغوزي شامل دي.

هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، دغه بار د طالبانو د هرات والي، د ایران کونسلګرۍ او د دولتي او خصوصي سکټورونو د چارواکو په ګډون لېږدول شوی. دغه وچې میوې په هرات کې پروسس شوې او له هغه وروسته لېږل شوې دي.

دغه صادرات د افغانستان-ایران ریل کوریډور له لارې لېږدول شوې.

ایران دغه ریل لاره چې افغانستان له ترکیې او اروپا سره نښلوي، د سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه بللې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې د خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې۳۵ زره ټنه توکي انتقال شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ شبکو په پراختیا کې د ریل پټلۍ د اهمیت زیاتوالی ښیي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه کوریډور فعالول به د افغانستان له اوږدمهاله اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په هرات کې د دوی کونسلګرۍ له طالب چارواکو سره یو ځای د دغه دهلیز پرانیسته وکړه.

سفارت زياته کړې، چې د ایران په همکارۍ د افغانستان – ایران – اروپا د اورګاډي دهلېز فعالېدل به د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې لامل شي او د اروپا بازارونو ته به مستقیم لاسرسی پيدا شي.

طالبانو د ۲۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د تولیدي برېښنا د ۱۰ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت په شپږو ولایتونو کې د برېښنا د تولید د لس پروژو تړونونه لاسلیک کړل. طالبان وايي، یاد تړونونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې شل میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرايوي رییس عبدالباري عمر وايي، په یادو پروژو کې اته هغه د برېښنا د تولید او دوه پروژې هم د برېښنا د مزو د تمدید دي.

نوموړی وايي، په یادو پروژو کې د هرات ولایت ۴۳،۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزه، د جوزجان ۵۰ میګاواټه ګازي، د بلخ ۴۰،۲۵، د لوګر ۴۰، د ننګرهار ۴۰ او د لغمان ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د زابل او د کندهار ختیز برېښنا کوټ پروژو ترڅنګ د هلمند له کجکي څخه تر کندهاره د ۱۰۰ کیلوولټه برېښنا لیږد مزي بشپړولو پروژې هم شاملې دي.

عمر وايي، د یادو پروژو د برېښنا د تولید ظرفیت ۲۲۸،۲ میګاواټه دی او څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت پري راځي.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس وايي، دغه پروژې به تر یوه کاله بشپړې شي.

طالبان په داسې حال کې د تولیدي برېښنا په برخه کې د پروژو د لاسلیک خبر ورکوي، چې څه موده وړاندي د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي و، چې افغانستان د انرژۍ له لوی بحران سره مخ دی.

دغه پروګرام ویلي، چې د کورنۍ برېښنا د تولید د ټیټې کچې له امله افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ په سرچینو پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې یوازې ۴۰ سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري او افغانستان د خپلې اړتیا ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه مرکزي اسیا څخه واردوي.