• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر نوروز «د جاهلیت د دور اختر» وباله

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې، چې د دغې ډلې په رسنیو کې خپور شوی، نوروز د «جاهلیت وخت د رخصتیو» په توګه یاد کړی.

په دغه پيغام کې ملا هيبت الله د اسلام د پيغمبر يو حديث را نقل کړى، چې په هغه کې له اسلام څخه مخکې د رخصتيو پر ځاى خلکو ته د کوچني او د قربانۍ اخترونه ورپيژندل شوي دي.

د دغه حدیث په عربي متن کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ص مدینې ته راغی، نو هلته د هغه ښار خلکو لره دوې ورځې وې چې لوبې به يې پکې کولې، وفرمایل: د دې دواړو ورځو پر ځای الله تاسو ته غوره ورځي در کړې دي، د قربانۍ ورځ (لوی اختر) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).

د طالبانو مشر د دې حدیث په پښتو، فارسي او انګلیسي ژباړو کې د اریانا د لرغونو اخترونو، نوروز او مهرجان نومونه په قوسونو کې اضافه کړي دي، چې له «اسلام څخه مخکې د جاهلیت زمانې دوه اخترونه» یاد شوي دي.

د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه
100%
د طالبانو د مشر د پيغام يوه برخه

دا ناسمه ادعا په داسې حال کې ده، چې نوروز د اریانا (اوسني افغانستان او ایران) له لرغونو جشنونو شمېرل کیږي او د شته اسنادو له مخې له بلخ څخه پیل شوی دی.

د نوروز مخالفانو دا نمانځنه د زردشت په پیروانو پورې محدوده کړې ده او د دوی په وینا، نوروز له اسلام څخه مخکې د «جاهلیت د وخت له رخصتيو» دی، چې دا هيڅ تاریخ نه لري.

طالب ډلې واک ته له ستنېدو وروسته د نوروز د نمانځنې په ګډون د افغانانو له لرغونو دودونو او جشنونو سره مخالفت کړی او هڅه یې کړې، چې د هېواد د خلکو هویت په سختو دیني عقایدو سره زیانمن کړي.

دا ډله د نوروز او یلدا په څېر جشنونه د اسلام خلاف بولي او د نوروز تفریح ​​ځایونو ته د خلکو د ننوتو مخه نیسي.

له دې مخالفتونو سره سره د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي لیکلي، غږیز او ویډیويي پیغامونه ښيي، چې د افغانستان د بېلابېلو ښارونو او ټبرونو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ونمانځه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ پنځلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو د ډالرو په داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د پنځلس میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام په اړه د افغانستان بانک په خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې هم پنځلس میلیونه ډالر د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په موخه په ازاد بازار کې لیلام کړل.

دا ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت پر افغانستان د امریکا د ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړو له بندیدو وروسته راټیټ شو او د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۸ څخه تر ۷۵ افغانیو ورسېده.

اوس طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې په موخه نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک وايي، چې نن یو امریکايي ډالر په ۷۱،۱۵ افغانۍ پلورل کیږي.

پاکستان ۲۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته وشړل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې میشت ۲۰۰ افغان وګړي نن د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته واستول شول. افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د تورخم د کډوالو سرچینو ويلي چه له دغو کسانو څخه ۱۰۰ تنه په راولپنډۍ کې نیول شوي وو او سل نور د دغه هېواد له مختلفو ښارونو نیول شوي دي.

یادو سرچینو وویل چې دغه کسان د تورخم د کډوالو په مرکز کې له ټولو قانوني پړاوونو تېرولو وروسته پر تورخم اوښتي دي.

دغه کسان د پاکستان حکومت له خوا د «غیر قانوني بهرنیانو» پر ضد روانو عملیاتو کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا حکومت د اېستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره دوه لنډمهالي کمپونه جوړوي.

دغه کمپونه د پېښور په جمعه خان کالونۍ او د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل ګلاب لوبغالي کې جوړېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې دا ګام د «غیر قانوني مېشتو بهرنیانو» د ایستلو لپاره اخېستل شوی دی.

د خیبر مرستیال کمېشنر ارشاد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته تایید کړې چې په لنډي کوتل کې د جوړېدونکي کمپ کار پیل شوی چې په یو وخت کې به ۱۵۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځای ولري.

نوموړي زیاته کړې چې دا کمپ به د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه په رسمي توګه فعال شي.

افغانستان د خواف-هرات دهلېز له لارې ترکیې او اروپا ته لومړني بارتوکي ولېږل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۰

افغانستان لومړنی صادراتي بار د تازه پرانستل شوې خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې لېږدولی. په دغه بار کې، چې ۱.۲ میلیونه ډالره ارزښت لري، ۲۰۰ ټنه وچې مېوې لکه پسته، ممیز، بادام او ځڼغوزي شامل دي.

هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، دغه بار د طالبانو د هرات والي، د ایران کونسلګرۍ او د دولتي او خصوصي سکټورونو د چارواکو په ګډون لېږدول شوی. دغه وچې میوې په هرات کې پروسس شوې او له هغه وروسته لېږل شوې دي.

دغه صادرات د افغانستان-ایران ریل کوریډور له لارې لېږدول شوې.

ایران دغه ریل لاره چې افغانستان له ترکیې او اروپا سره نښلوي، د سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه بللې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې د خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې۳۵ زره ټنه توکي انتقال شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ شبکو په پراختیا کې د ریل پټلۍ د اهمیت زیاتوالی ښیي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه کوریډور فعالول به د افغانستان له اوږدمهاله اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په هرات کې د دوی کونسلګرۍ له طالب چارواکو سره یو ځای د دغه دهلیز پرانیسته وکړه.

سفارت زياته کړې، چې د ایران په همکارۍ د افغانستان – ایران – اروپا د اورګاډي دهلېز فعالېدل به د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې لامل شي او د اروپا بازارونو ته به مستقیم لاسرسی پيدا شي.

طالبانو د ۲۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د تولیدي برېښنا د ۱۰ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت په شپږو ولایتونو کې د برېښنا د تولید د لس پروژو تړونونه لاسلیک کړل. طالبان وايي، یاد تړونونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې شل میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرايوي رییس عبدالباري عمر وايي، په یادو پروژو کې اته هغه د برېښنا د تولید او دوه پروژې هم د برېښنا د مزو د تمدید دي.

نوموړی وايي، په یادو پروژو کې د هرات ولایت ۴۳،۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزه، د جوزجان ۵۰ میګاواټه ګازي، د بلخ ۴۰،۲۵، د لوګر ۴۰، د ننګرهار ۴۰ او د لغمان ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د زابل او د کندهار ختیز برېښنا کوټ پروژو ترڅنګ د هلمند له کجکي څخه تر کندهاره د ۱۰۰ کیلوولټه برېښنا لیږد مزي بشپړولو پروژې هم شاملې دي.

عمر وايي، د یادو پروژو د برېښنا د تولید ظرفیت ۲۲۸،۲ میګاواټه دی او څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت پري راځي.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس وايي، دغه پروژې به تر یوه کاله بشپړې شي.

طالبان په داسې حال کې د تولیدي برېښنا په برخه کې د پروژو د لاسلیک خبر ورکوي، چې څه موده وړاندي د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي و، چې افغانستان د انرژۍ له لوی بحران سره مخ دی.

دغه پروګرام ویلي، چې د کورنۍ برېښنا د تولید د ټیټې کچې له امله افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ په سرچینو پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې یوازې ۴۰ سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري او افغانستان د خپلې اړتیا ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه مرکزي اسیا څخه واردوي.

ایران له افغانستان سره پر شمال ختیزه پوله ۵۵ کیلومتره دېوال بشپړ کړی

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د ایران د تایباد والي وايي، چې په شمال ختيز کې يې له افغانستان سره د ۵۵ کیلومتره سرحدي دیوال د جوړولو لومړی پړاو په بریالیتوب پای ته رسولی. حسین جمشيدي زياتوي، چې د شمال ختیزو پولو د تړلو پلان ۹۵۳ کیلومتره دی، چې په لومړي ګام کې به تر ۳۰۰ کیلومتره زيات په رضوي خراسان کې پلی شي.

د تایباد والي حسین جمشيدي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په ختيزو پولو کې ددغه پلان د پلیتابه لپاره د ۱۰۰ کیلومترو په اندازه زېربیناوې چمتو شوې دي.

د نوموړي په خبره، پر پوله دغه زېربیناوې به د انجينرانو د مهالوېش له مخې په ټاکل شویو ځایونو کې کېښودل شي.

د تایباد د والي د معلوماتو له مخي، د جوړ شوي ديوال لوړ والی ۴ متره دی او پر پورتنۍ برخه یې کټارې هم جوړيږي.

حسین جمشيدي زياته کړه، چې د ایران او افغانستان د پولو بندول او دیوال جوړول د دوی تر ټولو مهم او ستراتیژيک پلان دی.

نوموړي زياته کړې، چې پر پوله د دیوال په جوړولو سره له افغانستان څخه ایران ته د غیر قانوني کډوالو په داخليدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ایران تایباد ښار له افغانستان سره ۹۰ کیلومتره پوله لري او په دې پوله کې د دوغارون لار ځانګړی اقتصادي اهمیت لري.