ایران له امریکا سره د بیاځلي اټومي مذاکراتو لپاره چمتووالی وښود

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي په حواله راپور ورکړی چې تهران د عمان له لارې د امریکا متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیک ځواب استولی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي په حواله راپور ورکړی چې تهران د عمان له لارې د امریکا متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیک ځواب استولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې تهران یو وار بیا خپل دریځ څرګند کړی چې تر فشار لاندې مستقیم مذاکرات نه کوي او په وينا یې له متحدهایالاتو سره غېرمستقیمو مذاکراتو ته چمتو دی.
د هغه په وینا، له ایران سره به هېڅ ډول فشار یا ګواښ د مذاکراتو لامل نهشي کېدای او یوازې د رغنده ډېپلوماسۍ لپاره باید لازم شرایط برابر شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي ایرنا خبري اژانس ته ویلي: «دا رسمي ځواب په یوه لیک کې شامل دی چې زموږ د اوسني وضعیت او ښاغلي ټرمپ د لیک په هکله د ایران نظرونه په بشپړ وضاحت سره بیان شوي او مقابل لوري ته رسول شوي دي.»
نوموړي همداراز، د دغه لیک د محتوا یا د هغو ټکو په تړاو چې د ډونالډ ټرمپ د لیک په ځواب کې د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار څرګندوي، ډېر وضاحت نهدی ورکړی.
تهران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې مخکې د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکسبېزنېس سره په یوې مرکه کې ویلي و چې نوموړي د ایران حکومت مذهبي مشر علي خامنهيي ته یې د اټومي هوکړې په تړاو لیک استولی دی.
د یادونې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر پوتین سره په وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مسکو د منځګړيتوب غوښتنه کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي، چې له دې سره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییل د نسل وژنې په جګړه کې د مړو شمېر ۵۰ زره او ۲۰۸ تنو ته ورسید.
د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ نور ټپیان هم روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له دې سره د اسراییل په بریدونو کې د ټپیانو شمېر نږدې یو لک ۱۴ زره ته ورسېد.
روغتیایي چارواکو ویلي: "ډېری قربانیان لاهم د خټو او سړکونو لاندې بند پاتې دي ځکه چې ژغورونکي نشي کولی دوی ته ورسیږي."
اسراييلي پوځ د مارچ په اتلسمه نېټه د غزې په تړانګه کې ناڅاپي هوايي عمليات پيل کړل چې له امله یې د جنورۍ په مياشت کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې له موافقې سره سره ۸۵۵ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۹۰۰ نور کسان ټپيان شول.
په غزې تړانګه کې د پراخه وژنو له امله په تېر نومبر کې د جرمونو نړۍوالې محکمې په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړ.
یاده دې وی چې اسراييل د عدالت په نړۍواله محکمه کې د خپلې خاورې د جګړې له امله د نسل وژنې د قضيې سره مخامخ دي.

کابل ته د امریکايي پلاوي د وروستي سفر په هکله طالبانو داسې وښودله چې دغه پلاوی یوازې د یوه یرغمل شوي امریکايي جورج ګلزمن د خوشېکېدو لپاره تللی و، خو نه دا خبره بل ډول ده. د طالبانو او امریکا د استخباراتو او چارواکو تر منځ داسې راشهدرشه له کلونو راهیسې روانه ده.
د جمهوریت له سقوط وروستهپه متحده عربي اماراتو او قطر کې سراجالدین حقاني، عبدالحق وثیق او ملا یعقوب په وار-وار له امریکايي استخباراتي او لوړپوړوچارواکو سره نېغ په نېغه لیدنې کړې دي. په دې بحث نه کوو چې طالبانو د جمهوریت په دوره کې د امریکا ښکاره ستراتیژیکې اړیکې اشغال ګاڼه او د افغانانو وینې یې تویولې. د دوی لپاره دا هر څه روا او نورو لپاره ناروا وو.
د همدې لیدنو پر بنسټ، د طالبانو او امریکا تر منځ اړیکې په ښکته کچه هم په تېرو څلورو کلونو کې دوام درلود او د همکارۍ پر بنیاد د ډالرو کڅوړې هره اوونۍ طالبانو ته ورکول کېدې. دغه امریکایي یرغمل شوی بندي هم کابل ته په یو ځل تګ نهدی خوشې شوی او نه هم امریکا د یوه بندي د خوشېکېدو لپاره دومره یو مهم پلاوی کابل ته لېږه.
د پردې تر شا ډېرې نورې خبرې او هم د طالبانو تر منځ د خپلمنځي رقابتونو بېلګې پهکې ښکاري.
د یوې باوري سرچنې له قوله ډېر کلونه مخکې، امریکا دې ته حاضره وه چې که حقاني شبکه ورسره همکاري وکړي، نو دوی به د دغې شبکې مشران د امریکا له تور لېست نه وکاږي. داسې ښکاري چې د امریکا او حقاني شبکې تر منځ اړیکه په کابل کې د ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته ښې شوې او ښايي پاکستان هم د دغه اړیکو په جوړېدو کې مهم رول لوبولی وي.
بلخوا، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی له امریکا څخه غوښتي چې خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هم دوی ته د واشنګتن دفتر تسلیم کړي، خو د طالبانو ویاند بیا دا ونه ویل چې د امریکا متحدهایالاتو شرایط څه دي او مقابل کې هغوی کومې غوښتنې له دوی څخه لرلې؟
یوازې د یو یرغمل شوي امریکايي په خوشېکېدو، د مثبت تأمل لاره نهشي خلاصېدلی. مهمه مساله دا ده چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو په چلندیا تګلاره کې څه تغیر راځي او له خپل ولس سره څه ډول مثبت تأمل ته لار پرانېزي، تر څو د یوه مشروع او قانونمند حکومت جوړېدو ته زمینه برابره او د نفې او انحصار قدرت سیاست لهمنځه لاړ شي.
طالبان او یا د طالبانو مخالفان که د هر پلاوي تګ او راتګ ته خوشالي یا خپګان ښکاره کوي او د نورو ترحم ته هیلهمن وي، ښه به دا وي چې ټولې خواوې په ګډه د نظام د مشروعیت لپاره مثبت قدمونه پورته کړي.په ټاپو لګولو، خپل ولس او خلکو ته په سپکه سترګه کتلو، نور نفې کول او انحصاري قدرت ته دوام ورکول افغانستان له انزوا حالت څخه نهشي را اېستلی، بلکې هېواد نور هم د نورو د ګټو لپاره د نیابتي منفي رقابتونو په مرکز بدلیدلای شي.
په افغانستان کې د نامشروع، ناقانونه او غېرولسواکه حکومت په حضور کې د هېواد اقتصادي ماشین ورځ تر بلې منجمد او خرابېږي، سوداګر او ولس به نور هم له ګڼو ننګونو سره مخامخ کېږي.
بانکي سېسټم به فلج وي، فزیکي او بشري پانګه به له افغانستان څخه تېښته کوي، ښوونیز سېستم به لا نور فلج کېږي او بېوزلي به ورځ تر بلې زیاتېږي. حقیقت دا دی چې بېوزله ملت هېڅکله نهشي کولاې ازادي ولري او نه یې هم استقلالیت خوندي کېږي.
افغانستان به د نشهيي توکو د مافیا مرکز او ترهګریزوډلو ځاله وي. که یو قانوني حکومت نه وي، هېواد به د سیمهییزو او نړۍوالو رقابتونو پر مرکز بدل شي.په دغه رقابتونو کې به افغانان د سون توکو په څېروسوځي، یوه ډله به رامنځته کېږي او له بلې ډلې سر به اخته او یو پر بل لهمنځه وړل کېږي.
لکه څنګه چې پخواني حکومتونه په مجاهدینو، مجاهدین په طالبانو، طالبان په نیکټايي دارانو او چپن داره مجاهدینو او نورو ډلو او هغوی بیا د طالبانو په پر مټ له منځه یوړل شول. که حالات همداسې دوام وکړي، دا ځل به بیا طالبان په نیکټايي دارانو مجاهدینو يه دویم نسل او نورو جنګي او افراطي ډلو له منځه یوړل شي او افغانان به بیا لهیوه سوري څخه چې څو ځلې مخکې هم چیچل شوي، بیا چیچل کېږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د پولیسو په ګاډي چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. دغه پیښه په بلوچستان کې په پراخه کچه د پاکستان د پولیسو او امنیتي ځواکونو له هدف ګرځونې سره هممهاله ده، چې په ځینو مواردو کې د پنجاب اوسیدونکي هم پکې په نښه کیږي.
د پیښې په تړاو د پولیسو جراح ډاکټر ډان ته وویل، « درې جسدونه سېول روغتون ته لیږدول شوي او ۲۱ کسان په چاودنه کې ټپیان شوي دي». په ټپیانو کې څلور پولیس هم شامل دي.
د بلوچستان د روغتیا ریاست ویاند ډاکټر وسیم بیګ هم د مرګونو تایید وکړ او ویې ویل، « ټپیان د سېول روغتون بیړنۍ څانګې ته لېږدول شوي دي».
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ویلي، چې چاودنه د پولیسو ګاډي ته نږدې شوې او د چاودنې ډول لا هم مشخص نه دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې خلک د چاودنې ځای ته راغونډیږي او یو سوځېدلی موټرسایکل د پولیسو له ګاډي سره پروت دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو په بلوچستان کې د ډېری پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکي پرغاړه اخلي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا پېښه غندلې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر واردېدونکو موټرود ۲۵ سلنه تعرفو اعلان کړی، چې د اپرېل میاشتې له درېیمې به نافذې شي. دا پرېکړه د متحده ایالاتو د سوداګرۍ تشې کمولو لپاره شوې.
ددغو تعرفو مستقیم اغیز به پر میکسیکو، جاپان، سویلي کوریا، کاناډا او جرمني وي، ځکه دغه هېوادونه امریکا ته د موټرو لوی صادروونکي دي.
اروپايي اتحادیې دا اقدام د کاروبارونو لپاره بد او د مصرفوونکو لپاره لا بدتر وباله.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني دا یو مستقیم برید بولي او د ځوابي اقداماتو ګواښ یې کړی.
د جرمني د اقتصاد وزیر وویل چې اروپا باید سخت ځواب ورکړي او زیاته یې کړه « موږ به پر دغه اقدام غلي پاتې نه شو».
رویټرز وايي، چې د جرمني د موټرو شرکتونو ونډې (سهام) د پنجشنبې په ورځ لوېدلې دي. د جاپان او سویلي کوریا موټر جوړوونکي هم له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا اقدام د نړیوالې سوداګرۍ اصول ماتوي او د ستونزو د حل لپاره مناسب نه دی.
ټرمپ ویلي، چې که اروپايي اتحادیه او کاناډا ګډ ځواب ورکړي، نو دوی به له لا سترو تعرفو سره مخ کړي. هغه تعرفې د امریکا د صنعتي برخې د بیا ژوندۍ کولو لپاره اړینې وبللې.
د برازیل ولسمشر وویل چې دا به د امریکا اقتصاد ته زیان ورسوي او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان ته به شکایت وکړي.
د متحده ایالاتو د کارګرانو اتحادیې د ټرمپ دا پرېکړه وستایله، ځکه دوی تل د ازادې سوداګرۍ ضد وو.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ټرمپ دا اقدام نه یوازې د نړیوالې سوداګرۍ شخړه پراخوي، بلکې د نړۍ ستر اقتصادي ځواکونه یې د ځوابي اقداماتو لپاره چمتو کړي دي.

متحده ایالاتو خپلې بي دوه ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې دیهګو ګارسیا هوایي اډې ته استولې دي. دا اقدام د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د ستراتیژیکو بریدونو د تشخیص او مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.
د امریکا د ستراتیژیکې قوماندانۍ یوه ویاند له ایران انټرنشنل سره په مرکه کې تایید کړه چې« د امریکا ستراتیژیکه قومانداني له خپلو اړوندو برخو سره په منظمه توګه د نړیوالو عملیاتو مشري کوي.
هغه زیاته کړه، « زموږ هدف دا دی چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد ستراتیژیک بریدونه تشخیص کړو، مخه یې ونیسو او که اړتیا وه، له منځه یې یوسو».
د نوموړي په وینا، بي دوه بم غورځوونکې دیهګو ګارسیا ته رسېدلې دي، خو د عملیاتي امنیت د ساتنې له امله د عملیاتو یا تمریناتو په اړه نور جزییات نه شي ورکولای.
د وري میاشتې پر پنځمه ګڼو رسنیو رپوټونه ورکړل چې متحده ایالاتو پنځه بي دوه بم غورځوونکې، د سون توکو الوتکې او سي ۱۷بار وړونکې الوتکې یادې هوایي اډې ته لېږدولي دي.
څارونکي باور لري چې دا اقدام د دونالد ټرمپ د ادارې د پالیسیو یوه برخه ده، چې غواړي د ایران حکومت پوځي وړتیاوې وننګوي او د ایران د ملاتړو ډلو (لکه حوثیانو) فعالیتونه محدود کړي.
نیوزویک دا اقدامات د ایران لپاره یو جدي خبرداری بللی او ویلي یې دي چې امریکا د پراخو هوایي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
سکای نیوز رپوټ ورکړی چې امریکا خپل نظامي حضور په بېساري ډول زیات کړی او دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ (کارل وینسن) ختیز ته استول شوې.
ایران هم خپلې نظامي وړتیاوې چټکې کړې او تازه سپاه پاسداران قوماندان امیرعلي حاجيزاده له یوې نوې توغندیزې زیرمې څخه د لیدنې پرمهال وویل، « زموږ د ودې سرعت په دښمن جبهه کې د کمزوریو له ترمیم نه ډېر لوړ دی او دښمن به د ځواک په دغه انډول کې یقینا شاته وي».
