د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، جاپان د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې همکاري کول غواړي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د نشه يي توکو د بدیل کښت په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د نشه يي توکو د بدیل کښت په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشيي کورمایا سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د جاپان د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د متقي له قوله ویل شوي، چې طالبان د متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې له ټولو لوریو سره اړیکو ته لیوال دي.
متقي جاپان ته د طالبان د پلاوي سفر ته په اشاره له جاپان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره پر نورو تعاملاتو هم ټینګار کړی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري په ګډون یو لوړپوړی پلاوی د فبري په ۱۶مه توکیو ته سفر کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په کابل کې د جاپان د سفیر له قوله لیکل شوي، چې نوموړي په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید پر ضد د طالبانو د مبارزې ستانه کړې او د بدیل کښت په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د جاپان د سفیر ترمنځ په دغه لیدنه کې د دوحې پروسې د کاري ګروپونو په اړه خبرې شوي دي.

په کرمان کې د علي خامنه یي استازي حسن عليدادي سلیماني په دغه ولایت کې له میشتو افغانانو غوښتي چې خپل مالیات ورکړي. د خامنه یي استازي له افغانانو د مالیاتو په ټولولو کې د کرمان ولایت د مالي ادارې فعالیت "ارزښتناک" بللی دی.
د ایران دانشجو اژانس راپور ورکړی، چې د وري په اوومه نېټه حسن عليدادي سلیماني د کرمان د عمومي مالیې د چارو ادارې له چارواکو سره په یوه غونډه کې وویل:«دې خورا ارزښتناک اقدام بهرنیو وګړو ته دا توان ورکړی چې د نورو عاید لرونکو په څیر خپل قانوني مالیات ورکړي.»
د کرمان ولایت د مالیې چارو عمومي رییس حامد زینلپور هم په دغه ناسته کې په ولایتي مالیې ټینګار وکړ.
نوموړي تایید کړه چې په ایران کې له “بهرنیو وګړو” د مالیاتو راټولو پلان د لومړي ځل لپاره تېر کال په کرمان ولایت کې پلي شو.
نوموړي وويل:«د دې تګلاري د پلي کولو له پیل راهیسې، په دې ولایت کې له هغو کسانو چې د مالیې د ورکړې سابقه نه لري له ۱۵۰۰ میلیارد ریالو ډیر مالیات راټول شوي دي.»
د ایران چارواکي ډیری وخت په ایران کې مېشتو افغانانو ته د "بهرني اتباع" اصطلاح کاروي.
په تېرو میاشتو کې افغان کډوالو په کرمان ولایت کې د بهرنیو وګړو د چارو دفتر مخې ته د مالیې د چټک زیاتوالي په غبرګون لاریون هم کړی دی.
یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د کرمان ولایت د مالیې ادارې ناڅاپه د دوی مالیات د پام وړ زیات کړي او د دوی بانکي کارتونه یې بند کړي دي.
پر همدغه مهال یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ایران پر افغان کډوالو د څو کلونو مالیه او مالیاتي ملا ماتونکي جریمي په یو وخت لګولي دي.

د طالبانو د سرحدي پوليسو ویاند خبر ورکړی، چې په کابل هوايي ډګر کې يې هغه ۴ چینايي وګړي نيولي، چې غوښتل يې خام سره زر قاچاق کړي. عابدالله فاروقي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې کسانو سره یې ۶۷۸ ګرامه خام سره زر نیولي دي.
په کابل کې د طالبانو د سرحدي پولیسو ادارې د دې چینايي وګړو اړوند نور جزيات نه دي ورکړي.
طالبانو محلي رسنيو ته ويلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته اړوند ادارو ته وسپارل شي.
د طالبانو تر واک لاندي په تېرو نژدې څلورو کلنو کې د نورو بهرنیو وګړو ترڅنګ په لوی شمېر چینایان هم د سوداګرۍ، پانګونې، سیاحت او له طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو په موخه افغانستان ته سفرونه کړي.
فرانس ټلویزیون د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې چین په افغانستان کې د اقتصادي نفوذ د پراخولو او د طبیعي زیرمو د استخراج په لټه کې دی.
د طالبانو له سختو محدودیتونو او قوانینو سره سره، چین په دې وتوانید چې د ډیرو چینایي سیلانیانو او شرکتونو پام افغانستان ته واړوي.
چين د افغانستان زېرمې په جدي توګه تر نظر لاندې ساتلې دي.
افغانستان د مسو، سرو زرو، نفتو او قیمتي ډبرو سترې زیرمې لري، چې ټولیز ارزښت یې له زر میلیارد ډالرو زیات اټکل شوی دی.
یوه له مهمو پروژو د عینک مسو کان استخراج دی، چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړ و او د چین په پانګونې سره بیا پیل شو.
همدا راز چین د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج په برخه کې لوی تړونونه لاسلیک کړي او له ۲۰۲۴ کال راهيسي له دې منابعو د نفتو تولید پیل شوی دی.
په افغانستان کې لا هم امنیتي ننګونې موجودې دي.
په ۱۴۰۳کال د سلواغې په مياشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نامعلومو وسله والو د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو چینایي وګړی وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه کس ژباړن او موټر چلوونکى د پېښې له ځايه تښتېدلي او د طالبانو پوستې ته تللي دي.
د ١٤٠١ کال د ليندۍ په مياشت کې هم د کابل په نوي ښار کې د چينايي وګړو د اوسېدو پر يوه ځايي هوټل بريد شوى و، چې له امله يې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی، چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې په سیمهییزو رسنیو کې د ساکښو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي دي. تر دې وړاندې هم طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ له ورته کار نه منعه کړې وې.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، اوس د هغو ولایتونو شمېر لسو ته رسېدلی، چې طالبانو په کې د رسنیو له لارې د ژوند موجوداتو د انځورونو خپرول منعه اعلان کړي دي.
د دغه مرکز په وینا، دوی ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د مشرانو غږیز پیغامونه رسېدلي، چې په کې سیمهییزو رسنیو ته سپارښتنه شوې چې دا بندیز پلی کړي.
دغه پیغامونه د واټساپ له لارې د خبریالانو او د ځايي طالب چارواکو په ګډو ګروپونو کې استول شوي او په کې یادونه شوې چې د امر بالمعروف د قانون له مخې رسنۍ باید د ژونديو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.
د افغانستان د خبریالانو زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سیمهییزو رسنیو ته دا امر یوازې د پیغامونو له لارې نه، بلکې په حضوري ډول هم رسولی او مسوولانو ته یې د نه پلي کیدو له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په بدخشان کې ۱۰ راډیوګانې او دوه خصوصي ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې، او په نیمروز کې دوه ټلویزیونونه او څلور راډیوګانې فعالیت لري.
سربېره پر دې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون او باختر خبري اژانس هم په دې ولایتونو کې فعالیت کوي.
طالبانو تېر کال د امر بالمعروف قانون تصویب کړ، چې د ۱۷مې مادې له مخې یې د ژونديو موجوداتو انځورونه اخیستل او خپرول منعه کړي دي.
د همدې قانون له مخې، د امر بالمعروف مسوولان کولای شي چې د رسنیو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه کړي.
د خبریالانو یاد ملاتړ بنسټ خبر ورکوي، له دې قانون وروسته په قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او فراه ولایتونو کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه شوي دي.
دغه مرکز خبرداری ورکړی، چې د دې بندیز دوام به ټلویزیونونه له اطلاع رسونې په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي، چې د راډیوګانو او ټولنیزو شبکو د فعالیتونو محدودیتونه به هم زیات کړي او د رسنیو پر ازادۍ به بندیزونه لا پراخ شي.
د خبریالانو د حقونو فعالان او رسنیزو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ ته یو بل جدي ګواښ بللی دی.
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر ماڼۍ د دفتر مشر کریم خرم د یونېسف د هغه راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګنې تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شي. هغه طالبانو ته په اشارې ویلي، چې ۱۰ میلیونه اسراییل د علم پر مټ د ۵۰۰ میلیونه عربانو پر اوږو سپاره دي.
نوموړي زیاته کړې، که د یونېسف اټکل رښتیا شي، نو افغانستان به داسې ګوزار سره مخ شي چې خوار وجود به یې د جبران زیان هم ونه لري.
د هغه په خبره، داسې حالت به یوه فاجعه او دروند تاریخي بار وي.
کریم خرم وايي، د هېوادونو په غښتلتیا او پرمختګ کې «انساني سرمایه» خورا مهمه ده. هغه د طالبانو بندیزونو ته په شارې زیاته کړې، چې یو شمېر هغه مسلکي او تخصصي کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې بېلابېلو برخو کې ځانګړې وړتیاوې لرلې د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي.
د ارګ د دفتر دې پخواني رییس وايي، ډېری افغانان پر زده کړو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله د فرصت موندلو په هڅه کې دي، څو لوېدیځو هېوادونو ته کډې وکړي.
هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې نړۍ د بدلون په حالت کې ده او داسې یو حالت راتلونکی دی چې هېوادونه به ان بشري مرستې په شعارونو کې هم یادې نه کړي.
هغه طالبانو ته په اشاره کې دا هم زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په علم پر مټ په ټکنالوژۍ کې لوی لوی پرمختګونه کړي او ان د افغانستان غوندې هېوادونو کې ورته تر ځمکې لاندې هم هر څه په رڼه او ښه توګه ښکاري.
د طالبانو په واکمن کیدو سره که څه هم ډېری پخوانیو لوړ پوړو چارواکو هېواد پرېښود، خو کریم خرم لا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په بېلابېلو ناستو کې څنګ په څنګ لیدل کېږي.
طالبانو څه باندې دوه کاله وړاندې د هغه ځانګړی خبري ټلوېزیون «کابل نیوز» هم وتړلو.
که څه هم په هېواد کې پر دغو پخوانیو چارواکو د سیاسي ناستو ولاړو محدودیتونه او بندیزونه شته، خو د کریم خرم په ګډون پخواني چارواکي یوازې په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو څنګ زنې او اشاروي نیوکې کوي.
طالبانو په افغانستان کې سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ته سرې کرښې ویستي او ان د ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیزونه هم لګولي دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او بیا د پوهنځیو دروازې وتړلې او د امر ثاني په نوم لا هم بندې پاتې دي.
د طالبانو دننه هم یو شمېر کسانو د خپل مشر ملا هبتالله د دغه بندیز خلاف څرګندونې کړي دي، خو بیا یې هم د خپل مشر په دریځ کې بدلون نه دی رامنځته کړی.

د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې افغانان د سختو اقتصادي ستونزو له امله د کوچني اختر د خوشالۍ په رانږدې کیدو له اندېښنو سره مخ دي. د چین یوې دولتي رسنۍ ویلي، د طالبانو تر واک لاندې د اختر چمتووالی او خوشالۍ د اقتصادي ستونزو له کبله خورا پیکه شوي دي.
قاسم خیبر چې په کابل کې ښوونکی دی، د وچو مېوو د پیرودلو لپاره بازار ته تللی.
نوموړی د بیو د لوړوالي له امله اندېښمن دی. هغه شېنوا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: «سږ کال د وچو مېوو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوي دي او اقتصادي ستونزو داسې حالت ته رسولی یو چې د اختر لپاره مو امکانات ډېر محدود دي.»
خیبر چې ۳۷ کلن دی او د ۱۲ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه ګټونکی دی زیاتوي: «پخوا به مو د اختر لپاره ښه چمتووالی نیوه، خو سږ کال مو مالي وضعیت ډېر خراب دی.»
هغه زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی د پخوا په څېر مېلمنو ته بادام او پستې واخلي.
راپور کې راغلي، افغانان د دود له مخې د کوچني اختر لپاره وچې مېوې، خواږه او نوي کالي اخلي، خو د اقتصادي ناورین له امله سږ کال دا دودونه کمرنګه شوي دي.
شل کلن رامش چې په کابل کې د سړک پر غاړه وچې میوې او خواږه پلوري هم د بیو لوړیدو یادونه کوي.
د نوموړي په خبره: «د هر شي قیمتونه لوړ شوي، اقتصاد مو مخ پر ځوړ روان دی. ځینې خلک لا هم خریداري کولای شي، خو ډېر یې توان نه لري.»
هغه وايي، پخوا به یې هره ورځ ورځ له اویا څخه تر اتیا کیلو پورې خواږه پلورل، خو اوس د خلکو د عایداتو د کموالي له کبله یوازې له دېرشو تر پنځوس کیلو پلورلی شي.
رامش وویل: «ماشومان مې نوي کالي غواړي، خو روزګار خراب دی او زه یې ورته نشم اخیستلی.»
د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سر هم مهاله سلګونه زره افغانانو دندې له لاسه ورکړې او مرستندویه ادارو هم په هېواد کې خپل دفترونه وتړل.
نادولتي موسسو د طالبانو د سختو بندیزونو او سختدریځو مفکورو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه حس کړي او له همدې کبله دا مرستې هم راکمې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورځ تر بلې لوږه او فقر مخ په ډېریدو دی او د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي دا کچه لا نور هم لوړه شي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې میلیونونه انسانان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.
طالبان نه یوازې دا چې د دغه ناورین د مخنېوي په برخه کې پاتې راغلي، بلکې د خپلو بندیزونو له کبله یې یو شمېر هغه هېوادونه چې د لوږې په برخه کې یې مرستې کولې هم دې ته اړ کړي، څو خپلې بشري مرستې ونه کړي یا یې بېخي راکمې کړي.
