• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل هوایي ډګر کې ۴ چینايان د سرو زرو د قاچاق په تور نيولي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پوليسو ویاند خبر ورکړی، چې په کابل هوايي ډګر کې يې هغه ۴ چینايي وګړي نيولي، چې غوښتل يې خام سره زر قاچاق کړي. عابدالله فاروقي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې کسانو سره یې ۶۷۸ ګرامه خام سره زر نیولي دي.

په کابل کې د طالبانو د سرحدي پولیسو ادارې د دې چینايي وګړو اړوند نور جزيات نه دي ورکړي.

طالبانو محلي رسنيو ته ويلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته اړوند ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو تر واک لاندي په تېرو نژدې څلورو کلنو کې د نورو بهرنیو وګړو ترڅنګ په لوی شمېر چینایان هم د سوداګرۍ، پانګونې، سیاحت او له طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو په موخه افغانستان ته سفرونه کړي.

فرانس ټلویزیون د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې چین په افغانستان کې د اقتصادي نفوذ د پراخولو او د طبیعي زیرمو د استخراج په لټه کې دی.

د طالبانو له سختو محدودیتونو او قوانینو سره سره، چین په دې وتوانید چې د ډیرو چینایي سیلانیانو او شرکتونو پام افغانستان ته واړوي.

چين د افغانستان زېرمې په جدي توګه تر نظر لاندې ساتلې دي.

افغانستان د مسو، سرو زرو، نفتو او قیمتي ډبرو سترې زیرمې لري، چې ټولیز ارزښت یې له زر میلیارد ډالرو زیات اټکل شوی دی.

یوه له مهمو پروژو د عینک مسو کان استخراج دی، چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړ و او د چین په پانګونې سره بیا پیل شو.

همدا راز چین د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج په برخه کې لوی تړونونه لاسلیک کړي او له ۲۰۲۴ کال راهيسي له دې منابعو د نفتو تولید پیل شوی دی.

په افغانستان کې لا هم امنیتي ننګونې موجودې دي.

په ۱۴۰۳کال د سلواغې په مياشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نامعلومو وسله والو د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو چینایي وګړی وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه کس ژباړن او موټر چلوونکى د پېښې له ځايه تښتېدلي او د طالبانو پوستې ته تللي دي.

د ١٤٠١ کال د ليندۍ په مياشت کې هم د کابل په نوي ښار کې د چينايي وګړو د اوسېدو پر يوه ځايي هوټل بريد شوى و، چې له امله يې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو بدخشان، بغلان او نیمروز کې رسنۍ د ساکښو د انځورونو له خپرولو منعه کړې

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی، چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ساکښو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي دي. تر دې وړاندې هم طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ له ورته کار نه منعه کړې وې.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، اوس د هغو ولایتونو شمېر لسو ته رسېدلی، چې طالبانو په کې د رسنیو له لارې د ژوند موجوداتو د انځورونو خپرول منعه اعلان کړي‌ دي.

د دغه مرکز په وینا، دوی ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د مشرانو غږیز پیغامونه رسېدلي، چې په کې سیمه‌ییزو رسنیو ته سپارښتنه شوې چې دا بندیز پلی کړي.

دغه پیغامونه د واټساپ له لارې د خبریالانو او د ځايي‌ طالب چارواکو په ګډو ګروپونو کې استول شوي او په کې یادونه شوې چې د امر بالمعروف د قانون له مخې رسنۍ باید د ژونديو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.

د افغانستان د خبریالانو زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سیمه‌ییزو رسنیو ته دا امر یوازې د پیغامونو له لارې نه، بلکې په حضوري ډول هم رسولی او مسوولانو ته یې د نه پلي کیدو له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په بدخشان کې ۱۰ راډیوګانې او دوه خصوصي ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې، او په نیمروز کې دوه ټلویزیونونه او څلور راډیوګانې فعالیت لري.

سربېره پر دې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون او باختر خبري اژانس هم په دې ولایتونو کې فعالیت کوي.

طالبانو تېر کال د امر بالمعروف قانون تصویب کړ، چې د ۱۷مې مادې له مخې یې د ژونديو موجوداتو انځورونه اخیستل او خپرول منعه کړي دي.

د همدې قانون له مخې، د امر بالمعروف مسوولان کولای شي چې د رسنیو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه کړي.

د خبریالانو یاد ملاتړ بنسټ خبر ورکوي، له دې قانون وروسته په قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او فراه ولایتونو کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه شوي دي.

دغه مرکز خبرداری ورکړی، چې د دې بندیز دوام به ټلویزیونونه له اطلاع رسونې په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي، چې د راډیوګانو او ټولنیزو شبکو د فعالیتونو محدودیتونه به هم زیات کړي او د رسنیو پر ازادۍ به بندیزونه لا پراخ شي.

د خبریالانو د حقونو فعالان او رسنیزو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ ته یو بل جدي ګواښ بللی دی.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

خرم طالبانو ته: د علم له برکته نن ۱۰ میلیونه اسراییل د ۵۰۰ میلیونه عربانو په اوږو سپاره دي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر ماڼۍ د دفتر مشر کریم خرم د یونېسف د هغه راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګنې تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شي. هغه طالبانو ته په اشارې ویلي، چې ۱۰ میلیونه اسراییل د علم پر مټ د ۵۰۰ میلیونه عربانو پر اوږو سپاره دي.

نوموړي زیاته کړې، که د یونېسف اټکل رښتیا شي، نو افغانستان به داسې ګوزار سره مخ شي چې خوار وجود به یې د جبران زیان هم ونه لري.

د هغه په خبره، داسې حالت به یوه فاجعه او دروند تاریخي بار وي.

کریم خرم وايي، د هېوادونو په غښتلتیا او پرمختګ کې «انساني سرمایه» خورا مهمه ده. هغه د طالبانو بندیزونو ته په شارې زیاته کړې، چې یو شمېر هغه مسلکي او تخصصي کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې بېلابېلو برخو کې ځانګړې وړتیاوې لرلې د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي.

د ارګ د دفتر دې پخواني رییس وايي، ډېری افغانان پر زده کړو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله د فرصت موندلو په هڅه کې دي،‌ څو لوېدیځو هېوادونو ته کډې وکړي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې نړۍ د بدلون په حالت کې ده او داسې یو حالت راتلونکی دی چې هېوادونه به ان بشري مرستې په شعارونو کې هم یادې نه کړي.

هغه طالبانو ته په اشاره کې دا هم زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په علم پر مټ په ټکنالوژۍ کې لوی لوی پرمختګونه کړي او ان د افغانستان غوندې هېوادونو کې ورته تر ځمکې لاندې هم هر څه په رڼه او ښه توګه ښکاري.

د طالبانو په واکمن کیدو سره که څه هم ډېری پخوانیو لوړ پوړو چارواکو هېواد پرېښود، خو کریم خرم لا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په بېلابېلو ناستو کې څنګ په څنګ لیدل کېږي.

طالبانو څه باندې دوه کاله وړاندې د هغه ځانګړی خبري ټلوېزیون «کابل نیوز» هم وتړلو.

که څه هم په هېواد کې پر دغو پخوانیو چارواکو د سیاسي ناستو ولاړو محدودیتونه او بندیزونه شته، خو د کریم خرم په ګډون پخواني چارواکي یوازې په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو څنګ زنې او اشاروي نیوکې کوي.

طالبانو په افغانستان کې سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ته سرې کرښې ویستي او ان د ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیزونه هم لګولي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او بیا د پوهنځیو دروازې وتړلې او د امر ثاني په نوم لا هم بندې پاتې دي.

د طالبانو دننه هم یو شمېر کسانو د خپل مشر ملا هبت‌الله د دغه بندیز خلاف څرګندونې کړي دي،‌ خو بیا یې هم د خپل مشر په دریځ کې بدلون نه دی رامنځته کړی.

د لوږې او ناچارۍ په درشل کې؛ افغانان د کوچني اختر لپاره چمتووالی نیسي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې افغانان د سختو اقتصادي ستونزو له امله د کوچني اختر د خوشالۍ په رانږدې کیدو له اندېښنو سره مخ دي. د چین یوې دولتي رسنۍ ویلي، د طالبانو تر واک لاندې د اختر چمتووالی او خوشالۍ د اقتصادي ستونزو له کبله خورا پیکه شوي دي.

قاسم خیبر چې په کابل کې ښوونکی دی، د وچو مېوو د پیرودلو لپاره بازار ته تللی.

نوموړی د بیو د لوړوالي له امله اندېښمن دی. هغه شېنوا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: «سږ کال د وچو مېوو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوي دي او اقتصادي ستونزو داسې حالت ته رسولی یو چې د اختر لپاره مو امکانات ډېر محدود دي.»

خیبر چې ۳۷ کلن دی او د ۱۲ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه ګټونکی دی زیاتوي: «پخوا به مو د اختر لپاره ښه چمتووالی نیوه، خو سږ کال مو مالي وضعیت ډېر خراب دی.»

هغه زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی د پخوا په څېر مېلمنو ته بادام او پستې واخلي.

راپور کې راغلي، افغانان د دود له مخې د کوچني اختر لپاره وچې مېوې، خواږه او نوي کالي اخلي، خو د اقتصادي ناورین له امله سږ کال دا دودونه کمرنګه شوي دي.

شل کلن رامش چې په کابل کې د سړک پر غاړه وچې میوې او خواږه پلوري هم د بیو لوړیدو یادونه کوي.

د نوموړي په خبره: «د هر شي قیمتونه لوړ شوي، اقتصاد مو مخ پر ځوړ روان دی. ځینې خلک لا هم خریداري کولای شي،‌ خو ډېر یې توان نه لري.»

هغه وايي، پخوا به یې هره ورځ ورځ له اویا څخه تر اتیا کیلو پورې خواږه پلورل، خو اوس د خلکو د عایداتو د کموالي له کبله یوازې له دېرشو تر پنځوس کیلو پلورلی شي.

رامش وویل: «ماشومان مې نوي‌ کالي غواړي، خو روزګار خراب دی او زه یې ورته نشم اخیستلی.»

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سر هم مهاله سلګونه زره افغانانو دندې له لاسه ورکړې او مرستندویه ادارو هم په هېواد کې خپل دفترونه وتړل.

نادولتي موسسو د طالبانو د سختو بندیزونو او سختدریځو مفکورو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه حس کړي‌ او له همدې کبله دا مرستې هم راکمې شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورځ تر بلې لوږه او فقر مخ په ډېریدو دی او د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي دا کچه لا نور هم لوړه شي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې میلیونونه انسانان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.

طالبان نه یوازې دا چې د دغه ناورین د مخنېوي په برخه کې پاتې راغلي، بلکې د خپلو بندیزونو له کبله یې یو شمېر هغه هېوادونه چې د لوږې په برخه کې یې مرستې کولې هم دې ته اړ کړي، څو خپلې بشري مرستې ونه کړي یا یې بېخي راکمې کړي.

اسټرالیا د طالبانو له‌خوا له ځپل شویو نجونو او ښځو سره ۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له هغو افغان مېرمنو او نجونو سره چې د طالبانو د بندیزونو له کبله سختې اغېزمنې شوې دي پنځه میلونه ډالره مرسته کوي. هغې ویلي، دغه مرستې به د ملګرو ملتونو له لارې افغان ښځو او نجونو ته رسوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر پني وونګ وايي، دغه مرستې به د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې اړمنو انجونو او مېرمنو ته د اسانتیاوو تر څنګ د بېلابېلو خدمتونو په برخه کې ولګول شي.

هغه زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي مخنېوي، د ښځو روغتیايي وضعیت، د جنسیتي برابرۍ او بې ځایه شویو مېرمنو لپاره یې دغه مرستې کړې دي.

پني وونګ اسټرالیا دولتي رسنۍ اېس بي اېس ته وویل: «اسټرالیا د هغو افغان نجونو کلک ملاتړ کوي، چې د طالبانو د سېسټماټیکو سرغړونو خلاف یې زړورتیا ښودلې ده.»

هغې زیاته کړې، چې له ناورین په ډکو دغو حالات کې اسټرالیا په دغه مرستې سره ثابتوي چې د سولې او ثبات تر څنګ نړۍوالو ګټو ته ژمن هېواد دی.

هغې له افغانستان سره د تازه مرستو په تړاو وویل: «دا مرسته به هغو خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.»

اسټرالیا همدا راز له غزې سره هم د یوولس میلیونه ډالرو تازه مرستې خبر ورکړی او ژمنه یې کړې، چې هلته به روان ناورین د مخنېوي په برخه کې ځانګړي‌ اقدامات وکړي.

دغه مرستې داسې مهال کېږي چې طالبانو په کور دننه په افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې هم بندې کړي دي.

همدا راز یې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي، چې ان په ډېری برخو کې دندو ته هم نه پرېښودل کېږي، بلکې د امربالمعروف د محتسبانو له لوري د سفرونو پر مهال ځورول کېږي هم.

اسټرالیا داسې مهال له افغانستان سره مرستې کوي، چې تازه ډونالډ ټرمپ د امریکا پراختیایي مرستې بندې کړي چې له امله یې په افغانستان کې هم نادولتي موسسې اغېزمني شوي او په بشري برخه کې د مرستو کچه هم خورا کمه شوې ده.

د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله د طالبانو تر واک لاندې د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو یو شمېر مرستندویه پروژې هم په ټپه ولاړې دي.

د پخواني جمهوریت له پرځیدو سره سم په افغانستان کې د لوږې او فقر کچه تر بل هر وخته ډېر شوې ده.

همدا راز طالبانو خلکو ته کاري فرصتونه کم کړي او د دغه ډلې له لوري د نړۍ والو سره د تعامل نه لرلو له کبله هم پر افغانستان ځینو هېوادونو خپلې بشري مرستې بندې کړي یا مشروطې کړي دي.

نیوکې دا دي چې طالبان په افغانستان کې د روان بشري ناورین او اقتصادي ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي.

ملګرو ملتونو او شمېر نورو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې د بشري مرستو د کمیدو له کبله به په دغه هېواد کې د مرستو کچه نوره هم کمه شي او له امله به میلیونونه انسان د لوږې له ستر ګواښ سره مخ شي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان:پاکستان دې د جلاوطنه افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د (وري اتمه) په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي‌ او د دوی له ځورولو څخه دې لاس واخلي.

یاد سازمان دغه څرګندونې د بي بي سي پخواني خبریال محمود کوچي او د هغه د زوی د نیول کیدو په غبرګون کې کړې، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه افغان خبریال او د هغه زوی تر څو ساعتونو وروسته پولیسو بېرته خوشې کړي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکي، چې ډېر شمېر افغان خبریالان د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله جلاوطنۍ ته اړ شوي، چې ځینې یې لا هم په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو تر څنګ د پولیسو د نیول کیدو او ایستل کیدو له ګواښ سره هم مخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د مېشتیدنې قانوني اسناد یا نه تمدیدوي او یا هم په کې کافي ځنډ رامنځته کوي او بیا ورته پلمې لټوي.

د دغه ځنډ له کبله افغان خبریالانو تر څنګ په یاد هېواد کې په ویزو مېشت افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي.

همدا راز د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو غوښتل شوي، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب قضیې دې ژر تر ژره وڅېړي، څو په پاکستان کې د پولیسو نیول کیدو او ورسره تړلو کړاونو څخه خوندي شي.

دغه سازمان د بشري حقونو له ملاتړ کوونکو ادارو او رسنیو غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په تړاو جدي اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت بندیزونه ولګیدل چې له کبله یې خبریالان خورا ډېر اغېزمن شول.

د دغو محدودیتونو او بندیزونو له کبله د لسګونه رسنیو تړل کیدو تر څنګ سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

طالبانو د رسنیو سیاسي خپرونې او خبرونه سانسور کړي دي. او په افغانستان کې فعالې رسنۍ او خبریالانې د طالبانو د بندیزو له امله حق نه لري چې پر دغه ډلې نیوکې وکړي.

اوس مهال له افغانستان دباندې رسنۍ او افغان خبریالان د هېواد دننه وضعیت څاري، خو په ګاونډیو هېوادونو کې ځینې مېشت خبریالان لا هم له جدي ګواښ سره مخ دي.

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې افغان خبریالان په کې له جدي ستونزو سره مخ دی او ان خپل هېواد ته د ایستل کیدو ویره هم ورسره ده.

په پاکستان کې بیا ان له تېرو درېیو کلونو په لړ کې یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالان د نامعلومه کسانو له لوري ګواښل شوي، ډبول شوي او په ډزو هم ویشتل شوي‌ دي.