• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو ملاتړ سازمان:پاکستان دې د جلاوطنه افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د (وري اتمه) په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي‌ او د دوی له ځورولو څخه دې لاس واخلي.

یاد سازمان دغه څرګندونې د بي بي سي پخواني خبریال محمود کوچي او د هغه د زوی د نیول کیدو په غبرګون کې کړې، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه افغان خبریال او د هغه زوی تر څو ساعتونو وروسته پولیسو بېرته خوشې کړي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکي، چې ډېر شمېر افغان خبریالان د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله جلاوطنۍ ته اړ شوي، چې ځینې یې لا هم په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو تر څنګ د پولیسو د نیول کیدو او ایستل کیدو له ګواښ سره هم مخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د مېشتیدنې قانوني اسناد یا نه تمدیدوي او یا هم په کې کافي ځنډ رامنځته کوي او بیا ورته پلمې لټوي.

د دغه ځنډ له کبله افغان خبریالانو تر څنګ په یاد هېواد کې په ویزو مېشت افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي.

همدا راز د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو غوښتل شوي، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب قضیې دې ژر تر ژره وڅېړي، څو په پاکستان کې د پولیسو نیول کیدو او ورسره تړلو کړاونو څخه خوندي شي.

دغه سازمان د بشري حقونو له ملاتړ کوونکو ادارو او رسنیو غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په تړاو جدي اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت بندیزونه ولګیدل چې له کبله یې خبریالان خورا ډېر اغېزمن شول.

د دغو محدودیتونو او بندیزونو له کبله د لسګونه رسنیو تړل کیدو تر څنګ سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

طالبانو د رسنیو سیاسي خپرونې او خبرونه سانسور کړي دي. او په افغانستان کې فعالې رسنۍ او خبریالانې د طالبانو د بندیزو له امله حق نه لري چې پر دغه ډلې نیوکې وکړي.

اوس مهال له افغانستان دباندې رسنۍ او افغان خبریالان د هېواد دننه وضعیت څاري، خو په ګاونډیو هېوادونو کې ځینې مېشت خبریالان لا هم له جدي ګواښ سره مخ دي.

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې افغان خبریالان په کې له جدي ستونزو سره مخ دی او ان خپل هېواد ته د ایستل کیدو ویره هم ورسره ده.

په پاکستان کې بیا ان له تېرو درېیو کلونو په لړ کې یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالان د نامعلومه کسانو له لوري ګواښل شوي، ډبول شوي او په ډزو هم ویشتل شوي‌ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل په هوایي ډګر کې یوه همجنس خوښې نجلۍ او د هغې بهرنی ملګری نیولی دی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰

د برېټانیا اینډیپینډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو له لوري یوه همجنس خوښې نجلۍ او د هغې بهرنی ملګری نیول شوي، چې غوښتل یې ایران ته پرواز وکړي، خو د دوی له ډلې درېیمه یې پر سفر بریالۍ شوې ده.

یادې رسنۍ د دغو نجونو نومونه مریم راویش او پروین حسیني ښودلي چې بهرنی ملګری یې ماو الچینا پیسکو نومېږي.

د مریم راویش همجنس خوښې ملګرې پروین حسيني ویلي، دوی هڅه کوله له افغانستان څخه ووځي او په ایران کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه، چې له مریم سره یې نږدې څلور کاله اړیکه درلوده، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې ژوند نور هم سخت شو او د همدې فشارونو له امله یې پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدي.

د راپور له مخې، دغو درې تنو تابیا کړې وه، چې د ماهان هوایي شرکت له لارې تهران ته لاړ شي او د سهار په لس بجو او دېرش دقیقو یې پرواز چمتو شوی و.

سره له دې چې طالبان ښځینه پرته له محرمه سفرونو ته نه پرېږدي، خو دغو همجنس خوښو نجونو بیا هم د تګ هڅه کوله.

پروین حسيني وایي: «کله چې دوی د کابل هوایي ډګر ته ورسېدل، طالبانو مریم راویش او الچینا پیسکو ودرول، خو زه هوايي ډګر ته دننه شوم او ایران ته راورسېدم. طالبانو د راویش او پیسکو موبایلونه وکتل او پوه شول چې دوی د د همجنس خوښو ټولنې غړیتوب لري.»

د هجنس خوښو د ملاتړ سازمان روشنایا مشر نعمت سادات ویلي: «وروستی ځل چې مې له دوی سره اړیکه وشوه، طالبانو د هوایي ډګر دننه یوه نامعلوم ځای ته لېږدول. زه ویره لرم چې دوی به اوس د طالبانو په زندان کې وي.»

نعمت سادات، چې له مریم او الچینا سره یې له اوږدې مودې راهیسې کار کړی زیاتوي چې د طالبانو زندانونه د همجنس خوښو لپاره خورا ځورونکي او خطرناک دي.

نوموړي وویل: «طالبان ښځې د کورنۍ د ضمانت په بدل کې خوشې کوي، خو ټرانس کسانو ته سختې سزاوې ورکوي. دوی ځوروي، جنسي تیري پرې کوي او ان شکنجه ورکوي. زه وېریږم، چې ماو الچینا پیسکو به هم اوس له سخت تاوتریخوالي سره مخ وي.»

د روشنایا سازمان خبر ورکړی، چې له څو میاشتو راهیسې یې د دغو کسانو پر ایستلو کار کولو او نږدې پنځه زره ډالره لګښت یې پرې کړی و.

راپور کې راغلي دوی غوښتل چې د پروین او مریم د اړیکې کیسه مستنده کړي، څو نړۍ ته وښيې چې د طالبانو تر واک لاندې همجنس خوښي له جدي ننګونو سره مخ دي. 

ایندیپېنډنټ وايي، دوی د مریم راویش، پروین حسيني او ماو الچینا پیسکو د الوتکې ټکټونه، پاسپورټونه او وېزې لیدلي دي، چې ثابتوي دوی قانوني سفر کاوه، خو د طالبانو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

راپور زیاتوي چې طالبان د اسلامي افکارو له مخې همجنس خوښي ناروا عمل بولي او له همدې امله یې پرې د محدودیتونو تر څنګ سختې سزاوې هم لګولي‌ دي.

د‌ پروین حسیني په خبره، هغې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته له مریم سره په یوه ښوونځي کې ولیدل او دواړو پر یو بل زړه بایلود، خو د ټولنیزو ستونزو له کبله یو کال وروسته سره جلا شولې.

دوی په ۲۰۲۳ کې بیا اړیکه جوړه کړه، خو پوهیدل چې د افغانستان په اوسنیو حالتو کې د دوی دا اړیکې له امکان څخه لرې دي.

د پروین په وینا: «موږ پوهېدو چې زموږ کورنۍ به موږ ونه مني، نو مو پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځو. اوس زه په ایران کې یواځې پاتې یم او مریم د طالبانو په زندان کې ده. زه هره ساعت ځورېږم، موږ غوښتل وتښتو خو زه وژغورل شوم او هغه ونیول شوه.»

ایندیپېنډنټ هڅه کړې چې د دې قضیې په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو تر اوسه یې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ټي ټي‌ پي: له افغانستان سره د پاکستان روانه تګلاره له «شرعي او عقلي» پلوه لوی خیانت دی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰

پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت په یوه ځانګړي پېغام کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کړې، چې د لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره یې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره اړیکې ترینګلې کړې او له افغانستان سره یې چلند له خیانت څخه ډک دی.

د ټي ټي پي مشر په دغه اختریز پیغام کې افغانستان خپل مسلمان ګاوڼدی ورور بللی او پر پاکستان یې نیوکه کړې چې د لوېدیځو هېوادونو د خوشالولو تر څنګ یې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په لوی لاس له افغان طالبانو سره اړیکي خړ پړ کړي.

یاده وسله والو داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناندرۍ تر بل هر وخته ډیرې شوې دي.

د دواړو لوریو ترمنځ په ښکاره د اړیکو خرابیدو پر سر هم ډول ډول نظرونه دي او ځینې کارپوهان دغو روانو ناندریو ته د شک په سترګه ګوري.

پاکستاني طالبانو په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ په روژې میاشت کې هم په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ولسي خلک وژلي، ځورولي او زنداني‌ کړي دي. پاکستاني طالبانو نیوکه کړې، چې د پوځ د دغه کړنو خلاف ولسي خوځښتونه کم رنګه دي او هماغه شان چې په کار و ورته غبرګون نه دی ښودل شوی.

دغې ډلې همدا راز نیوکه کړې، چې د پاکستان حکومت او اسټبلیشمنټ له لوري په روژې میاشت کې د دیني عالمانو د وژل کیدو لړۍ هم روانه وه.

ټي ټي پي زیاته کړې: «په ګران هېواد پاکستان کې د حکومتي چارواکو له‌خوا د ظلم لړۍ ونه دریده او د علماوو د وژل کیدو لړۍ روانه ده.»

پاکستاني طالبانو ویلي، پوځ نه غواړي چې دغه هېواد سیاسي خپلواکي ولري او په لوی لاس یې په خپل هېواد کې اقتصادي بې ثباتي هم رامنځته کړې ده.

پاکستان لا تر اوسه پورې په رسمي توګه د یادې وسله والې ډلې دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې په خپلو څرګندونو کې دغه ډله «خوارج» بللي دي.

پر کابل د افغان طالبانو له واکمنیدو سره هم مهاله په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه چټک او پراخ شوي، چې د باورنو له مخې پر کابل یې د متحدینو واک یې پر فعالیتونو ژورې اغېزې کړي‌ دي.

پاکستان افغان طالبانو ته ګوته نیسي، چې په افغانستان کې یې دغه ډلې ته نه یوازې دا چې پناه ځایونه ورکړي، بلکې په پاکستان کې یې د خپلو وسله والو فعالیتونو د زیاتوالي لپاره هلته مالي سرچینې هم موندلي دي.

پاکستان په وار وار نیوکه کړې، چې افغان خاوره یې او پر ضد کارول کېږي او د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد نورې وسله والې ډلې اوس په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري،‌ خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼلې ده.

د ملا هبت‌الله ویاند څو څو ځله پاکستان ته غبرګه کړې چې د خپلو نا امنیو پړه دې پر دوی نه اچوي او د دې پر ځای باید خپلو تېروتنو ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو وروستي راپور کې هم اندېښنه ښودل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د ترهګرو په پناه ځای بدل شوی او «ټي ټي پي» په سیمه کې پر یوې لویې وسله والې ډلې او ګواښ بدلیدونکې ده.

امیرخان متقي: د متوازن چلند او اقتصادي تګلارو له امله مو ډيپلوماتیک پرمختګ کړی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په ناسته کې خوښي څرګنده کړې چې ګنې د ښو اقتصادي تګلارو پر انډول برابر چلند او نورو ته د زیان نه رسولو تګلارو له کبله یې له نړۍ سره په ډېپلوماتیکو اړیکو کې پرمختګ کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسنیز دفتر د (وري اتمه) په یوې خبرپانه کې د دغه ناستې په تړاو خبر ورکړی دی.

متقي ویلي، طالبان د جاپان په ګډون له ټولې نړۍ سره او اړخونو سره د «ابرومندانو اړیکو» ته لېواله دي.

نوموړي د جاپان ته د طالبانو د یوه لوړ پوړي پلاوي سفر ګټور بللی او د یاد هېواد له استازي یې غوښتي چې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا لپاره ورسره ورته همکارۍ لا زیاتې کړي، څو د دواړو لوریو ترمنځ تعاملات لا ډېر شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اوسمهال دوی په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ کړی او د جاپان هېواد سفیر ته یې یاده کړې، څو د افغانستان دننه په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا خپل هېواد ته د طالبانو د پلاوي سفر ارزښتمن بللی.

په خبرپاڼه کې د جاپان د سفیر له خولې طالبانو لیکلي چې ګوندي د کوکنارو د کښت مخنېوي او له نشه یې پر ضد د مبارزې په برخه کې نوموړي د دوی ستاینه کړې ده.

طالبان داسې مهال له نړۍوالو سره د ښه تعامل ادعاوې کوي، چې دغه ډله لا تر اوسه هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

کارپوهان په دې باور دي چې د چین، ایران او منځنۍ اسیا په ګډون نور ګاونډي هېوادونه له مجبورۍ طالبانو سره خپلې اړیکې پالي،‌ ځکه دغه هېوادونه له افغانستان څخه ورت د پېښو اټکل شویو ګواښونو له مخې اړ دي چې یادې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.

له دې مخکې طالبانو د بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي او د چین پانګوال، خو بیا لا له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کاني زېرمو پر قراردادونو بوخت دي.

اوس مهال چینایان تر بل وخت ډېر له طالبانو سره خوږې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره اقتصادي اړیکې پراخې کړي دي.

ایران بیا یو بل ګاونډی دی چې له طالبانو سره یې خپلې راشه درشې ډېرې کړي، خو د طالبانو پخوانی متحد هېواد پاکستان بیا له دغه ډلې سره پر ډېپلوماټیکو ناندریو اخته دی.

دواړه لوري په ښکاره پر یو بل سخت تورونه پورې کوي او هره یو ګوته نېسي چې ګنې نا امنۍ یې ورته پېښې کړي دي.

پاکستان طالبانو تورنوي چې «ټي ټي پي»‌ ته یې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریزې بریدونه پلانوي، خو برعکس طالبان بیا پر پاکستان دا تور لګوي چې ګوندې د دوی پر ضد په خپل هېواد کې د داعش وسله وال روزي او بیا افغانستان ته د بریدونو لپاره لېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډېپلوماټیکې ناندرۍ داسې مهال دي، چې طالبان له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په وار وار د ښه تعامل لرلو یادونې کړي‌ دي.

د پاکستان پوځ: د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مو ۱۱ وسله وال وژلي دي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ ویلي چې د مارچ په ۲۷مه د پنجشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې یوولس وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي، چې ځواکونو یې د شمالي وزیرستان اړوند په میرعلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنست عملیات ترسره کړي چې اته وسله وال یې وژلي دي.

د عامه اړیکو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې پوځ یې د شمالي وزیرستان په مېرانشاه کې همدا ډول دوه وسله وال وژلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې ځواکونو یې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند په دربان سیمه کې هم پوځي عملیات کړي چې په پایله کې یې یو وسله وال وژلی او سیمه یې له وسله والو تصفیه کړې.

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې وسلې او مهمات د پوځ لاس ته ورغلي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره وسلې د دوی لاس ته ورغلي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو عملیاتو او د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا زیاتې سیمې یو ځل بیا د نا امنیو شاهدې دي، قبایلي سیمې، وزیرستانونه، ډېره اسماعېل خان او په ډېورنډ فرضي کرښه پرتې نورې ولسوالۍ د نور کله په پرتله ډېرې نا امنه دي او وخت نا وخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

د کندهار امنیتي غونډه؛ حقاني له دوه میاشتني خفګان وروسته کندهار ته تللی

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له دوه میاشتني خپګان وروسته کندهار ته تللی او د نورو امنیتي اورګانونو د وزیرانو سره یو ځای یې د طالبانو مشر ملا هبت الله سره د امنیت اړوند ناسته ترسره کړې.

دا امنیتي ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

سراج الدین حقاني دوه میاشتې د کورنیو چارو وزارت ته نه وو تللی او داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نوموړی د طالبانو د مشر په ځينو پرېکړو ناراضه دی.

له ملا هبت الله سره په دغه ناسته کې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ملي امنیت رییس عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ‌ذاکر او کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ګډون کړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ناستې په اړه پر اېکس لیکلي چې یادو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د دوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړ.

‏مجاهد لیکلي: «په ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته، د اجراتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات ورکړل شول او د لا ښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه لازم تصامیم ونیول شول.»

د امنیتي اورګانونو له مشرانو سره د ملا هبت الله ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ډله کې بار بار د خپلمنځي ژورو اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

ډېری هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په رژیم باور درلود، اوس یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مشرتابه کې دننه اختلافات لاپسې زیات شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدل به د دغې ډلې په لیکو کې د بغاوت لامل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اېکس یو سپېس ته خبرو کې تایید کړه چې اختلافات شته خو په هغه کچه نه چې فزیکي شخړې ته وده ورکړي.

د طالبانو زیات شمېر غړي په دې باور دي، چې د دوی مشر له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي.

د دغه اختلافاتو وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له دې وروستۍ اختریزې وینا وړاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نیوکو وروسته د خپلې کابینې په اړه توند بیان خپور کړی و او ټينګار یې کړی و چې په ده نیوکه کوونکي باید د رسنیو پر وړاندې نیوکې ونه‌کړي.

که څه هم د طالبانو د مشر د وینا الفاظ به عمومي وو؛ خو په حقیقت کې یې مخاطبین یوه ځانګړې حلقه طالبان دي، چې دی یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې احتمالي تهدید ګڼي.