په کابل کې د ایران سفیر وايي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح دي

د افغان کډوالو له ځورولو او شړلو سره هم مهاله په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو له اطلاعاتو کلتور وزیر سره په لیدنه کې افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللي.

د افغان کډوالو له ځورولو او شړلو سره هم مهاله په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو له اطلاعاتو کلتور وزیر سره په لیدنه کې افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خیرخوا یاته کړه:«اوس د کلتوري تعاملاتو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی، نوموړي د کلتوري نندارتونونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی فعالیتونو پر تنظیمولو ټینګار وکړ، ترڅو د سیاحت صنعت ته وده ورکړل شي.»
د ایران سفیر علیرضا بیکدلي هم افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللو سره ویلي: «د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.»
په کابل کې د طالبانو وزیر او د ایران سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو ځورولو او نیولو زور اخیستی دی.
د رپوټونو له مخې، یو شمېر افغانانو چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي نو د سرحدي سیمو کې د ایراني ځواکونو له په ډزو وژل شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د وري په ۴مه له طالبانو سره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی، چې د افغان کډوالوپر ستنولو متمرکزه ده.
عباس عراقچي وايي، د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي.


د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنه وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته د بغدو ښار په فلاس دې لا وېکټوریا سیمه کې یوه افغان بل افغان کډوال په چاقو سره وژلی دی.
په ټولیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډو کې لیدل کیږي، چې د یوه کس په لاس کې په وینو ککړ چاقو دی او څنګ ته یې بل کس ښکاري چې مرۍ یې پرې شوي دي.
په پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرو کې وویل، چې د هرات ولایت اوسیدونکي نور اغا خپل ملګری ۲۶ کالن عبدالوهاب په قاچاقو سره وژلی.
نوموړی وايي، پولیسو د عبدالوهاب د وژنې په تور نور اغا د پیښي په ځای کې نیولی.
نور اغا پولیسو ته ویلي، چې عبدالوهاب یې د کورنۍ په مخ کې بې احترامې کړې وه.
د بغدو پولیسو د عبدالوهاب د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.
پولیسو ویلي چې ۳۰ کلن نور اغا لپاره د قصدي قتل قضیه پرانیستل شوې او ییاده قضیه د جرمونو څانګه له خوا څیړل کیږي.
پر همدغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالوهاب او نور اغا په یوه کور کې استوګن وو او د کور د لګښتونو لپاره د پیسو پر حساب او کتاب یې لانجه لرله.
نږدې کال مخکې هم فرانسه کې د فراه یوه اوسېدونکي د ننګرهار یو اوسېدونکی په دې وژلی و، چې خپل پور یې ترې غوښتی و.
دوه ورځې وړاندې د امریکا په ټکساس ایالت کې هم د مسیح الله په نوم یوه افغان کډوال عبدالرحمان نیازی په خپل دفتر کې وواژه.
پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژنې په تور مسیح الله نیولی خو لا هم د نیازې د وژنې انګیزه نه ده څرګنده.

د ريپیډ رسپانس ۴۷ په نوم یوې امریکايي رسنۍ خبر خپور کړی، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس ویلي: «طالبان د نړۍ تر ټولو ناوړه ترهګره ډله ده.» هغه دغه خبره له امریکايي پوځيانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.
ښاغلي وینس په ګرینلینډ کې د امریکايي پوځیانو په یوه غونډه کې په خپله وینا کې زیاته کړه چې: «د نړۍ یو تر ټولو بدې ترهګرې ډلې ته د امریکا د شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالرو وسلې او پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.»
د امريکا د ولسمشر مرستيال دغه څرګندونې د ګرينلینډ په شمال لوېديځ کې پروت په پيتوفيک کې د دغه هېواد له پوځي اډې څخه د ليدنې پر مهال کړي دي.
ښاغلي وینس د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې په بهیر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدل د بایډن د حکومت له خوا یوه «ناوړه تېروتنه» بللې ده.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف په نامه ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.
بلخوا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سي بي سي ټلویزون ته ویلي، چې طالبان چمتو دي، څو د ټرمپ له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړي، خو په خبره یې چې افغانستان کې ترې پاتې امریکایي وسلې او پوځي وسایل به هېڅکله بېرته ورنه کړي.
د هغه په خبره، طالبان خپلې هغه وعدې ته ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي غونډې پر مهال پرېکړه کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوبو او برېښنا بندونو د جوړلو په موخه مطالعاتي پروژې پیل شي.
د هغه له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې دغه پروژې به سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شي.
په دې ډله کې د میدان وردګو ګړومبي بند، د بلخ قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند پر مطالعاتي پروژو دغه ناسته کې بحث شوی دی.
ملا برادر په دغې ناسته کې پرېکړه کړې څو روان ۱۴۰۴ مالي کال کې دغه مطالعاتي پروژې شاملې کړي، چې د دغو بندونو سروې او د امکان سنجۍ چارې ژر تر ژره ترسره شي.
د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په دې ناسته کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند پر جوړولو او له کابله تر جلال اباد د ۹۰ کېلومتره د برېښنا مزي غځول تر څنګ د شیخ مصري ښارګوټي د سب سټېشن چارو په تړاو بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا برادر په مشرۍ دغه ناسته کې د ملا هبتالله تر تاییدۍ وروسته د خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونګې طرحه هم تایید شوې ده.
ویل شوي چې په دغه پروژه کې به پانګوال د برېښنا د تولید په موخه پنځوس میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د دغه پروژې هم د پیل کیدو خبرې شوې وې، خو بیا پسې بېرته سړې شوې او پر وړاندې یې لوی خنډ دغه صنعتي پارک ته نږدې د طالبانو وسله والو فعالیتونه یادیدل.
نا امنیو هغه مهال د دغه پروژې د پلي کیدو مخه نیولې وه، چې اصلي عاملین یې طالبان بلل کیدل، خو اوس طالبان په خپله واکمنۍ کې د دې پروژې د ژر تر ژره پیل کیدو خبر ورکوي.
طالبانو د عامه افکارو لاسته راوړلو او تبلیغاتو په موخه د رغنیزو پروژو خبرونه خپروي، خو نیوکې دا دي چې طالبان په عملي توګه خپلو دغو کړیو ژمنو ته وفاداره نه پاتې کېږي او یوازې د شعارونو تر حده وي.
طالبان داسې مهال د اوبو بندو د مطالعاتي پروژو د پیل کیدو پر سر خبرې کوي، چې خلک غوښتنې کوي، څو پر کونړ او نورو سیندونو بېښنا بندونه جوړ شي.
که څه هم په افغانستان کې پرېمانه اوبه شته، خو په سمه توګه یې مدیریت نه دی شوی او نه هم پرې کافي برېښنا بندونه جوړ شوي څو د برېښنا داخلي اړتیاوې پوره کړي.
د کارپوهانو په وینا، که یوازې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړ شي، نه یوازې به د هېواد داخلي اړتیاوې پوره کړي بلکې افغانستان به د دې جوګه شي، څو نورو هېوادنو ته هم برېښنا صادره کړي او له دې لارې پراخ عواید لاس ته راوړي.

یو شمېر افغانالاصله او ایرانيالاصله کاناډایان امریکا ته له تګ څخه منعه شوي دي. د ګلوب اینډ میل کاناډایي ورځپاڼې د یو شمېر وکیلانو او مهاجرتي مشاورینو له قوله لیکلي، چې دغه اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سختو تګلارو له امله شوی دی.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر افغانالاصله او ایرانيالاصله کاناډایان، چې د سوداګرۍ، سیاحت او یا هم د کورنیو د لیدلو لپاره امریکا ته روان وو، د امریکا د سرحدي چارواکو له سختو پوښتنو سره مخ شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې څو متحده ایالتو ته ننوځي.
له ګلوب اینډ مېل سره یو شمېر حقوقي کارپوهانو په خبرو کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خپلو وګړو د خوندیتوب په موخه دې رسمي مسافرتي خبرداری صادر کړي.
دوی وايي، افغانالاصله او ایرانیالاصله کاناډایان باید خبر شي، چې که امریکا ته سفر کوي، نو د دوی ویزه لغوه کېدای شي او د «نکسوس یې هم کارت بندېدای شي.»
دغو کاناډایانو ته ان د نیول کیدو او بېرته شړل کیدو ګواښ هم ورته پېښ دی.
سره له دې چې د هغو کاناډایانو لپاره رسمي او دقیقه احصایه نشته چې د سفر مخه یې نیول شوې، خو د کډوالۍ یو شمېر وکیلانو تایید کړې، چې د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې دا ډول پېښې ډېرې شوي دي.
دا هغه نېټه ده چې ټرمپ د بهرنیو وګړو اړوند د سختو امنیتي ارزونو فرمان لاسلیک کړ.
د نیویارک ټایمز او رویټرز خبري اژانسونو د « ۱۴۰۳ کال د کب ۲۵مې» د راپور له مخې، د امریکا حکومت د داسې یو پراخ سفري بندیز د پلي کولو ارزونه کوي، چې له کبله به یې د لسګونو هېوادونو وګړي له جدي محدودیتونو سره مخ شي.
که چیرې دا تګلاره عملي شي، نو د افغانستان، ایران، شمالي کوریا، کوبا، سومالیا، لیبیا، یمن، سوریې، ونزویلا، سوډان او بوتان وګړي به په هېڅ ډول امریکا ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
په دې سربېره، د لسو نورو هېوادونو وګړو ته به د سفر سخت شرایط وضعه شي. د بېلګې په توګه، یوازې شتمن سوداګر به د ویزې ترلاسه کولو اجازه ولري، خو مهاجرتي او سیاحتي ویزې به یې وځنډول شي.
همداراز، د دغو هېوادونو وګړي باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره په سفارتونو یا کونسلګریو کې مرکو ته حاضر شي او د اسنادو د ارزونې بهیر به یې هم خورا سخت وي.
د امریکا د سفر د بندیزونو درې کټګورۍ
د امریکا حکومت له خوا د چمتو شوي لېست له مخې،هېوادونه په درې کټګوریو وېشل شوي دي:
سور لېسټ: دا ۱۱ هېوادونه امریکا ته د خپلو وګړو د سفر اجازه نه لري: افغانستان، ایران، شمالي کوریا، کوبا، سومالیا، لیبیا، یمن، سوریه، ونزویلا، سودان او بوتان.
نارنجي لېسټ: دا ۱۰ هېوادونه دي چې د دوی پر وګړو سخت محدودیتونه لګول کېږي، خو د سفر اجازه به یې په بشپړه توګه لغوه نه شي. د بېلګې په توګه، یوازې شتمن سوداګر یې کولی شي امریکا ته سفر وکړي، خو د کډوالۍ او سیاحتي ویزو بهیر به یې وځنډول شي.
دغه هېوادونه لکه: بلاروس، اریتریا، هایټي، لاووس، میانمار، پاکستان، روسیه، سیرا لیون، جنوبي سوډان او ترکمنستان.
ژیړ لیست: دا ۲۲ هېوادونه ۶۰ ورځې وخت لري، څو د امریکا د حکومت له خوا مشخص شوي شرایط پوره کړي.
که یې دا ونه کړل، نو له نورو دوه لېسټونو سره به یوځای شي او د دوی پر وګړو به هم د سفر بندیز ولګېږي. په دې هېوادونو کې انګولا، انتیګوا او باربودا، بینین، بورکینافاسو، کامبوج، کامرون، کیپ ورد، چاد، د کانګو جمهوریت، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، دومینیکا، استوایی ګینه، ګامبیا، لایبریا، ملاوي، مالي، موریتانیا، سنت کیتس او نیویس، سنت لوسیا، ساؤ ټومه او پرنسیپ، وانواتو او زیمبابوې شامله ده.
د نیویارک ټایمز او رویټرز د معلوماتو پر بنسټ چې د امریکا حکومت له باخبرو سرچینو یې ترلاسه کړی، دا لېسټ لا وروستی شوی نه دی او د سپینې ماڼۍ د تصویب دمخه، بدلونونه په کې راتلای شي.
سوفیا همایون، چې د کاناډا په میسي ساګا کې د لکسالتیکو حقوقي دفتر مهاجرتي مشاوره ده وايي، چې د مسلمانو هېوادونو وګړي د امریکا د سختو او غیرعادلانه امنیتي ارزونو هدف ګرځېدلي دي.
نوموړې د یوه افغانالاصله کاناډایي سوداګر یادونه کړې، چې له ټورنټو څخه امریکا ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره روان و، خو د امریکا سرحدي چارواکو اجازه نه وه ورکړې، چې ولاړ شي.
دا سوداګر مخکې څو ځله امریکا ته تللی و او هلته یې د سوداګرۍ پلان هم درلود، خو دا ځل اجازه ور نه کړل شوه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵۹ ټنه، ځڼغوزي، بادام، پسته، چهارمغز او داسې نورې وچې میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد په یوه خپاره کړي ويډیو کلېپ کې ویلي، چې د وچو میوو دغه صادرات یې هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان، کاناډا او نورو هېوادونو ته کړي دي.
د طالبانو دغه چارواکې په داسې حال کې د صادراتو څخه خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو په واک کې د احصایې او معلوماتو ادارې وویل، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان په وارداتو او په صادراتو کموالی راغلی دی.
د یادې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان واردات په سلواغې میاشت کې د ۲۱ مېلیونه ډالرو په کمښت یو زر او ۷۶.۱ مېلیون ډالرو ته راکښته شوي دي.
یادې ادارې دا هم ویلي، چې د افغانستان صادرات د ۱۸ مېلیونه ډالرو په کمښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ته راټيټ شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه شمېرو په رڼا کې، د افغانستان سوداګري د کال په لومړۍ میاشت کې د پراخو ننګونو سره مخ شوې ده، چې کېدای شي د نړیوالو شرایطو او اقتصادي فشارونو له امله دا وضعیت په راتلونکي کې هم دوام وکړي.