• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۰

طالبانو په کندهار ښار کې د پلټني لپاره ګڼ ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښار په ګڼه ګوڼو ځایونو کې یې د نقلیه وسایلو پر ګرځیدو بندیز لګولی. تر ټولو کلک امنیتي تدابیر دښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند د «لویه عیدګاه» جومات سره نیول شوي، چې پخوا پکې د دې ډلې مشر د اختر لمونځ کړی.

سرچیني وايي، چې د کندهار ښار په ګڼه ګوڼه ځایونو کې طالبان له ځانګړي یونیفورم پرته د عامو کسانو په څیر په مخفي ډول څارنه کوي.

طالبانو د شبنې په ورځ ناوخته د هغو ۹ جوماتونو نومونه او ادرسونه اعلان کړل چې سبا به د اختر لمونځ پکې وشي.

ځايي سرچیني وايي، چې طالبانو له اعلان وړاندې هم د ښار د بېلابېلو برخو تر څنګ د هغو جوماتونو په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیولي و، چې ښايي د اختر لمونځ په کې ترسره شي.

100%

ځايي سرچیني وايي، د لوی عیدګاه پر شاوخوا ډیر طالبان ځای پر ځای شوي دي او د جومات شاوخوا کې نقلیه وسایلو پر ګرځیدو باندي بندیز لګول شوی.

دغه سرچیني وايي، چې د لوی عیدګاه جومات ته نږدې ځینې سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ هم بند شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په نورو اخترونو کې د اختر لمونځ لپاره د کندهار ښار لوي عیدګاه جومات ته تلی او خلکو ته یې وینا هم کولې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

زلمي خلیلزاد وايي طالبان به ژر یو بل امریکایي هم له زندان خوشی کړي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ډېر ژر به د طالبانو له توقیف یو بل امریکایي هم خوشی شي. هغه پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې دغه امریکایي فای ډي هال نوميږي.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي او دا هم نه ده معلومه چې دغه امریکايي کله او په کومو تورونو د طالبانو په بند کې دی.

دا هم معلومه نه ده، چې طالبانو له بنده د دغه امریکايي د خلاصون په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه جزيات نه دي شریک کړي.

له جورج ګلیزمن وروسته، فای ډي هال دویم امریکایي دی چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشی کېږي.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلازمن له بنده خوشی کړ.

د ډونلډ ټرمپ ادارې د جورج ګلزمین د خوشي کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشي کړي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګلزمن ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر وايي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح دي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د افغان کډوالو له ځورولو او شړلو سره هم مهاله په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو له اطلاعاتو کلتور وزیر سره په لیدنه کې افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خیرخوا یاته کړه:«اوس د کلتوري تعاملاتو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی، نوموړي د کلتوري نندارتونونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی فعالیتونو پر تنظیمولو ټینګار وکړ، ترڅو د سیاحت صنعت ته وده ورکړل شي.»

د ایران سفیر علیرضا بیکدلي هم افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللو سره ویلي: «د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.»

په کابل کې د طالبانو وزیر او د ایران سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو ځورولو او نیولو زور اخیستی دی.

د رپوټونو له مخې، یو شمېر افغانانو چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي نو د سرحدي سیمو کې د ایراني ځواکونو له په ډزو وژل شوي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د وري په ۴مه له طالبانو سره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی، چې د افغان کډوالوپر ستنولو متمرکزه ده.

عباس عراقچي وايي، د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي.

په فرانسه کې یوه افغان بل افغان وژلی

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنه وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته د بغدو ښار په فلاس دې لا وېکټوریا سیمه کې یوه افغان بل افغان کډوال په چاقو سره وژلی دی.

په ټولیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډو کې لیدل کیږي، چې د یوه کس په لاس کې په وینو ککړ چاقو دی او څنګ ته یې بل کس ښکاري چې مرۍ یې پرې شوي دي.

په پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرو کې وویل، چې د هرات ولایت اوسیدونکي نور اغا خپل ملګری ۲۶ کالن عبدالوهاب په قاچاقو سره وژلی.

نوموړی وايي، پولیسو د عبدالوهاب د وژنې په تور نور اغا د پیښي په ځای کې نیولی.

نور اغا پولیسو ته ویلي، چې عبدالوهاب یې د کورنۍ په مخ کې بې احترامې کړې وه.

د بغدو پولیسو د عبدالوهاب د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو ویلي چې ۳۰ کلن نور اغا لپاره د قصدي قتل قضیه پرانیستل شوې او ییاده قضیه د جرمونو څانګه له خوا څیړل کیږي.

پر همدغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالوهاب او نور اغا په یوه کور کې استوګن وو او د کور د لګښتونو لپاره د پیسو پر حساب او کتاب یې لانجه لرله.

نږدې کال مخکې هم فرانسه کې د فراه یوه اوسېدونکي د ننګرهار یو اوسېدونکی په دې وژلی و، چې خپل پور یې ترې غوښتی و.

دوه ورځې وړاندې د امریکا په ټکساس ایالت کې هم د مسیح الله په نوم یوه افغان کډوال عبدالرحمان نیازی په خپل دفتر کې وواژه.

پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژنې په تور مسیح الله نیولی خو لا هم د نیازې د وژنې انګیزه نه ده څرګنده.

د ټرمپ مرستیال: طالبان په نړۍ کې یوه له بدو ترهګرو ډلو څخه ده

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د ريپیډ رسپانس ۴۷ په نوم یوې امریکايي رسنۍ خبر خپور کړی، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس ویلي: «طالبان د نړۍ تر ټولو ناوړه ترهګره ډله ده.» هغه دغه خبره له امریکايي پوځيانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.

ښاغلي وینس په ​​ګرینلینډ کې د امریکايي پوځیانو په یوه غونډه کې په خپله وینا کې زیاته کړه چې: «د نړۍ یو تر ټولو بدې ترهګرې ډلې ته د امریکا د شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالرو وسلې او پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.»

د امريکا د ولسمشر مرستيال دغه څرګندونې د ګرينلینډ په شمال لوېديځ کې پروت په پيتوفيک کې د دغه هېواد له پوځي اډې څخه د ليدنې پر مهال کړي دي.

ښاغلي وینس د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې په بهیر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدل د بایډن د حکومت له خوا یوه «ناوړه تېروتنه» بللې ده.

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف په نامه ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.

بلخوا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سي بي سي ټلویزون ته ویلي، چې طالبان چمتو دي، څو د ټرمپ له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړي، خو په خبره یې چې افغانستان کې ترې پاتې امریکایي وسلې او پوځي وسایل به هېڅکله بېرته ورنه کړي.

د هغه په خبره، طالبان خپلې هغه وعدې ته ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو بندونو جوړولو په موخه مطالعاتي پروژې پیلوي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي غونډې پر مهال پرېکړه کړې،‌ چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوبو او برېښنا بندونو د جوړلو په موخه مطالعاتي پروژې پیل شي.

د هغه له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې دغه پروژې به سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شي.

په دې ډله کې د میدان وردګو ګړومبي بند، د بلخ قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند پر مطالعاتي پروژو دغه ناسته کې بحث شوی دی.

ملا برادر په دغې ناسته کې پرېکړه کړې څو روان ۱۴۰۴ مالي کال کې دغه مطالعاتي پروژې شاملې کړي، چې د دغو بندونو سروې او د امکان سنجۍ چارې ژر تر ژره ترسره شي. 

د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په دې ناسته کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند پر جوړولو او له کابله تر جلال اباد د ۹۰ کېلومتره د برېښنا مزي غځول تر څنګ د شیخ مصري ښارګوټي د سب سټېشن چارو په تړاو بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي‌، چې د ملا برادر په مشرۍ دغه ناسته کې د ملا هبت‌الله تر تاییدۍ وروسته د خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونګې طرحه هم تایید شوې ده.

ویل شوي چې په دغه پروژه کې به پانګوال د برېښنا د تولید په موخه پنځوس میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د دغه پروژې هم د پیل کیدو خبرې شوې وې، خو بیا پسې بېرته سړې شوې او پر وړاندې یې لوی خنډ دغه صنعتي پارک ته نږدې د طالبانو وسله والو فعالیتونه یادیدل.

نا امنیو هغه مهال د دغه پروژې د پلي کیدو مخه نیولې وه، چې اصلي عاملین یې طالبان بلل کیدل، خو اوس طالبان په خپله واکمنۍ کې د دې پروژې د ژر تر ژره پیل کیدو خبر ورکوي.

طالبانو د عامه افکارو لاسته راوړلو او تبلیغاتو په موخه د رغنیزو پروژو خبرونه خپروي، خو نیوکې دا دي چې طالبان په عملي توګه خپلو دغو کړیو ژمنو ته وفاداره نه پاتې کېږي او یوازې د شعارونو تر حده وي.

طالبان داسې مهال د اوبو بندو د مطالعاتي پروژو د پیل کیدو پر سر خبرې کوي، چې خلک غوښتنې کوي، څو پر کونړ او نورو سیندونو بېښنا بندونه جوړ شي.

که څه هم په افغانستان کې پرېمانه اوبه شته، خو په سمه توګه یې مدیریت نه دی شوی او نه هم پرې کافي برېښنا بندونه جوړ شوي څو د برېښنا داخلي اړتیاوې پوره کړي.

د کارپوهانو په وینا، که یوازې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړ شي،‌ نه یوازې به د هېواد داخلي‌ اړتیاوې پوره کړي بلکې افغانستان به د دې جوګه شي، څو نورو هېوادنو ته هم برېښنا صادره کړي او له دې لارې پراخ عواید لاس ته راوړي.