• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د‌ پاکستان پوځ د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د شپږو وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړی دی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر په یوې خبرپانه کې ویلي، د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کې یې شپږ تنه وسله‌وال په ځانګړو عملیاتو کې وژلي دي. پوځ زیاته کړې، چې د ترهګرو پر ضد یې یاد عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.

په خبرپانه کې راغلي، چې پاکستاني پوځیان د دغو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو له مقاومت سره مخ شول؛ خو تر څه ځنډ وروسته یې له پښو وغورځول.

د پوځ په وینا، دغه شپږ تنه وژل شوي وسله‌وال د قانون پلي کوونکو ادارو او د ملکي وګړو پر ضد په ځینو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.

همدا راز ویل شوي، چې د وسله‌والو ډلو د ځپلو لپاره به پوځ خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

که څه هم د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله‌والو د هویت او د ډلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله‌واله ډله خورا فعاله ده.

بلوڅ ازادي غوښتونکو د روانې میاشتې په ترڅ کې د پاکستاني پوځیانو پر کتارونو درانه وسله‌وال بریدونه کړي دي.

روانه میاشت د دغه وسله‌والې ډلې له لوري پاکستاني پوځیانو ته خونړۍ هغه بلل کېږي، چې د جعفر اېکسپرېس په څېر ډله‌ییز برید هم پکې شامل و.

بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې وه، چې د یاد برید پر مهال یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۳۰۰برمته کړي کارکوونکي او سرتېري وژلي دي؛ خو د پاکستان پوځ دغه ادعا نه ده منلې او د برید پر مهال یې د لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

پاکستان د یاد برید پر مهال ټلېفوني اړیکې څارلي او ادعا یې کړې، چې وسله‌وال په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

له دې ور هاخوا په خېبر پښتونخوا کې بیا پاکستاني طالبانو تر بل هره وخته خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړ‌ي دي.

په یاد ایالت کې هره ورځ د پاکستاني پوځیانو او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ د نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.

پاکستان ادعا لري، چې په دې وروستیو کې په بې سارې توګه زیاتې شوې ترهګرۍ تر شا د افغان خاورې د کارېدو ثبوتونه لري او د طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله‌والو ته امن پناه ځایونه برابر شوي دي.

بل خوا طالبانو په وار، وار د‌ پاکستان هغه څرګندونې رد کړې دي، چې ګنې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

طالبانو د پاکستان امنیتي ادارې په امنیتي برخه کې ناکامه بللې دي او پرې یې غږ کړی، چې د دوی د تورنولو پر ځای دې خپلو ناکامیو ته پام وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان غواړي، چې د خپلو کارکوونکو شمېر را کم کړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان غواړي، چې د بودجې د کمښت له امله د خپلو کارکونکو شمېر کم او خپل کارونه را لنډ کړي. دغه سازمان ویلي:« د غوره روغتیايي چوپړتیاوو سره، سره موږ اوس له داسې حالت سره مخ یو، چې د خپل کار او کاري ځواک د کچې له کمولو پرته بله لاره نه لرو.»

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د دغې چارې اصلي لامل د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امریکا وتل دي چې هر کال یې د دغه سازمان ۱۸سلنه بودجه ورکوله.

‏راپور کې راغلي، چې دغه سازمان غواړي د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره خپله بودجه له ۵.۳ ملیارده ډالرو څخه ۴.۲ ملیارده ډالرو ته راکمه کړي.

(د مارچ په ۱۰مه) هم د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و، چې دغه سازمان د خپلو لومړیتوبونو ټاکل پیل کړي او د کارکوونکو په قراردادونو یې د یو کال لپاره محدودیت اعلان کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، چې د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې ورسره په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶ لکه کسان د دوی له اړینو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دی.

دغه سازمان خبرداری ورکوي، چې له سملاسي ګام پورته کولو پرته د روان کال تر جون میاشتې د دوی ۲۲۰ نور روغتیايي مرکزونه هم بندېږي چې له امله یې ۱۸ لکه افغانان له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو سره ورځ تر بلې له دغه هېواده بهرنۍ مرستې کمېږي، د روغتیا نړۍوال سازمان د خدماتو کمېدو سره به د افغانستان زېانګالی روغتیايي سیستم د له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د ټرمپ ادارې د امریکا د سولې انسټېټیوټ ګڼ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د سي بي اېس د راپور له مخې، د امریکا د سولې انسټېټیوټ کارکوونکو ته د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی چې نور یې په دې اداره کې د کار موده پای ته رسېدلې ده.

لا تر اوسه روښانه نه‌ده، چې د منفکۍ دغه پرېکړه به د انسټېټیوټ پر ټولو کارکوونکو اغېزه وکړي که نه؛ خو یادې امریکایي رسنۍ ته سرچینو ویلي، ښايي د دغې پرېکړې له مخې ډېری کارکوونکي له دندو ګوښه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم هڅه کړې وه، چې د سولې انسټېټیوټ بودجه ودروي او د مدیره پلاوي غړي یې بدل کړي.

دارنګه ټرمپ د فبرورۍ میاشت کې یو اجراییوي فرمان هم لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د دغه څېړنیزې ادارې د لغوه کولو پرېکړه شوې وه.

د امریکا د سولې انستیتوت په ۱۹۸۴ کال کې د پخواني ولسمشر رونالډ رېګان په دوره کې جوړ شو، چې شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي لري او کلنۍ بودجه یې ۵۵ مېلیونه ډالر ده.

د دغې ادارې دنده د شخړو حل ته لارې چارې موندل او د تاوتریخوالي مخنیوی بلل شوی دی.

منفک شویو کارکوونکو ته د ادارې له رسمي برېښنالیک څخه یو پیغام استول شوی، چې پکې ویل شوي:« ګرانه کارکوونکيه! د دغه لیک له لارې تاسو ته خبر درکول کېږي، چې ستاسې دنده به د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۲۸مې نېټې) پای ته ورسېږي.»

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیالې انا کلي د شنبې په ورځ ۍي بي اېس ته وویل:« د امریکا مالیه ورکوونکي نه غواړي، چې هر کال ۵۰ مېلیونه ډالر د داسې یوې څېړنیزې ادارې لپاره ولګوي، چې د سولې په راوستو کې ناکامه شوې. ولسمشر ټرمپ د خپل لومړۍ واکمنۍ پر مهال د پای ته نه رسېدونکو جګړو د ختمولو لپاره کار وکړ او اوس هڅه کوي، چې د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی وکړي او د مالیه ورکوونکو بودجه خوندي وساتي».

ټرمپ تر دې مخکې د امریکا پراختیایي اداره او د پوهنې وزارت هم لغوه اعلان کړی و، چې له کبله یې زرګونه هغه امریکایان چې په دغو ادارو کې یې دندې کولې بې روزګاره شوي دي.

همدا راز ټرمپ په یوه بل فرمان کې د امریکا غږ په ګډون د ازادۍ اروپا څانګې خپرونې محدودې کړې دي.

د یادو رسنیو قراردادي کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي او د دې کار لامل د بودجې سپما ښودل شوې ده.

انتونیو ګوترېش: ډېری مسلمانان د جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله اختر نه شي لمانځلی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د نړۍ له مسلمانانو سره د پیوستون په څرګندولو سره د هغو جګړو او شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له امله یې د مېلیونونه انسانانو لپاره د دغې ورځې د لمانځلو مخه نیولې ده.

انتونیو ګوترېش (د مارچ په ۲۹مه) پر اېکس پاڼه په خپور کړي ويډیويي پیغام کې ویلي:« زه غواړم، چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر په مناسبت خپلې نېکې هیلې وړاندې کړم؛ خو زه دا په خفګان سره وایم، ځکه زه د ډېرو هغو مسلمانانو په اړه فکر کوم چې د جګړې او بې ځایه کېدو له امله دغه اختر له خپلو کورنیو سره نه شي لمانځلی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اختر د یووالي او همدردۍ د ودې لپاره یو ښه فرصت دی.

سږنی کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په افغانستان، فلسطین او سوډان کې جګړو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې او بشري ناورین یې لا پسې سخت کړی دی.

د بشر حقونو بنسټونه په دغو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو او ملکي تلفاتو د زیاتېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته، ګڼو کورنیو هېواد پرېښود او په جلاوطنۍ کې په یوه ناروښانه حالت کې شپې سبا کوي.

سربېره پر دې پر ښځو او نجونو سختو بندیزونو هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.

بل خوا بیا په غزه کې پر فلسطینیانو پرله پسې بریدونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي او د ملکي وګړو وضعیت یې کړکېچن کړی دی.

نړۍوالو سازمانونو ویلي دي، چې د دغې سیمې کلابندۍ خوراکي توکو، درملو او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

اصف درانی: طالبانو هند ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني په یوه مقاله کې لیکلي، چې طالبانو هند ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره وکاروي.

هغه زیاته کړې، چې هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته مالي مرستې ورکوي.

اصف دراني پرون شنبه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان ته په یوه مقاله کې د طالبانو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د پاکستان د حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه.

په دغې مقاله کې له طالبانو سره د سیاسي اړیکو، له افغان کډوالو سره د چلند او سوداګریزو اړیکو په برخه کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي لیکلي، چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سخت دریځ پر دغې ډلې د هند د نفوذ ساحه پراخوي.

هغه د افغانانو د اېستلو پر مهالوېش نیوکه وکړه او ویې ویل، چې پر کډوالو فشار به په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د خلکو کرکه لا پسې زیاته کړي.

نوموړی طالبان د دغه هېواد وسله‌والو مخالفینو ته د پناه ځایونو او تجهیزاتو په برابرولو تورن کړي.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې د افغان طالبانو له‌خوا په پرله پسې ډول رد شوې دي.

په دې مقاله کې اصف دراني پاکستاني سیاست‌والو ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو او د افغانستان له خلکو سره د اړیکو په اړه خپل لیدلوری پراخ کړي.

ښاغلي دراني زیاته کړه، پاکستاني چارواکي منځنۍ اسیا ته د لاسرسي لپاره د افغانستان پر ستراتیژیک جغرافیوي اهمیت ټینګار کوي؛ خو د دغو اړیکو په ټینګولو کې د افغانانو رول هېروي. هغه لیکلي:« راځئ چې په دې کې شک ونه کړو، چې منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاس رسی د افغانستان له رضایت پرته ناشونی دی.»

له پاکستانه د افغانانو د شړلو پر مهالوېش نیوکه:

اصف دراني د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او لیکلي یې دي:« په پاکستان کې یوه عامه پوښتنه دا ده، چې افغانان ولې له موږ څخه کرکه لري؟»

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت په ندرت سره د دغې مهمې پوښتنې په ځواب فکر کړی دی. د اصف دراني په وینا، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر چلند بیا کتنه په کار ده.

د دغه پاکستاني ديپلومات په وينا، د قانون پلي کوونکو له‌خوا سخت چلند، په لارو کوڅو کې تبعيض او پر ډیورنډ کرښه له افغانانو سره ستونزې؛ د افغانانو تر منځ د پاکستان پر وړاندې د دښمنۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی دی.

په مقاله کې راغلي، چې د پاکستان د حکومت هغه پلان چې له مخې بې اسناده افغان کډوال شړي «په دې نه دي توانیدلي، چې پر طالبانو فشار راوړي.»

مقاله زیاتوي، چې د طالبانو نظر «د ډیپلوماسۍ پرتله قربانۍ» ته لومړیتوب ورکوي چې د پاکستان د حکومت دغه ډول ستراتیژیانې بې اغېزې کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې افغان کډوالو ته د مارچ میاشتې تر پایه له دغه هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې له ټاکلي مهالوېش وروسته به د افغانانو ډله‌ییز ستنول پیل کړي.

مقاله خبرداری ورکوي، چې د افغانانو ډله‌ییزه اېستنه به د افغانانو په ټولنیزه حافظه دوامداره منفي اغېزه وکړي.

دراني د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانانو د شړلو پر ځای دې په یوه لیدلوري او اوږدمهاله پالیسۍ فکر وکړي او د افغانانو رضایت دې ترلاسه کړي.

افغان ګیټار غږوونکې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې څلور ګیتار غږوونکې نجونې وېره لري، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کډوالو د پروسې ځنډولو حکم سره پاکستان دوی بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنې نه کړي.

یاسمین، ذکیه، شکریه او عذرا چې له اتلسو کلونو کم عمره افغان نجونې دي، ګیتار غږوي او په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو تښتېدلې دي، چې اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي.

دغو نجونو په کابل کې د ماشومانو لپاره د موسیقۍ په یوه ښوونځي (معجزه، مینه، ماشوم) کې چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی و، د ګیتار زده کړې کړي دي.

د دوی چارې هغه مهال په ټپه ودرېدې کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه له ۲۰ کلونو وروسته واک بیا ترلاسه کړ او په نجونو او ښځو یې محدودیتونه وضع کړل.

ددغه ښوونځي مشرې کورډولا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې خپل اوه زده کوونکي اسلام اباد ته یوړل، چې زده کړو ته ادامه ورکړي او همدا ډول په متحده ایالاتو کې بیا ځای په ځای شي.

له دغه ډلې درې یې متحده ایالاتو ته ګډه شوې دي، خو څلور نورې د ولسمشر ټرمپ د هغه حکم له امله پاتې شوې چې امریکا یې د کډوالو پروسته وځنډوله.

په دې وروستیو کلونو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده، چې ځینو یې د ژوند ډېره برخه یا ټول عمر په پاکستان کې تېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، پاکستان د سپټمبر ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۵ تر فېبرورۍ پورې اته نیم لکه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي.

د پاکستان حکومت په دې اقدام سره د نورو افغان کډوالو تر څنګ دا څلور ګیتار غږوونکې نجونې هم د جبري بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

مخکې له دې چې ټرمپ د دوی د تګ مخه ونیسي، لږترلږه له یو لک نه تر یو نیم لک پورې نور افغانان په پاکستان کې اوس هم په متحده ایالاتو کې د مېشتېدو لپاره پاتې دي.

شان وانډیور چې د افغان اېواک مشري کوي، د متحده ایالاتو پر حکومت ټینګار کوي چې خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه وايي: "زموږ ملي ژمنې مشروط او موقتي نه دي. د نړۍ هېوادونه به هېڅکله د امریکا پر خبرو باور ونه کړي، که زموږ ولسمشران د خپلو ژمنو په عملي کولو کې حساب نه شي." "دا یوازې بې رحمه دی."

هغه د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی، چې افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړي چې په متحده ایالاتو کې د مېشتېدنې چارې یې تر سره شي.