• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ ادارې د امریکا د سولې انسټېټیوټ ګڼ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د سي بي اېس د راپور له مخې، د امریکا د سولې انسټېټیوټ کارکوونکو ته د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی چې نور یې په دې اداره کې د کار موده پای ته رسېدلې ده.

لا تر اوسه روښانه نه‌ده، چې د منفکۍ دغه پرېکړه به د انسټېټیوټ پر ټولو کارکوونکو اغېزه وکړي که نه؛ خو یادې امریکایي رسنۍ ته سرچینو ویلي، ښايي د دغې پرېکړې له مخې ډېری کارکوونکي له دندو ګوښه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم هڅه کړې وه، چې د سولې انسټېټیوټ بودجه ودروي او د مدیره پلاوي غړي یې بدل کړي.

دارنګه ټرمپ د فبرورۍ میاشت کې یو اجراییوي فرمان هم لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د دغه څېړنیزې ادارې د لغوه کولو پرېکړه شوې وه.

د امریکا د سولې انستیتوت په ۱۹۸۴ کال کې د پخواني ولسمشر رونالډ رېګان په دوره کې جوړ شو، چې شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي لري او کلنۍ بودجه یې ۵۵ مېلیونه ډالر ده.

د دغې ادارې دنده د شخړو حل ته لارې چارې موندل او د تاوتریخوالي مخنیوی بلل شوی دی.

منفک شویو کارکوونکو ته د ادارې له رسمي برېښنالیک څخه یو پیغام استول شوی، چې پکې ویل شوي:« ګرانه کارکوونکيه! د دغه لیک له لارې تاسو ته خبر درکول کېږي، چې ستاسې دنده به د ۲۰۲۵ کال (د مارچ په ۲۸مې نېټې) پای ته ورسېږي.»

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیالې انا کلي د شنبې په ورځ ۍي بي اېس ته وویل:« د امریکا مالیه ورکوونکي نه غواړي، چې هر کال ۵۰ مېلیونه ډالر د داسې یوې څېړنیزې ادارې لپاره ولګوي، چې د سولې په راوستو کې ناکامه شوې. ولسمشر ټرمپ د خپل لومړۍ واکمنۍ پر مهال د پای ته نه رسېدونکو جګړو د ختمولو لپاره کار وکړ او اوس هڅه کوي، چې د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی وکړي او د مالیه ورکوونکو بودجه خوندي وساتي».

ټرمپ تر دې مخکې د امریکا پراختیایي اداره او د پوهنې وزارت هم لغوه اعلان کړی و، چې له کبله یې زرګونه هغه امریکایان چې په دغو ادارو کې یې دندې کولې بې روزګاره شوي دي.

همدا راز ټرمپ په یوه بل فرمان کې د امریکا غږ په ګډون د ازادۍ اروپا څانګې خپرونې محدودې کړې دي.

د یادو رسنیو قراردادي کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي او د دې کار لامل د بودجې سپما ښودل شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترېش: ډېری مسلمانان د جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله اختر نه شي لمانځلی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د نړۍ له مسلمانانو سره د پیوستون په څرګندولو سره د هغو جګړو او شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له امله یې د مېلیونونه انسانانو لپاره د دغې ورځې د لمانځلو مخه نیولې ده.

انتونیو ګوترېش (د مارچ په ۲۹مه) پر اېکس پاڼه په خپور کړي ويډیويي پیغام کې ویلي:« زه غواړم، چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر په مناسبت خپلې نېکې هیلې وړاندې کړم؛ خو زه دا په خفګان سره وایم، ځکه زه د ډېرو هغو مسلمانانو په اړه فکر کوم چې د جګړې او بې ځایه کېدو له امله دغه اختر له خپلو کورنیو سره نه شي لمانځلی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اختر د یووالي او همدردۍ د ودې لپاره یو ښه فرصت دی.

سږنی کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په افغانستان، فلسطین او سوډان کې جګړو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې او بشري ناورین یې لا پسې سخت کړی دی.

د بشر حقونو بنسټونه په دغو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو او ملکي تلفاتو د زیاتېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته، ګڼو کورنیو هېواد پرېښود او په جلاوطنۍ کې په یوه ناروښانه حالت کې شپې سبا کوي.

سربېره پر دې پر ښځو او نجونو سختو بندیزونو هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.

بل خوا بیا په غزه کې پر فلسطینیانو پرله پسې بریدونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي او د ملکي وګړو وضعیت یې کړکېچن کړی دی.

نړۍوالو سازمانونو ویلي دي، چې د دغې سیمې کلابندۍ خوراکي توکو، درملو او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

سعودي عربستان سبا د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۰

حرمین شریفین پر اېکسپاڼه اعلان وکړ چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.

د سعوديي عربستان هلال کمیټې نن د شوال میاشتې لیدو لپاره د پرمختلولوو دوربینونو په مټ د عربستان په بېلا بېلو سیمو کې چمتوالی نیول و.

څو شیبې وړاندې حرمینو شریفینو پر خپله اېکسپاڼه اعلان وکړ چې د شوال میاشت یې لیدلې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو د سترې محکمې هلال کمېټه هم په بېلا بېلو ولایتونو کې د شوال میاشتې په لیدلو بوخته ده خو تر اوسه لا د دغه ډلې سترې محکمې د میاشتې لیدلو اعلان نه دی کړی.

د طالبانو د سترې محکمې رییس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د میاشتې لیدلو مرکزي کمیټې ناسته دوام لري او وروسته به د اختر اعلان وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمېندو وروسته د روژې او اختر د ورځې لپاره د دغې ډلې ستره محکمه اعلان کوي.

سوډان له متحده عربي اماراتو د جرمونو نړیوالې محکمې ته عریضه کړې ده

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، سوډان دې محکمې ته له متحده عربي اماراتو د نسل وژنې د ملاتړ عریضه کړې او دوی دا قضیه څیړي. سوډان ادعا کړې چې متحده عربي امارات د سوډان نیمه پوځي ځواکونو ته وسلې ورکړې او هغوی د دغه هېواد په دارفور کې نسل وژنه کوي.

سوډان متحده عربي امارات تورن کړی، چې د سوډان د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو ته وسلې ورکوي او یاد ځواکونه د تېرو دوو کلونو راهیسي د سوډان له پوځ سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل دي.

متحده عربي اماراتو د سوډان دا تورونه رد کړي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهان او د امریکا قانون جوړونکي یې د منلو وړ بولي.

د متحده عربي اماراتو یو چارواکی وایي:«د جرمو نړیواله محکمه کې د سوډان د وسله والو ځواکونو کړنې له یوې سیاسي او تبلیغاتي لوبې پرته بل څه نه دي. سره له دې چې متحده عربي امارات د سوډان له خلکو سره خپله بشري ژمنتیا کې ټینګ پاتې دي او د دواړو لوریو لخوا رامنځته شوي بشري ناورین کمولو باندې تمرکز کوي.»

سوډان د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت کړی، چې د سوډان د نیمه پوځي ځواکونو او د متحده عربي اماراتو ملیشو په ۲۰۲۳ کال کې د سوډان په لویدیځ دارفور کې پر غیر عرب مسالیت قبیلې شدید بریدونه کړي.

امریکا د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې په دارفور ولایت کې دا بریدونه نسل وژنه وبلله.

سوډان له جرمونو نړیوالې محکمې غوښتنه کړې، چې متحده عربي اماراتو ته امر وکړي، څو په دارفور کې د نسل وژنې مخنیوی وکړي.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، چې د اپریل په لسمه به د سوډان غوښتنه واوري.

په ميانمار کې د زلزلې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

رويټرز خبري اژانس د میانمار دولتي چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه هېواد کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی او په سيمه کې لا هم ژغورونکي ډلې تر کنډوالو لاندې د کسانو پر موندلو او ژغورلو بوختې دي. په بنکاک کې هم د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی او ۴۷ کسان لا هم ورک دي.

رويټرز خبري اژانس نن د چارواکو له قوله ویلي، چې په میانمار کې زلزله ځپلو سیمو ته بهرنۍ ژغورونکي ډلې رسېدلې دي.

دوی دا په دغه هېواد کې تر ټولو وژونکې طبيعي پيښه بولي.

رويټرز د ميانمار پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې د زلزلې د مړو شمېر ۱۰۰۲ ته لوړ شوی.

د میانمار په منډالې ښار کې لا هم د امکاناتو د نشتوالي له کبله خلک تر خاورو لاندي.

د میانمار مخالف ملي يوالي حکومت په لومړۍ ارزونه کې ویلي، چې د زلزلې له کبله شاوخوا ۲ زره ۹۰۰ ودانۍ، ۳۰ سړکونه او ۷ پلونه زيانمن شوي دي.

د معلوماتو له مخي، چې د چين ژغورنکې ډله میانمار ته رسېدلې او د هند، روسیې، مالیزيا او د سینګاپور په مرستو بار الوتکې دغه هېواد ته رسېدلې دي.

د امریکا د ځمکپوهنې سازمان (یو اس جي اس) ویلي، چې د زلزلې د ریشتر په مقیاس يې شدت ۷.۷ وو.

د راپور له مخي د زلزلې له کبله په ميليونه خلک بې ځایه شوي، پلونه، لويي لارې او سړکونه تړل شوي دي.

بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د پاکستان پارلمان غړی سردار اختر مېنګل له ځانمرګي بریده روغ وتلی

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه هېواد د پارلمان غړی سردار اختر مېنګل نن د شنبې ورځ ماسپښین مهال له یوه ځانمرګي برید څخه روغ وتلی، خو د ګوند څلور غړي یې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د (وري ۹مه) یو ځانمرګی بریدګر د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې هغې ولسي غونډې ته ننوت چې د اختر مېنګل له لوري د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کیدو په موخه رابلل شوې وه. 

ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې د دغه بلوڅ ملتپاله سیاستوال څنګ ته پر ځان پسې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو د ځانمرګي واسکټ بټنې یې کار پرېښی و.

عیني شاهدانو د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې ځانمرګي بریدګر له غونډې تېښته وکړه، خو ګډونوال په تیږو وویشت او واسکټ یې وچاودید.

سردار اختر مېنګل خبریالانو ته تر پېښې وروسته وویل، چې د ګوند څلور تنه غړي یې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

هم مهاله بیا د پښتونخوا په اورکزیو کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودیدلی، چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې په پېښه کې ټپیان شوي عسکر ځايي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاد وړ ښودل شوی.

په پاکستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخیدونکي دي او د دغه نا امنیو تر ټولو مهم لوبغاړي د «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله ډلو وسله وال ګڼل کېږي.