سعودي عربستان سبا د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

حرمین شریفین پر اېکسپاڼه اعلان وکړ چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.

حرمین شریفین پر اېکسپاڼه اعلان وکړ چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
د سعوديي عربستان هلال کمیټې نن د شوال میاشتې لیدو لپاره د پرمختلولوو دوربینونو په مټ د عربستان په بېلا بېلو سیمو کې چمتوالی نیول و.
څو شیبې وړاندې حرمینو شریفینو پر خپله اېکسپاڼه اعلان وکړ چې د شوال میاشت یې لیدلې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو د سترې محکمې هلال کمېټه هم په بېلا بېلو ولایتونو کې د شوال میاشتې په لیدلو بوخته ده خو تر اوسه لا د دغه ډلې سترې محکمې د میاشتې لیدلو اعلان نه دی کړی.
د طالبانو د سترې محکمې رییس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د میاشتې لیدلو مرکزي کمیټې ناسته دوام لري او وروسته به د اختر اعلان وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمېندو وروسته د روژې او اختر د ورځې لپاره د دغې ډلې ستره محکمه اعلان کوي.


د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، سوډان دې محکمې ته له متحده عربي اماراتو د نسل وژنې د ملاتړ عریضه کړې او دوی دا قضیه څیړي. سوډان ادعا کړې چې متحده عربي امارات د سوډان نیمه پوځي ځواکونو ته وسلې ورکړې او هغوی د دغه هېواد په دارفور کې نسل وژنه کوي.
سوډان متحده عربي امارات تورن کړی، چې د سوډان د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو ته وسلې ورکوي او یاد ځواکونه د تېرو دوو کلونو راهیسي د سوډان له پوځ سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل دي.
متحده عربي اماراتو د سوډان دا تورونه رد کړي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهان او د امریکا قانون جوړونکي یې د منلو وړ بولي.
د متحده عربي اماراتو یو چارواکی وایي:«د جرمو نړیواله محکمه کې د سوډان د وسله والو ځواکونو کړنې له یوې سیاسي او تبلیغاتي لوبې پرته بل څه نه دي. سره له دې چې متحده عربي امارات د سوډان له خلکو سره خپله بشري ژمنتیا کې ټینګ پاتې دي او د دواړو لوریو لخوا رامنځته شوي بشري ناورین کمولو باندې تمرکز کوي.»
سوډان د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت کړی، چې د سوډان د نیمه پوځي ځواکونو او د متحده عربي اماراتو ملیشو په ۲۰۲۳ کال کې د سوډان په لویدیځ دارفور کې پر غیر عرب مسالیت قبیلې شدید بریدونه کړي.
امریکا د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې په دارفور ولایت کې دا بریدونه نسل وژنه وبلله.
سوډان له جرمونو نړیوالې محکمې غوښتنه کړې، چې متحده عربي اماراتو ته امر وکړي، څو په دارفور کې د نسل وژنې مخنیوی وکړي.
د جرمونو نړیواله محکمه وايي، چې د اپریل په لسمه به د سوډان غوښتنه واوري.

رويټرز خبري اژانس د میانمار دولتي چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه هېواد کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی او په سيمه کې لا هم ژغورونکي ډلې تر کنډوالو لاندې د کسانو پر موندلو او ژغورلو بوختې دي. په بنکاک کې هم د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی او ۴۷ کسان لا هم ورک دي.
رويټرز خبري اژانس نن د چارواکو له قوله ویلي، چې په میانمار کې زلزله ځپلو سیمو ته بهرنۍ ژغورونکي ډلې رسېدلې دي.
دوی دا په دغه هېواد کې تر ټولو وژونکې طبيعي پيښه بولي.
رويټرز د ميانمار پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې د زلزلې د مړو شمېر ۱۰۰۲ ته لوړ شوی.
د میانمار په منډالې ښار کې لا هم د امکاناتو د نشتوالي له کبله خلک تر خاورو لاندي.
د میانمار مخالف ملي يوالي حکومت په لومړۍ ارزونه کې ویلي، چې د زلزلې له کبله شاوخوا ۲ زره ۹۰۰ ودانۍ، ۳۰ سړکونه او ۷ پلونه زيانمن شوي دي.
د معلوماتو له مخي، چې د چين ژغورنکې ډله میانمار ته رسېدلې او د هند، روسیې، مالیزيا او د سینګاپور په مرستو بار الوتکې دغه هېواد ته رسېدلې دي.
د امریکا د ځمکپوهنې سازمان (یو اس جي اس) ویلي، چې د زلزلې د ریشتر په مقیاس يې شدت ۷.۷ وو.
د راپور له مخي د زلزلې له کبله په ميليونه خلک بې ځایه شوي، پلونه، لويي لارې او سړکونه تړل شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه هېواد د پارلمان غړی سردار اختر مېنګل نن د شنبې ورځ ماسپښین مهال له یوه ځانمرګي برید څخه روغ وتلی، خو د ګوند څلور غړي یې ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د (وري ۹مه) یو ځانمرګی بریدګر د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې هغې ولسي غونډې ته ننوت چې د اختر مېنګل له لوري د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کیدو په موخه رابلل شوې وه.
ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې د دغه بلوڅ ملتپاله سیاستوال څنګ ته پر ځان پسې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو د ځانمرګي واسکټ بټنې یې کار پرېښی و.
عیني شاهدانو د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې ځانمرګي بریدګر له غونډې تېښته وکړه، خو ګډونوال په تیږو وویشت او واسکټ یې وچاودید.
سردار اختر مېنګل خبریالانو ته تر پېښې وروسته وویل، چې د ګوند څلور تنه غړي یې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.
هم مهاله بیا د پښتونخوا په اورکزیو کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودیدلی، چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
سرچینو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې په پېښه کې ټپیان شوي عسکر ځايي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاد وړ ښودل شوی.
په پاکستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخیدونکي دي او د دغه نا امنیو تر ټولو مهم لوبغاړي د «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله ډلو وسله وال ګڼل کېږي.

پولیټیکو خبري اژانس د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ ته خپل لومړي مرستال او همدا شان د هغه د دفتر رییس وړاندیز کړی، چې په سیګنال کې د امنیتي چارواکو د پټو خبرو د افشا کولو له امله د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې کوښه کړي.
پولیټیکو په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا وړانديز د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره په لیدنه کې، ډی جې وینس، د ولسمشر د دفتر رییس سوزي ویلز او د سپينې ماڼۍ یوه بل جګپوړي چارواکي ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړی دی.
ویل کېږي چې ټرمپ منلې، چې د هغه د ملي امنیت سلاکار «اوضاع ګډوډه کړي» خو د هغه ګوښه کول به دیموکراتانو او د دوی ملاتړو رسنیو ته د ټرمپ په مقابل کې شین کارت په ګوټو ورکړي.
له دغو امریکایي چارواکو یې یوه ویلي، چې ښایي والتز په راتلونکو اونیو کې له دندې کوښه شي.
تر دې وړاندې د اتلانتیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ په غیر قصدي ډول د امریکا د دفاع وزیر او د ډونالډ ټرمپ د مرستیال په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سیګنال په ګروپ کې شامل شوی و.
د سیګنال دغه ګروپ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې د اقداماتو او د هغو په پټنځایونو د برید د همغږي کولو لپاره جوړ شوی و.
مایک والټز وايي، چې هغه په یمن کې د حوثیانو د برید پلانونو په اړه د ټرمپ ادارې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د خپرولو بشپړ مسوولیت په غاړه لري.
هغه فاکس نیوز ته وویل: "زه بشپړ مسؤلیت لرم. «او ما دا ډله جوړه کړه. دا زما لپاره د شرم خبره ده. موږ به تر پایه دا موضوع وڅېړو.»

یو شمېر افغانالاصله او ایرانيالاصله کاناډایان امریکا ته له تګ څخه منعه شوي دي. د ګلوب اینډ میل کاناډایي ورځپاڼې د یو شمېر وکیلانو او مهاجرتي مشاورینو له قوله لیکلي، چې دغه اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سختو تګلارو له امله شوی دی.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر افغانالاصله او ایرانيالاصله کاناډایان، چې د سوداګرۍ، سیاحت او یا هم د کورنیو د لیدلو لپاره امریکا ته روان وو، د امریکا د سرحدي چارواکو له سختو پوښتنو سره مخ شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې څو متحده ایالتو ته ننوځي.
له ګلوب اینډ مېل سره یو شمېر حقوقي کارپوهانو په خبرو کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خپلو وګړو د خوندیتوب په موخه دې رسمي مسافرتي خبرداری صادر کړي.
دوی وايي، افغانالاصله او ایرانیالاصله کاناډایان باید خبر شي، چې که امریکا ته سفر کوي، نو د دوی ویزه لغوه کېدای شي او د «نکسوس یې هم کارت بندېدای شي.»
دغو کاناډایانو ته ان د نیول کیدو او بېرته شړل کیدو ګواښ هم ورته پېښ دی.
سره له دې چې د هغو کاناډایانو لپاره رسمي او دقیقه احصایه نشته چې د سفر مخه یې نیول شوې، خو د کډوالۍ یو شمېر وکیلانو تایید کړې، چې د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې دا ډول پېښې ډېرې شوي دي.
دا هغه نېټه ده چې ټرمپ د بهرنیو وګړو اړوند د سختو امنیتي ارزونو فرمان لاسلیک کړ.
د نیویارک ټایمز او رویټرز خبري اژانسونو د « ۱۴۰۳ کال د کب ۲۵مې» د راپور له مخې، د امریکا حکومت د داسې یو پراخ سفري بندیز د پلي کولو ارزونه کوي، چې له کبله به یې د لسګونو هېوادونو وګړي له جدي محدودیتونو سره مخ شي.
که چیرې دا تګلاره عملي شي، نو د افغانستان، ایران، شمالي کوریا، کوبا، سومالیا، لیبیا، یمن، سوریې، ونزویلا، سوډان او بوتان وګړي به په هېڅ ډول امریکا ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
په دې سربېره، د لسو نورو هېوادونو وګړو ته به د سفر سخت شرایط وضعه شي. د بېلګې په توګه، یوازې شتمن سوداګر به د ویزې ترلاسه کولو اجازه ولري، خو مهاجرتي او سیاحتي ویزې به یې وځنډول شي.
همداراز، د دغو هېوادونو وګړي باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره په سفارتونو یا کونسلګریو کې مرکو ته حاضر شي او د اسنادو د ارزونې بهیر به یې هم خورا سخت وي.
د امریکا د سفر د بندیزونو درې کټګورۍ
د امریکا حکومت له خوا د چمتو شوي لېست له مخې،هېوادونه په درې کټګوریو وېشل شوي دي:
سور لېسټ: دا ۱۱ هېوادونه امریکا ته د خپلو وګړو د سفر اجازه نه لري: افغانستان، ایران، شمالي کوریا، کوبا، سومالیا، لیبیا، یمن، سوریه، ونزویلا، سودان او بوتان.
نارنجي لېسټ: دا ۱۰ هېوادونه دي چې د دوی پر وګړو سخت محدودیتونه لګول کېږي، خو د سفر اجازه به یې په بشپړه توګه لغوه نه شي. د بېلګې په توګه، یوازې شتمن سوداګر یې کولی شي امریکا ته سفر وکړي، خو د کډوالۍ او سیاحتي ویزو بهیر به یې وځنډول شي.
دغه هېوادونه لکه: بلاروس، اریتریا، هایټي، لاووس، میانمار، پاکستان، روسیه، سیرا لیون، جنوبي سوډان او ترکمنستان.
ژیړ لیست: دا ۲۲ هېوادونه ۶۰ ورځې وخت لري، څو د امریکا د حکومت له خوا مشخص شوي شرایط پوره کړي.
که یې دا ونه کړل، نو له نورو دوه لېسټونو سره به یوځای شي او د دوی پر وګړو به هم د سفر بندیز ولګېږي. په دې هېوادونو کې انګولا، انتیګوا او باربودا، بینین، بورکینافاسو، کامبوج، کامرون، کیپ ورد، چاد، د کانګو جمهوریت، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، دومینیکا، استوایی ګینه، ګامبیا، لایبریا، ملاوي، مالي، موریتانیا، سنت کیتس او نیویس، سنت لوسیا، ساؤ ټومه او پرنسیپ، وانواتو او زیمبابوې شامله ده.
د نیویارک ټایمز او رویټرز د معلوماتو پر بنسټ چې د امریکا حکومت له باخبرو سرچینو یې ترلاسه کړی، دا لېسټ لا وروستی شوی نه دی او د سپینې ماڼۍ د تصویب دمخه، بدلونونه په کې راتلای شي.
سوفیا همایون، چې د کاناډا په میسي ساګا کې د لکسالتیکو حقوقي دفتر مهاجرتي مشاوره ده وايي، چې د مسلمانو هېوادونو وګړي د امریکا د سختو او غیرعادلانه امنیتي ارزونو هدف ګرځېدلي دي.
نوموړې د یوه افغانالاصله کاناډایي سوداګر یادونه کړې، چې له ټورنټو څخه امریکا ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره روان و، خو د امریکا سرحدي چارواکو اجازه نه وه ورکړې، چې ولاړ شي.
دا سوداګر مخکې څو ځله امریکا ته تللی و او هلته یې د سوداګرۍ پلان هم درلود، خو دا ځل اجازه ور نه کړل شوه.