• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له عمران خان سره د اختر په لومړۍ ورځ هېچا نه دي لیدلي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او مشر عمران خان سره د لیدنې په موخه هېڅوک زندان ته نه دي ورغلي. نوموړی د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د فساد په قضیه کې بندي دی.

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د خبر له مخې، د عمران خان او د هغې مېرمن بشرا بي بي سره د اختر په لومړۍ ورځ نه کورنیو یې او نه یې هم د ګوند غړو لیدلي دي.

د اډیاله بندخونې چارواکو ویلي، چې په لومړۍ ورځ له دواړو سره د لیدنې غوښتنه نه ده شوې، خو د دواړو(عمران خان او بشرا بي بي) کورنیو د اختر په دویمه ورځ له دوی سره د ملاقات غوښتنه کړې ده.

د پي ټي ای ګوند د سرچینو په وینا، د زندان چارواکو تر اوسه دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

ټاکل شوې ده، چې د سې شنبې په ورځ د کورنیو او وکیلانو ترمنځ ناسته ترسره شي.

د ګوند سرچینې وايي، چې د اختر په دویمه ورځ به د نوموړي کورنۍ او وکیلان د لیدو لپاره اډیاله زندان ته لاړ شي.

هېره دې نه وي، چې د پنجاب حکومت د اختر په موخه د اډیاله زندان لپاره امنیتي اقدامات زیات کړي او کورنیو ته یې اجازه ورکړې، چې په دغه زندان کې له خپلو عزیزانو سره وګوري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو منع شوی دی.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د ځايي پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، چې د اختر لمونځ د زندان په مرکزي جومات کې ادا شو خو عمران خان د امنیتي اندېښنو له امله ګډون ونه کړ.
د هغه مېرمن بشرا بي بي چې هم په بند کې ده، د لمانځه پر مهال په خپله کوټه کې پاتې شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې د اختر په لومړۍ ورځ هم پولیسو یو شمېر افغانان نیولي دي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱

نن د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیسو اقدامات ترسره کړي. د اسلام اباد پولیسو یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو پلان د اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې پورې ځنډول شوی، خو له دې ځنډ سره - سره د اسلام اباد پولیسو په ای-۱۰ سیمه کې افغانان نیولي دي.

تر اوسه د نیول شویو افغانانو کره شمېر معلوم نه دی.

د اختر ورځې د نیول شویو کسانو په ډله کې د بشري حقونو فعال عزت الله بخشي هم نیول شوی، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټ افغانستان انټرنشنل ته د عزت الله بخشي په اړه په استولي اعلامیه کې ویلي: «موږ د بشري حقونو د فعالانو، مدني ټولنو او ویښو وجدانونو یوه ډله، له پاکستان څخه د بشري حقونو د نامتو فعال او د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو د مشر عزت الله بخشي د نیولو او احتمالي جبري شړلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.»

په ورته مهال د پنجاب په پنډۍ ښار کې هم د پولیسو مشر د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو امر کړی دی.

پاکستان د مارچ ۳۱مه افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی وو، چې پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي، خو د رسنیو د خبرونو له مخې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې دا نېټه د اپرېل ۱۰مې ته وغځوي.

د چمن دروازې تړل کېدو له امله دوه زره پاکستاني موټرچلوونکي افغانستان کې پاتې دي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

په پاکستان او افغانستان کې د دولتي رخصتیو له امله دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.

پر ډیورنډ کرښه د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې له۷۳۵ کارګو ټرانسپورټي موټرو سره دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.

د ګمرک چارواکو په وینا، د اختر لومړۍ ورځ پر ډیورنډ کرښه د «باب دوستي» په نامه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او دا دروازه به د اپرېل پر لومړۍ بېرته پرانیستل شي.

بندو پاتې موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو چارواکي دې د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره اقدامات وکړي.

پاکستان د دوشنبې په ورځ اختر وکړ او سبا د اپرېل لومړۍ نېټه یې د اختر دویمه ده.

افغانستان له سعودي عربستان سره یوځای د یکشنبې په ورځ اختر وکړ او د اپرېل لومړۍ یې د اختر درېیمه ورځ ده.

امنیتي ګواښونه؛ عمران خان د زندان په جومات کې د اختر لمانځه ته نه دی پرېښودل شوی

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو منع شوی دی. دا د عمران خان درېیم اختر دی چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې یې تېروي.

عمران خان، د دولتي رازونو له افشا کولو څخه نیولې تر د دولتي ډالۍ پلورلو پورې له تورونو سره مخ دی، په ۱۰۰ قضیو کې ښکیل دی او د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په بند کې دی.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د ځايي پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې د اختر لمونځ د زندان په مرکزي جومات کې ادا شو خو عمران خان د امنیتي اندېښنو له امله ګډون ونه کړ.

د هغه ښځه، بشرا بي بي، چې هم په بند کې ده، د لمانځه پر مهال په خپله کوټه کې پاتې شوه.

د جیو نیوز سرچینې تاییدوي، چې د اډیاله زندان ته نږدې اته امنیتي پوستې جوړې شوې دي.

نږدې ۲۰۰ افسران د درې ورځني ځانګړي امنیتي پلان لپاره ګومارل شوي دي.

پولیس د تحریک انصاف د احتمالي لاریونونو د مخنیوي لپاره په بلوا ضد تجهیزاتو سمبال دي.

په ورته وخت کې، له کوچني اختر څخه مخکې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان اختریز توکي د راولپنډۍ د اډیاله زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

په لېږل شويو توکو کې د اختر لپاره څلور نوې جامې، یو جوړ بوټان او یو واسکټ شامل دي.

روژه او اختر؛ پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو عملیات ۱۰ ورځې وځنډول

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۱

اسوشیټیډ پرېس د یو شمېر ترلاسه کړو اسنادو له مخې وايي، چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اېستلو پلان د اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې پورې ځنډول شوی. ددغه ځنډ لامل د روژې پای ته رسېدل او د اختر رخصتۍ ګڼل شوې.

پاکستان سږکال پلان لري چې درې میلیونه افغانان وباسي، ځکه د دوی د رضا کارانه وتلو وروستۍ نیټه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د بهرنیانو، چې ډېری یې افغانان دي، د ایستلو د پراخ کمپاین وروستی پړاو دی. دا اقدام د بشري حقونو د ډلو، د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو له نیوکو سره مخ شوی.

د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د نیولو او ایستلو پروسه پیل کېدونکې وه، خو د اسنادو له مخې، چې اسوشیېټیډ پرېس ترلاسه کړي، د روژې د پای ته رسېدو او اختر له امله دا پروسه د اپرېل تر ۱۰مې ځنډول شوې.

د کډوالو نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې شاوخوا ۸۴۵ زره افغانان له پاکستان نه وتلي دي.

پاکستان وايي چې درې میلیونه افغانان لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي، چې له دې ډلې۱،۳۴۴،۵۸۴ تنه د ثبت اسناد لري، ۸۰۷،۴۰۲ افغانان د تابعیت کارتونه لرياو یو میلیون نور له اسنادو پرته غیرقانوني اوسیږي.

د چارواکو له مخې، د افغان تابعیت کارت لرونکي کسان باید د مارچ تر ۳۱مې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي، که نه نو ایستل به کېږي.

هغه کسان چې د کډوالۍ د ثبت اسناد لري، د جون تر۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې کېدای شي، خو هغه افغانان چې درېیم هېواد ته د انتقال پروسه لري، هغوی ته هم امر شوی چې د مارچ تر ۳۱مې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي.

چارواکي وايي چې دوی به له بهرنیو ډیپلوماټیکو استازو سره کار وکړي چې افغانان بیا ځای پر ځای کړي او که دا ممکنه نه شي، نو هغوی به هم له پاکستان نه واېستل شي.

طالبان غواړي افغان کډوال له عزت سره ستانه شي

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالطلب حقاني اسوشیېټیډ پرېس ته ویلي، چې پاکستان دا پرېکړې په خپل سر کوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا د طالبانو حکومت پکې شامل نه دي.

نوموړی وايي، « موږ خپل مشکلات ورسره شریک کړي او ورته مو ویلي چې د کډوالو یو طرفه ایستل نه د دوی په ګټه دي او نه زموږ. د دوی لپاره دا ځکه ښه نه دي، چې په دې ډول ایستل د پاکستان پر وړاندې کرکه زیاتوي، زموږ لپاره، دا طبیعي ده چې دومره ډېر افغانان بېرته اداره کول یوه ننګونه ده».

نوموړی وايي، طالبانو له پاکستان نه غوښتنه کړې چې دا کسان باید د یو ټاکلي میکانیزم او متقابل تفاهم له مخې واېستل شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لویدیز کې د کډوالو د ایستلو لپاره دوه انتقالاتي مرکزونه جوړېږي چې یو به د پېښور په ناصر باغ سیمه کې وي او بل به په سرحدي ښارګوټي لنډي کوتل کې وي، چې د تورخم له کرښې۷ کیلومتره لرې دی.

پاکستان د نا امنۍ په درشل کې؛ په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۹۰۰ کسان وژل شوي دي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو مرکز د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د لومړیو درېیو میاشتو په لړ کې ۸۹۷ کسان په بېلابېلو امنیتي پېښو کې وژل شوي او ۵۴۲ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د تاوتریخوالي‌ په دغو پېښو کې د عامو وګړو او پاکستاني پوځیانو پرتله د وسله‌والو د وژل کېدو شمېر تر نورو ډېر دی.

دا لومړی ځل دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ‌ژوبله د د وسله‌والو پرتله کمه ثبت شوې ده.

د دې مرکز د راپور پر بنسټ، په یادو درېیو میاشتو کې ۳۵۴ امنیتي پېښې چې ترهګریز بریدونه هم پکې شامل دي، له امله یې ټول ۱۴۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې د تلفاتو شمېر بیا ۱۰۲۸ تنه وو.

په راپور کې راغلي، چې په دې موده کې ۴۹۵ وسله‌وال او ۴۰۲ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي، چې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو تلفاتو شمېر د وسله‌والو پرتله نولس سلنه کم دی.

دغه راز د تاوتریخوالي کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۳ سلنه کمه شوې؛ خو ۹۸ سلنه خونړۍ پېښې یوازې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نا امنو سیمو کې رامنځته شوې دي.

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز خبرداری ورکړی، که دغه لړۍ همداسې دوام ومومي؛ نو د کال تر پایه به د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر له ۳۶۰۰ کسانو واوړي چې ۲۰۲۵ کال به د پاکستان لپاره یو له تر ټولو خونړیو کلونو څخه وګرځي.

په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو او په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پاله ډلې بریدونو خورا زور اخیستی دی.

دغو وسله‌والې ډلې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې وي.

په خېبر پښتونخوا کې سیاست‌والو نیوکې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله په یاد ایالت کې نا امنیو زور اخیستی دی.

پاکستان بیا نیوکه کوي‌، چې په دغه هېواد کې کېدونکي وسله‌وال بریدونه د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې پلانېږي او په دې تړاو شواهد هم لري.

ویل کېږي، کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي به سفر کې نوموړي له طالبانو سره د «ټي‌ټي‌پي» د هغو مرکزونو په تړاو هم معلومات شریک کړي چې د افغانستان دننه جوړ شوي دي.