د ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو خلاصون لپاره د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې لاریونونه وشول

د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د بلوڅو یووالي غورځنګ په غوښتنه د اختر په لومړۍ ورځ اعتراضي غونډې وشوې. په دغه غونډو او لاریونونو کې په زرګونه کسانو ګډون کړی وو، چې په کې ګڼې ښځې هم شاملې وې.