نتنیاهو د نړۍوالې جزایي محکمې د نیولو امر ته په نه پاملرنې هنګري ته روان شو

سره له دې چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د نړۍوالې جزایي محکمې (ای سي سي) له خوا د غزې د جګړې له امله د نیولو امر لري، د څلور ورځیني سفر په موخه هنګري ته روان شو.

سره له دې چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د نړۍوالې جزایي محکمې (ای سي سي) له خوا د غزې د جګړې له امله د نیولو امر لري، د څلور ورځیني سفر په موخه هنګري ته روان شو.
هنګري د ای سي سي بنسټ اېښودونکی غړی دی، چې کولی شي هغه کسان محکې ته حواله کړي چې د نیولو امر یې شوی وي او د دغې محکمې د نیولو امرونه عملي کړي.
خو د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان روښانه کړې، چې دا پرېکړه به نه عملي کوي.تمه ده، چې نتنیاهو د چهارشنبې په ماښام په بوداپسټ کې له اوربان سره وویني.
د دوی د لیدنې جزییات تر ډېره محدود ساتل شوي، خو ویل شوي چې د هولوکاسټ یادګاري ځای ته به سفر وکړي.
تر هغه وروسته چې ای سي سي د نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت د نیولو امر صادر کړی، دا د نوموړي دویم نړۍوال سفر دی.
نتنیاهو تېر کال د فېبرورۍ په میاشت کې واشنګټن ته تللی و، څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
اسراییل او امریکا د ای سي سي غړي نه دي.
په هاګ کې مېشتې محکمې د هنګري پرېکړه غندلې ده، چې د نتنیاهو د نیولو حکم نه عملي کوي.
د محکمې ویاند فادي العبدالله ویلي، چې د ای سي سي غړي نه شي کولی د محکمې پرېکړې په خپل سر رد کړي.
عبدالله اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې غړي هېوادونه مکلف دي د ای سي سي پرېکړې عملي کړي او که د کوم حکم سره اختلاف لري، باید له محکمې سره مشوره وکړي.
هغه زیاته کړه: “هر ډول قضايي اختلاف باید د محکمې د پرېکړې له لارې حل شي.”
د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه
د اروپایي شنه ګوند (European Green Party) غوښتنه کړې، چې نتنیاهو دې ونیول شي او د ای سي سي محکمې ته وړاندې شي.
د دې ګوند همغږي کوونکي مشر کیاران کاف په یوې اعلامیه کې ویلي: “اروپایي اتحادیه او ملي حکومتونه مکلف دي، چې نړۍوال قانون ته درناوی وکړي او د جګړې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو حساب کتاب یقیني کړي.”
نوموړي زیاته کړه: “ویکتور اوربان، د نړۍوالو قوانینو د سپکاوي هماغه تګلاره تعقیبوي چې په هنګري کې یې کړې، دا ځل یې د نتنیاهو د نیولو د حکم له پامه غورځولو له لارې په نړۍواله کچه ترسره کوي.”
د ای سي سي له ارزونې وروسته دا پرېکړه شوې وه، چې “د معقولو دلایلو له مخې داسې باور موجود دی” چې نتنیاهو او ګالانت “په قصدي ډول د غزې ملکي وګړو ته د هغو اړینو توکو چې د بقا لپاره اړین دي لکه خواړه، اوبه، درمل، طبي وسایل، سون او برېښنا» د رسولو مخه نیولې.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل دا تورونه رد کړي.


یوه تازه څېړنه ښيي چې د غزې جګړه د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې او خونړۍ جګړه وه. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.
په دې جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د دې مسلک د ټولو وژل شویو کسانو له شمېر څخه چې په لویو جګړو لکه د لومړۍ او دویمې نړۍوالې جګړې، د امریکا کورنۍ جګړې، د کوریا جګړې، د ویتنام جګړې او د افغانستان جګړو کې وژل شوي وو، زیات دی.
په براون پوهنتون پورې اړوند (د جګړو د لګښتونو) د نوې پروژې د راپور پر بنسټ چې بوستون ګلوب ورځپاڼې خپور کړی، ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دویمې نړۍوالې جګړې پرمهال یوازې ۶۷ خبریالان وژل شوي وو.
دغه راپور چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی، ټینګار کوي: «دا جګړه، په ساده ډول د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې پېښه ده.»
د دې څېړنې لیکوونکي وایي، ډېری خبریالان چې د غزې د جګړو په شان پېښو کې وژل شوي سیمه ییز خبریالان دي او د نړۍوالو پېښو د خبري پوښښ لپاره د بهرنیو خبریالانو حضور د پام وړ کم شوی دی.
خبري شبکې د نړۍ د تر ټولو خطرناکو پېښو د پوښښ لپاره ډېری وخت پر سیمهییزو خبریالانو تکیه کوي، چې اکثره یې د لږ معاش او محدودو سرچینو سره کار کوي.
په غزه کې فلسطيني خبریالان د جګړو له پیل راهیسې خوړو او پاکو اوبو، سرپناه او برېښنا ته په سمه توګه لاسرسی نه لري.
ښځینه خبریالانې او د رسنیو نور کارکوونکي له هغې جملې ژباړونکي له انلاین ځورونې، د جنسیتي کرکې څرګندونې، فزیکي چلند، جنسي تېري او ان وژنو سره مخ شوې دي.
د «د جګړې لګښتونه» پروژې مدیرې، استفاني ساول، وویل: «خبریالان په بېسارې توګه د جګړو قرباني کېږي. ډېموکراسي او سوله له آزادو رسنیو سره تړاو لري، او نظامي کېدل په بېلابېلو ډولونو د ډېموکراسۍ د کمزورې کولو لامل ګرځي.»
یوازې یادې پروژې نه، بلکې تر دې وړاندې هم د غزې په جګړو کې د خبریالانو وضعیت مستند شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه ځانګړي راپور کې اعلان وکړ، چې ۲۰۲۴ کال په تېرو درېیو لسیزو کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې نږدې دوه پر درېیمه برخه وژل شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فلسطینیان وو، چې د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۰ تنه یې په اسراییل او غزه کې حضور درلود.

د اسرییل د امنیت وزیر ایتامار بنګویر د چارشنبې په ورځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د بیتالمقدس په ختیزه برخه کې د مسجد الاقصی انګړ ته ننوت. سعودي عربستان دا اقدام د مسجد الاقصی د حرمت نقض وباله او ویې غنده.
د عربي رسنیو د رپوټ له مخې، د اسراییلي وزیر دا کار د غزې د روانې جګړې په منځ کې یو نوی پاروونکی اقدام بلل شوی دی.
د بیتالمقدس د اسلامي اوقافو ادارې یو چارواکي اناتولي خبري اژانس ته ویلي، « د دې لیدنې پر مهال، له بنګویر سره له ۲۴ څخه زیات غیرقانوني ښارګوټيمیشت اسراییلیان هم ملګري وو».
سعودي عربستان ویلي، چې « د اشغالګرو ځواکونو تر ملاتړ لاندې پر اقصی جومات د اسراییل د امنیت وزیر یرغل او د لمونځ کوونکو ایستل، موږ په کلکه غندو».
اردن هم دا اقدام پاروونکی بللی او ویلي یې دي، چې اسراییل په اشغال شوي بیتالمقدس او د دغه ښار په مقدسو اسلامي او مسیحي ځایونو هېڅ ډول حاکمیت نه لري.
د فلسطین حماس ډلې هم دا اقدام وغنده او د فلسطینیانو د نسلوژنې دوام یې ګڼلی.
حماس له اسلامي همکاریو سازمان او عربي اتحادیې وغوښتل چې د اسراییل د سیستماتیکو سرغړونو د مخنیوي لپاره اغیزناک ګامونه واخلي.
دا شپږم ځل دی چې ایتامار بنګویر، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د بنیامین نتنیاهو د حکومت د غړي په توګه، د مسجد الاقصی انګړ ته ننوځي.
مسجد الاقصی، چې یهودان یې د خپلو لرغونو معبدونو پاتې شونی ګڼي، د اردن د اسلامي اوقافو یوه بنسټ له خوا اداره کېږي.
د کلونو زړو قوانینو له مخې یهودان کولای شي دغه ځای ته سفر وکړي، خو د عبادت اجازه پکې نه لري.

د راپورونو له مخې، قرغیزستان او تاجکستان په رسمي ډول د داتکاـ سوګد سبسټیشن ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي چارو پرانېسته کړې. دغه سبسټیشن د کاسا زر پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي، چې له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي.
ټایمز اف سینټرل اسیا راپور ورکړی، چې دوه ورځې وړاندې د تاجکستان په خنجد ښار کې د قرغیزستان د ولسمشر سدیر ژپاروف او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له لوري د اتکاـ سوګد سبسټیشن د برېښنا نښولو مزي پرانیسته وکړه.
دغه مزي د ۴۸۵ کیلومتر اوږدوالی لري.
په راپور کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو مشرانو د کاسا زر پروژې د دې مرحلې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یاده پروژه د دواړو هېوادونو لپاره د ستراتیژیک اهمیت لرلو ترڅنګ د قرغیزستان او تاجکستان د انرژۍ سیسټمونه سره نښلوي او د سیمې د انرژۍ امنیت پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
د راپورونو له مخې، دغو دواړو هېواددونو د کاسا زر پروژې اړوند خپل ټول تاسیسات بشپړ کړي دي.
تمه کېږي چې پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې د کاسا زر پروژې ساختماني چارې بشپړې شي، خو په افغانستان کې چې د یادې پروژې په ټپه ولاړې چارې اوس پیل شوي، ښايي تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړې شي.
د کاسا زر پروژې ټول لګښت ۱.۲ میلیارده ډالر اټکل شوی او ټول لګښت یې د نړۍوال بانک، د اروپا د پانګونې بانک، اسلامي پراختیايي بانک او نورو مالي بنسټونو څخه ورکول کېږي.
د برېښنا د لېږد د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په کال کې ۱۱ میلیارده کیلو واټ ساعتونه برېښنا لېږدولو ظرفیت ولري.
کاسا زر د افغانستان له لاري منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه لویه پروژه ده، چې له قرغیزستان او تاجکستان څخه پاکستان ته برېښنا لېږدوي.
د دې پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شېر خان بندر څخه د افغانستان شمال ته ننوځي او د کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له لارې به پاکستان ته ورسېږي.
کاسا زر لومړۍ پروژه ده، چي د افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسيا ترمنځ د انرژۍ سوداګرۍ ته لار هواروي.
ویل کېږي، چي افغانستان ته به هر کال د دغې برېښنا د ټرانزيت لپاره له ۳۵ څخه تر ۴۰ ميليونو ډالرو پورې ورکړل شي.

د ناټو متحدانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اوکراین لپاره له ۲۰ میلیارد یورو (۲۱.۶۵ میلیارده ډالرو) څخه د زیاتو نظامي مرستو ژمنه کړې ده. د ناټو سرمنشي مارک روټې د چارشنبې په ورځ وویل، چې دغه ژمنې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې شوې دي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په بروکسل کې غونډه وکړي چې پر اوکراین د روسیې د درې کلن یرغل پر وړاندې د کیېف د ملاتړ په اړه بحث وکړي.
په ورته وخت کې اروپایي اتحادیې احتمالاً د پور اخیستلو یو ګډ پروګرام په پام کې نیولی، چې له مخې یې غړي هېوادونه د دفاعي لګښتونو لپاره مرستې ترلاسه کړي.
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې په اوږدمهال کې یو داسې پروګرام رامنځته کېدای شي چې له مخې یې د اروپایي اتحادیې له خوا غړو هېوادونو ته مستقیمې مالي مرستې ورکړل شي.
اروپایي اتحادیه هڅه کوي د خپلو غړو هېوادونو لپاره د ۸۰۰ میلیارد یورو د لګښت امکانات برابر کړي، چې لویه برخه یې د مالي اصولو د تغییر له لارې د ملي لګښتونو لپاره د زیاتو فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې شوې.
همداراز اتحادیه غواړي ۱۵۰ میلیارد یورو د دفاعي پورونو په بڼه له بازار څخه پور واخلي.
خو د اروپایي هېوادونو لوړ پورونه او کسرونه ښایي د لویو اقتصادونو، لکه ایټالیا او هسپانیې دفاعي لګښت محدود کړي.
دا هېوادونه اوسمهال د ناټو له ۲ سلنې هدف څخه کم لګښت کوي، چې ناټو غواړي دا هدف تر دریو سلنې پورته یوسي.

څو ورځې وړاندې د فرانسې په بوردو ښار کې یو افغان ځوان راپاڅېد او بل افغان ځوان یې د ښار منځ کې په چاړه حلال کړ او په سړه سینه ورته کېناست چې هغه مړ شي او دی پولیس ونیسي. دغې او دې ته ورته نورو ګڼو پېښو اروپایانو ته د افغانانو په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.
دا لومړنۍ او له بده مرغه روستۍ پېښه نه ده. ښايي ډېر ښاغلي به استدلال کوي، چې جنايي پېښې خو هرځای پېښيږي، خو ربړه و بدمرغي دا ده، چې د افغانانو ترمنځ ډېرې پېښيږي او زموږ په ټولیزه حافظه کې عادي ګڼل کیږي و هېریږي.
موږ د یوه ملت په توګه ولې بېعاطفې شوي یو؟
دا زموږ د معاصر ټولنیز ژوند یوه مهمه پوښتنه ده. موږ ایډیولوژیو له انسانیت او عاطفې څخه لرې کړې یو، دا ایډیولوژۍ هم سیاسي دي هم عقیدوي.
په موږ کې عاطفه خنثی شوې ده. موږ په ټولیزه توګه بېعاطفې شوي یو. موږ په ټولیز سادیزم اخته یو. نږدې نیمه پېړۍ کیږي، چې پرموږ زموږ قاتلان او قصابان واکمن دي.
په ګډه حافظه کې د جنایتونو او وحشت هېرېدل او عادي کېدل د دغې سراسري بې عاطفهګۍ سرایت د تداوم او تکرار لامل کیږي.
ایډیولوژي د انسان له وجود څخه بهر دومره زورور عامل دی، چې د انسان فطري او بیخي طبیعي ځانګړنې او ارزښتونه هم بدلوي، ترې هېروي یې او ان چې په وړاندې یې دریږي هم. اعتقاد چې منحرف شي، له انسان څخه لیوه جوړوي داسې لیوه چې نور انسانان داړي. ایډیولوژي او اعتقاد که په افراطي بڼه شیوع ومومي د یوې ټولنې انسانان په قصابانو بدلوي او د ټولیز سادیزم په داسې ډلهییزه ناروغۍ یې اخته کوي، چې یو د بل له وژلو، داړلو او د وینو له بهولو څخه خوند اخلي.
دا د ارواپوهنې یو علمي بحث دی، چې سادیزم (بلځورونه) او مازوخیزم ( ځانځورونه) یوازې په وګړي کې دننه د رواني انحراف له امله رامنځته کیږي،که له وجود څخه بهر فرهنګي، ټولنیز و طبیعي عوامل یې هم لامل ګرځېدلای شي. له انساني وجود څخه بهر عوامل چې په انسان کې سادیزم، مازوخیزم یا بل هر ډول رواني انحراف رامنځته کولای شي، لوی ګواښ یې دا دی، چې یوازې په یوه وګړي پورې محدوده نه پاتېږي او د یوې ټولنې ګڼ وګړي پرې اخته کیږي، چې په هغه صورت کې ټولنیز بحران رامنځته کوي.

راځئ لومړی د سادیزم او مازوخیزم ساده تعریفونه وګورو:
۱. سادیزم (Sadism)
سادیزم په ساده ژبه د بل له ځورولو او کړولو څخه خوند اخیستل دي. دا هغه حالت دی، چې یو کس له دې څخه خوند اخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت، چې پر بل وګړي فزیکي یا رواني درد، کړاو، یا سپکاوی وارد کړي.
۲. مازوخیسم (Masochism)
مازوخیسم هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس په خپل ځان د درد، سپکاوي، یا کړاو له زغملو څخه خوند واخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت احساس کړي.
له رواني و بیولوژيکي پلوه د سادیزم و مازوخیزم ریښې په جنسي انحراف کې نغښتې دي، خو که دا دواړه ناروغۍ د ایډیولوژیکو – اعتقادي عواملو له کبله ټولنیزې شوې، په بشري بحران بدلیږي او یوه ټولنه په ټولیزې بېرحمۍ اخته کوي.
څو کاله وړاندې په ننګرهار کې په کابل بانک ترهګرو حمله وکړه، د بانک کامرو د یو ترهګر تصویرونه ثبت کړي و، چې په سړه سینه بانک ته راغلي خلک په ډزو وژني. روسته دولتي ارګانونو دغه ترهګر ونیوه، د څېړنو پرمهال یې وویل: «ما د کابل بانک د مراجعینو له وژلو خوند اخیست.»ټکان ورکوونکی ځواب. ایا موږ ريښتیا په دې ربړه اخته یو؟
دا حتمي نه ده، چې په ټولیزه بېرحمۍ دې د اخته ټولنې ټول وګړي هرو مرو نور انسانان ووژني، ویې کړوي او له کړاو څخه دې یې خوند واخلي، بلکې د دغو بېرحمیو په وړاندې بېتفاوتي او د هغو عادي امر ګڼل هم د داسې ناروغۍ کمزورې بڼه ده، د افغانستان ګڼ شمېر وګړي په دې بې تفاوتۍ اخته دي. دا ځکه چې هره برخه یې له یوې ډلې یا داسې افرادو څخه ملاتړ کوي، چې هغوی دلته افغانان وژلي دي. له انساني قاتلانو څخه اتلان جوړول او بیا یې ټولیز ملاتړ هم د تولنیزې بېعاطفهګۍ د بحران یو حالت دی. موږ ولې خپل قصابان و جلادان د خپلو واکمنو په توګه منلي دي، ایا موږ هم د دغه ټولنیز بحران یوه برخه یو؟
درې نسله کیږي، چې موږ افغانان یو بل سره وژنو او فکر کوو، چې یو د بل له وژنو څخه ثواب ګټو، جنت ته ځو او یا خپلې سیاسي ایډیولوګ ته په وفادارۍ کې تر نورو وړاندې یو. په پولیګونونو کې له ژوندیو خښولو رانیولې، تر بمونو، راکټونو، ترورونو، کوڅه په کوڅه کورنیو جنګونو، بې پته کولو، په دښتو او جنګي کلاوو کې تر ټولوژنې او زرګونو ځانمرګیو پورې مو ټولیزه بېرحمي دې برید ته ورسوله، چې د وړکتون په ماشومانو مو هم ځانمرګي بریدونه وکړل او کله چې د ماشومانو ګل ګل غوښې په دیوالونو نښتې له ډېره خونده مو چیغې کړې، چې الله اکبر!!!
موږ خپله یا په پردیو الوتکو ودونه او جنازې بمبار کړې او په جوماتونو کې مو یوبل ته بمونه کېښودل او کله مو چې لمونځکوونکي په کې والوځول، نو باور مو دا و، چې تر بل هرچا به مخکې همدا موږ جنت ته ځو.
وګورئ، چې ایډيولوژي، څنګه عاطفه وژلای شي. عاطفه، اخلاق او زړه سوی خو لا پرېږده، چې عقل هم له منځه وړي او هغه وخت چې ماشومان وژنو او په بدل کې یې جنت ته د رسېدو له ذوقه د تکبیر چیغې وهو، نو عقل د دې په پوهېدو کې مرسته راسره نه کوي ، چې غلط روان یو او لار مو په تورکیستان ده.
زموږ د بېرحمۍ او وحشت لویه توجیه او دلیل دا دی، چې ښه کوو، ولې پرون هغه نورو داسې او هسې نهکول؟
مجاهدینو میلیونونه افغانان په دې نامه ووژل، چې د دوی په ژبه کمونیستانو هم خلک وژل، د مجاهدینو د مدرسو دویم نسل ځکه خلک وژل، چې ویل یې: شر وفساد (مجاهدینو) هم خلک وژل، بیا ځلې چې مجاهدین د امریکا په مرسته واک ته ورسېدل، بیا یې خلک هم پخپله هم په امریکایانو ځکه وژل، چې ویل یې: تالیبانو هم خلک وژل، تالیبانو په ځانمرګیو او نورو بریدونو کې خلک وژل، ځکه چې جمهوریتي مجاهدینو هم خلک وژل، نن یې هم په همدې نوم وژني او سبا به هم کیسه همداسې روانه وي، سپین بیرغ، تور بیرغ، شین بیرغ، جمعیت و حزب و حرکت و کمونیست و ...
درې نسله ملت نهیوازې چې د خپلو جنازو په وړاندې بېپروا دی او قتل و قتال خپل محتوم برخلیک ګڼي، بلکې د خپلو بچیو وژونکي خپل اتلان او واکمنان ګڼي. د همدې ملت یوه برخه د بلې برخې قاتلان په اوږو ګرځوي او هغه بله برخه د دې بلې برخې جلادان خپل اتلان بولي. واکمن، اتلان، جلادان بل هېڅ کمال نه لري، یوازینی کمال یې دا دی، چې یو تر بله ډېر خلک وژلای شي. درې نسله وحشت او قتال دا باور یقیني کړی دی، چې (نر) هغه دی، چې ډېر وژل کولای شي،واک، ځواک، پیسې او قدرت باید له هغه چا سره وي، چې د دې وطن لویه برخه انسانان یې وژلي وي. همدا د عامه باور یوه برخه ده. ټولنیز سادیزم په همدې باور کې ریښه لري. دا خونړی باور په چټکۍ سرایت کوي او دا دی درې نسلونه پرې ککړ دي.
موږ ولې قصابان و جلادان خپل اتلان او اولیالامر ګڼو؟
له دوی سره د خلکو د یوې برخې تړاو، یا قومي دی، یا مذهبي، یا سیمهییز، یا ژبنی، یا له ډاره، یا له تمې و ګټې، یا د ځانساتنې لپاره او یا هم له بله پلوه، خو تر ټولو ځواکمن تړاو یې دیني (اعتقادي) او قومي دی. ډېره برخه خلک ځکه د ملت د یوې برخې قاتلان او جلادان په خپلو اوږو سپاره ګرځوي، چې غواړي د دوی به برکت جنت ته ولاړ شي. په پاکیستاني مدرسو کې داسې روایتونه پرېمانه تولید شوي، چې یو وژونکی څومره څومره خلک له ځانونو سره جنت ته بیولی شي او شفاعت یې کړلای شي.
ترهغو چې افغانوژنه ثواب و صواب ګڼل کیږي، ترهغو به دا کیسه روانه وي. بله خبره دا ده، چې موږ له «غیرت» څخه هم یو ناسم او منفي پېژاند لرو. درې نسلونه چې له وینو بهولو سره روږدي شوي، وار وار یې دا د لاشعور په غوږ کې زمزمه شوې خبره ده، چې غیرت یعنې د قتل کولو شهامت. په تېرو څلویښتو کلونو کې موږ په زرګونو خپل هېوادوال د دې لپاره هم په خپلو لاسونو وژلي، چې خلکو ته ځانونه غیرتي زبات کړو. هرچا چې د انساني عاطفې او اخلاقو خبره کړې، موږ بېغیرته بللی او له (نر) توبه مو ایستلی دی.
موږ په ایډیولوژیکو او سیاسي جګړو کې پرېمانه ماشومان، ښځې او عام افغانان وژلي او بیا مو ځانونه په دې متل خلاص کړي، چې: « په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي.» بیا مو دا انګېرلې، چې پخه خبره مو وکړه نو خلک هم راسره قانع شول. د فردیت عقده هم په موږ کې قوي ده، موږ د وګړوالې Individualismپه بده انزوايي عقده هم اخته یو، د بل انسان غم او درد په ځان کې نه احساسوو، د هغې بورې، ورارې، کونډې و یتیمې مېرمنې درد خپل نه بولو چې د کورنۍ غړی یې وژل شوی دی. د افغانستان ټولنه لکه د محشر ورځ بس ځان په ځان سودا ده. ریښتیا خو دا ده، چې ټولیزه همدردي د ټولنیزې سولې بنسټ وي.
موږ کله کله چې کومې ډلې ته ویلي: ولې خلک وژنئ؟ هغوی راته ویلي: ولې؟ خو پخوانیو هم خلک وژل؟ موږ ورته چوپ شوي یو او په سکوت کې مو دا ورسره منلې، چې ګواکې نو ته هم حق لرې خلک ووژنې، ځکه تر تامخکې نورو هم دا کار کړی دی.په دې ټولنه کې قاتل و جلاد د نورو د وحشت په یادولو ځان خلاص کړی دی او دا نسخه لا هم کار ورکوي، ځکه خو د بېرحمۍ او سادیستي انحراف ناروغي په چټکۍ خپریږي.
موږ تر هرراز سمون وړاندې یوه فرهنګي انقلاب او ټولنپوهنیز سمون ته اړتیا لرو. موږ باید قتل و وحشت له ثواب، صواب، غیرت، جنت او صفت څخه وڅنډو او یوازې د یوه بشري جنایت پېژاند ورکړو، دا چې د داسې فرهنګي اوښتون او اصلاحي بدلون جزیات او میکانیزمونه باید څه وي؟ په دې فکر کول او خبرې اترې و بحث پرې راپارول بویه. که ځوان روښانفکر نسل په دې خبرې وکړي، باور لرم چې د راروانو نسلونو د ویښتیا و روښانتیا ترڅنګ به له دې ټولنیزې بدمرغۍ او ګډ رواني انحراف و ناروغۍ څخه د ژغورنې یوه لار ومومو.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.