• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو سرمنشي: د ناټو متحدانو له اوکراین سره تر ۲۱ میلیارده ډالرو زیاتې مرستې ژمنه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د ناټو متحدانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اوکراین لپاره له ۲۰ میلیارد یورو (۲۱.۶۵ میلیارده ډالرو) څخه د زیاتو نظامي مرستو ژمنه کړې ده. د ناټو سرمنشي مارک روټې د چارشنبې په ورځ وویل، چې دغه ژمنې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې شوې دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په بروکسل کې غونډه وکړي چې پر اوکراین د روسیې د درې کلن یرغل پر وړاندې د کیېف د ملاتړ په اړه بحث وکړي.

په ورته وخت کې اروپایي اتحادیې احتمالاً د پور اخیستلو یو ګډ پروګرام په پام کې نیولی، چې له مخې یې غړي هېوادونه د دفاعي لګښتونو لپاره مرستې ترلاسه کړي.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې په اوږدمهال کې یو داسې پروګرام رامنځته کېدای شي چې له مخې یې د اروپایي اتحادیې له خوا غړو هېوادونو ته مستقیمې مالي مرستې ورکړل شي.

اروپایي اتحادیه هڅه کوي د خپلو غړو هېوادونو لپاره د ۸۰۰ میلیارد یورو د لګښت امکانات برابر کړي، چې لویه برخه یې د مالي اصولو د تغییر له لارې د ملي لګښتونو لپاره د زیاتو فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې شوې.

همداراز اتحادیه غواړي ۱۵۰ میلیارد یورو د دفاعي پورونو په بڼه له بازار څخه پور واخلي.

خو د اروپایي هېوادونو لوړ پورونه او کسرونه ښایي د لویو اقتصادونو، لکه ایټالیا او هسپانیې دفاعي لګښت محدود کړي.

دا هېوادونه اوسمهال د ناټو له ۲ سلنې هدف څخه کم لګښت کوي، چې ناټو غواړي دا هدف تر دریو سلنې پورته یوسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ټولیزې بې‌رحمۍ سونامي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

څو ورځې وړاندې د فرانسې په بوردو ښار کې یو افغان ځوان راپاڅېد او بل افغان ځوان یې د ښار منځ کې په چاړه حلال کړ او په سړه سینه ورته کېناست چې هغه مړ شي او دی پولیس ونیسي. دغې او دې ته ورته نورو ګڼو پېښو اروپایانو ته د افغانانو په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

دا لومړنۍ او له بده مرغه روستۍ پېښه نه ده. ښايي ډېر ښاغلي به استدلال کوي، چې جنايي پېښې خو هرځای پېښيږي، خو ربړه و بدمرغي دا ده، چې د افغانانو ترمنځ ډېرې پېښيږي او زموږ په ټولیزه حافظه کې عادي ګڼل کیږي و هېریږي.

موږ د یوه ملت په توګه ولې بې‌عاطفې شوي یو؟

دا زموږ د معاصر ټولنیز ژوند یوه مهمه پوښتنه ده. موږ ایډیولوژیو له انسانیت او عاطفې څخه لرې کړې یو، دا ایډیولوژۍ هم سیاسي دي هم عقیدوي.

په موږ کې عاطفه خنثی شوې ده. موږ په ټولیزه توګه بې‌عاطفې شوي یو. موږ په ټولیز سادیزم اخته یو. نږدې نیمه پېړۍ کیږي، چې پرموږ زموږ قاتلان او قصابان واکمن دي.

په ګډه حافظه کې د جنایتونو او وحشت هېرېدل او عادي کېدل د دغې سراسري بې عاطفه‌ګۍ سرایت د تداوم او تکرار لامل کیږي.

ایډیولوژي د انسان له وجود څخه بهر دومره زورور عامل دی، چې د انسان فطري او بیخي طبیعي ځانګړنې او ارزښتونه هم بدلوي، ترې هېروي یې او ان چې په وړاندې یې دریږي هم. اعتقاد چې منحرف شي، له انسان څخه لیوه جوړوي داسې لیوه چې نور انسانان داړي. ایډیولوژي او اعتقاد که په افراطي بڼه شیوع ومومي د یوې ټولنې انسانان په قصابانو بدلوي او د ټولیز سادیزم په داسې ډله‌ییزه ناروغۍ یې اخته کوي، چې یو د بل له وژلو، داړلو او د وینو له بهولو څخه خوند اخلي.

دا د ارواپوهنې یو علمي بحث دی، چې سادیزم (بلځورونه) او مازوخیزم ( ځانځورونه) یوازې په وګړي کې دننه د رواني انحراف له امله رامنځته کیږي،که له وجود څخه بهر فرهنګي، ټولنیز و طبیعي عوامل یې هم لامل ګرځېدلای شي. له انساني وجود څخه بهر عوامل چې په انسان کې سادیزم، مازوخیزم یا بل هر ډول رواني انحراف رامنځته کولای شي، لوی ګواښ یې دا دی، چې یوازې په یوه وګړي پورې محدوده نه پاتېږي او د یوې ټولنې ګڼ وګړي پرې اخته کیږي، چې په هغه صورت کې ټولنیز بحران رامنځته کوي.

100%

راځئ لومړی د سادیزم او مازوخیزم ساده تعریفونه وګورو:

۱. سادیزم (Sadism)

سادیزم په ساده ژبه د بل له ځورولو او کړولو څخه خوند اخیستل دي. دا هغه حالت دی، چې یو کس له دې څخه خوند اخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت، چې پر بل وګړي فزیکي یا رواني درد، کړاو، یا سپکاوی وارد کړي.

۲. مازوخیسم (Masochism)

مازوخیسم هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس په خپل ځان د درد، سپکاوي، یا کړاو له زغملو څخه خوند واخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت احساس کړي.

له رواني و بیولوژيکي پلوه د سادیزم و مازوخیزم ریښې په جنسي انحراف کې نغښتې دي، خو که دا دواړه ناروغۍ د ایډیولوژیکو – اعتقادي عواملو له کبله ټولنیزې شوې، په بشري بحران بدلیږي او یوه ټولنه په ټولیزې بېرحمۍ اخته کوي.

څو کاله وړاندې په ننګرهار کې په کابل بانک ترهګرو حمله وکړه، د بانک کامرو د یو ترهګر تصویرونه ثبت کړي و، چې په سړه سینه بانک ته راغلي خلک په ډزو وژني. روسته دولتي ارګانونو دغه ترهګر ونیوه، د څېړنو پرمهال یې وویل: «ما د کابل بانک د مراجعینو له وژلو خوند اخیست.»ټکان ورکوونکی ځواب. ایا موږ ريښتیا په دې ربړه اخته یو؟

دا حتمي نه ده، چې په ټولیزه بې‌رحمۍ دې د اخته ټولنې ټول وګړي هرو مرو نور انسانان ووژني، ویې کړوي او له کړاو څخه دې یې خوند واخلي، بلکې د دغو بې‌رحمیو په وړاندې بې‌تفاوتي او د هغو عادي امر ګڼل هم د داسې ناروغۍ کمزورې بڼه ده، د افغانستان ګڼ شمېر وګړي په دې بې تفاوتۍ اخته دي. دا ځکه چې هره برخه یې له یوې ډلې یا داسې افرادو څخه ملاتړ کوي، چې هغوی دلته افغانان وژلي دي. له انساني قاتلانو څخه اتلان جوړول او بیا یې ټولیز ملاتړ هم د تولنیزې بې‌عاطفه‌ګۍ د بحران یو حالت دی. موږ ولې خپل قصابان و جلادان د خپلو واکمنو په توګه منلي دي، ایا موږ هم د دغه ټولنیز بحران یوه برخه یو؟

درې نسله کیږي، چې موږ افغانان یو بل سره وژنو او فکر کوو، چې یو د بل له وژنو څخه ثواب ګټو، جنت ته ځو او یا خپلې سیاسي ایډیولوګ ته په وفادارۍ کې تر نورو وړاندې یو. په پولیګونونو کې له ژوندیو خښولو رانیولې، تر بمونو، راکټونو، ترورونو، کوڅه په کوڅه کورنیو جنګونو، بې پته کولو، په دښتو او جنګي کلاوو کې تر ټولوژنې او زرګونو ځانمرګیو پورې مو ټولیزه بېرحمي دې برید ته ورسوله، چې د وړکتون په ماشومانو مو هم ځانمرګي بریدونه وکړل او کله چې د ماشومانو ګل ګل غوښې په دیوالونو نښتې له ډېره خونده مو چیغې کړې، چې الله اکبر!!!

موږ خپله یا په پردیو الوتکو ودونه او جنازې بمبار کړې او په جوماتونو کې مو یوبل ته بمونه کېښودل او کله مو چې لمونځ‌کوونکي په کې والوځول، نو باور مو دا و، چې تر بل هرچا به مخکې همدا موږ جنت ته ځو.

وګورئ، چې ایډيولوژي، څنګه عاطفه وژلای شي. عاطفه، اخلاق او زړه سوی خو لا پرېږده، چې عقل هم له منځه وړي او هغه وخت چې ماشومان وژنو او په بدل کې یې جنت ته د رسېدو له ذوقه د تکبیر چیغې وهو، نو عقل د دې په پوهېدو کې مرسته راسره نه کوي ، چې غلط روان یو او لار مو په تورکیستان ده.

زموږ د بې‌رحمۍ او وحشت لویه توجیه او دلیل دا دی، چې ښه کوو، ولې پرون هغه نورو داسې او هسې نه‌کول؟

مجاهدینو میلیونونه افغانان په دې نامه ووژل، چې د دوی په ژبه کمونیستانو هم خلک وژل، د مجاهدینو د مدرسو دویم نسل ځکه خلک وژل، چې ویل یې: شر وفساد (مجاهدینو) هم خلک وژل، بیا ځلې چې مجاهدین د امریکا په مرسته واک ته ورسېدل، بیا یې خلک هم پخپله هم په امریکایانو ځکه وژل، چې ویل یې: تالیبانو هم خلک وژل، تالیبانو په ځانمرګیو او نورو بریدونو کې خلک وژل، ځکه چې جمهوریتي مجاهدینو هم خلک وژل، نن یې هم په همدې نوم وژني او سبا به هم کیسه همداسې روانه وي، سپین بیرغ، تور بیرغ، شین بیرغ، جمعیت و حزب و حرکت و کمونیست و ...

درې نسله ملت نه‌یوازې چې د خپلو جنازو په وړاندې بې‌پروا دی او قتل و قتال خپل محتوم برخلیک ګڼي، بلکې د خپلو بچیو وژونکي خپل اتلان او واکمنان ګڼي. د همدې ملت یوه برخه د بلې برخې قاتلان په اوږو ګرځوي او هغه بله برخه د دې بلې برخې جلادان خپل اتلان بولي. واکمن، اتلان، جلادان بل هېڅ کمال نه لري، یوازینی کمال یې دا دی، چې یو تر بله ډېر خلک وژلای شي. درې نسله وحشت او قتال دا باور یقیني کړی دی، چې (نر) هغه دی، چې ډېر وژل کولای شي،واک، ځواک، پیسې او قدرت باید له هغه چا سره وي، چې د دې وطن لویه برخه انسانان یې وژلي وي. همدا د عامه باور یوه برخه ده. ټولنیز سادیزم په همدې باور کې ریښه لري. دا خونړی باور په چټکۍ سرایت کوي او دا دی درې نسلونه پرې ککړ دي.

موږ ولې قصابان و جلادان خپل اتلان او اولی‌الامر ګڼو؟

له دوی سره د خلکو د یوې برخې تړاو، یا قومي دی، یا مذهبي، یا سیمه‌ییز، یا ژبنی، یا له ډاره، یا له تمې و ګټې، یا د ځانساتنې لپاره او یا هم له بله پلوه، خو تر ټولو ځواکمن تړاو یې دیني (اعتقادي) او قومي دی. ډېره برخه خلک ځکه د ملت د یوې برخې قاتلان او جلادان په خپلو اوږو سپاره ګرځوي، چې غواړي د دوی به برکت جنت ته ولاړ شي. په پاکیستاني مدرسو کې داسې روایتونه پرېمانه تولید شوي، چې یو وژونکی څومره څومره خلک له ځانونو سره جنت ته بیولی شي او شفاعت یې کړلای شي.

ترهغو چې افغانوژنه ثواب و صواب ګڼل کیږي، ترهغو به دا کیسه روانه وي. بله خبره دا ده، چې موږ له «غیرت» څخه هم یو ناسم او منفي پېژاند لرو. درې نسلونه چې له وینو بهولو سره روږدي شوي، وار وار یې دا د لاشعور په غوږ کې زمزمه شوې خبره ده، چې غیرت یعنې د قتل کولو شهامت. په تېرو څلویښتو کلونو کې موږ په زرګونو خپل هېوادوال د دې لپاره هم په خپلو لاسونو وژلي، چې خلکو ته ځانونه غیرتي زبات کړو. هرچا چې د انساني عاطفې او اخلاقو خبره کړې، موږ بې‌غیرته بللی او له (نر) توبه مو ایستلی دی.

موږ په ایډیولوژیکو او سیاسي جګړو کې پرېمانه ماشومان، ښځې او عام افغانان وژلي او بیا مو ځانونه په دې متل خلاص کړي، چې: « په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي.» بیا مو دا انګېرلې، چې پخه خبره مو وکړه نو خلک هم راسره قانع شول. د فردیت عقده هم په موږ کې قوي ده، موږ د وګړوالې Individualismپه بده انزوايي عقده هم اخته یو، د بل انسان غم او درد په ځان کې نه احساسوو، د هغې بورې، ورارې، کونډې و یتیمې مېرمنې درد خپل نه بولو چې د کورنۍ غړی یې وژل شوی دی. د افغانستان ټولنه لکه د محشر ورځ بس ځان په ځان سودا ده. ریښتیا خو دا ده، چې ټولیزه همدردي د ټولنیزې سولې بنسټ وي.

موږ کله کله چې کومې ډلې ته ویلي: ولې خلک وژنئ؟ هغوی راته ویلي: ولې؟ خو پخوانیو هم خلک وژل؟ موږ ورته چوپ شوي یو او په سکوت کې مو دا ورسره منلې، چې ګواکې نو ته هم حق لرې خلک ووژنې، ځکه تر تامخکې نورو هم دا کار کړی دی.په دې ټولنه کې قاتل و جلاد د نورو د وحشت په یادولو ځان خلاص کړی دی او دا نسخه لا هم کار ورکوي، ځکه خو د بې‌رحمۍ او سادیستي انحراف ناروغي په چټکۍ خپریږي.

موږ تر هرراز سمون وړاندې یوه فرهنګي انقلاب او ټولنپوهنیز سمون ته اړتیا لرو. موږ باید قتل و وحشت له ثواب، صواب، غیرت، جنت او صفت څخه وڅنډو او یوازې د یوه بشري جنایت پېژاند ورکړو، دا چې د داسې فرهنګي اوښتون او اصلاحي بدلون جزیات او میکانیزمونه باید څه وي؟ په دې فکر کول او خبرې اترې و بحث پرې راپارول بویه. که ځوان روښانفکر نسل په دې خبرې وکړي، باور لرم چې د راروانو نسلونو د ویښتیا و روښانتیا ترڅنګ به له دې ټولنیزې بدمرغۍ او ګډ رواني انحراف و ناروغۍ څخه د ژغورنې یوه لار ومومو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ټرمپ نن پر نړیوالو سوداګریزو شریکانو «پراخې تعرفې» لګوي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۱

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د چارشنبې په ورځ پر نړیوالو سوداګریزو شریکانو پراخې تعرفې ولګوي. رویټرز وايي، چې دا پرېکړه به «د څو لسیزو سوداګریز اصول زیانمن کړي، د توکو بیې به لوړې کړي او ښایي له هر لوري ځوابي اقدامات را وپاروي».

د تعرفو د جزیاتو بڼه، چې ټرمپ یې د «امریکا د ازادۍ ورځ» بولي، لاهم د سپینې ماڼۍ له لوري تنظیمیږي.

تمه ده چې ټرمپ به دا اعلان نن د امریکا پر وخت ماسپښین ۴ بجې د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې وکړي.

نوې تعرفې به سملاسي نافذې شي، په داسې حال کې چې د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفه به د اپرېل پر درېیمه پلې شي.

ټرمپ وايي، چې دا تعرفې د امریکا د تعرفو کچه د نورو هېوادونو له تعرفو سره برابروي او د غیر تعرفوي خنډونو مخه نیسي.

د اروپا مرکزي بانک مشرې کرستین لاګارډ ویلي چې « دا به د ټولې نړۍ لپاره منفي وي. د اغېزو شدت به د تعرفو په مودې، د هدف شویو محصولاتو او مذاکراتو پایلو پورې تړلی وي».

د سوداګریزو تعرفو د اعلان په تمه، د چارشنبې په ورځ بازارونه را ولوېدل، په داسې حال کې چې د سرو زرو بیې خپل د تاریخ تر ټولو لوړ حد ته نږدې شوې.

د موټرو صنعت، سمندري بار وړلو، ګرانبیه توکو او نورو سکتورونو سوداګریز مشران د ټرمپ له ناڅاپي اقداماتو اندېښمن دي.

د اروپایي اتحادیې، کاناډا، مکسیکو او اسټرالیا مشرانو د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی.

د اسټرالیا د اپوزیسیون مشر پیټر ډوټن وویل، « که اړتیا وي چې د خپلو ملي ګټو لپاره له ټرمپ یا بل هر نړیوال مشر سره مقابله وکړم، زه به یې پرته له ځنډه وکړم».

د کاناډا صدراعظم مارک کارني او د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینباوم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سوداګریزو اقداماتو پر وړاندې د ګډو اقداماتو ژمنه وکړه.

د ټرمپ اداره د ۲۰ سلنه اضافي تعرفو د وضع کولو پلان لري، چې پر مخکېنيو تعرفو سربېره به د امریکا د سوداګرۍ د کسر ستونزه نوره هم پیچلې کړي.

د ییل پوهنتون د بودیجې څېړنیز مرکز اټکل کړی چې دا تعرفې به د هرې امریکایي کورنۍ لپاره د ۳۴۰۰ډالرو اضافي لګښت لامل شي.

په کوسټاریکا کې د کډوالو له مرکز څخه د درېیو افغانانو په ګډون شپږ تنه تښتېدلي دي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د رسنیو د راپورونو له مخې، د کوسټاریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې دغه هېواد ته له رالېږل شویو هغو کډوالو، چې دوه اوونۍ وړاندې د متحده ایالاتو له‌خوا شړل شوي و، د کډوالۍ له پنډغالي تښتېدلي دي.

د کوسټاریکا د کډوالۍ ادارۍ زیاته کړې، چې په تښتېدلیو کډوالو کې دری تنه افغانان، دوه هندیان او یو پاکستانی شامل دي.

د دغې ادارې مشر عمر باډیلا وویل، چې دغه کسان د کیټم له لنډمهالي مرکز څخه تښتېدلي دي.

هغه رسنیو ته په یو لېږل شوي غږیز کلیپ کې زیاته کړې، تښتېدلي کسان قانوني اسناد نه لري او د کډوالۍ پولیسو د دوی د پلټنې خبرتیا هم خپره کړې، چې که چېرې دغه کسان د کوسټاریکا په خاوره کې وي، چې بېرته د کیټم لنډمهالي مرکز ته راستانه شي.

د کیټم لنډمهالي مرکز یوه کارکونکي ټیکو ټایم رسنۍ ته ویلي، چې په دې مرکز کې ورته افغانو نجونو ویلي، دوی له افغانستان څخه ځکه تښتېدلي چې غواړي زده کړې وکړي.

هغې افغانې کډوالې اندېښنه شودلې وه، چې که افغانستان ته په زوره ستنه شي، "طالبان به یې ووژني."

په دې ورستیو کې د غیر قانوني کډوالو پر ضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ پالیسۍ له امله ډیرې کډوال له امریکا څخه شړل شوي، چې یوازې ۳۰۰ اسیایي وګړي کوسټاریکا او پاناما ته استول شوي دي.

په هند کې د اور لوبې وسایلو جوړولو کارخونه کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د هندوستان ټایم د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د اور لوبې وسایلو د جوړولو په یوه کارخونه کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله تږ تر لږه ۲۱ کارګر وژل شوي دي، خبر زیاتوي چې په دغه فابریکه کې زیات شمېر کارګران له خپلو کورنیو سره یو ځای اوسېدل.

ویل کېږي چې دغه پېښه د هند د ګجرات ایالت په دیسا سیمه کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چاودنه د اور لوبې د وسایلو په یوه ګودام کې شوې، چې په غیر قانوني ډول یې چارې ترسره کولې.

د چارواکو په وینا، چاودنه دومره زوروره وه چې د کارګرانو د جسدونو ټوټې یې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ متره پورې لرې غورځول شوي دي.

یو ځایي اوسېدونکي وویل، چې چاودنې وروسته یې د یوې لحظې لپاره یې فکر وکړ چې الوتکه له اسمانه راپرېوته او یا له اسمان څخه بل څه راوغورځېدلي وي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي د دغې پېښې انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د دغې فابریکې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

دا هم لیدل کیږي چې خلک او د ژغورنې کارکونکي د خټو او خاورو لاندې جسدونه راوباسي.

اور لوبه د هند د نیمې وچې په هیوادونو کې په ځانګړې توګه پاکستان او هند کې ډیری مینه وال لري او دوی یې په ګڼو مناسبتونو لکه اختر، کریسمس، هولي، ودونو او نورو جشنونو کې کاریږي.

د اسراییل د دفاع وزیر: موږ د غزې پراخې سیمې د اسراییل په امنیتي زونونو کې شاملوو

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل د دفاع وزیر یسرایل کاتز ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونه به د غزې نویو سیمو ته ننوځي ترڅو «دغه سیمې له ترهګرو او د دوی له زیربناوو څخه پاکې کړي» او پراخې سیمې به د اسراییل په امنیتي زونونو کې ور زیاتې کړي.

کاټز همدا راز د غزې په اوسېدونکو غږ وکړ، چې د حماس د نسکورولو لپاره اقدام وکړي او ټول یرغمل کړي.

د اسراییل د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې که حماس د پاتې یرغمل شویو بندیانو له خوشې کولو ډډه وکړي، نو اسراییل به په غزه کې نورې سیمې هم ونیسي او د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه وکړي.

کاتز په یوه ویډیو کې چې د اسراییلي رسنیو له‌خوا خپره شوې، وویل: «که حماس خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکړي، نو لوړه بیه به یې پرې کړي.»

هغه زیاته کړې، چې تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي چې د دغې ډلې اورپکي او تروریستي سازمانونه له منځه نه وي تللي .

هغه ټینگار وکړ، چې د اسراییل اصلي موخه د ټولو یرغمل شویو بیرته ستنول دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزې په شمال کې خلکو لاریون وکړ او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوله.

د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي، چې جګړه یې تعقیب کړې.

خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول.