کاټز همدا راز د غزې په اوسېدونکو غږ وکړ، چې د حماس د نسکورولو لپاره اقدام وکړي او ټول یرغمل کړي.
د اسراییل د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې که حماس د پاتې یرغمل شویو بندیانو له خوشې کولو ډډه وکړي، نو اسراییل به په غزه کې نورې سیمې هم ونیسي او د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه وکړي.
کاتز په یوه ویډیو کې چې د اسراییلي رسنیو لهخوا خپره شوې، وویل: «که حماس خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکړي، نو لوړه بیه به یې پرې کړي.»
هغه زیاته کړې، چې تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي چې د دغې ډلې اورپکي او تروریستي سازمانونه له منځه نه وي تللي .
هغه ټینگار وکړ، چې د اسراییل اصلي موخه د ټولو یرغمل شویو بیرته ستنول دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزې په شمال کې خلکو لاریون وکړ او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوله.
د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي، چې جګړه یې تعقیب کړې.
خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول.