سعودي عربستان مسجدالاقصی ته د اسراییلي وزیر ننوتل وغندل

بن ګویر د ۲۰۲۴ د اګست په ۱۳مه هم د یروشلم په زاړه ښار کې الاقصی جومات ته تللی و. انځور د رویټرزله ارشیف څخه
بن ګویر د ۲۰۲۴ د اګست په ۱۳مه هم د یروشلم په زاړه ښار کې الاقصی جومات ته تللی و. انځور د رویټرزله ارشیف څخه

د اسرییل د امنیت وزیر ایتامار بنګویر د چارشنبې په ورځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د بیت‌المقدس په ختیزه برخه کې د مسجد الاقصی انګړ ته ننوت. سعودي عربستان دا اقدام د مسجد الاقصی د حرمت نقض وباله او ویې غنده.