• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنجشېر ته د اختر په ورځو کې ۲۵ زره کورني سیلانیان تللي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د پنجشېر ولایت طالب مسوولان وایي، چې د کمکي اختر له پيله تر دامهاله دغه ولایت ته له بېلابېلو سېمو څخه شاوخوا ۲۵ زره کورني سيلانیان ورغلي دي. بل خوا بیا یو شمېر مېله والو ويلي، چې په یو شمېر تفريح ځايونو کې د امربالمعروف محتسبین د دوی د لوبو مخه نیسي او ستونزې ورته جوړوي.

په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاده د چارشنبې په ورځ د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې دوی سېلانیانو ته لازمې اسانتياوې چمتو کړې او هڅه کوي ښه مېلمه پالنه یې وکړي.

له ختيزو، سویلي او مرکزي ولایتونو څخه زيات شمېر ځوانان شمالي ولایتونو ته په تفريح تللي او ډېرو يې په ټولنیزو رسنیو کې د مېلو انځورونه او ويدیوګانې هم شريکې کړې دي.

پر ډېرو ميله والو نیوکې کيږي، چې مېلې ته د تګ پر مهال له احتیاطه کار نه اخلي او زيات مهال د خلکو د ازار لامل ګرځي.

د اختر په ورځو کې له کابل او کندهاره یو شمېر مېله والو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پيغامونو کې ویلی، چې د اختر د خوښۍ په مراسمو کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو مخه نيسي او پر هغوی خپل قوانين عملي کوي.

طالبان پنجشېر ته د زياتو مېله والو تګ د خپل امنیت لویه لاسته راوړنه یادوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د قرغیزستان پارلمان د افغانستان د قوشتېپې پر کانال اندېښنه ښودلې

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د قرغیزستان پارلمان (جوګورکو کینیس) چې د عالی شورا په نامه یادیږي،د افغانستان د قوشتېپې کانال د جوړولو پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده.

ددې شورا مرستیالې ګولیا کوژوکولوا د اپرېل پر دویمه د اوبو او انرژۍ موضوع را پورته کړه او ویې ویل، چې د اوبي سرچینو د وېش مساله باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د قرغیزي رسنیو د رپوټونو له مخې، هغې د قوشتیپې کانال په تړاو بحث په ترڅ کې د اوبو د مسایلو په تړاو وویل، چې « دا موضوع ډېره حساسه ده. د متخصصانو او اکاډمیکو کسانو نظر ته اړتیا ده. موږ باید پر دې تمرکز وکړو، ځکه د دولتي ادارو د اصلاحاتو پر مهال دا موضوع باید په ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي».

کوژوکولوا ویلي، چې قرغیزستان د انرژۍ سکتور کې بیړنی حالت اعلان کړی، نو باید د اوبو برخه کې هم بیړنی حالت په پام کې ونیول شي.

قرغیزي متخصصان وايي، د افغانستان د اوبو کانال د جوړېدو له امله به دا موضوع نوره هم جدي شي.

د قرغیزستان تازابیک رسنۍ وايي، چې د قرغیزستان عالي شورا دوه ورځې وړاندې د اوبو د سیاست موضوع کې د افغانستان د قوشتیپې د کانال موضوع هم شامله کړې ده.

د قرغیزستان د پارلمان غړي علیشر اربایف د امو سیند او سیردریا د اوبو د ویش په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د قوشتیپې کانال ډېره برخه اوبه په شګو کې جذبیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې « افغانستان یو ۱۰۰ کیلومتره اوږد کانال جوړ کړی، او ۳۰ او ۴۰ سلنه اوبه به په ساده ډول د کانال په شګو کې جذب شي. لاندې زموږ ګاونډیان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، به له ستونزو سره مخ شي، ځکه ۴۰سلنه اوبه به دوی ته ونه رسېږي او دا به لویې ستونزې رامنځته کړي».

د قرغیزستان د امنیت شورا منشي مارات ایمانکولوف ویلي چې د امو سیند د اوبو کمښت به له سیردریا سیند څخه د کرنې او نورو اړتیاوو لپاره د اوبو مصرف ډېر کړي.

د قوشتیپې کانال د افغانستان په ملي پروژو کې شمېرل کیږي چې د داودخان د واکمنۍ له وخت راهیسې یې څوځله د پلیتابه لپاره اقدامات شوي دي.

طالبانو په کندهار کې ۲۲ تنه موټرسایکل ځغلوونکي نیولي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د موټرسایکل چلونکوو ځوانانو ۲۲ کسیزه ډله یې د عامو خلکو د ازار او اذیت په تور نیولې ده. طالبانو ویلي، دغو ځوانانو په ښار او ولسوالیو کې ښاري نظم اخلال کړی او په تېز سرعت د موټرسایکل چلولو ترڅنګ یې خلکو ته سپک الفاظ هم کارول.

د طالبانو د کندهار امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هغه ۲۲ تنه موټرسایکل چلوونکي ځوانان یې نیولي، چې د اختر په شپو او ورځو کې یې په ښار او ولسوالیو کې د ټرافیکي نظم اخلال کاوه او د موټرسایکل د چټکې ځغلونې تر څنګ یې ترافیکي قوانین نه مراعاتول او پر سړکونو یې موټرسایکل «پایه» پورته کول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان یې د خلکو له شکایت کولو وروسته نیولي.

د دوی په خبره، یادو کسانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په سربند سیمه کې عامو خلکو او کورونو ته ازار او اذیت ورکړی.

په کندهار کې د طالبانو امینه قوماندانۍ ویلي، چې یاد ۲۲ کسان یې له موټرسایکلونو سره یوځای نیولي او بندیان کړي دي.

امنیه قوماندانۍ په خپله خبرپاڼه کې د یادو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي.

د سویلي ولایتونو خلکو د اختر په ورځو کې د ځوانانو د بې پروایۍ او په تېز سرعت د موټر سایکلونو ځغلولو له امله ډیر شکایتونه درلودل.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې وه، چې طالبان په تېز سرعت د موټرسایکل ځغلولو په جرم د یو ځوان سر خريي.

پر همدغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، چې د سویلي ولایتونو یو شمېر ځوانان په کندهار او نورو ولایتونو کې د سفر پر مهال د موټر او موټرسایکل چلولو پر مهال بې احتیاطي کوي.

یاماموتو: د طالبانو لیدلوری نه افغانان راضي کولای شي او نه افغانستان پرمخ بېولای شي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مخکینی ځانګړی استازی وايي، د طالبانو لیدلوری نه افغانان راضي ساتلای شي او نه د افغانستان د پرمختګ لاره پرانیزي.

تدامیچي یاماموتو چې په تېره فبروري میاشت کې یې د طالبانو یوه پلاوي ته د جاپان د سفر بلنه ورکړې وه، وویل، چې د طالبانو ډېر مشران د زده کړو اړتیا درک کوي، خو ځینې چارواکي یې د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو لرې کول ناشوني ګڼي.

هغه د جاپان له اېن ایچ کې ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د ژورې دودیزې ټولنې او د طالبانو واکمنۍ په شالید کې ایډیالوژیکو انګیزو ته اشاره وکړه او ویې ویل، « افغانستان واقعاً یوه ډېره دودیزه ټولنه ده. په داسې ټولنه کې چې پخواني دودنه لا هم شته، د ښځو د رول په اړه هم یوه پخوانۍ اندېښنه موجوده وه. طالبانو ډېر ځوان جنګیالي راټول کړل، هغوی ځوانان اړ اېستل چې یوه تابعداره ټولنه رامنځته کړي او دا یوځل بیا یو قوي شعار شو».

د ښځو د تعلیم پر سر داخلي اختلافات

د ښځو د زده کړو موضوع د طالبانو د مشرانو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده.

یاماموتي د طالبانو ترمنځ د نجونو پر سر د اختلافاتو او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد ستانکزي څرګندونو ته په اشاره وویل، چې « ډېر طالب مشران دا درک کوي چې د ښځو زده کړو ته وده ورکول اړین دي. هغوی وايي چې د اسلامي ټولنو لپاره د ښځو تعلیم ډېر مهم دی، خو ځینې طالب چارواکي بیا پر دې ټینګار کوي چې د ښځو د تعلیم محدودیتونه اجتناب‌ناپذیره دي، که څه هم دوی د تعلیم اړتیا مني».

خو د نوموړي په باور، سره له دې اختلافاتو وروستی واک د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په لاس کې دی، چې د ښځو پر زده کړو د بندیزونو مشري کوي.

په داسې حال کې چې د افغان ښځو یو نسل د زده کړو له حقه محرومیږي، نړیواله ټولنه له یوې سترې ننګونې سره مخ ده.

یاماموتو ټینګار وکړ چې باید له طالبانو سره د یوازې غندنې پرځای ډیپلوماتیک تعامل ته ترجیح ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، «که دا حالت دوام وکړي، ډېرې ښځې به د ثانوي او لوړو زده‌کړو له ترلاسه کولو بې‌برخې شي او دا به یو ناورین وي او یو بشپړ نسل به له زده‌کړو پاتې شي. زه فکر کوم ددې پر ځای چې دوی وغندو، باید هغوی ته قناعت ورکړو چې دا کار سم نه دی او د راتلونکې لپاره زیانناک دی».

د جاپان دریځ او له طالبانو سره اړیکې

یاماموتو د جاپان په ګډون د طالبانو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې رول لوبولی دی. هغه د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنې کتنې درلودې.

کله چې د طالبانو په تړاو د جاپان د ځانګړي دریځ په اړه وپوښتل شو، نوموړي تاریخي ورته والي ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دې د باور فضا رامنځته کړې.

هغه زیاتوي، « د طالبانو له نظره جاپان یو «عادي لویدیز هېواد» نه دی، بلکې یو داسې هېواد دی چې د «میجي» له اصلاحاتو او د دویمې نړیوالې جګړې له سختیو ته تېر شوی. په یو ډول، طالبان جاپان داسې ګوري لکه د ځان په څېر، چې له ورته ستونزو سره مخ و. له همدې امله طالبان پر جاپان باور لري او دا ډېره مهمه ده چې جاپان هغوی ته قناعت ورکړي».

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو تګلاره د افغانستان د خلکو او د هېواد پرمختګ ته زیان رسوي، « د دوی لیدلوی په اوسنۍ نړیواله ټولنه کې نه د افغانستان خلک راضي کوي او نه د افغانستان د پرمختګ امکان برابروي. مهمه ده چې هغوی وهڅوئ چې د خپل توان په کچه څه وکړي او هغوی پرمختګ ته وهڅول شي، حتا که ډېر لږ هم وي».

تدامیچي یاماموتوپه دې باور دی، چې نه یوازې جاپان، بلکې نور هېوادونه هم باید په ګډه له طالبانو سره د تغییراتو راوستلو په برخه کې کار وکړي.

تدامیچي یاماموتو په داسې حال کې له ښځو سره د طالبانو د چلند نرمښت په تړاو د ډپلوماتیکو هڅو او ګډه کار یادونه کوي، چې دغه ډله هره ورځ پر ښځو نوي بندیزونه لګوي او د خلکو ژوند یې خورا محدود کړی دی.

په کوسټاریکا کې د کډوالو له مرکز څخه د درېیو افغانانو په ګډون شپږ تنه تښتېدلي دي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د رسنیو د راپورونو له مخې، د کوسټاریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې دغه هېواد ته له رالېږل شویو هغو کډوالو، چې دوه اوونۍ وړاندې د متحده ایالاتو له‌خوا شړل شوي و، د کډوالۍ له پنډغالي تښتېدلي دي.

د کوسټاریکا د کډوالۍ ادارۍ زیاته کړې، چې په تښتېدلیو کډوالو کې دری تنه افغانان، دوه هندیان او یو پاکستانی شامل دي.

د دغې ادارې مشر عمر باډیلا وویل، چې دغه کسان د کیټم له لنډمهالي مرکز څخه تښتېدلي دي.

هغه رسنیو ته په یو لېږل شوي غږیز کلیپ کې زیاته کړې، تښتېدلي کسان قانوني اسناد نه لري او د کډوالۍ پولیسو د دوی د پلټنې خبرتیا هم خپره کړې، چې که چېرې دغه کسان د کوسټاریکا په خاوره کې وي، چې بېرته د کیټم لنډمهالي مرکز ته راستانه شي.

د کیټم لنډمهالي مرکز یوه کارکونکي ټیکو ټایم رسنۍ ته ویلي، چې په دې مرکز کې ورته افغانو نجونو ویلي، دوی له افغانستان څخه ځکه تښتېدلي چې غواړي زده کړې وکړي.

هغې افغانې کډوالې اندېښنه شودلې وه، چې که افغانستان ته په زوره ستنه شي، "طالبان به یې ووژني."

په دې ورستیو کې د غیر قانوني کډوالو پر ضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ پالیسۍ له امله ډیرې کډوال له امریکا څخه شړل شوي، چې یوازې ۳۰۰ اسیایي وګړي کوسټاریکا او پاناما ته استول شوي دي.

د یوې برېټانوۍ جوړې کورنۍ د خپل هېواد له چارواکو څخه د طالبانو د غندلو غوښتنه وکړه

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو له‌خوا د برېټانوۍ جوړې پېټر او باربي مشرې لور سارا اینټوېسټل د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي څخه غوښتي، چې د طالبانو توقیف وغندي او د هغوی د سملاسي خوشې‌کېدو غوښتنه وکړي.

سارا ټېلیګراف ورځپاڼې ته زیاته کړې: «که امریکایي چارواکي کولای شي مېرمن هال خوشې کړي، نو [زموږ] دولت هم باید وکولای شي چې زما مور او پلار خوشې کړي.»

نوموړې ډېوېډ لامي ته په خطاب کې ویلي: «موږ د [برېټانیا] د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کوو چې یوه عامه اعلامیه خپره کړي او د طالبانو له‌خوا زما د مور او پلار بندي‌کېدل وغندي. هغوی د جرم له ثبوت پرته نيول شوي دي.»

ورته مهال د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې تړاو وویل: «موږ د هغه برېتانوۍ دوه ګوني تابعیت‌لرونکي کورنۍ چې په افغانستان کې نیول شوي، ملاتړ کوو.»

د طالبانو له‌خوا د برېټانوۍ جوړې پیټر او باربي مشرې لور سارا اینټوېسټل څه موده مخکې هم ویلي و، چې تر اوسه یې پر مور او پلار هېڅ کوم تور نه دی پورې شوی او نه یې هم پر وړاندې داسې کوم ثبوت شته.

سارا اندېښنه ښودلې وه، چې د طالبانو په زندان کې د ورځې یو وخت ډوډۍ خوړلو یې ۷۵کلنه مور پر خوارځواکۍ اخته کړې او د هغې ۷۹کلن پلار هم سخت کمزوری شوی دی.

د یادونې ده، چې دا برېټانوۍ جوړه د روان میلادي کال په فېبرورۍ میاشت کې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال د طالبانو له‌خوا نیول شوې او د اګست په شپږمه طالبانو د دې جوړې نیول‌کېدل منلې وه.