• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، تېر کال یې ۱۱۴ زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته د کار جوازونه ویشلي او ډیر ژر به نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، تېر کال یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار جوازونه ورکړي دي.

نوموړي په دا نه ده په ډاګه کړې چې په تېر یوه کال یې په څومره شمېر ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره د خبرو پرمهال وویل:«په هغو برخو کې چې د میرمنو کار ته اړتیا لیدل کېده او د دوی کارونه او خدمات په مستقیمه توګه د مېرمنو او یا نجونو لپاره وو، د میرمنو استخدام هم ترسره شوی دی. دوی هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.»

په داسې حال کې، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ډیرو برخو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګول شوي او زرګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د ښځو د کار په برخه کې خوندي کاري چاپیریال رامنځته شوی دی.

ابراهیمي وايي، بهرنيو کارګرانو ته د یادې ډلې له اصولو سره سم په افغانستان کې د کارکولو اجازه ورکول کیږي.

د نوموړی په وینا، په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې راټیټولو په موخه یې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لیږلو لپاره له قطر او عربي متحده امارات سره یو لړ تفاهمونو ته رسیدلي او ډیر ژر به افغان کارګران یادو هېوادونو ته ولیږي.

ابراهیمي وایي، چې تېر کال یې د مسلکي زده کړو په ۷۰ مرکزونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان روزلي دي او سږکال به د کار بازار له اړتیا سره سم ګڼو نورو کسانو ته هم زده کړې ورکړي څو په هېواد کې د بې کارۍ کچه ټیټه شي.

طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د کاري زمینې برابرولو ژمني کوي، چې په ګڼ شمېر کې افغانان د پاکستان او ایران په ګډون، اروپايي هېوادونو ته په غیر قانوني لارو د کار کولو په موخه ځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۲۹ تنه نیولي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل په بېلابیلو سېمو کې يې ۲۹ کسان د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نيولي. دغه وزات په يوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې له نیول شويو کسانو سره یې دوه زره ۵۷۱ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو تاریاک او ۱۵۶۸ د نشه يي توکو ګولۍ نيولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې دغه ۲۹ کسان یې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي، نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرڅلاو بندیزونه لګولي، خو ویل کیږي د طالبانو یو شمېر سیمه ییز قوماندانان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي.

افغانستان انټرنشنل د «ون ورلډ میډیا» د رسنیو ازادۍ جایزې ته نومول شوی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱

ون ورلډ میډیا (One World Media) اعلان وکړ، چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ جایزې ته نومول شوی. ون ورلډ ميډيا ویلي، چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون به د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره د قضاوت پړاو ته ولاړ شي.

ون ورلډ ميديا په یوه پيغام کې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون ته د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ جایزې ته د نومول کېدو له امله مبارکي ویلې.

دغه سازمان ویلي، چې سږ کال یې په ۱۳ برخو کې له سلو هېوادونو څخه ۵۵۹ اثار ترلاسه کړي دي.

ون ورلډ میډيا لیکلي دي، چې د جایزې ورکولو لپاره تر ټولو غوره رسنۍ ټاکي.

د ون ورلډ میډیا په وینا، دغه جایزې به د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې ورکړل شي.

سازمان په خپله وېبپاڼه کې لیکي: «زموږ فیصله کوونکو بې شمېره ساعتونه د ځواکمنو او فکري کیسو په بیاکتنې تېر کړي؛ هغه کیسې چې کلیشې ننګوي، داستانونه بدلوي او په ټولو پولو کې اړیکې رامینځته کوي. له افغانستان او ارجنټاین څخه تر چین، فیجي، هند، غزې، میانمار، نایجیریا، سویډن، یمن او داسې نورو پورې د ټولې نړۍ د خلکو کيسې زموږ په اوږد لیست کې ښودل شوې.»

ون ورلډ میډيا یو غیر انتفاعي سازمان دی، چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی.

د دغه سازمان موخه د پیاوړو او خپلواکو رسنیو ملاتړ کول دي، چې د وګړو پیاوړتیا او عدالت ته وده ورکوي.

د پولیو ملي مرکز: پر ډیورنډ کرښه دې د بېرته ستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین شي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې سره هم مهاله د طالبانو تر واک لاندې د‌ پولیو د مخنېوي بېړني ملي مرکز له بېرته ستنېدونکو کډوالو څخه غوښتي، چې پر ډیورنډ کرښه دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو څاڅکي ورکړي.

ویل کېږي پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ د اپریل میاشتې له لسمې نېټې څخه وروسته چټکه کړي، خو د‌ پولیو د څاڅکو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې دغو ستنیدونکو ته د طالبانو له لوري په کور دننه د تابیاوو او ښه راغلاست هڅې خورا کم رنګه ښکاري.

دغه مرکز ویلي، چې افغانستان د پولیو ویروس د لېږد اټکل شته او باید د خپریدو مخنېوي لپاره یې ورته اقدامات وشي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ګواښ په کې تر بل هر ځای ډېر دی.

په افغانستان کې د دغه ویروس د خپریدو یو لوی لامل له پاکستان هېواد څخه بېرته ستنیدونکي کډوال بلل شوي، چې له ځانونو سره یې د ګوزڼ دغه ویروس لېږدوي.

په افغانستان کې هره میاشت د پولیو واکسین د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره بیا هم تطبیق کېږي.

باورنه دا دي، چې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې د ناسمو کلتوري او مذهبي روایتونو له کبله خلک نه غواړي چې د کورنۍ ماشومان دې یې د ګوزڼ ضد واکسینو څخه برخمن شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د ګوزڼ نږدې ۲۵ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې چې د ۲۰۲۳ په پرتله څلور برابره ډېرې وې.

یاد شمېر څخه یوازې ۲۰ پیښې تېر کال په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې وې.

مولوي کبیر د کډوالو وزارت چارو ته شا کړې او پر سیاسي ناستو ولاړو بوخت دی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خپلې هڅې چټکې کړې دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر دغو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو پر ځای په ولسي او سیاسي ناستو ولاړو کې بوخت دی.

د (وري ۱۴مه) د طالبانو کډوالو وزارت پر اېکس پاڼه له قومي مشرانو،‌ دیني عالمانو او د طالبانو د کابینې له څو تنو غړو سره د ولسي او سیاسي ناستې په اړه د مولوي کبیر د لیدنو خبر ورکړی دی.

په دغه ناسته کې مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې طالبانو په تېر اختر کې لازم امنیتي تدابیر نیولي و او له همدې کبله دغه ورځې پرته له کومې امنیتي پېښو ونمانځل شوې.

مولوي کبیر بیا په دغو ناستو کې د افغان کډوالو او بېرته راستنیدونکو په تړاو هېڅ نه دي ویلي.

هم مهاله پاکستان په خپلو حکومتي ناستو کې د افغان کډوالو ایستل کیدو ته لومړیتوب ورکړی،‌ خو د طالبانو یاد وزارت لا تر اوسه پورې د بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د چمتووالی یا هم اسانتیاوو برابرولو په تړاو تازه هېڅ نه دي ویلي.

له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستل کیدل به د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي،‌ ځکه لا تر اوسه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغو کډوالو ښه راغلاست او ورته د امکاناتو چمتو کیدو لپاره هېڅ نه دي شوي.

پاکستان بیا په تورخم کې او لنډي کوتل سیمو کې د کډوالو لپاره ځانګړي پنډغالي جوړ کړي،‌ څو د دغه بهیر په چټک کیدو او ښه ترسره کیدو کې مرسته وکړي.

هاخوا بیا د طالبانو لوري په تورخم کې هېڅ ډول تدابیر نه لیدل کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ په تورخم کې د طالبانو له لوري د کډوالو د هرکلي یا هم ورته د خدمتونو د چمتو کیدو لپاره لا تر اوسه هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.

د سرچینې په خبره، په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له لوري ځینې وړې خیمې د کډوالو د ښه راغلاست لپاره لګیدلي، خو د پاکستان د کډوالو ستنولو تازه څپه به خورا لویه وي او پر دغو شته امکاناتو هېڅکله د مدیریت وړ نه ده.

مولوي عبدالکبیر که څه هم د اختر په ورځو کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنولو په برخه کې دې همکار‌ي وکړي او په یو ځل دې ډېر شمېر کسان نه ورلېږي، خو د ستنیدونکو سره د مرستو لپاره یې د هېڅ راز اقداماتو یا تدابیرو یادونه ونه ګړه.

اندېښنې دا دي، چې له ایران او پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال نه یوازې دا چې په کور دننه به د روزګار له کمښت سره مخ شي، بلکې د کافي بشري مرستو د نشتوالي له امله ښايي د لوږې له جدي ناورین سره هم مخ شي.

د ملګرو ملتونو له لوري لا له وړاندې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې د غربت کچه مخ په ډیریدو ده او د دغو کډوالو په ورتګ سره ښايي دا کچه نوره هم لوړه شي.

په پاکستان کې مېشت افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

ندیم بخش د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ یو سندرغاړی دی، چې د پاکستان پولیسو ته یې د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت ورکړی، تر څو یې بېرته افغانستان ته ستون نه کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ده نیوز راپور ورکړی، چې هغه د راولپنډۍ پولیسو ته هغه مهال یادې پیسې د رشوت په توګه ورکړې، چې د نوموړي پر کور یې چاپه ووهله.

 ندیم چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوی هلته په یوه کوچني کور کې چې دوه خونې لري اوسېږي.

هغه وویل: «نه پوهېږم چې دلته به تر کومې پورې خوندي پاتې شو. دا هم نه ده معلومه چې افغانستان ته به مو وشړي او که بل ښار ته به ځان اوباسم.»

د موسیقۍ او افغان کډوالو پر ضد فشارونه

سندرغاړی ندیم بخش د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه دی، چې د پاکستان له لوري د بې ‌اسنادو افغانانو د ایستل کیدو له اعلان وروسته یا په پټو ځایونو کې ژوند کوي او یا هم د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه پرېکړه وکړه، چې ټول ناقانونه افغان کډوال باید د هماغې میاشتې تر پایه خپل هېواد ته ستانه شي،‌ خو لیدل کېږي چې په دغه موده کې اوس مهال بدلون راغلی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغان کډوالو ایستل کیدو بهیر یې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د اپریل تر لسمې ځنډولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واک ته رسیدو راهیسې پر موسیقۍ او سندرغاړو سخت بندیزونه لګیدلي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بللې، د موسیقۍ الې یې ماتې کړي، د موسیقي ښوونځي یې بند کړي او ان په بېلابېلو پېښو کې یې هنرمندان هم ځورولي دي.

له همدې کبله ډېری هغه افغان موسیقي‌ غږوونکي او سندرغاړي پاکستان ته کډه شوي او نشي کولای چې د دغو بندیزونو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان د کراچۍ ښار د بشري حقونو وکیله مونیزه کاکړ وايي،‌ چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان نیول شوي او تر ۲۰ زره زیات په زور ایستل شوی دي.

هغې زیاته کړې: «پاکستان د افغان کډوالو قضیه د طالبانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کاروي. کله چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې وي، پاکستان افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابروي، خو کله چې سیاسي کړکېچ زیات شي، هغوی د لوبې د مهرې په توګه قرباني کېږي.»

په افغانستان کې د موسیقۍ د هنر نابودي

د ۵۲ کلن ندیم بخش لپاره افغانستان ته ستنیدل د نسلونو موسیقي دود ته د پای ټکی کېښودل دي.

نوموړی د هندستانۍ کلاسیکې موسیقۍ د «پټیاله ‌ګهرانه» مکتب پیرو دی چې د ده نیکه علي بخش خان په ۱۹مې پېړۍ کې بنسټ ورته ایښی و.

د ندیم په خبره: «موسیقي زموږ د وینو برخه ده». په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو د ده پر کور چاپه ووهله، د سازونو الې یې ور ماتې کړې او د ده په ګډون یې د هغه زامن زندانیان کړل. نوموړی وایي: «له سپکاوي ډک چلند یې راسره وکړ، موږ ته یې وویل چې موسیقي باید پرېږدو او د سبزیو خرڅولو روزګار باید شروع کړو.»

ندیم او کورنۍ یې له افغانستان څخه د تېښتې وروسته د ویزې د نشتوالي له کبله په پاکستان کې ناقانونه پاتې شول.

د ده ۲۴ کلن زوی نازیم بخش چې طبله غږوي له اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي. هغه وویل: «موږ د کور کرایه او د خوړو پیسې نه لرو، نو څنګه به ویزې واخلو؟»

افغانستان ته د ستنېدو وېره

د ۲۶ کلن محمد یاسر حویده لپاره افغانستان ته ستنېدل د مرګ معنا لري.

حویده چې یو وخت د موسیقۍ ښوونکی و، په ۲۰۲۲ کال کې د موسیقۍ د یوه بنډار له کبله د طالبانو له لوري ونیول شو او هغه پرېکړه وکړه چې نور یې په خپل هېواد کې ژوند ستونزمن شوی. له همدې امله نوموړی پاکستان ته کډوال شوی دی.

د ده په وینا: «که افغانستان ته لاړ شم ښايي ووژل شم. طالبان له ما کرکه لري، ځکه زه هزاره یم، شیعه یم او موسیقي هم کوم. دوی زموږ هنر حرام بولي.»

خو طالبانو څو څو ځله ویلي چې هزاره‌ ګان باید له طالبانو ونه ډار شي او هغوی په افغانستان کې د نورو وګړو په څېر د ژوند ځانګړي حقونه لري.

طالبانو موسیقۍ غږوونکو ته دا هم په ډاګه ویلي، چې د دغه هنر پالل په اسلامي شریعت کې حرام کار دی او باید د نورو کارونو په موندلو سره له دې کسبه لاس واخلي.