• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې پولیسو ۲۴۲ افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د پاکستان سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو نږدې ۲۴۲ د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي. پاکستان پرېکړه کړې چې په روانه میاشت کې درې میلیونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

د سند حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې نږدې شپاړس زرو څخه زیات د ای سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې د افغانانو د نیولو او بېرته ستنولو په موخه یې چارې کړندۍ کړي چې تر اوسه یې ۲۴۲ ای سي سي کارت لروونکي افغانان نیولي او بېرته به یې افغانستان ته ستانه کړي. د دوی په وینا هغه افغانان یې بېرته خوشې کړي چې د پي او ار کارتونه یې لرل.

کراچۍ ښار هم د پاکستان د نورو ښارونو غوندې زیات شمېر افغان کډوال لري، د ځایي چارواکو په وینا ددغه ښار په لوېدیځ او ختیځو سیمو کې نږدې ۱۶ زره او ۱۳۸ ای سي سي کارت لرونکي اوسېږي.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې مارچ میاشتې په ۶ نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه به په دغه هېواد کې ټول غیرې قانوني او ای سي سي کارت لرونکي افغانانو د اېستلو لړۍ پېل کړي خو د کوچني اختر له امله په نا رسمي ډول دا نېټه د اپرېل لسمې ته وځنډول شوه.

اوس مهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیول په موخه پولیسو اقدامات چټک کړي، کور په کور د پولیس چاپې روانې دي او هغه افغانان نیول کیږي او جبري ستنول کیږي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د ای سي سي کارت لرونکي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

قاسم حلیمي: د امریکا د سولې له انسټیټیوټ څخه اخیستل شوې پېسې زما د کار حق الزحمه وه

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو پخوانی غړی او د جمهوري دولت د حج او اوقافو وروستی وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، چې د ایلن ماسک له خوا د ده په اړه د امریکا د سولې له انسټیټیوټ څخه د پېسو اخیستلو راپور نادرست دی او ده یوازې خپله حق الزحمه اخیستې ده. نوموړي د ماسک پر ادارې د عریضې خبر هم ورکړ.

د روانې وري میاشتې په ۱۲مه نېټه ایلن ماسک اعلان وکړ چې د امریکا د سولې انسټیټوټ په تېرو ۱۰ کلونو کې ۱۳ میلیونه ډالر یو شمېر اشخاصو ته د شخصي لګښتونو لپاره ورکړي دي.

نوموړي ویلي، محمد قاسم حلیمي چې د طالبانو د پخوانۍ ادارې غړی او د جمهوري دولت د حج او اوقافو وروستی وزیر دی له دغې ادارې ۱۳۲۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي.
تازه محمد قاسم حلیمي پر خپلې فیسبوک پاڼې د یادې موضوع په تړاو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي: " ټول افغان ولس، علماء کرامو او خپلو ملګرو ته ډاډ ورکوم چې د ایلن ماسک ادارې له لوري بې اساسه خپور شوی راپور، چې زما نوم یې پکې یاد کړی، د دوی د خپلو منابعو او معلوماتي خلا ښکاره ثبوت دی.ما نه پیسې غلا کړي، نه مې رشوت اخیستی او نه مې د کومې پټې معاملې لپاره اخیستي دي."

نوموړی وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته، له خپلې کورنۍ سره کډوال شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د سولې د انسټيټوټ له خوا ورته د کار وړاندیز شوی و.

هغه زیاته کړې: "ماته وړاندیز وشو چې د اسلام او سولې په پروګرام کې له دوی سره د رسمي قرارداد له مخې کار وکړم او د کار په مقابل کې هغوی ماته حق زحمه راکړې چې یو کال ما ور سره کار وکړ او د ۲۰۲۵ کال په جنوری کی زما قرار داد غیر قانوني لغوه شو."

نوموړی وايي چې د ایلن ماسک له خوا یادې شوې پېسې د بشپړ قرارداد قیمت دی؛ خو دا چې قرارداد یې په نیمه کې لغوه شوی ټولې پېسې یې نه دي تر لاسه کړي.

حلیمي وايي: "په تېر کال کې ما او په دې پروژه کې تقریباً ۲۵ کسانو چې پخواني سفیران ، وزیران ، نړیوال علماء او د سولې متخصصین پکې وو د اسلام او سولې په بر خه کې مو په زرګونه صفحي تحقیق کړی، ټریننګونه مو ور کړي، تدریس مو کړی، نړۍوالو کنفرانسو او له نړۍوالو علماو سره مو لیدنې کتنې او رسمي سفرونه کړي دي."

د حلیمي په خبره، د ایلن ماسک پر ادارې یې په امریکا کې قانوني دعوه کړې او د حیثیت د اعادي غوښتنه یې کړې ده.

وروسته له هغې چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته لاړ؛ نوموړي یو شمېر ادارې لغوه اعلان کړې او د یادو ادارو د مصارفو په اړه یې معلومات خپاره کړل.

د هبت الله پر وړاندې د سراج الدین روانه لوبه

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۴۱ GMT+۱
•
سمیع یوسفزی

سراج‌الدین حقاني په حقیقت کې اوږده لوبه ښه ترسره کړې ده. هغه د طالبانو دننه ځواک پیاوړی کړی دی، په داسې حال کې چې نړۍ ته یو ډېر عملي مخ وړاندې کوي.

د هغه وروستي اقدامات، لکه د طالبانو د مشرتابه پر سټایل او کړنو نیوکه کول او د ټول‌ګډوني لپاره هڅول، «ان که یوازې د الفاظو په بڼه وي هم وي.» هغه د هبت‌الله لپاره د ځواک منځګړي د یوه احتمالي بدیل په توګه ځای پر ځای کړي دي.

د کندهار ډله د هبت‌الله اخوندزاده او د هغه د نږدې حلقې په مشرۍ لا هم د طالبانو اصلي ایډیالوژیک او مذهبي مشروعیت کنټرولوي.دوی ممکن د کابل په نیولو سره له پوځي پلوه بریالي شوي وي، خو د حپلې سختې حکومتولۍ سټایل، د بدلون پر وړاندې مقاومتاو د انزوا پالیسیو له سیاسي پلوه کمزوري کړي دي. دوی له داخلي درزونو، ناسم اقتصادي مدیریت او زیاتېدونکي مخالفت سره مبارزه کوي.

برعکس حقاني له پاکستان، خلیجي هېوادونو او ان ځینو لوېدیځو کړيو سره قوي اړیکې ساتلي دي.

هغه یو داسي شبکه جوړه کړې چې نوموړی کولای شي د طالبانو د ننه او بهر حرکت وکړي، په داسي حال کې چې کندهاري طالبان په خپل زاړه فکر کې بند پاتې دي. که څه هم هغوی لا د امارت لوړې څوکۍ په لاس کې لري، خو ارزښت له لاسه ورکوي او حقاني به د یو حقیقي ځواک په توګه را څرګندېږي.

دا د انتظار لوبه ده. حقاني محتاط دی. نوموړی به تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړي تر څو چې وخت يې نه وي رارسېدلی، خو د طالبانو په رهبرۍ کې به درزونه پیدا کېږي، که اقتصادي ستونزې، داخلي نارضایتۍ او بهرني فشارونه زيات شي، نو په واک کې بدلون ممکن له تمې څخه ژر وشي. مونږ به وخت او حالاتو ته انتظار کوو.

سراج حقاني دومره ستراتیژیک دی چې صبر له لاسه نه ورکوي. هغه پوهېږي چې وخت یې راځي او هغه له کوم مستقیم اقدام څخه مخکې نفوذ ترلاسه کړی دی، که له هبت‌الله سره د هغه وروستۍ لیدنه ښه وه، نو دا په دې مانا چې نوموړی د مستقیم ټکر پر ځای د تدریجي بدلون لپاره هڅه کوي.د هغه خاموش اعتراض او له وزارتونو د غونډو څخه ډډه کول یو قوي پیغام دی. که هغه ځان لرې وساتي، نو کيدلی شي کندهارۍ رهبرۍ نوره هم کمزورې کړي او که هغه بېرته راشي، نو دا ښايي د یو ډول جوړجاړي نښه وي.

د ښځو د زده‌کړې په هکله د هغه تمرکز هوښیارانه دی. دا هغه ته په کور دننه او بهر شهرت ورکوي، پرته له دې چې د طالبانو اصلي مشروعیت په مستقیم ډول وننګوي.هغه اوږده لوبه کوي، پر هبت‌الله فشار ساتي، خو د یو اصلاح غوښتونکي په توګه را څرګندېږي.

ایا د کندهاري مشرتابه له خوا د ممکنه امتیازاتو کومې نښې نښانې شته، او که دوی لا هم ټینګ دي؟

داسې ښکاري، چې سراج‌الدین د لومړي ځل لپاره داسې چلند کوي چې کندهارۍ رهبرۍ يې «دوه ذهنه» او «بې زړه» کړې ده، دا په دې مانا ده چې د حقاني ستراتیژي کار کوي او هغه دوی بې باورۍ ته اړ باسي.دوی نه‌شي کولای په اسانۍ سره هغه له پامه وغورځوي، خو دا هم نه غواړي چې په ښکاره ډول اعتراف وکړي.

که خلک لا د وړاندې دا د سخت دریځو لپاره «لومړی شاتګ» ګڼي، نو داښيي چې د دوی واک څنګه چې مخکې ښکارېده هغومره قوي نه دی، که څه هم دوی په ښکار ډول شاته نه ځي، خو له دغه حقیقت څخه دوی ډډه کوي او دا د حقاني لپاره بريا ده.اوس مهمه پوښتنه دا ده، چې ایا هبت‌الله به د خپلې واکمنۍ د بیاټینګښت لپاره اقدام وکړي او که نه؟ که هېڅ اقدام ونه کړي د حقاني نفوذ به ډېر شي.

مانا دا چې هبت‌الله دومره ګوښه دیچې په مستقيمې شخړې کې ښکيل نه شي، نو د وفا، ملا ذاکر او ملا صدر په څېر خپل نژدې وفادار ملګري به پر حقاني د فشار راوړلو لپاره وکاروي.

د شخصي واک په مقابل کې د امیر د اطاعت مساله رامنځته کول د طالبانو پخوانی تکتیک دی او دوی غواړي دا د یوې داخلي سیاسي جګړې پر ځای د یوې مذهبي او ایډیالوژیکي مکلفیت په توګه وښيي، خو دا تکتیک خطرونه لري. که چېرې دوی ډېر فشار راوړي، نو دا کېدای شي برعکس پایله ورکړي او حقاني د یوسخت او زوړ رهبریت د قرباني په څېر ښکاره شي. هغه لا دمخه د طالبانو دننه او بهر قوي شبکې لري. که چېرې جنجال ډېر عام شي نو داخلي وېشونه به زيات شي.دا حقیقت چې د «وروستي انتخاب» په توګه ګڼل کېږي. ښیي کندهاریان پوهېږي چې دوی له حقاني سره د معاملې لپاره اسانه لاره نه‌لري.

ایا داسې نښې نښانې شتهچې د حقاني د ډلې غړي د دې ډول فشار لپاره چمتووالی نیسي، یا دوی هم د اوس لپاره خاموش دي؟

بلکل! د حقاني مالي ځواک، پر خپلې شبکې د هغه کنټرول، په خلیج او نورو هېوادونو کې د هغه ژورې اړیکې هغه یو پیاوړی ځواک ګرځوي. د امریکا له‌خوا د تور لیست څخه د هغه نوم لرې کول یو لوی رواني او سیاسي پرمختګ، دې ته اشاره کويچې هغه مشروعیت ترلاسه کوي او د کندهار رهبري یوازیتوب ته پاتې ده.خو حقاني او هبت‌الله باید پام وکړي. د طالبانو یووالی په افغانستان کې د نورو جهادي یا کمونیستي غورځنګونو په پرتله د دوی ترټولو لوی ځواک دی.تاریخ ښیي چې هېڅ افغان سیاسي یا پوځي ډله د تل لپاره متحده نه ده پاته شوې، په ځانګړې توګه کله چې قدرت، پیسې او ایډیالوژي په مختلفو لورو کې وي.داسې ښکاري چې حقاني پر یو ښه لور روان دی او فشار راوړي،په داسې حال کې چې له ښکاره وېش څخه ډډه کوي.

که هغه ډیر ګړندی حرکت وکړي، کندهاري طالبان کولای شي خپل وفاداران د هغه پر ​​وړاندې راټول کړي. که هغه ډېر ورو حرکت وکړي، نو هغه د حرکت ځواک له لاسه ورکولو خطر لري.ایا کومه سره کرښه شته، چې هبت‌الله او د هغه ډله به د حقاني پر وړاندې قوي اقدام وکړي؟ یا به دوی یوازې په خاموشۍ سره د هغه د جلاکېدو هڅه کوي؟

دا یوه هوښياره او تېزهه خبره دهچې حقاني د هیچا لپاره اسانه ژاوله نه ده. هغه ډیر ټینګ، ډېر ستراتیژیک دی او ډېرې ښې اړیکه لريچې په اسانۍ سره له دندې نه‌ شي ګوښه کېدای. لې بلې خوا هبت‌الله هڅه کوي چې خپل ځان د «اميرالمومینین» په توګه وساتی، خو دا هغه وخت امکان لريچې طالبان په ایډیالوژیکي لحاظ متحد پاتې شي. څومره چې د دوی په منځ کې وېش ډېرېږي هومره دغه لقب بې مانا کېږي.حقاني پوهېږي چې وخت يې په خوا دی. هغه ځوان دی. پیسې، جنګیالياو نړيوالې پټې اړيکې لري. ان که هغه اوس بشپړ کنټرول ترلاسه نه کړي، هغه د طالبانو وروسته په هر ممکن بدلون کې د ځواک د منځګړي په توګه ځای پر ځای کيدلی شي.

که چیرې د طالبانو اوسنی جوړښت په راتلونکي کې کمزوری یا سقوط وکړي، هغه به بیا هم یو لوی لوبغاړی وي، که په سېسټم کې وي او که نه. مهمه پوښتنه دا ده، چې ایا حقاني به د دې سېسټم د طبیعي کمزوري‌کېدو ته انتظار باسيیا به د هغه په پرځېدو کې ډیر فعال رول ولوبوي؟

هو! په یو وخت کې به حقاني او هبت‌الله دواړه یو پرېکنده اقدام وکړي، د واک دا ډول خاموشه مبارزه د تل لپاره دوام نه‌شي کولای.

د حقاني تر ټولو لوی قوت د هغه انعطاف دی. هغه کولای شي د قدرت د مختلفو مرکزونو څخه تېر شي: لکه قومي ډلې، جهادي قوماندانان او ان د پخواني ډیموکراتیک رژیم شخصیتونه. دا هغه ته انتخابونه ورکوي.هغه کولای شي د طالبانو د دودیزې اډې ها خوا بنسټونه جوړ کړي کوم، چې هبت‌الله یې نه شي کولای.هبت الله سخت دریځی، ژور ایډیالوژیکي او سیاسي مهارت او پراخې شبکې نه‌لري. د هغه قوت یوازي د هغه مذهبي مشروعیت او د کندهاري سخت دريځو وفاداري ده.که چېرې د طالبانو په رهبري کې درزونه پراخ شي، نو حقاني به د مخ ته تګ لپاره ډیر ځای ولري.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا هغه به د داخلي بدلون لپاره هڅه وکړي او که به هغه هر څه د خرابېدو تر وخت پرېږديڅو وکولای شي د سېسټم د ژغورنکې په توګه ګام پورته کړي؟حقاني خپل کارټونه ښه لوبوي.د طالبانو د ننګولو پر ځای د هغوی د ژغورلو لپاره د خپل دریځ په وړاندې کولو سره، هغه هبت‌الله په یوه سخت حالت کې اچوي. حقاني نه وايي، «زه د ځان لپاره واک غواړم» بلکې وایي «زه هغه څوک یم چې د طالبانو د سقوط مخه نیولی شم.» دا د هغه د منتقدینو لپاره سختوي چې په ښکاره ډول د هغه مخالفت وکړي. پرته له دې چې د دوی حرکت ته زیان ورسوي.که چیرې د طالبانو ډیری وزیران د حقاني له دریځ سره موافق وي، نو دا یو جدي بدلون دی. دا پدې مانا ده چې هبت‌الله ورځ تر بلی منزوي کېږي او یوازې به په خپلي کندهاري حلقه تکیه وي، په داسې حال کې چې حقاني به پراخ داخلي ملاتړ ترلاسه کوي.

د نړیوالو شریکانو او خواخوږو یادونه هم مهمه ده. حقاني ځان د طالبانو یوازینی مشر په توګه ځای په ځای کويچې بهرنۍ اړیکې ساتلی شي، هغه څه چې هبت‌الله یې نه شي تر سره کولای.پوښتنه داده چې حقاني به مخکي له دې چې یو پرېکنده اقدام وکړي د فشار کمپاین ته څومره وخت دوام ورکړي؟ ایا تاسو فکر کوئ چې هبت‌الله د حلقې غړي د ځان په اړه خطر درک کوي او که هغوی لا هم د حقاني ستراتيزې کمزورې ګڼي؟

دا د حقاني او هبت الله ترمنځ مهم توپير دی. حقاني د حالاتو نښې ويني په داسې حال کې چې هبت‌الله په خپل شاوخوا کې بند پاتېدی. طالبان ممکن همدا اوس له وسله‌وال مقاومت سره مخ نه‌شي، خو د خلکو غوسه ورځ تر بلې زياتېږی او تاریخ ښيې چې کله افغان ولس حوصله ختمه شي او ستړي شي، نو هغه رژيم دوام نه شي کولای. حقاني پوهېږيچې که طالبان بدلون ونه کړي، نو بالاخره به له یوې پراخ ولسي پاڅون سره مخ کېږي. له همدې امله هغه ځان د هغه مشر په توګه مطرح کوي، د دې پر ځای چې سخت دریځې پالیسۍ پلي کړي، د خلکو خبرې اوري.که وضعیت لا نورخراب شي، نو هغه ممکن پریکړه وکړي، چې د ناکام نظام پر ځای غوره ده، چې د خلکو او تاريخ سره ودريږي.

داسې ښکاري چې حقاني به د اوس لپاره اوږده لوبه روانه وساتي. د نفوذ زياتېدو لپاره د هغه محتاطه ستراتیژي او یو عملي او جامع څېره وړاندي کول هغه ته نور قوت هم ورکوي. د کندهار طالبانوپر وړاندې یو مستقیم اقدام کولای شي د طالبانو دننه ناسم وېش رامنځته کړي، کوم چې حقاني په احتمالي ډول غواړي تر هغه وخته پورې مخنيوي وکړي تر څو یو مناسب وخت راشي.هغه خپل ځان د داسي مشر په توګه وړاندې کوي چې کولای شي طالبان د هغو ننګونو له لارې رهبري کړي چې دوی ورسره مخ دي. اقتصادي ستونزې، داخلي درزونه، او نړیوال فشار پرته له دې چې بشپړ داخلي بحران رامنځته کړي.حقاني ښودلېچې هغه پوهېږي څنګه د طالبانو دننه او بهر سیاسي فشارونه وکاروي او دا هغه ته برتري ورکوي.

داسي ويل کېږي که چیرې وضعیت خراب شي، که هغه د اقتصادي بې ثباتۍ، عامه ناکرارۍ، یا د نړیوالې بې ځایه‌کېدو له پلوه وي، حقاني ممکن د ډېرپرېکندهاقدام ته اړ شي، په ځانګړي توګه که کندهاري طالبان د هر ډول مانالرونکي اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

بریتانیا د طالبانو له ګواښ سره مخ ۳۰۰ افغانان انتقالوي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

په بریتانیا کې د براکنل فورسټ شورا اعلان وکړ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۳۰۰ هغه افغانان په دغه سیمه کې مېشت شي چې د ګواښونو له امله یې خپل هېواد پریښی دی. دا شورا وايي، په برېتانیا کې د دغو افغانو مېشتېدنه د دوی د ۲۰۲۴ کال د افغان کډوالو د ملي مېشتنېدنې د پلان برخه ده.

د بریکنل فوریسټ سیمه ییزې شورا د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې دغه ښار به ډیر ژر هغو کورنیو ته ښه راغلاست ووايي، چې د طالبانو له لاسه یې خپل هېواد پریښی دی.

د بریکنل پوریسټ شورا وايي، چې دغه اقدام د انګلستان د بیا میشتیدنې ملي پلان یوه برخه ده، ترڅو د برېتانییا د پخوانیو نظامي همکارانو لپاره خوندي راتلونکی ډاډمن کړي.

یادې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په دغو افغان کډوالو کې هغه کسان شامل دي، چې په افغانستان کې یې د برېتانيا پروګرامونو کې کار کړی، یا یې د برېتانیا په هڅو په افغانستان کې مرسته کړې وه او د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، دغه افغانان به سږکال پسرلي کې په دریو کروپونو کې لندن ته انتقال شي.

د شورا مشره ماري ټیمپرټن وايي:«موږ د هغو خلکو سره د مهربانۍ، ملاتړ او پاملرنې اوږد تاریخ لرو چې په خپل ژوند کې یې صدمه او ناکرارۍ تجربه کړې وي، پدې معنی چې دوی نور نشي کولی په خپل هیواد کې په خوندي ډول پاتې شي.»

د بریکنل پوریسټ شورا ویلي، چې برېتانیا ته ورتلونکو دغو افغانانو ته به "د نامعلوم وخت لپاره د استوګنې جوازونه" ورکړل شي او دوی به د "غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو" په توګه نه پیژندل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې برېتانوي چارواکو د تېر کال په لړم میاشت کې اعلان کړی و، چې ۲۲۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه په ځانګړو الوتنو کې لندن ته انتقال کړي.

اختر مېنګل: حکومت د بلوڅانو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه، دوه ورځې وروسته بیا لاریون پیلوو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان د ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي، د بلوچستان له صوبايي حکومت سره یې د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د ښځینه غړو او ماهرنګ بلوچ د راخوشي کېدو لپاره حکومت ته ورکړی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته یوځل بیا له مستونګ تر کوټې لاریون پیلوي.

سردار اختر مېنګل تېره ورځ د ه ویډیي پیغام په خپرولو سره ویلي، د بلوچستان صوبايي حکومت ته د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ او نورو بلوڅو مېرمنو د راخوشي کېدو په تړاو ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته به یوځل بیا لاریونونه پیل کړي.

نوموړی وايي، حکومت د بلوڅ مېرمنو د خوشي کېدو مسلې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلی مېنګل وايي، یوځل بیا د اپریل په شپږمه د بلوچستان له مستونګ نه د کوټې تر مرکزه لاریونونه پیلوي.

نوموړی وایي:«موږ نن دا پرېکړه کړې ده، چې د اپریل په شپږمه موږ یو ځل بیا له لېک پاس څخه تر کوټې پورې لانګ مارچ پیلوو. زموږ دغه مبارزه به تر هغو دوام ولري، څو بلوڅ مېرمنې له زندانه نه وي خوشې شوې.»

مېنګل د بلوچستان د تولو ولسوالیو له اوسیدونکو او ځايي ګوندونو غوښتنه کړې چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

سردار اختر مېنګل وايي، دغه لاریون به د بلوڅو مېرمنو تر راخوشې کېدو دوام ولري.

بلوڅ سیاستوال او د پاکستان د پارلمان غړي سردار اختر مېنګل د مارچ په ۲۴مه نېټه هغه مهال لاریون پیل کړ، چې د بلوچستان پولیسو د بلوڅانو د یوالې غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ له څو تنو نورو ښځینه فعالانو سره ونیول.

ښاغلی مېنګل د بلوڅو ښځینه فعالانو د راخوشې کېدو په موخه درې ځلي مذاکرات هم کړې خو کوم پایله یې نه لرله.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان د افغانانو د بې قانونه اېستلو په وړاندې کمپاین پیل کړ

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له پاکستان په زور د افغانانو د بې قانونه اېستلو په ضد یې د “ضرب الاجل بېرته راګرځول” په نوم کمپاین پیل کړی.

دغه سازمان د“زموږ سره د انسانانو په څیر چلند وکړئ” په نوم کمپاین کې د هغو افغانانو کیسي وړاندې کوي، چې له پاکستانه په اېستلو سره یې ژوند په خطر کې لویږي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د جمعې په ورځ ویلي، پاکستان افغانان په غیري قانوني ډول باسي.

یاد سازمان “زموږ سره د انسانانو په څیر چلند وکړئ” تر عنوان لاندې د کیسو یو ټولګه خپره کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له دغه کمپاین یې هدف د غیري قانوني اېستلو له خطر سره مخ افغانانو د غږ پورته کول، د افغانانو بشري حقونو ته د احترام غوښتنه او له پاکستان په زور د اېستلو د پروګرام د بندولو په اړه د پوهاوي زیاتول دي.

د دغه کمپاین له لارې په پاکستان کې د مېشتو هنرمندانو، ژورنالیستانو او ښځو لس کیسي وړاندې کیږي، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له خطر سره مخ کیږي او ترڅنګ به یې په پاکستان کې د لسیزو راهیسې جوړ شوی ژوند له لاسه ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا مرستیال بابو رام پنت وايي:«ډېری افغانان له څلورو لسیزو زیات وخت راهیسي په پاکستان کې ژوند کوي. د دوی ژوند د پاکستان د حکومت د ټینګار له امله په بشپړ ډول له ستونزو سره مخ دی، حکومت د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې له خپلو مکلفیتونه سرغړوي...»

همدارنګه ښاغلی پنت زیاتوي:«پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان په پاکستان کې میشت شوی او په ځانګړي توګه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی. په دغو افغانانو کې افغان ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، ښځینه لاریون کوونکي، هنرمندان، او د افغانستان پخواني حکومتي او امنیتي چارواکي شامل دي چې د طالبانو له ظلم څخه تښتیدلي دي. پاکستان باید د دې کسانو د خوندیتوب ډاډمنولو لپاره د جبري ستنېدو په اړه خپله اوسنۍ تګلاره لغوه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي او د بښنې نړیوال سازمان په وار وار له پاکستان نه غوښتنه کړې چې د غیري قانوني کډوالو د ستنولو لړۍ دې ودروي.