• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اختر مېنګل: حکومت د بلوڅانو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه، دوه ورځې وروسته بیا لاریون پیلوو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان د ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي، د بلوچستان له صوبايي حکومت سره یې د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د ښځینه غړو او ماهرنګ بلوچ د راخوشي کېدو لپاره حکومت ته ورکړی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته یوځل بیا له مستونګ تر کوټې لاریون پیلوي.

سردار اختر مېنګل تېره ورځ د ه ویډیي پیغام په خپرولو سره ویلي، د بلوچستان صوبايي حکومت ته د بلوڅانو د یوالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ او نورو بلوڅو مېرمنو د راخوشي کېدو په تړاو ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دوه ورځې وروسته به یوځل بیا لاریونونه پیل کړي.

نوموړی وايي، حکومت د بلوڅ مېرمنو د خوشي کېدو مسلې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلی مېنګل وايي، یوځل بیا د اپریل په شپږمه د بلوچستان له مستونګ نه د کوټې تر مرکزه لاریونونه پیلوي.

نوموړی وایي:«موږ نن دا پرېکړه کړې ده، چې د اپریل په شپږمه موږ یو ځل بیا له لېک پاس څخه تر کوټې پورې لانګ مارچ پیلوو. زموږ دغه مبارزه به تر هغو دوام ولري، څو بلوڅ مېرمنې له زندانه نه وي خوشې شوې.»

مېنګل د بلوچستان د تولو ولسوالیو له اوسیدونکو او ځايي ګوندونو غوښتنه کړې چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

سردار اختر مېنګل وايي، دغه لاریون به د بلوڅو مېرمنو تر راخوشې کېدو دوام ولري.

بلوڅ سیاستوال او د پاکستان د پارلمان غړي سردار اختر مېنګل د مارچ په ۲۴مه نېټه هغه مهال لاریون پیل کړ، چې د بلوچستان پولیسو د بلوڅانو د یوالې غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ له څو تنو نورو ښځینه فعالانو سره ونیول.

ښاغلی مېنګل د بلوڅو ښځینه فعالانو د راخوشې کېدو په موخه درې ځلي مذاکرات هم کړې خو کوم پایله یې نه لرله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان ګوند هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د پښتونخوا چارواکي له پوځ سره مذاکرات کوي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکي د ګوند بنسټ ‌ايښودونکي عمران خان، د پښتونخوا سر وزیر علی امین ګنډاپور او د حکومت ویاند برېسټر سیف ته دا دنده سپارلې چې له پوځ او حکومتي ادارو سره مذاکرات وکړي.

برېسټر سیف وویل: «د تحریک انصاف له‌خوا هېچاته د نوې کومې اړیکې یا خبرو اترو دنده نه ده ورکړل شوې.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو نورو راپورونو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، د پښتونخوا له مشرتابه غوښتي چې له ادارو سره بیا د مذاکراتو لپاره په اړیکه کې شي.

د برېسټر سیف په وینا، د اپرېل په دویمه نېټه د عمران خان او وزیر ګنډاپور ترمنځ لیدنه شوې، چې په کې د حکومتولۍ، ترهګرۍ او د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې عمران خان یوازې ګنډاپور ته د پښتونخوا د حکومت د کارونو په اړه سلا مشورې ورکړې دي.

سیف ټینګار وکړ، چې عمران خان یو ځل بیا پر دې خبره ولاړ دی چې «شخصي ګټو لپاره به له هېچا سره خبرې نه کوي.»

هغه وویل: «د تحریک انصاف بسنټګر د خپلې ازادۍ لپاره هېڅ معامله نه کوي او نه یې د چا سره د خبرو اجازه ورکړې.»

دغه لیدنه، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او ګنډاپور ترمنځ د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې لومړنۍ مخامخ ناسته وه.

سرچینې وایي، چې په کې د ادارو سره د اړیکو، د رسنیو فشارونو او د ګوند پر مشرانو د نیوکو بحث هم شوی دی.

په ورته وخت کې، د تحریک انصاف ګوند مشر برېسټر ګوهر علي خان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې له ادارو سره د «ډیل یا معاملې» کوم امکان نه شته.

نوموړي ویلي: «که څه هم تماسونه شوي، خو لا تر اوسه هېڅ پایلې ته نه یوو رسېدلي.» هغه داسې راپورونه بې بنسټه وبلل.

د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو برخې مسوول شیخ وقاص اکرم هم دغه راپورونه ناسم او د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو هڅې وبللې.

هغه یوې شخصي ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «هیڅوک عمران خان دې ته نه ‌دي هڅولي چې له ادارو سره خبرو ته کیني او نه عمران خان څوک د خبرو لپاره ټاکلي دي.»

نوموړي وویل چې دا لیدنه یوازې د پښتونخوا د حکومت پر کارکردګۍ او د ګوند د داخلي مسایلو په اړه وه.

هغه زیاته کړه: «ګنډاپور به د عمران خان لارښوونې د ګوند سیاسي کمېټې ته وړاندې کوي.»

د بودجې د کموالي له کبله پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د مارچ ۳۱مې نېټې تر ضرب الاجل بشپړېدو څلور ورځې وروسته هم د پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې د دغو ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړي کمپ چارې نه دي بشپړې شوې.

سرچینو زیاته کړې، د بودجې د کموالي له کبله د دغه کمپ چارې نیمګړې پاتې دي او د پښتونخوا ایالتي حکومت له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو لپاره دې ورسره د بودجې په برخه کې مالي مرسته وکړي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ هم د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځیدلي دي.

د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.

بلخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو پرېکړه کړې چې کډوال به په لنډي کوتل کې د اوس لپاره په جوړ شوي کمپ کې نه دېره کوي او نېغ به یې تورخم ته لېږي.

د خېبر مرستیال کمېشنر بلال شاهد د افغانستان انټرنشنل ځايي خبریال جواد شینواري ته ویلي، دا مهال د لنډي کوتل په کمپ کې د دغو ستنیدونکو کډوالو د ساتلو اړتیا نه شته، خو که دا بهیر چټک او پراخ شي، نو بیا به له یاد کمپ څخه هم ګټه پورته کړي.

ځینو پاکستاني او نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام اباد د اختر د رخصتیو او د کاري ځواک د نه شتون له کبله پرېکړه کړې چې د اپریل تر لسمې نېټې پورې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر وځنډوي.

خو ښکاري چې دا بهیر لا هم غلی غلی روان دی او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو د موندلو په موخه دروازه په دروازه ګرځېږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول کیدل او ایستل غندلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان لا له یاد هېواده غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو څخه دې ډډه وکړي، ځکه دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکو تر څنګ په پاکستان کې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لسګونه زره متحدین هم د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

دغه تازه تللي کډوال چې د طالبانو له لوري له جدي او مرګوني ګواښونو سره مخ دي هم د ایستل کیدو له دغه بهیره خوندي‌ نه دي.

په دریمو هېوادونو کې د میشتیدنې په تمه دا ناست افغانان له اړونده سفارتونو او هېوادونو غواړي چې د دوی قضیې دې په بېړنۍ توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې یې له دغه هېواده اوباسي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لا هم د امریکایي او روسي وسلو تور کاروبار په لویه کچه روان دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۱

د یوې سویسي څېړنیزې موسسې د یوه تازه څېړنیز راپور پر بنسټ ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی، چې له پخوانۍ شوروي ټلوالې او ناټو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو تور کاروبار لا هم د افغانستان په ختیځ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه روان دی.

د ډان په راپور کې راغلي، چې په قبایلي سیمو کې لا هم د وسلو په تورو بازارونو له کې له افغانستان څخه قاچاق شوې روسۍ او امریکایي وسلې په لویه کچه پلورل کېږي.

د سویس په پلازمېنه جینیوا کې دغه راپور چې ډان ورځپاڼې را اخیستی د «سپکو وسلو د څېړنو موسسې» لخوا خپور شوی او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وسلو پر موجودیت تمرکز لري.

دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د دغو بازارونو څخه د څېړنو پر بنسټ چمتو شوی او په کې موندل شوې، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام څخه پاتې شوې وسلې اوس په کې په قاچاقي توګه پلورل کېږي.

که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د پخواني حکومت د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او ادعا یې کړې، چې د عامو خلکو او شخصي سوداګرو لپاره د وسلو اخیستل یې بند کړي، خو بیا هم د وسلو قاچاق دوام لري.

راپور وړاندې کاږي، چې د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي له قاچاقچیانو سره ځانګړې همکارۍ لري.

دغه راپور زیاتوي، چې له سیمه ‌ییزو ترهګرو ډلو لکه «ټي ټي پي» او بیا القاعده سره د طالبانو اړیکو د وسلو د قاچاق د مخنیوي هڅې لا هم ستونزمنې کړې دي.

ویل کیږي، چې یادې ډلې اوس له دغو وسلو څخه هم ګټه پورته کوي.

د وسلو بیې

راپور کې راغلي چې د افغانستان ختیځو ولایتونو او قبایلي سیمو کې وسلې لا هم په غیر رسمي بازارونو کې په ازاد ډول خرڅېږي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ مخکې له بهرنیو ځواکونو او پخواني جمهوري نظام سره د جګړې لپاره له همدغو بازارونو څخه وسلې اخیستلې.

راپور زیاتوي‌ چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د وسلو په بیو او د لاسرسي په کچه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په افغانستان کې د وسلو بیې لوړې شوې،‌ خو په پاکستان کې یې بیا ډېر بدلون نه دی کړی.

د بېلګې په توګه، د امریکايي M4 ډوله بریدګر ټوپک بیه د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۲۱۹ ډالره، خو د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې تر ۴۸۱۷ ډالرو پورې رسېدلې ده.

همداراز، په ننګرهار کې د دغه ټوپک بیه تر ۴۳۷۹ ډالرو پورې او د AK ډوله روسي کلاشنیکوف شاوخوا ۱۳۸۶ ډالره پلورل شوي.

د دوربابا ولسوالۍ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرته ده، هلته د امریکایي M4 بیه تر ۳۷۲۲ ډالرو رسېږي، خو محلي AK یا دره وال کلاشنیکوف بیا تر ۲۱۸ ډالرو هم پلورل کېږي.

په پاکستان کې د ناټو او شوروي ډوله وسلو بیې نسبتا ثابتې پاتې دي. خو د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو «عزم استحکام» له امله د وسلو پلورونکي اوس د ناټو وسلې ښکاره نه خرڅوي، سره له دې چې دا اقدامات د بیو پر ثبات ډېر اثر نه لري.

د بیو بدلونونه

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ له وروستیو نیولې د ۲۰۲۴ تر نیمايي پورې، په ننګرهار او کونړ کې د M4 ټوپک بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې او له ۱۷۸۷ ډالرو نه تر ۳۸۱۳ ډالرو رسېدلې ده. همداراز د M16 امریکایي ټوپک بیه تر ۳۸ سلنه لوړه شوې او له ۱۰۲۰ نه تر ۲۴۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

خو د AK ډوله ټوپکونو او د RPG راکټ ‌لانچرونو بیې ډېر بدلون نه دی کړی. ان د چینایي Type 56 ټوپک بیه لږه راټیټه شوې ده، چې ښايي یا یې عرضه زیاته شوې وي یا تقاضا کمه شوې وي.

تر ټولو جالب دا چې د شپې لیدونکو وسایلو یا لېزرونو بیه د پام وړ راټیټه شوې. له ۲۵۷۵ ډالرو نه تر ۷۸۱ ډالرو ته راټیټه شوې چې نږدې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.

لاهور کې په ۳ مياشتو کې ۲۷ ښځې وژل شوي، په ۱۵۱ جنسي تېري شوي او ۱۱۸۲ تښتول شوي دي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د پاکستان په ستر ښار لاهور کې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو پر ضد د جرمونو کچه خوره لوړه شوې ده. له جنوري څخه تر مارچ ۳۱ پورې ۲۷ ښځې وژل شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال لومړیو درېیو میاشتو کې د ۲۷ ښځو د وژنې تر څنګ په ۱۵۱ ښځو جنسي تېري شوي دي او همدا ډول ۱۱۸۲ ښځې تښتول شوي هم دي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې د ښځو د تښتونې ١١٨٢ پېښې ثبت شوې دي. د تښتول شویو ښځو له جملې څخه یوازې ۹۸۸ ښځې راخوشې شوي، خو ۱۹۴یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

د پولیسو په وینا په همدې درې میاشتو کې ۱۳۸ ماشومان تښتول شوي چې له ډلې یې ۱۴ ماشومان نه دي موندل شوي.

د دوی په وینا له جنوري څخه د مارچ تر اخره پر ښځو د جنسي تېري ۱۵۱ پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې يې ۱۱۰ تورن کسان نيول شوي او ۴۱ نور يې بیا نه دي نيول شوي.

همدا ډول د ماشومانو د ځورونې ۴۷ قضيې ثبت شوي، چې ۴۴ تورن کسان نيول شوي او ۳نور يې نه دي نيول شوي.

د پولیسو مشر فيصل کامران ویلي دي چي د ماشومانو او ښځو په ضد جرمونو کي هیڅ ډول کمی نهدی راغلی خو زیات شمېر قضیې حل شوي دي.

طالبان وایي، چې په کراچۍ ښار کې یې ۱۷ افغان کډوال له پولیسو خوشې کړي دي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګري وایي چې د کراچۍ په ښار کې مېشت اوولس افغان کډوال یې د پولیسو له منګولو خوشې کړي او پرته له زنداني کېدو یې خپلو کورنو ته لېږلي دي.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ په ایکس لیکلي: «په کراچۍ کې مېشت ۱۷ افغانان د پولیسو له توقیف ځای څخه خوشې شول او زندان ته د لیږدولو د مخه خپلو کورونو ته ستانه شول. دا افغانان، چې د کډوالۍ کارتونه یې درلودل، د ګلشن معمار پولیسو له خوا ونیول شول، چې پر وخت اقدام مو وکړ، د نیول کېدو دمخه له پورته ذکر شوې سیمې څخه خوشې شول.»

نن د پاکستان په زیاتو ښارونو کې د پولیسو له خوا افغان کډوال نیول شوي.

د پاکستان حکومت د (ای سي سي) او (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی چې د روانې میاشتې تر لسمې نېټې له پاکستان ووځي.

همدا ډول د پاکستان په ټولو ښارونو کې پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پېل کړي، افغانان نیول کیږي او جبري ویستل کیږي.

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت پلان لري چې درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې جبري اوباسي او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي.