• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان له کراچۍ څخه هم د ۱۶ زره افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوه

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د جمعې په ورځ د (وري ۱۵مه)، د کراچۍ ښار سیمه ‌ییزو ادارو او امنیتي بنسټونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی. د معلوماتو له مخې دغه ۱۶ زره کسان د افغان تابیعت یا (ACC) کارت لرونکي دي.

د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې د دغو کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې د کراچۍ پولیسو تر اوسه پورې له یو نیم سلو څخه زیات افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې د جبري ایستل پیل شي.»

د دې پرېکړې له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د فبرورۍ په ۱۳مه د سند ایالت له چارواکو وغوښتل چې د افغان تابعیت کارت لرونکو د ایستلو بهیر پیل کړي.

دغه چاره د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان (IFRP) لاندې ترسره کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې عملي شوی دی.

د سند د کورنیو چارو ادارې د دې پلان له مخې د ستنیدونکو د څار خونه جوړه کړې او درې پنډغالي یا مرکزونه یې هم فعال کړي دي.

د کراچۍ او جېکب‌اباد د ساتنې مرکزونه او یو د «انتقال ‌نقطه» په نوم د بینظیراباد په سکرنډ کې جوړ شوی چې ټول ټال د ۱۵۰۰ کسانو ځای پر ځای کیدو ظرفیت لري.

د ستنیدونکو کډوالو لپاره بیا ځانګړی اصلي مرکز د کراچۍ ښار اړوند د کیمیاړي سیمې اړوند په امین خانه کې جوړ شوی دی.

د کراچۍ د جنوبي څنډې د پولیسو مرستیال سید اسد رضا ویلي، چې تر دې دمه ۲۴۲ افغانان دغو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، ځینې افغان کډوال چې د POR کارت لرونکي وو، بېرته خوشې کړل شوي دي.

د‌ پاکستان د امنیتي ادارو د ګډو شمیرو له مخې، په کراچۍ کې ۱۶,۱۳۸ کسان د ACC کارت لرونکي پېژندل شوي، چې زیات یې په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې ژوند کوي.

له دې ډلې ۱۱,۲۳۳ کسان په ختیځ، ۲,۷۹۲ په لوېدیځ، ۹۱۰ په کورنګي، ۳۹۶ په ملیر، ۴۰۶ په مرکزي سیمه، ۲۰۳ په کیمیاړي، ۱۲۰ په جنوب او ۷۸ کسان د ښاروالۍ اړوند سیمه کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د کیمیاړي د پولیسو مشر کپتان فیضان علي د امین خانه له کمپ څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې «د انتقال، خوړو او روغتیایي خدماتو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي او افغانان به په درناوي او امنیتي شرایطو کې خپل هېواد ته ستانه کړای شي.»

خو د بشري حقونو وکیله او د کډوالۍ د ګډې کمیټې (JAC) بنسټ ‌اېښودونکې منیزه کاکړ رسنیو ته ویلي چې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې افغانان په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي. نوموړې زیاتوي، چې افغانان د پولیسو له ځورونې او فساد څخه شکایت لري او ډېری له وېرې کار ته نه شي تللی.

منیزه کاکړه وایي، چې په ټول پاکستان کې شاوخوا ۸۵۰,۰۰۰ کسان د ACC کارتونه لري، چې په ۲۰۱۷ کال کې ورکړل شوي وو. له دې ډلې نږدې ۷۰,۰۰۰ کسان په کراچۍ کې اوسېږي.

بل لور ته، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانانو د «غیرقانوني ایستلو» پر ضد د «دا موده لغوه کړئ» په نوم کمپاین پیل کړی.

دوی له «موږ سره د انسان په توګه چلند وکړئ» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی، چې په کې د ۱۰ افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کیسې بیان شوي دي.

دوی وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستنېدل د دوی لپاره ناممکن او له خطره ډک دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د جنوبي اسیا مرستیال بابو رام پانت ویلي: «هغه افغانان چې له طالبانو وروسته پاکستان ته راغلي، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني دولتي چارواکي له جدي خطر سره مخ دي. پاکستان باید د دوی جبري ستنول ودروي.»

همداراز د ملګرو ملتونو یو شمېر ځانګړي راپور ورکونکو له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو نیول، ایستل او فشارونه سملاسي بند کړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې له شخصي ارزونې پرته افغانان شړل د نړۍوالو بشري او پناه غوښتنې د قوانینو ښکاره نقض دی.

کارپوهان وايي، دا جبري بېرته ستنول کولای شي چې ښځې، نجونې، مذهبي اقلیتونه، معلولین، خبریالان، مدني فعالان او ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

سره له دې ټولو اندېښنو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو په دوام کې به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له دغه هېواده شړي.

له هغه وخته چې دا پلان (IFRP) د ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې پیل شوی، تر اوسه له ۷۰۰,۰۰۰ زیات بې‌ اسنادو افغانان له پاکستان وتلي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په یوه لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې د ACC لرونکو افغانانو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځول شي.

د هغه په باور، چې په ډله ییزه توګه د زرګونو کډوالو ستنول به طالبانو ته سترې ستونزې جوړې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بل بشري کړکېچ خبرداری؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو جدي اندېښنې راپارولې

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې بهرنۍ مرستې په بې ‌ساري ډول راکمې شوې او د طالبانو حکومت د ستنېدونکو کډوالو د سمبالښت وړتیا نه لري، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پیل نورې اندېښنې راپارولې.

پاکستان دا مهال د درې میلیونه افغان کډوالو کوربه ‌توب کوي، او ډېری یې هغه کسان دي چې له تیرو څو لسیزو جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.

په دغه شمېر کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په پاکستان کې زېږېدلي یا یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی دی. خو اوس دا ټول وګړي له جبري ایستلو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د ناقانونه بهرنیانو د ویستلو تر چتر لاندې، د افغان کډوالو د ثبت کارت لرونکو ته تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړی و، چې پاکستان پرېږدي. او تېره اوونۍ ځینو حکومتي سرچینو ویلي و، چې دا نېټه نوره نه غځول کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، شاوخوا ۸ لکه کارت لرونکي افغانان او یو میلیون بې ‌سنده افغانان د ایستلو په دغه لېسټ کې شامل دي.

په ۲۰۲۳ کې د دغه کمپاین له پیله تر اوسه پورې ۸۴۳ زره افغانان بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.

عرب نیوز د افغان کډوالو پر جبري ایستلو په ځانګړي راپور کې له عبدالفتاح جواد سره چې د احساس ټولنیز خدمتونو موسسې مشري کوي خبرې کړې دي.

هغه ویلي: «که دا بهیر همداسې دوام وکړي او سلګونه زره یا ان میلیونونه کسان راستانه شي، یو لوی بشري بحران به رامنځته شي.

د دومره زیاتو خلکو لپاره د کور، کار او زده ‌کړو زمینه برابرول ډېر ګران کار دی. روغتیایي خدمتونه یې هم له لویو ننګونو څخه دي.»

په تیرو دوو میاشتو کې له ۲۰۰ زیات روغتیایي مرکزونه د بودجې د کموالي له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي.

اټکل کېږي چې تر جون میاشتې پورې ۲۰۰ نور مرکزونه هم وتړل شي. دا ستونزې تر ډېره د امریکا له لوري د پراختیایي مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوي.

د دغو مرستو لړۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه ځانګړي فرمان له کبله بندې شوې.

امریکا چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې تر ټولو ډېرې مرستې کولې په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته یې دا دی اوس خپلې پراختیایي پروژې هم بندې کړې.

له دې سره د طالبانو حکومت هم د نړۍوالو بندیزونو سره مخ شوې او د میلیاردونو ډالرو پروژې هم پرې ودریدې.

عرب نیوز په خپل راپور کې کاږي، چې دغو بدلونونو د هېواد اقتصاد ته سخت زیان ورساوه. د روغتیا، تعلیم او د خوړو د وېش په څېر د لومړنیو خدمتونو بهیر ګډوډ شو. میلیونونه کسان له اساسي مرستو بې ‌برخې شول.

فریدالدین نوري د افغان ښځو لپاره د یوې مرستندویه موسسې مشر وایي، چې دا حالت به د کډوالو بیرته راتګ لا ستونزمن کړي.

نوموړي‌ عرب نیوز ته ویلي: «افغانستان دا مهال د کډوالو په ډله ییزه توګه بېرته راستندیو لپاره هېڅ ډول چمتووالی او تیاری نه لري. د نړۍوالو مرستو بندېدل، خصوصاً د امریکا له لوري، دا وضعیت لا خراب کړی دی. دا یوه لویه ننګونه ده او شته بحران به ژور کړي.»

نوموړی زیاتوي چې ډېری ملي او نړۍوالې ادارې چې د بېرته ستنیدونکو کډوالو ځای پرځای کولو کې یې کار کاوه، د بودجې د نشتوالي له امله بندې شوې دي.

په داسې حال کې، چې افغانستان کې د بی کارۍ کچه خورا لوړه شوې، د سلګونه زره راستنېدونکو کورنیو لپاره د کار پیدا کول ډېر ګران کار بلل کېږي.

نوري زیاتوي چې د افغانستان اقتصاد لا هم له بهرنیو مرستو سره تړلی دی او نړۍواله ټولنه باید سملاسي مالي مرسته وکړي.

بلخوا د طالبانو حکومت هم د کډوالو د منلو لپاره روښانه پلان نه لري. د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر تېره میاشت ویلي و، چې افغانان باید بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو دا بهیر باید له زور پرته په منظمه او تدریجي توګه ترسره شي.

د کابل په کاتب پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکټر طیب خان هم اندېښنه څرګندوي، چې د راستنېدونکو ماشومانو وضعیت به تر ټولو خراب وي.

د هغه په خبره: «د هېواد کمزوری اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی او بشري مرستو ته اړتیا لا زیاته شوې ده. د طالبانو حکومت به یوازې د دغو ماشومانو د زده‌کړو او روغتیايي خدماتو چمتو کولو وس ونه لري.»

هغې زیاته کړه: «ډېری دغو کډالو له هېواده دباندې خپل ژوند او کار جوړ کړی دی. که چیرې دوی مجبوره شي چې بېرته راستانه شي، نو د کار پیدا کول به ورته یو ستره ستونزه وي. ځکه لا وار دمخه په هېواد کې زرګونه خلک د کار موندنې له ستونزو سره مخ دي. اوس د بې کارۍ کچه ځکه لوړه شوې چې نړۍوالې مرستې بندې شوي او پروژې هم ځنډیدلي دي.»

د پاسپورټونو تازه درجه بندي؛ افغانستان تر ټولو کمزوری پاسپورټ لرونکی هېواد دی

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د نوماډ کپیټلیسټ د پاسپورټونو درجه بندۍ په تازه راپور کې افغانستان د کمزورو هېوادنو په لېسټ کې راغلی او پاسپورټ یې د ۲۰۲۵ کال لپاره تر ټولو کمزوری پاسپورټ اعلان شوی. په دغه درجه بندۍ کې ایرلینډ لومړی مقام خپل کړی.

نوماډ کپیټلیسټ د مالي او کډوالۍ مشورتي شرکت دی چې د نړۍوال خوځښت او تابعیت اختیارونه ارزوي.

ایرلینډ د نوماډ پاسپورټ شاخص ۲۰۲۵ له مخې په نړۍ کې ترټولو پیاوړی پاسپورت لري.

د پاسپورټونو درجه بندي د پنځو معیارونو له مخې څېړل کیږي: د سفر اسانتیا، د مالیاتو پالیسۍ، نړۍوال احساس، د دوه ګوني تابعیت ترلاسه کولو وړتیا او شخصي ازادي.

هغو هېوادونو چې په نورو لېسټونو (درجه‌بندیو) کې مخکښ دي لکه سینګاپور او جاپان د نوماډ کپېټلیسټ کلنۍ درجه بندۍ کې یې ټیټې نمرې اخیستې دي.

دا لومړی ځل دی چې د شمالي اروپا هېواد په کلنۍ درجه بندۍ کې د نوماډ کپیټلیست، د مالیاتو او کډوالۍ مشورتي واحد کې اول ځای خپل کړی. تر دې وړاندې ایرلینډ په ۲۰۲۰ کال کې نږدې وو چې لومړی مقام وګټي خو ترڅنګ یې لوګزامبورګ او سوېډن وو چې د لومړي مقام ترلاسه کولو نه یې راوګرځوه.

د دغه شرکت څیړونکي جیویر کوریا ویلي "ایرلینډ د هېواد قوي نړۍوال شهرت، د سوداګرۍ، دوستانه مالیاتو پالیسیو او په ټولیز ډول د تابعیت انعطاف له امله ، درجه بندي پورته کړه."

د پاسپورټونو اړوند په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په یوه کړکېچن کال کې چې د جیو پولیټیک بدلون او پالیسۍ بدلون له‌خوا په نښه شوی، یونان په ډراماتیک ډول له شپږم څخه د سویس سره ګډ دویم ته پورته شو، چې د لوړ خالص ارزښت لرونکي اشخاصو، متقاعدینو او نړۍوالو پانګوالو ترمنځ اعتبار زیاتوي.»

نور هېوادونه لکه لیتوانیا، هالنډ، جرمني او هنګري په درجه بندي کې ښکته شوي. متحده امارات چې په ۲۰۲۳ کې لومړی په ۲۰۲۴ کې ۶ نمبر و، په ۲۰۲۵ کې ۱۰ ځای ته تللي.

په لېست کې تر ټولو کمزوري پاسپورټونه، چې له ۱۹۵ څخه تر ۱۹۹ پورې ځای لري، د پاکستان، عراق، اریتریا، یمن او افغانستان دي.

بېنېټ: د افغان کډوالو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اوږدمهالی کوربه‌توب روان وساتي او د هغوی له جبري اېستلو څخه ډډه وکړي.

بېنېټ د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د خپل اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی چې په اوسني بحراني وضعیت کې د کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیانمنو خلکو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته په اشارې زیاته کړې چې افغانستان ته د دغو خلکو جبري ستنېدل کولای شي د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي توګه په داسې وضعیت کې چې طالبان په سېستماتیکه توګه د ښځو او اقلیتونو په ګډون د خلکو له بنسټیز حقونو سرغړونه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي خبردرای ورکړی چې د کډوالو اېستل د هغوی پر وړاندې د ګواښونو له‌ پاملرنې پرته، د دولتونو د بشري حقونو د ژمنو خلاف اقدام بلل کېږي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د کړکېچ لپاره دوامداره حل د نړۍوالې ټولنې پراخ پیوستون او ملاتړ ته اړتیا لري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له حکومته غوښتي و چې د اسلام‌اباد، راولپنډۍ او له نورو ښارونو څخه د افغانانو د اېستلو او افغانستان ته یې د جبري ستنولو سیاست ودروي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیول‌کېدو په موخه اقدامات ګړندي او کور په کور یې عملیات پیل کړي دي.

د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا مشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت غوښتنه وکړه

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۱

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې تر خپلې لومړنۍ سرمشریزې وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو پر بنسټ د یوه‌ ټولګ‌ډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دوی همداراز په خپل بیان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو او په عامه ژوند کې د ګډون په موخه د یو شان حقونو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

ازبکستان د جمعې په ورځ (د وري ۱۵) د منځنۍ اسیا-اروپايي ټولنې د لومړنۍ سرمشریزې کوربه‌ و. د یادو هېوادونو مشرانو د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته په ګډ بیان کې د سرمشریزې پایلې اعلان کړې دي.

دغو هېوادونو په خپل بیان کې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی او په هېواد کې د بشري وضعیت په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده. د ګډون‌والو هېوادونو مشرانو د افغان ولس د ملاتړ د دوام پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د یوه امن، باثباته او نېک‌مرغه افغانستان د لیدو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کوو چې یو پراخ حکومت ولري او په‌کې د ښځو او نجونو قومي-مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو خلکو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ خوندي وي.»

همداراز، د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو له نړۍوالو معیارونو سره سم د ښځو او نجونو لپاره زده‌کړو ته د بشپړ او برابر لاس‌رسي او په عامه ژوند کې د دوی د فعالې ونډې غوښتنه کړې ده. د غونډې ګډون‌والو د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو او پلاوي ترمنځ د منظمو مشورو پر دوام ټینګار کړی دی.

دا ګډ بیان داسې مهال خپرېږي چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې غونډه کې د خپلې وینا پرمهال، له افغانستان څخه د راپورته شویو ګواښونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر بې‌غورۍ اندېښنه ښودلې او په وینا یې، ازبکستان د افغانستان د سوله‌ییز پرمختګ په هکله سیاسي سلا-مشورو ته چمتو دی.

محمود خان اچکزی د پاکستان پوځ ته؛ د انګریزانو مزدوران دې موږ ته د ازادۍ مانا نه راښيي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پوځ ته په اشار ویلي چې د انګریزانو له پوځ سره یوځای د افغانستان اشغال کوونکي دې موږ ته د ازادۍ مانا نه راښيي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په سوېلي پښتونخوا پښين کې کړي.

د سوېلي پښتونخوا په پښین غونډه کې محمود خان اڅکزي د پاکستان پوځ تورن کړ چې ټاکنو کې یې درغلي کړې او په بې شرمۍ یې د خلکو رای غلا کړي.

اڅکزي وویل: «ځینې ​​جنرالان شکایت کوي چې زموږ خبرې سختې دي، ایا کوم جنرال کولای شي چې په قرآن باندې لاس کیږدي او ووایي چې ټاکنو کې درغلي نده شوې؟ پوځ د هر هېواد سترګې دي. موږ لېوني نه يو چې د پوځ پر ضد یوو، خو کله چې تاسو د غله حکومت، قاچاقبرو او ظالمانو ملاتړ کوئ، بايد ووايو مرده باد هر سرتېری مرده باد.»

نوموړي په دغه وینا کې ویلي چې د پاکستان تېرې ټاکنۍ عمران خان ګټلي او د تحریک انصاف ګوند په شاه هېڅ ګوند دومره ستر قومي ملاتړ نلري.

محمود خان شهباز شریف ته وویل: « تاسو ویلي و، چې ترهګري به له منځه وړئ. د فېبرورۍ په اتمه چې تاسو د ۲۵ کروړه خلکو سره دوکه وکړه او رای مو ورته غلات کړې دا د ترهګرۍ ترټولو لوی عمل نه دی؟ تاسو ترهګر یاست. هغه جنرال چې ستا ملاتړ یې وکړ ترهګر دی، هر چا چې په دې غلا کې ستا ملاتړ وکړ هغه ترهګر دی.»

نوموړي په دغه غونډه کې همدا راز د پاکستان پوځ ته په اشارې وویل: «موږ د هېچا سپکاوی نه کوو، خو کله چې موږ د خپل هېواد لپاره د انګریزانو پر وړاندې جنګ کوو، تاسو د دوی مزدوران وئ. هغوی چې د انګرېزانو له پوځ سره یو ځای شول او افغانستان یې اشغال کړ، ایا موږ ته به د ازادۍ معنا روښانه کړي؟»

د پاکستان د قانون ساتنې غورځنګ په نوم د حکومت مخالف شپږو ګوندونو اتحاد او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عمران خان ګوند تحریک انصاف سره نږدې اړیکې لري چې دغې ګوند نوموړی د تېرو ټاکنو وروسته د پاکستان ولسمشرۍ ته هم نوماند کړی وو، نوموړی په دې باور دی چې د پاکستان ټاکنو کې پوځ د شهباز شریف په ګټه درغلي کړې.