• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ: د افغان کډوالو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اوږدمهالی کوربه‌توب روان وساتي او د هغوی له جبري اېستلو څخه ډډه وکړي.

بېنېټ د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د خپل اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی چې په اوسني بحراني وضعیت کې د کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیانمنو خلکو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته په اشارې زیاته کړې چې افغانستان ته د دغو خلکو جبري ستنېدل کولای شي د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي توګه په داسې وضعیت کې چې طالبان په سېستماتیکه توګه د ښځو او اقلیتونو په ګډون د خلکو له بنسټیز حقونو سرغړونه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي خبردرای ورکړی چې د کډوالو اېستل د هغوی پر وړاندې د ګواښونو له‌ پاملرنې پرته، د دولتونو د بشري حقونو د ژمنو خلاف اقدام بلل کېږي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د کړکېچ لپاره دوامداره حل د نړۍوالې ټولنې پراخ پیوستون او ملاتړ ته اړتیا لري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له حکومته غوښتي و چې د اسلام‌اباد، راولپنډۍ او له نورو ښارونو څخه د افغانانو د اېستلو او افغانستان ته یې د جبري ستنولو سیاست ودروي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیول‌کېدو په موخه اقدامات ګړندي او کور په کور یې عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یوازې نن ۱۵۲ افغانان پر تورخم دروازې هېواد ته واوښتل

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۱

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو د روانې څپې په دوام، تورخم کې د کډوالۍ ادارې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پر نوموړې دروازې ۱۵۲ افغانان هېواد ته دننه شوي دي.

سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۱۵مه) زیاته کړه چې په دغو ۱۵۲ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ،دا افغان کورنۍ د خېبرپښتونخوا او د پاکستان له پنجاب ایالته تورخم دروازې ته راغلې وې او په خپله خوښه یې افغانستان ته د تلو پرېکړه کړې ده.

دا کډوال داسې مهال خپل هېواد ته ستنېږي چې همدا نن پاکستاني پولیسو د سند ایالت په کراچۍ ښار کې نږدې ۲۴۲ د ای‌سي‌سي کارټ‌لرونکي افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي.

د سند حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۱۶ زرو څخه ډېر د ای‌سي‌سي کارټ‌لرونکي افغانان ژوند کوي.

له دې مخکې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي و، هغه افغانان چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي له هغو سره همکاري کوي، خو چا ته اجازه نه ورکوي چې افغانان په زور له دغې صوبې وباسي.

سربېره پر دې، چې ګڼو بشرپاله بنسټونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو مخالفت ښودلی، خو دغه هېواد د روانې میاشتې په پیل سره د ټاکل شوې مودې له مخې د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان باید د افغان کډوالو جبري ستنولو پروسه ودروي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د اسلام‌اباد، راولپنډۍ او له نورو ښارونو څخه د افغانانو د اېستلو او افغانستان ته یې د جبري ستنولو پلانونه ودروي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.

کارپوهانو وویل: "په پاکستان کې میلیونونه افغانان د خپل اصلي خوندیتوب اندیښنو په پام کې نیولو پرته افغانستان ته د بیرته ستنیدو له ګواښ سره مخ دي.

په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي."

په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو هدفمند محدودول، د نړۍوالو بشري او کډوالۍ قوانینو څخه سرغړونه او له یونسیار سره د بېرته ستنولو په تړاو د مشورو نشتوالی شامل دي.

دوی وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې په سمدستي توګه په پراخه کچه داخلي ځای پرځای کول، ډارول، نیول، شړل او په ډېورنډ کرښه د افغانانو بېرته اړولو مخه ونیسي او د نه ردولو مطلق او نه توجیه کیدونکي اصول وساتي."

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهانو د جنسیت او متقابلو اغیزو په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په وار وار د پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې څخه د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان پر ضد غږېدلي، چې تر اوسه یې په سلګونو زره افغانانو باندې د بېرته ستنېدو فشار راوړی.

د مارچ د ۳۱ نېټې څخه مخکې، ملګرو ملتونو د افغانانو په نیول کیدو کې د اندیښنې وړ زیاتوالی مستند کړی. ډېری مایوسه افغانانو له کارپوهانو سره اړیکه نیولی، دوی ویره لري چې افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې به د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ شي.

کارپوهانو وویل، «تر ټولو زیات زیانمنونکي افغان ښځې، نجونې، نرښځیان، قومي او مذهبي اقلیتونه، پخواني حکومتي چارواکي او امنیتي کارکوونکي، د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي دي،»

د دوی په وینا: "بې سرپرسته ماشومان په ځانګړې توګه د قاچاق، کم عمره ودونو او ناوړه ګټه اخیستنې له زیات ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې معیوبین او د پاخه عمر کسان هم زیانمنونکي دي. دوی ټول باید په انفرادي ډول وارزول شي."

کارپوهانو همدا راز له نورو هېوادونو څخه هم افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو په اړه اندېښنه وښوده، چې احتمالاً له نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو له قانون سره په ټکر کې دي.

دغو کارپوهانو یادونه وکړه چې ډېری هغه افغانان چې پاکستان ته تللي او په درېیم هېواد کې د مېشتېدو معقولې هیلې یې لرلې، د دوی د خوندي راتلونکي خوبونه د بیا مېشتېدو د پروګرامونو په ناڅاپه بندېدو سره له منځه تللي.

کارپوهانو وویل: «د بسپنه ورکوونکو له خوا د تمویل ناڅاپه او سخت کمولو لا دمخه افغانانو ته د اړتیا وړ بشردوستانه مرستو باندې کلکه اغیزه کړې.»

د دوی په وینا "په افغانستان کې د بشري حقونو خرابېدونکي وضعیت ته په کتو، له هېواده بهر د افغانانو لپاره دوامدارې حل لارې ته اړتیا ده، چې د پراخې نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ولري."

یاده دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې مارچ میاشتې په ۶ نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه به په دغه هېواد کې ټول غیرې قانوني او ای سي سي کارت لرونکي افغانانو د ویستلو لړۍ پېل کړي خو د کوچني اختر له امله په نارسمي توګه دا نېټه د اپرېل لسمې ته وځنډول شوه.

اوس مهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیول په موخه پولیسو اقدامات چټک کړي، کور په کور د پولیس چاپې روانې دي او هغه افغانان نیول کیږي او جبري ستنول کیږي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د ای سي سي کارت لرونکي دي.

په کراچۍ کې پولیسو ۲۴۲ افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د پاکستان سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو نږدې ۲۴۲ د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي. پاکستان پرېکړه کړې چې په روانه میاشت کې درې میلیونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

د سند حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې نږدې شپاړس زرو څخه زیات د ای سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې د افغانانو د نیولو او بېرته ستنولو په موخه یې چارې کړندۍ کړي چې تر اوسه یې ۲۴۲ ای سي سي کارت لروونکي افغانان نیولي او بېرته به یې افغانستان ته ستانه کړي. د دوی په وینا هغه افغانان یې بېرته خوشې کړي چې د پي او ار کارتونه یې لرل.

کراچۍ ښار هم د پاکستان د نورو ښارونو غوندې زیات شمېر افغان کډوال لري، د ځایي چارواکو په وینا ددغه ښار په لوېدیځ او ختیځو سیمو کې نږدې ۱۶ زره او ۱۳۸ ای سي سي کارت لرونکي اوسېږي.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې مارچ میاشتې په ۶ نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه به په دغه هېواد کې ټول غیرې قانوني او ای سي سي کارت لرونکي افغانانو د اېستلو لړۍ پېل کړي خو د کوچني اختر له امله په نا رسمي ډول دا نېټه د اپرېل لسمې ته وځنډول شوه.

اوس مهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیول په موخه پولیسو اقدامات چټک کړي، کور په کور د پولیس چاپې روانې دي او هغه افغانان نیول کیږي او جبري ستنول کیږي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د ای سي سي کارت لرونکي دي.

ګنډاپور: افغان کډوال له پښتونخوا په زور نه اېستل کیږي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، هغه افغانان چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي له هغو سره همکاري کوي، خو چا ته اجازه نه ورکوي، چې افغانان په زور له دغې صوبې وباسي.

ښاغلی ګنډا پور وايي، هیچاته اجازه نه ورکوم، چې افغانان په زور له پښتونخوا صوبي وباسي.

نوموړي د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه یې تګلاره روښانه ده او افغان کډوال به په ګډوډ حالت کې نه بلکي، د خپل دود سره سم په ښه ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

نووموړي په اسلام اباد کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل:«د صوبي پولیسو او امنیتي کسانو ته مې دا واضیح پیغام دی، چې څوک به په زور نه باسئ. ځکه په داسې حالاتو کې د یو چا ایستل، چې هلته د هغوی لپاره هیڅ چمتوالی نه وي نیول شوی، د هغوی د خوراک څیښاک لپاره هیڅ نه وي چمتو شوي، په دغه ډول د خلکو ایستل نه زموږ پالیسې ده، نه زموږ روایات دي او نه هم داسې کار ته اجازه ورکوم.»

نوموړی وايي، تر څو چې افغانستان د کډوالو منلو ته چمتو شوی نه وي افغان کډوال به په زور افغانستان ته نه ستنول کیږي.

کنډاپور د افغان کډوالو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کويي، چې تېره ورځ د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې د ګرځیدو راپورونه ورکړل شوي وو او د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.

د بودجې د کموالي له کبله پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د مارچ ۳۱مې نېټې تر ضرب الاجل بشپړېدو څلور ورځې وروسته هم د پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې د دغو ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړي کمپ چارې نه دي بشپړې شوې.

سرچینو زیاته کړې، د بودجې د کموالي له کبله د دغه کمپ چارې نیمګړې پاتې دي او د پښتونخوا ایالتي حکومت له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو لپاره دې ورسره د بودجې په برخه کې مالي مرسته وکړي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ هم د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځیدلي دي.

د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.

بلخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو پرېکړه کړې چې کډوال به په لنډي کوتل کې د اوس لپاره په جوړ شوي کمپ کې نه دېره کوي او نېغ به یې تورخم ته لېږي.

د خېبر مرستیال کمېشنر بلال شاهد د افغانستان انټرنشنل ځايي خبریال جواد شینواري ته ویلي، دا مهال د لنډي کوتل په کمپ کې د دغو ستنیدونکو کډوالو د ساتلو اړتیا نه شته، خو که دا بهیر چټک او پراخ شي، نو بیا به له یاد کمپ څخه هم ګټه پورته کړي.

ځینو پاکستاني او نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام اباد د اختر د رخصتیو او د کاري ځواک د نه شتون له کبله پرېکړه کړې چې د اپریل تر لسمې نېټې پورې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر وځنډوي.

خو ښکاري چې دا بهیر لا هم غلی غلی روان دی او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو د موندلو په موخه دروازه په دروازه ګرځېږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول کیدل او ایستل غندلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان لا له یاد هېواده غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو څخه دې ډډه وکړي، ځکه دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکو تر څنګ په پاکستان کې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لسګونه زره متحدین هم د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

دغه تازه تللي کډوال چې د طالبانو له لوري له جدي او مرګوني ګواښونو سره مخ دي هم د ایستل کیدو له دغه بهیره خوندي‌ نه دي.

په دریمو هېوادونو کې د میشتیدنې په تمه دا ناست افغانان له اړونده سفارتونو او هېوادونو غواړي چې د دوی قضیې دې په بېړنۍ توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې یې له دغه هېواده اوباسي.